• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ وسله‌واله شخړه؛ څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۳ GMT+۰

په فراه ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ نن چهارشنبه (د مرغومي ۳مه) خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ د وسله‌والې نښتې له امله څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د طالبانو په وینا؛ د یادې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

د دغه قوماندانۍ له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وسله‌واله شخړه د فراه ښار د «کاریز جلال» په سیمه کې رامنځته شوې ده. د خبرپاڼې له مخې؛ په یادې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي او د بلې کورنۍ یو غړی وژل شوی دی.

طالبانو همداراز ویلي، چې تر پېښې وروسته یې په دې تړاو دوه کسان نیولي هم دي او د موضوع د څېړنې لپاره ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي. د یادې پېښې په تړاو ځايي اوسېدونکي وایي، چې د دواړو کورنیو ترمنځ لومړی لفظي شخړه رامنځته شوې وه؛ خو وروسته دغه شخړه په وسله‌والې نښتې واوښته، چې په پایله کې یې څلور کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۴

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

۵

د انساني قاچاق پراخې څپې؛ طالبان وایي تېره میاشت په نیمروز کې تر ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

پخوانی افغان پیلوټ له امریکا نه د اېستلو له ګواښ سره مخ دی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۵ GMT+۰
100%

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، هغه افغان پناه غوښتونکي چې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پر وړاندې د جګړې پرمهال خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی و او د جمهوریت تر پرځېدو وروسته امریکا ته ولېږدول شو؛ اوس له امریکا نه د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

نوموړي د جمهوریت تر پرځېدو وروسته د پوځ یوه الوتکه هم ازبکستان ته لېږدولې وه. علي د افغان هوايي ځواک پخوانی پیلوټ و، چې د خپل پلار په څېر یې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ دنده کړې وه. هغه له ګارډین سره په مرکه کې د کابل د سقوط ورځې په اړه ویلي، چې د هوايي بریدونو درېدو سپارښتنه د سیاسي بدلون نښه وه او څو ساعته وروسته کابل سقوط وکړ.

علي اوس په امریکا کې ټکسي چلوونکی دی او هم‌‌مهاله د هوایي چلند اړوند زده‌کړو ته یې هم دوام ورکړی. د هغه کورنۍ ګاونډي هېواد ته تللې؛ خو د هغه د ژوند ملګرې لا هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ژوند کوي.

د ۲۰۲۵کال د جنورۍ په ۲۵مه علي په رسمي توګه پناه واخیسته او هغه تمه لرله، چې راتلونکی کال به گرین‌کارت هم ترلاسه کړي چې له مخې به یې د قانوني پیلوټ په توګه ورته د دندې د دوام او د کورنۍ د لېږد زمینه برابره شي؛ خو د امریکا د کډوالۍ تګلارې ناڅاپي بدلون د هغه هیلې مړاوې کړې.

علي وویل: «کلونه مې د امریکا د ځواکونو په خدمت تېر کړل او د هغوی ساتنه مې وکړه؛ خو اوس احساس کوم چې غلط شوی یم.» هغه ټینګار وکړ، چې د امریکا د خلکو او د دولت سیاستونه بېل دي او د امریکا د خلکو مرسته د هغه لپاره هېڅکله نه هېرېدونکې ده.

له بل پلوه تېره ورځ د امریکا د کانګرس دوو غړو په کالیفورنیا کې د افغان کلتوري ټولنې له استازو سره ناسته کې ژمنه کړې، چې د بشردوستانه، د کورنیو د یوځای کېدو او د ځانګړې کډوالۍ ویزو (SIV) درېدلې لړۍ د بیا فعالولو لپاره به عملي ګامونه واخلي.

د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د افغان کلتوري ټولنې په کوربه‌توب، د افغان کډوالو د ویزو د ستونزو په اړه د امریکا د کانګرس غړو جاش هارډر او ادم ګرې، ځایي چارواکو، د مدني او کډوالۍ بنسټونو استازو، رسنیو او د افغان ټولنې غړو ناسته وکړه.

ایراني چارواکي وایي په کرمان کې یې په ناقانونه لارو تللي ۷زره بې‌اسناده کډوال نیولي دي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۲ GMT+۰
100%

د ایران په کرمان ولایت کې د امنیتي او انتظامي چارو مرستیال رحمان جلالي ویلي، چې په دغه ولایت کې د امنیتي او انتظامي چارو ادارې د یو میاشتني عملیاتو په ترڅ کې د افغانانو په ګډون ۷زره بې‌اسناده کډوال نیولي او له دغه هېواده یې اېستلي دي.

