امریکا د وېنزوېلا د تېلو پر څلورو شرکتونو او بېړیو تازه بندیزونه ولګول

د امریکا متحده ایالاتونو د وېنزوېلا د تېلو پر څلورو شرکتونو او بېړیو نوي بندیزونه لګولي. د امریکا د خزانې وزارت ویلي، په دغه بندیزونو کې هغه شرکتونه او ‌بېړۍ په نښه شوې چې د وېنزوېلا تېل یې لېږدول.

د ډونالډ ټرمپ اداره وایي، دغه اقدام د نیکولاس مادورو پر حکومت د فشارونو یوه برخه ده. امریکا دارنګه د وېنزوېلا ساحلونو ته نږدې خپل پوځي حضور پراخ کړی او تر دې وړاندې یې د دغه هېواد د تېلو څو ‌بېړۍ هم نیولې وې.