• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېکسپرېس ټریبیون: د قطر او ترکیې فشار طالبان له پاکستان سره د تاوتریخوالي کمولو ته اړ کړي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۵ GMT+۰

پاکستانۍ ورځپاڼۍ «اېکسپرېس ټریبیون» راپور ورکړی، چې طالبان د قطر او ترکیې په څېر د منځګړو هېوادونو تر فشار لاندې له پاکستان سره د تاوتریخوالي د کمولو او د دغه هېواد د امنیتي اندېښنو د هواري لپاره ځینې عملي ګامونه پورته کړي.

د راپور له‌مخې، که څه هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په ښکاره ډول بن‌بست ته رسېدلي، خو د پردې تر شا ډیپلوماسۍ د قهرجنو دریځونو د نرمولو او د مخامخ تقابل پر ځای د خبرو اترو د ژوندي ساتلو هڅه کړې.
اېکسپرېس ټریبون د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې منځګړو هېوادونو هڅه کړې څو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د لفظي جګړې شدت راکم کړي او د خبرو لپاره لږ تر لږه مثبته فضا رامنځته کړي؛ داسې هڅې چې د سرچینو په وینا، طالبان یې د فتوا ورکولو او په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د فعالیت د مخنیوي په اړه د یوې روښانه اعلامیې خپرولو ته هڅولي دي.
قطر، ترکیه، سعودي عربستان، ایران، متحده عربي امارات او چین د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو په برخه کې د منځګړیتوب رول لوبولی دی. قطر، ترکیه او سعودي عربستان بیا په رسمي توګه د طالبانو او پاکستان د پلاویو د مذاکراتو او خبرو اترو کوربه‌توب کړی او له دې سره ایران، متحده عربي امارات او چین هم په دې برخه کې ښکېل پاتې دي.
په راپور کې زیاته شوې، چې دا مهال دواړه خواوې خپلې تګلارې سموي، له دې ډډه کوي چې شخړه په علني ډول زیاته کړي، د روغې جوړې لهجه کاروي او دیني عالمانو ته اجازه ورکوي چې منځګړتوب وکړي.
دا په داسې حال کې ده، تر هغه وروسته چې د طالبانو د علماوو شورا د پاکستان جګړه ناروا وبلله، ترینګلتیاوې کمې شوې دي. دغه شورا تېره میاشت په کابل کې په یوه ناسته کې اعلان وکړ، چې له کرښو بهر په جګړو کې د افغانان ګډون ناروا ده.
له دې سره سم، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني بیا پاکستان ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ بل هېواد پر ضد استفاده و نه‌شي. د پاکستاني چارواکو په وینا، دا څرګندونې د ترینګلتیاوو د کمولو او د له‌لاس‌وتلي باور د بېرته راژوندي کولو د پراخې هڅې برخه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار بیا د شنبې په ورځ د حقاني له څرګندونو هرکلی وکړ او د شخړو د هوارولو لپاره یې د مخامخ تقابل پر ځای د خبرو اترو له لارې د حل لارې ملاتړ وستایه.
اېکسپرېس ټریبیون د خپل راپور په یوه برخه کې لیکلي، چې د شخړې په دواړو خواوو کې مذهبي مراجعو د باور جوړونې او د کړکېچ کمولو په برخه کې فعاله ونډه اخیستې ده. دا مذهبي مراجع په داسې حال کې اقدام ته وردانګلي، چې تر دې وړاندې د دواړو خواوو ترمنځ ډیپلوماتیکې خبرې کومې پایلې ته نه وې رسېدلې. د پاکستان او طالبانو ترمنځ رسمي خبرې اترې په دوحه، استانبول او سعودي عربستان کې پرته له کوم پرمختګ پای ته ورسېدې.
پاکستان په ځلونو ټینګار کړی، چې د طالبانو له ادارې سره د اړیکو ښه‌والی باید د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» پر ضد د تصدیق وړ اقداماتو پورې تړلی وي، ځکه اسلام‌اباد ادعا کوي، چې ټي‌ټي‌پي د افغانستان له خاورې د دوی پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
خو طالبانو تل ویلي، چې دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پر بل هېواد برید وشي.

ترویج لرونکی

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟
۱

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۲

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۳

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۴
ځانګړی

سرچینې: طالبانو په جنوبي ولایتونو کې د پخوانیو سرتېرو د څار او ټیلیفوني تعقیب بهیر پیل کړی

۵
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

•
•
•

نور کیسې

قزاقستان افغانستان ته د غنمو صادرات د پام وړ زیات کړي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۲ GMT+۰
100%

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې ځنډېدلې دي، قزاقستان د افغانستان لپاره د غنمو د صادراتو د چټک زیاتوالي خبر ورکړ. د قزاقستان د کرنې وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو دوو میاشتو کې د دې هېواد غنم افغانستان ته تر ۳۶ سلنه زیات صادر شوي دي.

