• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فدايي: امریکا پر ونزوېلا په برید سره دا وښوده چې په نړۍوالو چارو کې لا هم لومړۍ خبره کوي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د خوست پخوانی والي محمد حلیم فدايي وايي، امریکا پر ونزوېلا په برید سره نړۍ ته دا پیغام ورکړ، چې په نړۍوالو چارو کې د امریکا دریځ او خبره لا هم لومړۍ او اغېزناکه ده. د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د امریکا له «ماتې» وروسته، ستراتیژيک مخالفین یې زړور شوي و.

امریکا د شنبې په سهار د ونزوېلا پر پلازمېنې برید وکړ او ورسره یې د ونزوېلا ولسمشر او مېرمن یې ونیول او د نیویارک یوې پوځي اډې ته لېږدول شوي دي.

د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا له لوري د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د قاچاق په ګډون پر بېلابېلو جرمونو تورن دی او ټاکل شوې چې په نیویارک کې محکمې ته حاضر کړای شي.

د ونزوېلا حکومت د امریکا د دغې چارې په تړاو ویلي، د امریکا د برید موخه «د دغه هېواد د تېلو او کاني سرچینو» لاندې کول دي.

محمد حلیم فدايي هم د شنبې ورځې په ناوخته (د مرغومي ۱۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه وویل، امریکا پر ونزوېلا په برید او همداراز د ولسمشر مادورو او د هغه د مېرمنې د نیولو پېښې نړۍ ته دا پیغام ورکړ، چې د نړۍ په چارو کې د امریکا دریځ او خبره لا هم لومړۍ او اغېزناکه ده.

فدايي زیاته کړې: «په افغانستان کې له ماتې وروسته د امریکا د ځواک په اړه د امریکا ستراتیژیک مخالفان هم شکمن او هم زړور شوي و. په دې عمل سره امریکا یو ځل بیا خپل ځواک نړۍ ته وښود».

د نوموړي په باور، دا چې د ولسمشر ټرمپ دغه ډول برید قانوني او اخلاقي جواز لري که نه، هغه څه دي چې د ټرمپ په څېر ولسمشران پرې ډېر اندېښمن نه‌وي، خو د نويو نړۍوالو شرایطو په رڼا کې، د نړۍوال نظم د بیا کتنې او سمون په برخه کې دا ډول اقدامات ممکن او متصور دي.

له دې سره سم، د افغانستان د مخکېني ولسمشر مرستیال امرالله صالح د امریکا د سپنې ماڼۍ له لوري د ونزوېلا د نیول شوي ولسمشر مادورو د عکس په بیا خپرولو سره دا د حیرانۍ وړ بللې، چې امریکا به په افغانستان کې د شل کلن حضور پر مهال په پاکستان کې د «کوټې شورا» او دا چې طالبان له هغه هېواده قطر ته تلل راتلل په اړه هېځ معلومات نه‌درلودل.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي د ګران بیه توکو د قاچاق او د نشه‌يي موادو د واردولو په تور یې ۱۳۲ کسان نیولي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۰

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو ته د ګران بیه توکو د قاچاق او له ګاونډیو هېوادو څخه یې افغانستان ته د نشه‌يي توکو د واردولو په تور ۱۳۲ کسان نیولي دي.

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د ایران، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان سره په بندرونو کې د قاچاقو د مخنیوي په موخه ۱۰۲ عملیاتونه ترسره کړي او په پایله کې یې ۱۳۲ کسان نیول شوي‌ دي.

عابدالله فاروقي زیاته کړې: «زموږ منسوبینو په ۱۰۲ هدفمندو عملیاتو کې ۱۳۳ تنه کسان نیولي دي. زموږ منسوبینو د ایران، ازبکستان او تاجکستان سره پر پوله او له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښې په بندرونو کې هېواد ته د نشه‌يي توکو او زرګونه ټابلیټونو د قاچاق هڅې شڼدې کړې دي.»

نوموړي ویلي، چې له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته یې د ګران بیه توکو او تاریخي سېکو د قاچاق مخنیوی هم کړی دی.

