د امریکا پوځ وایي د نشه‌یي توکو پر قاچاق کوونکو پنځو کښتیو برید کې ۸ کسان وژل شوي

د امریکا پوځ وايي، په تېرو دوو ورځو کې یې د نشه‌یي توکو د قاچاق پنځه مشکوکې کښتۍ په نښه کړې، چې له امله یې ۸ کسان وژل شوي دي. د امریکا پوځ د دغه په نښه شویو کښتیو د ځای په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې په کارابین او ارام سمندر کې ځینې کښتۍ په نښه کړې وې.