سویس کې چاودنې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د سویس په کران–مونتانا د سکي په تفریحي سیمه کې د یوه رسټورانت دننه د چاودنې له امله ګڼ کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي. د سویس رسنیو ویلي، ښايي دغه چاودنه او ورپسې اورلګېدنه د اور اخیستونکو توکو له امله رامنځته شوې وي؛ خو پولیس وایي تر اوسه د چاودنې کره لامل نه‌دی روښانه شوی.