فاروقي زیاته کړې: «د تاریخي اثارو او قیمتي توکو د قاچاق مخنیوی هم شوی دی، په دې لړ کې پنځوس زره امریکايي ډالر، شاوخوا لس کیلوګرامه سره او سپین زر، ۳۵ دانې ګران بیه غاړه‌کۍ او ګوتمۍ او د سلګونو تاریخي سېکو د قاچاقو مخنیوی هم شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د طالبانو سرحدي پولیسو ویلي و چې په تېرو څلورو کلونو کې یې د ۹۲۱ بېلابېلو تاریخي اثارو د قاچاقو مخه نیولې ده.

د طالبانو په خبره، قاچاق‌کوونکو غوښتل چې مجسمې، سېکې، مډالونه او نور تاریخي اثار د ځمکې او هوا له لارې بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کړي.

په لوګر کې یوه ښځه له ۵۰ کلونو کورني بند څخه وژغول شوه

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۷ GMT+۰

په لوګر کې یوه ښځه چې له ۵۰ کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ د غړو له لوري په کورني بند کې شپې او ورځې تېرولې، د طالبانو د محتسبینو له لوري وژغورل شوه. محتسبینو په دې اړه چې ولې دغه ښځه په کورني بند کې ساتل شوې وه، څه نه‌دي ویلي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغه ولایت کې طالب محتسبینو په تېرو دوو اوونیو کې ۱۳ ښځې چې د کورني زورزیاتي قربانیانې وې، ژغورلې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په یادو مېرمنو کې یوه داسې ښځه هم شامله ده، چې له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې په برکي‌برک ولسوالۍ کې د سخت کورني بند او تاوتریخوالي لاندې یې ژوند کاوه، له ټولو شرعي او انساني حقونو بې‌برخې وه، خو د امر باالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست د محتسبینو ل لوري یې د پرله‌پسې هڅو په پایله کې بېرته خپل عزت، حیثیت او حقوق ترلاسه کړل».

خو په خبرپاڼه کې د دغې ښځې په کورني بند کې د ساتل کېدو د لامل او همداراز دا چې له هغو کسانو سره چې دغه چلند یې کړی څه کېږي څه نه‌دي ویلي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دغه ولایت کې له درېیو جبري نکاحو هم مخنیوی شوی او همداراز څرګنده شوې، جبري نکاح د شریعت، قانون او ټولنیزو اصولو خلاف عمل دی.

د بدخشان په واخان کې د «پامیر» په نوم د نوې ولسوالۍ اداري چارې رسماً پیل شوې

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۵ GMT+۰

د بدخشان په واخان کې د «پامیر» په نوم نوې ولسوالۍ چې د تېر کال په وروستیو کې د طالبانو له لوري منظور شوې وه، نن یې رسماً چارې پیل او مسوولین یې هم وټاکل شول. دغه نوې ولسوالۍ تر دې مخکې د واخان سرحدي ولسوالۍ اړوند وه.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغې چارې موخه یادې لرې پرتې سیمې ته د دولتي خدماتو رسول او د ځايي اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه په ګوته کړې ده.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغې نوې جوړې شوې ولسوالۍ ته ولسوال او مرستیال، مالي او اداري او همداراز د کلیو مدیران نن معرفي شول او په رسمي توګه یې خپلې دندې پیل کړې.

ځايي طالب مسوولینو ویلي، په واخان کې د پامیر ولسوالۍ جوړېدل یوه جدي اړتیا او د ځايي خلکو یوه له پخوانیو غوښتنه وه او په وینا یې، تر دې مخکې د پامیر اوسېدونکي د غرنیز موقعیت او سختو لارو له امله له دولتي خدماتو بې‌ برخې و.

د تېر کال د سلواغې پر ۲۱مه د طالبانو د چارو ادارې له لوري د پامیر د ستراتیژیک موقعیت له‌مخې د ولسوالۍ کېدو وړاندیز شوی و. په هغه وخت کې د طالبانو تر واک لاندې د چارو ادارې په یوه مکتوب کې په ډاګه شوې وه، چې د بدخشان په اداري تشکیل کې د «پامیر» په نوم د نوې ولسوالۍ لګښت د دې ډلې د مشر هبت‌الله په امر د ۱۴۰۴ کال په بودیجه کې شامل شوی و.

د یادونې وړ ده، چې د جمهوریت پرمهال هم ورته وړاندیز شوی و، خو د بدخشان د هغه وخت ځینو استازو د دې ولسوالۍ له جوړېدو سره مخالفت کړی و.

