ټرمپ: ښايي پر نایجریا نور بریدونه هم وکړو

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی، که په نایجریا کې نور مسیحیان ووژل شي، ښايي امریکا پرې نور برېدونه هم وکړي، خو نایجریا تر دې مخکې په خپل هېواد کې د مسیحیانو د سیستماتیکي وژنې په اړه راپورونه رد کړې دي.

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی، که په نایجریا کې نور مسیحیان ووژل شي، ښايي امریکا پرې نور برېدونه هم وکړي، خو نایجریا تر دې مخکې په خپل هېواد کې د مسیحیانو د سیستماتیکي وژنې په اړه راپورونه رد کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرسمس په ورځ پر نایجریا د هوايي برېدونو په تړاو د نیویارک ټایمز د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، که په یاد هېواد کې نور مسیحیان ووژل شي، واشنګټن به پرې نور برېدونه هم وکړي.
په نایجریا کې د امریکا تر هوايي برېدونو وروسته د یاد هېواد چارواکو ویلي و، چې «دا برېدونه د ترهګرو پر وړاندې ګډ عملیات و او له کوم ځانګړي دین سره تړاو نهلري».
خو ټرمپ یو ځل بیا خبرداری ورکړی: «خوشحاله کېږم، چې داسې برېدونه بیا ونهشي، خو که دوی د مسیحیانو وژلو ته دوام ورکړي، نو دا ډول برېدونه به بیا وکړو».
تر دې وړاندې د افریقا په چارو کې د ټرمپ سلاکار ویلي و، چې د داعش او بوکو حرام وسلهوال د مسیحیانو پرتله مسلمانان ډېر وژني، خو ټرمپ یې په خواب کې وویل: «زه فکر کوم چې په نایجریا کې مسلمانان هم وژل کېږي، خو تر مسلمانانو ډېر مسیحیان وژل کېږي».
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ په اکټوبر میاشت کې ویلي و، چې په نایجریا کې مسیحیان له ګواښ سره مخ دي او خبرداری یې ورکړی و، که د نایجریا حکومت د مسیحیانو د وژل کېدو مخه ونهنیسې نو امریکا به خپله په نایجریا کې مداخله وکړي.