د قزاقستان د رسنیو د راپور له‌مخې، د افغانستان لپاره د غنمو صادرات له ۱۹۰ زره ټنه څخه ۲۶۰ زره ټنو ته رسېدلي دي.

اوس مهال د افغانستان د غلو دانو د اړتیاوو یوه لویه برخه د مرکزي اسیا له هېوادونو په ځانګړې توګه له قزاقستان څخه پوره کېږي. له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ لارو کې د خنډونو له رامنځته کېدو وروسته له مرکزي اسیا څخه واردات زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې او ټرانزیټ لارې له دوو میاشتو راهيسي تړل شوې دي.

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د زیاتوالي سره د غنمو او اوړو مصرف هم مخ په زیاتېدو دی، ځکه چې وچه ډوډۍ د خلکو اصلي خوراکي‌ توکي یادېږي.

قزاقستان په سیمه کې د غنمو او غلو دانو یو له لویو تولیدونکو څخه دی.

د قزاقستان د رېل پټلۍ د معلوماتو له‌مخې، د هېواد د کرنې وزارت له‌خوا خپاره شوي چې قزاقستان د سپټمبر څخه تر نومبر پورې ۳.۹ میلیونه ټنه غله صادره کړې ده. دا د تېر کال په ورته موده کې د ۳.۴ میلیون ټنو صادراتو په پرتله د پام وړ زیاتوالی دی.

د قزاقستان د غلو د صادراتو ټولییز ظرفیت شاوخوا ۱۳ میلیونه ټنه اټکل شوی او د دې هېواد محصولات ۴۵ هېوادونو ته صادرېږي.

د قزاقستان د کرنې وزارت یوه چارواکي صفروف ویلي، چې د غلو صادرات د دې هېواد د کورني بازار د ثبات لپاره مهمه ونډه لري، ځکه قزاقستان د خپل داخلي اړتیا دوه تر درې برابره غله تولیدوي او اړتیا لري چې خپل اضافي تولید صادر کړي.

د طالبانو پر تګلارو د ملګرو ملتونو نیوکه؛د طالبانو له ۴۷۰فرمانونو څخه ۷۹ یې د ښځو پر ضد دي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۰
100%

اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته یادې ډلې شاوخوا ۴۷۰ فرمانونه صادر کړي، چې له ډلې یې ۷۹ فرمانونه په مستقیم ډول ښځې او نجونې په نښه کوي. اوچا زیاتوي، چې سږ کال پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لا سخت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارو نه یوازې د ښځو بنسټیز حقونه محدود کړي، بلکې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز جوړښت یې هم په ژوره توګه اغېزمن او بدل کړی دی؛ هغه بدلونونه چې د هېواد پر راتلونکې د اوږدمهاله پایلو په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.

اوچا د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) په خپل راپور کې ویلي، د طالبانو د ښځو ضد پالیسیو نه یوازې ښځې له زده‌کړو او کار څخه منع کړې، بلکې په اقتصاد او عامه ژوند کې یې د دوی ګډون هم محدود کړی دی.

اوچا خبرداری ورکوي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر ضد پالیسیو پلي کېدو د ښځو د ژوند، بنسټیزو خدماتو او ټولنیز ملاتړ ته لاسرسی په جدي ډول محدود کړی او له دې سره د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي، رواني کړاوونو او ټولنیز فشار خطر هم په بې‌ساري ډول لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر همدارنګه ټینګار کړی، چې افغانستان به په راتلونکي میلادي کال کې هم د نړۍ د بشري ناورینونو په سر کې پاتې شي.

دغه سازمان وایي، چې د جګړې، وچکالۍ، د خوړو ناامنۍ، د کډوالو پراخ بېرته ستنېدنه او د افغان ښځو او نجونو له عامه ژوند څخه د سیستماټیک اېستلو له امله افغانستان د نړۍ د بشري ناورینونو په سر کې ځای لري.

د اوچا په وینا، ښځې د اقتصادي محرومیت تر ټولو سخت ډولونه تجربه کوي؛ پر ښځو د حقونو دوامدارو محدودیتونو د هغوی ټولنیز او اقتصادي څنډې ته کېدل لا ژور کړی دی.

په همدې لړ کې، د طالبانو د امر بالمعروف قانون شته محدودیتونو ته رسمي بڼه ورکړې او لا سخت‌ دریځه اقدامات یې ور زیات کړي دي، چې له امله یې عامه ځایونو ته د ښځو لاسرسی او په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د هغوی ګډون نور هم کمزوری شوی دی.

