د سوریې په حلب کې ځانمرګي برید یو امنیتي سرتېری وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي

د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد په حلب ښار کې د ځانمرګي برید له امله یو امنیتي سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. دغه پېښه د نوي کال په شپه د حلب ښار د باب‌الفرج په سیمه کې شوې ده.