څنګه د ځینو کسانو بېپامي مو خوب له سترګو وړي؟

کله ناکله د یو انسان یوه وړه جمله، ځواب نه ورکول، یا سړه رویه کولی شي زموږ احساسات خپه کړي او د شپې خوب مو خراب کړي. له ځان سره فکر کوو: «ولې خوب نه راځي»؟ له ځان سره انګیرې چې هېڅ نه دي شوي.

کله ناکله د یو انسان یوه وړه جمله، ځواب نه ورکول، یا سړه رویه کولی شي زموږ احساسات خپه کړي او د شپې خوب مو خراب کړي. له ځان سره فکر کوو: «ولې خوب نه راځي»؟ له ځان سره انګیرې چې هېڅ نه دي شوي.
خو ساینس وایي: «دا چې فکر کوو هېڅ نه دي شوي، خو ذهن کې مو دا پیغام شته چې هغه یا هغې راته کم توجهي کړې او بدن دا یو جدي ګواښ ګڼي.
انسان ذاتاً ټولنیز موجود دی. کله چې انسان ځان بېارزښته، له پامه لوېدلی یا هم پرېښودل شوی حس کړي، ذهن بیا فکر کوي او وېښ وي. په داسې حال کې هغه سیسټم فعاله کېږي چې په عادي توګه د خطر پر مهال کار کوي نه د خوب پر وخت.
په بدن کې څه بدلېږي؟
مغز مو دا خبره له ځان سره بار بار تکراروي چې ولې یې نن ماسره داسې سوړ چلند وکړ، ولې یې ماته پام نه و، زما خبرې یې ولې نه اورېدې، دا چې ورځ به مې څنګه تېره شوي وي ولې یې رانه ونه پوښتل، ایا زه تېروتې/ تېروتی یم؟ ایا هغه کومه ستونزه لري؟ له ما تېروتنه شوې، یا نور هغسې سره نه یوو چې و. دا هغه څه دي چې ذهن وېښ ساتي او خوب ته مو نه پرېږدي.
داسې وخت کې د فشار هورمونونه لوړېږي یعنې کورتېزول او اډرېنالین لوړېږي، د زړه درزا غېرنارمل کېږي، معده هم نارامه وي، بدن ښه حس نهلري، ان د خوب ګولۍ هم په داسې حال کې خپل اغېز له لاسه ورکوي او دا هر څه خوب ځنډوي.
څېړنو ښودلې هغه کسان چې لږ خوب کوي، هغوی حساس کېږي، وړې وړې خبرې هم چلندونه پرې بد لګېږي.
څوک ډېره اغېزمن کېږي؟
دا خو طبیعي ده چې د هر چا خبرې او چلند پر موږ بد نه لګېږي یا هم موږ نه ازار کوي، خو هغوی چې موږ ته نږدې دي او ګران دي د هغوی کم توجهي موږ ځوروي.
اصلي خبره دا ده، چې څوک ډېر اغېزمن کېږي؟ د دې په ځواب کې به ووایم هغه کسان چې ډېر نازک طبیعت لري، هغوی چې زړونه یې مات شوي دي، هغوی چې تل یوازې دي، ملګري، هغه خلک چې ډېر سترس او خپګان لري، هغوی چې ډېر فکر کوي، هغوی چې په ځان لږ باور لري او یا هم هغوی چې خپل هر څه یې مقابل لور ته ورکړي دي، خو چې کله مقابل لوری کم توجهي کوي ځورېږي.
له دې معلومېږي، چې خبره یوازې د حساستوب نه ده دا د ذهن او بدن طبیعي غبرګون دی.
څه کولی شو چې دا کړۍ ماته کړو؟
خپل دغه احساس باید ومنو او په اړه یې قضاوت ونهکړو. خپل زړه ته باید ووایو: «زه خپه یم، دا طبیعي ده، خو دا په دې معنا نه ده چې تېروتنه به زما وي».
کله چې خپل احساس او ناراحتي وپېژنئ، شدت یې کمېږي.
بله لار یې دا ده، چې ذهن کې دې هر څه راځي په کاغذ یې ولیکه او سبا ته یې پرېږده لکه څنګه چې زه همدا اوس دا لیکنه لیکم او تاسو ته یې انتقالوم، تاسو هم خپل ذهن کاغذ ته تش کړئ.
هر څه چې ذهن کې لرئ، ویې لیکئ چې څه پېښ شول؟ ولې پېښ شول؟ څه حس مې لرلو او ورپسې ولیکه چې «سباته یې حل کوم اوس به ارام وکړم».
همدا راز د خوب وخت مو منظم کړئ. ټلیفون له خوب څخه ۳۰ یا ۴۵ دقیقې مخکې بند کړئ، څراغونه تت کړئ، هره شپه یو وخت وټاکئ او په هماغه وخت ویده شئ، له مازیګر وروسته چای یا قهوه مه څښئ.
له ځان سره مهربانه اوسئ. ځان ته د ملګري په سترګه وګورئ نه د قاضي په سترګه.
قدم ووهئ، د خدای ذکر وکړئ، دعاوې وکړئ او له دې سره ذهن او بدن ارام کړئ.
له یوه باوري ملګري سره خپل درد شریک کړئ. درد او غم په شریکولو کمېږي خو نه، مګر زړه سپکېږي.
څه وخت ډاکټر ته ورشو؟
که دوه درې اوونۍ مو پرلهپسې خراب وي او خوب نه درځي، په کار تمرکز مو هم سم نه وي او غواړئ د ډاکټر له مشورې پرته د خوب ګولۍ وکاروئ، نو په دې حالت کې اړینه ده چې مشاور یا هم ډاکټر ته ولاړ شئ او د هغه لارښونو باندې عمل وکړئ.
مشاور د فکرونو سم مدیریت در زده کوي او ډاکټر ګوري چې طبي ستونزه خو نشته.
پای کې بیا یادونه کوم چې د ځینو خلکو کم توجهي یوازې یو خیال نه دی دا د انسان پر زړه، ذهن او خوب مستقیم اغېز لري. ښه خبره دا ده، چې ستونزه باید ومنل شي او پورتنۍ لارښوونې عملي شي.
ټولو ته راحته خوب غواړم.