د اوچا د شمېرو له‌مخې، د ښځو د کار په ځواک کې د ګډون کچه شاوخوا ۶ سلنه ده او ډېری ښځې یوازې په غېر رسمي کورنیو یا د ژوند د تېرولو فعالیتونو پورې محدودې شوې دي.

په ورته وخت کې هغه ښځې چې د خپلو کورنیو مسوولیتونه لري، د تګ‌راتګ، کار موندنې او مرستو ته د لاسرسي په برخه کې د جوړښتي خنډونو په یادولو سره د عاید نشتوالی او د اوسېدو ځای د خپل تر ټولو لوی نه پوره شوي اړتیا په توګه یادوي.

د کورنیو ښځینه مشرانې

اوچا وایي، ښځې په ځانګړې توګه د کورنیو ښځینه مشرانې د معلوماتو او لاسرسي له جدي خنډونو سره مخ دي؛ ځکه چې ۶۶ سلنه د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ د نارینه‌سرپرستو کورنیو په پرتله نه پوهېږي چې څنګه بشري مرستو ته لاسرسی ومومي.

د معلوماتو د لاسرسي نشتوالی د ښځو په مشرۍ کورنیو لپاره د خوړو او پاکو څښاک اوبو د نشتوالي خطر ۷۹ سلنه لوړ کړی دی.

دغه ستونزې ښيي، چې د لاسرسي محدودیتونه او د معلوماتو کموالی څنګه د ښځو او نجونو پر زیان‌من وضعیت منفي اغېز کوي او د بشري مرستو اغېزمنتیا او ځواب‌ ویونه لا پسې کمزورې کوي.

د ساتنې ناورین او جنسیتي پایلې

اوچا په دې راپور کې ټینګار کړی، چې افغانستان له یوه جدي ناورین سره مخ دی، چې دا ناورین د پراخو جبري ستنېدنو، د محدودیتونو زیاتوالي، اقتصادي ستونزو او پرله‌پسې طبیعي او اقلیمي افتونو د یوځای فشار له امله لا پسې ژور شوی دی.

اوچا خبرداری ورکړی، چې د ساتنې ګواښونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره په څرګنده توګه زیات شوي دي، ځکه چې رسمي او محلي د ساتنې سیستمونه سخت کمزوري شوي او خدماتو ته لاسرسی لا محدود شوی دی.

دغه سازمان د ښځو او نجونو پر تګ‌راتګ د محدودیتونو په یادولو سره ویلي، چې ۷۷ سلنه ځواب‌ ورکوونکو د کلتوري یا سیاسي لاملونو له امله د تګ‌راتګ د محدودیتونو خبر ورکړی دی. همدارنګه ۷۰ سلنه کورنیو راپور ورکړی چې په داسې سیمو کې ژوند کوي، چې ښځې او نجونې په‌کې د ناامنۍ احساس کوي.

سربېره پر دې، ۶۳ سلنه ځواب‌ ورکوونکو ویلي چې دوی یا د هغوی خپلوان د ټولنیزو یا حقوقي محدودیتونو له امله له خدماتو څخه محروم شوي دي.

اوچا ټینګار کړی، چې ښځې او ماشومان له تر ټولو سختو ساتندویتي ګواښونو سره مخ دي، چې په‌کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د ماشومانو ودونه، د ماشومانو کار، د انسان قاچاق، د کورنیو جلاوالی او رواني فشارونه شامل دي.

د دې سازمان په وینا، د روان میلادي کال په ترڅ کې د ماشومانو ساتنې وضعیت د تېر کال په پرتله لا خراب شوی دی، چې هم د ماشومانو کار او هم د ماشومانو ودونه زیات شوي دي.

د راپور له‌مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ماشومانو د ودونو شمېر ۷۴۶ قضیو ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې په تېر کال کې دا شمېر ۳۲۳ قضیې راپور شوې وې.

ندا محمد ندیم: که علما نه وای، نړۍ به نه وای

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۷ GMT+۰
100%

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د افغانستان د کرنیزو علومو او ټېکنالوژۍ پوهنتون استادانو ته په یوه غونډه کې د زده‌کړو پر اړتیا ټینګار وکړ. ندیم زیاته کړه: «که علما او علم نه وي، نړۍ به نه وي.»

ندیم د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) یوې غونډې ته په وینا کې ټینګار کړی، چې د نړۍ بقا پر زده‌کړو ولاړه ده.

نوموړي زیاته کړې: «دین تر هغه وخته پورې ادامه لري چې کله علم وي، چې علما او علم موجود وي نړۍ به هم موجوده وي او که علما له‌منځه ولاړل بیا به دا نړۍ ختمېږي او بل وضعیت به رامنځته کېږي.»

ندا محمد ندیم له مسلکي ادارو څخه وغوښتل، چې په بېلابیلو برخو کې داسي ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي، چې د خلکو ستونزې پرې حل شي.