په غزني کې ۷۰ ټُنه بې‌کیفیته او خراب تېل ونیول شول

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۱ GMT+۰

د غزني په مرکز کې د بې‌کیفیته، ناقانونه تېلو، نفتو او مایع ګازو د مخنیوي په موخه جوړې شوې کمېټې نږدې ۷۰ ټنه خراب او بې‌کیفیته تېل نیولي دي. طالبان وایي، د یادو تېلو په اړه پرېکړه به د هبت‌الله د حکم پر بنسټ وشي.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بې‌کیفیته او ناقانونه تېلو، نفتو او مایع ګازو د مخنیوي کمېټې ټولو سوداګرو او د نفتي موادو پلورونکو ته جدي خبرداری ورکړل شوی، چې د بې‌کیفیته تېلو له واردولو او پلورلو ډډه وکړي، ترڅو د وسایطو او ماشینونو له تخریب، د چاپېریال له ککړتیا او د عامو خلکو له اقتصادي زیانونو مخنیوی وشي.

یاده کمېټه د هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ د غزني د ځايي طالب مسوولینو په ګډون جوړه شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د بې‌کیفیته تېلو له نیول کېدو وروسته پرېکړه به د هبت‌الله اخوندزاده د حکم مطابق او مرستیال والي سره په مشوره وشي او اړین اقدامات به ترسره شي».

د یادونې وړ ده، چې په ښارونو او په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې د هوا د ککړتیا یو له اصلي لاملونو په موټرو کې د بې‌کیفیته تېلو کارول په ګوته شوي او همداراز د افغانستان د اړتیا وړ ډېری تېل له ګاونډیو هېوادونو څخه راواردېږي.

د نورالدین ترابي ادعا: موږ د موسسو پر وړاندې هېڅ ډول محدودیت نه‌دی رامنځته کړی

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۰

په داسې حال کې چې په تېرو وروستیو کلونو کې یو زیات شمېر بهرنیو مرستندویه بنسټونو افغانستان کې د طالبانو د فشارونو او په چارو کې یې د لاسوهنو له امله خپل فعالیتونه درولي، د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې رييس ادعا کوي: «موږ د موسسو پر وړاندې هېڅ ډول محدودیت نه‌دی رامنځته کړی».

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) د هندیکپ انټرنشنل موسسې ترمنځ د څه باندې ۴۹۱ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو د هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل: «موږ د موسسو پر وړاندې هېڅ ډول محدودیت نه‌دی رامنځته کړی او تمه لرو چې هغوی به خپلې پروژې په شفاف او چټک ډول پلي کړي او د تمویلوونکو له لوري به لا زیاته بودیجه هم جلب کړي».

د دغه طالب چارواکي دغه ادعا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یو زیات شمېر مرستندویه بنسټونو د طالبانو د ډول ډول فشارونو او په چارو کې یې د لاسوهنو له امله په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي. دغه وضعیت بیا د افغان اړمنو کورنیو ورځنی ژوند ټکنی کړی دی.

نورالدین ترابي یو ځل بیا له مرستندویه موسسو وغوښتل، چې د پروژو په چوکاټ کې خپل اداري لګښتونه راکم کړي او زیاته یې کړه: «دوه اړخیز اخلاص د دواړو لوریو د دوامدارو همکاریو تضمین کوونکی دی».

د چارو د شنونکو په باور، د افغانستان لپاره د بهرنیو مرستندویه بنسټونو له لوري له راټولو شویو مرستو ډېره برخه یې اړوندې موسسې پر خپلو اداري او امنیتي چارو لګوي او کمه برخه یې بیا تر اړمنو رسول کېږي.

له دې سره سم، د طالبانو د اقتصاد وزیر یو ځلي ویلي و چې د بهرنیو موسسو معاشونه او اداري لګښتونه لوړ دي او له اقتصادي اړخه د خدمتونو د وړاندې کولو او پروژو د اغېز کمېدو لامل ګرځي.

د هندیکپ انټرنشنل موسسې به د یادې هوکړې له‌مخې بشري مرستو ته ګودامونه او همداراز د لېږدونې لپاره یې ټرانسپورټي خدمات برابر کړي، د پروژې اړوندو کارکوونکو ته به د ظرفیت لوړونې پروګرام او په هرات کې د ناچاودو توکو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام جوړ کړي.