د هغه په وینا؛ په دغه عملیاتو کې یوه لویه د انساني قاچاق شبکه هم له‌منځه وړل شوې او د دغه شبکې مشر نیول شوی، چې د څېړنو لپاره امنیتي ادارو ته سپارل شوی. د کرمان د امنیتي او انتظامي چارو مرستیال رحمان جلالي ویلي، چې دغه عملیات په پلان شوي ډول د بې‌اسناده کډوالو د راټولولو او لېږد پر ځایونو ترسره شوي دي. هغه خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د بې‌اسناده کډوالو لپاره د کورونو، بانکي کارتونو، موټرو، سیم‌کارټونو او د کار زمینې برابرول باید سملاسي ودرول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بلوچستان ځایي چارواکو ویلي و، ۱۷۹ تنه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي؛ د پاکستان خاورې ته د ناقانونه داخلېدو او له دغه هېواده په ناقانونه لارو ایران ته د تګ په تور نیول شوي دي.

د دغه چارواکو په وینا؛ یاد کسان د بلوچستان ایالت په چاغي سیمه کې نیول شوي دي.

طالبان وایي د ختیځ زون موزیم تاریخي اثارو د ډیجیټل کولو لړۍ پیل شوه

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۸ GMT+۰
100%

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ختیځ زون موزیم د لرغونو اثارو د خوندي ساتنې، نندارې ته د وړاندې کولو، علمي څېړنو او راتلونکو نسلونو ته د فرهنګي میراث د لېږد لپاره د ۱۴۲۰ تاریخي اثارو د ډیجیټل کولو لړۍ پیل کړه.

د دغه ریاست له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د لرغونو اثارو د درې بعدي برېښنايي کولو لړۍ د یاد وزارت د لارښوونو پر بنسټ د ESAO موسسې له لوري پیل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دا مهال زموږ په موزیم کې د بېلابېلو تاریخي دورو ۱۴۲۰اثار موجود دي او د دوی ډیجیټل کول به د نندارې وړاندې کولو او علمي څېړنو لپاره د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي.»

خبرپاڼه زیاتوي، د یادې لړۍ موخه یوازې د میراث ساتنه نه؛ بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره د افغانستان د فرهنګي شتمنیو لېږد او د نړۍوالو څېړونکو لپاره د اسانتیا رامنځته کول هم دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «ډیجیټل کول به د لرغونو اثارو د خوندي ساتنې په برخه کې یو ستر ګام وي او له دې لارې به موږ وتوانېږو، چې د افغانستان تاریخي میراث د نړۍ نورو هېوادونو د پوهانو او مینه‌والو سره شریک کړو.»

خبرپاڼه کاږي، چې په موزیم کې د اثارو ډیجیټل کولو پروسه به څو پړاوونه ولري، چې په‌کې د هر اثر تفصیلي عکس اخیستل، د درې بعدي ماډلونو جوړول او د معلوماتو زېرمه کول شامل دي.

د لومړي ځل لپاره؛ د ۲۳مېلیونه افغانیو په ارزښت د هرات صنعتي ماشینونه تاجکستان ته صادر شول

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۷ GMT+۰
100%

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د لومړي ځل لپاره د ۲۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت د هرات صنعتي ماشینونه تاجکستان ته صادر شول. د دوی له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه جوپه کې د ګچ او سمنټو د فابریکو لپاره ځانګړي ماشینونه او دستګاوې هم شاملې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه صادراتو ټولیز ارزښت ۸۰ مېلیونه او ۴۵۰زره افغانۍ دی، چې په لومړي پړاو کې د ۲۳ مېلیونه او ۴۵۰زره افغانیو په ارزښت یوه جوپه صادرېږي.

100%
100%

هندي پانګه‌والو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په تړاو له طالبانو سره خبرې کړې دي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۸ GMT+۰
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې هندي پانګه‌والو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې او د مسو او اوسپنې په ګډون د کاني سرچینو په کارولو کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري له هندي پانګه‌والو سره په کابل کې لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې هندي پانګه‌والو د مسو او اوسپنې په ګډون د کاني سرچینو په کارولو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده. خبرپاڼه زیاتوي، مولوي حسام‌الدین صابري هم د دغه پانګه‌والو له لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي: «هغه پانګه‌وال چې غواړي په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي، وزارت د قانوني همکاریو او اړینو اسانتیاوو برابرولو لپاره چمتو دی؛ څو پانګه‌وال په اسانۍ خپلې پروژې پرمخ یوسي.»

تر ډېره بریده پر طالبانو نیوکې کېږي، چې دغه کانونه په نامسلکي توګه سپړي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي. طالبانو واک ته له رسېدو سره سم په افغانستان کې د تېلو، ګازو، ډبرو سکرو او ګران بیه ډبرو د کانونو سپړلو ته خورا ډېره پاملرنه کړې ده.

دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د بېلابېلو کانې زیرمو اېستلو قرادادونه د چین او یوشمېر نورو هېوادونو په ګډون کورنیو شرکتونه ته هم ورکړي دي. په دغې ډلې تور دی، چې د افغانستان د کاني زېرمو په کېندلو کې پراخ فساد کوي.