هغه پر ځوانانو غږ وکړ، چې د خپل فکر ساتنه وکړي او پرې نږدي چې ذهنونه یې ناسم افکار تر لاسه کړي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې لوړو زده‌کړو وزارت ته په رسېدو سره یې نجونې له لوړو زده‌کړو منع کړې.

د علم او زده‌کړو په تړاو د طالبانو دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې همدې ډلې په افغانستان کې له بیا واکمنېدو راهیسې یوازې پر دیني زده‌کړو ټينګار کړی او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر یې بیا د عصري علومو زده‌کړه «مباح» بللې او ورسره جوخت دغې ډلې له شاوخوا ۴ کلونو راهیسې نجونې له منځنۍ، لېسې او لوړو زده‌کړو منع کړي او د راتلونکي لپاره هم ورته هېڅ ډول پلان نه‌لري.

په کندوز کې یو خصوصي شرکت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه کې پانګونه کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۰
100%

طالبانو ویلي، چې د «دوتاڼي» په نوم یو خصوصي شرکت غواړي په کندوز کې د ۱۳.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونه وکړي. د دوی په وینا، دغه شرکت د یادې پروژې د تطبیق لپاره له طالبانو د ۲۰۰ جریبه ځمکې غوښتنه کړې ده.

د یاد شرکت مسوولینو د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) په کندوز کې د طالبانو له والي سره د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تطبیق په پروژه کې د پانګونې پلان شریک کړی.

په کندوز کې د طالبانو د والي‌ دفتر د یادې پروژې د پلي کولو لپاره د ځمکې د تثبیت په موخه د یو ګډ پلاوي د ټاکلو لارښوونه کړې.

طالبانو زیاته کړې، چې د همدې پروژې په پلي کولو سره به ۱۵ زره کورنیو ته ډاډمنه برېښنا برابره شي.

په ننګرهار، کونړ او لغمان کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو د خلکو ژوند ستونزمن کړی

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۰ GMT+۰
•
خبرخونه
100%

د ننګرهار، کونړ او لغمان یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلو پېغامونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کړی او وايي، چې پر تورخم د سوداګرۍ له بندېدو وروسته د توکو بیې لوړې شوې دي. د ننګرهار د سوداګرۍ خونې او اصنافو اتحادیې چارواکي د بیو لوړېدل مني.

د ننګرهار اوسېدونکی احمدخان کامران وايي د اوړو، وريجو، غوړیو او بورې په ګډون د خوراکي توکو بیې په وروستیو ورځو کې د پام وړ لوړې شوې دي.

هغه زیاتوي: «موږ غریب‌کار خلک یو او له سخت اقتصادي حالت سره مخ یو، بیې دومره لوړې شوې چې د ورځني مصرف برابرول هم ډېر ګران شوي دي.»

100%

بل‌خوا د لغمان د مهترلام اوسېدونکی وفي‌الله روښان وايي، د بازار اوسنی وضعیت د خلکو لپاره د اندېښنې وړ دی. د هغه په وینا: «اکثره کورنۍ د عاید منبع نه‌لري، خو بیې هره ورځ لوړېږي او هېڅ کنټرول پرې نه‌ښکاري.»

د کونړ اوسېدونکي قاري میراجان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په لېږلي پیغام کې هم د خوراکي توکو د بیو له زیاتوالي شکایت کړی او ویلي یې دي، سوداګر د توکو د کمښت له امله بیې لوړې ساتي.

هغه زیاتوي: " اوس والله که زموږ د یوې بوجۍ اوړو د اخیستو وس کېږي، مجبور یو چې لږ - لږ واخلو، تېره ورځ موږ غوښتل چې لاریون وکړو خو طالبانو اجازه رانه‌کړه".

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو یو مهم لامل له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدل دي.

د هغه په وینا، د همدې موضوع په تړاو تېره اوونۍ د ولایت له والي سره ناسته هم شوې ده.

دغه راز، د ننګرهار د اصنافو د اتحادیې یو غړي د نوم د نه ښودلو په شرط تایید کړې، چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

نوموړي ویلي، د پاکستان له لارې د وارداتو بندېدل د بازار پر عرضې مستقیم اغېز کړی او د توکو کمښت یې رامنځته کړی دی.

یو شمېر اقتصادي شنونکو نن سې‌شنبه د افغانستان انټرنشنل - پښتو په سپړنه خپرونه کې خبرداری ورکړ، که چېرې د سوداګرۍ لارې بېرته پرانیستل نه‌شي او د بازار د کنټرول لپاره جدي اقدامات و نه‌شي، نو ښايي د خوراکي توکو بیې نورې هم لوړې شي او د خلکو ستونزې لا پسې زیاتې شي.