د ناامنۍ پر دوام؛ د خېبر پښتونخوا لکي مروت کې چاودنې یو کس وژلی او ګڼ نور یې ټپیان کړي

د خېبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ د ناورخېل موړ ته څېرمه د سېمنټو د یوې خصوصي فابریکې پر بس چاودنه شوې ده. ځايي پولیس وایي، یو کس په دغه پېښه کې وژل شوی او د دوو ښځو په ګډون ۹کسان ټپیان دي.