په هرات کې د المونیمي قوطیو د تولید لومړنۍ کارخونه جوړېږي

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د «پامیر المونیمي قوطیو تولیدي کارخونې» د بنسټ ډبره کېښوده. د یادې کارخونې د جوړولو لپاره د ۱۲۰ مېلیون ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده.