• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سعودي عربستان د افغانانو لپاره د عمرې ویزې زیاتوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارت عمومي رییس د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د نړیوالو همکاریو له مرستیال سره لیدنه کې د افغانستان د حج سهمیې زیاتولو، د عمرې ویزو د شمېر لوړولو او د حاجیانو او عمرخوړلو لپاره د اسانتیاوو په تړاو خبرې کړې دي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي چې عبدالفتاح مشاط د افغانستان لپاره د عمرې ویزو د زیاتولو ژمنه وکړه او د حج سهمیې په برخه کې یې د راتلونکې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو یاد وزارت ویلي چې دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او د حج او عمرې اړوندو خدماتو د ښه والي په برخه کې مهمه ګڼل کېږي، چې ورسره به د افغانستان د حاجیانو او عمرخوړلو کسانو لپاره لازیاتې اسانتیاوې او سهولتونه رامنځته شي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۵
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: له افغانستان سره ډېپلوماټیکې لارې فعالې او اړیکې شته دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۷ GMT+۰
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې له طالبانو سره د پاکستان ډېپلوماټیکې لارې لا هم فعالې دي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې شته دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې تېره ورځ د پاکستان پوځ افغانستان د «ترهګرو او غیر دولتي وسله‌والو مرکز» وباله.

په دې وروستیو کې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د سرحدي نښتو له امله ترینګلې شوې دي.

پاکستان پرله‌پسې له طالب چارواکو غوښتي چې د وسله والو ډلو د له منځه وړلو لپاره د تایید وړ اقدامات وکړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره وکارول شي، خو طالبانو ویلي، چې پاکستاني طالبان د پاکستان داخلي مساله ده او په افغانستان کې وسله والې ډلې نشته.

د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې، پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو کلونو له تر ټولو خونړیو پوځي نښتو وروسته څو مهمې لارې وتړلې، خو وروسته طالبانو هم له دې لارو د سوداګرۍ مسیر بدل کړ او له نورو هېوادونو سره یې سوداګریزې اړیکې پراخې کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي نن پنجشنبه د اونیزې خبري غونډې پر مهال ټینګار وکړ چې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

هغه وویل: «له افغانستان څخه راټوکېدلې ترهګریزې پېښې د پاکستان لپاره بنسټیزه اندېښنه ده۔ زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.»

خو طالبانو په یوه اعلامیه کې د پاکستان د پوځ څرګندونې بې منطقه وګڼلې او ویې ویل، چې باید خپلو داخلي مسایلو ته ځیر شي.

اندرابي زیاته کړه: «موږ د افغان چارواکو له لوري لیکلي، د تایید وړ او عملي ضمانتونه غواړو. له دې لیکلو ژمنو پرته د ترهګرۍ ستونزه نه شي حل کېدای.»

هغه وویل چې د ترهګرۍ حل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پام وړ ښه کېدو لامل شي. نوموړي زیاته کړه، چې «پاکستان او افغانستان نورې کومې لویې دوه اړخیزې شخړې نه لري».

د افغانستان د پراخ سیمه‌ییز رول په اړه، نوموړي وویل چې «افغانستان دا مهم ظرفیت لري چې د سیمې په کچه په یوه مرکز (هاب) بدل شي.»

د پاکستان پوځ د سې شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۶مه، ویلي و په افغانستان کې نه ټول‌ګډونه حکومت شته او نه هم ترهګري ختمه شوې. پر دې سربېره د پوځ ویاند د افغانستان د قومونو سلنې هم اعلان کړې، چې د شنونکو په باور، د افغانستان په چارو کې مداخله ګڼل کېدای شي.

طالبان وايي چابهار بندر د افغانستان د لومړي ترانزیټي انتخاب په توګه تعقیبوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۲ GMT+۰
100%

په ایران کې د طالبانو سفیر مولوي حقاني په یوه ګډه غونډه کې چې د چابهار د مدیره پلاوي رییس پکې ګډون درلود، چابهار بندر د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او دوامداره پرمختګ لپاره حیاتي مرکز وباله او ټینګار یې وکړ چې افغانستان دا بندر د خپل لومړي سمندري ترانزیټي انتخاب په توګه تعقیبوي.

مولوي حقاني د چابهار تاریخي او ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې ویلي چې «په دغه ښار کې حضور، چې د ایران د سمندري دروازې په توګه د نړیوالو لارو یوه مهمه نقطه ده، د دواړو هېوادونو د سیمه‌ییزې همکارۍ د نوي پړاو نښه ده».

هغه د افغانستان او ایران ترمنځ دده په وینا، ژورې تاریخي، کلتوري او ورورګلویزې اړیکې د ګډو اقتصادي ګټو لپاره مناسب چاپېریال وباله او د چابهار بندر رول یې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پراختیا او دوامداره پرمختګ په برخه کې بې‌ساری وباله.

طالب سفیر خپلې «ستراتیژیکې تګلارې» ته په اشاره ویلي چې «افغانستان په قاطع ډول د چابهار بندر پراختیا د خپل لومړي ترانزیټي انتخاب په توګه تعقیبوي او اراده لري چې د صادراتي او وارداتي توکو جریان له دې لارې تنظیم کړي، څو چابهار د نورو بندرونو لپاره یوباوري او دوامداره بدیل شي».

د ایرنا د رپوټ له مخې، هغه وویل، چې دا انتخاب یوه ستراتیژیکه پرېکړه ده چې د باور، امنیت او دوه‌ اړخیزو ګټو پر اساس شوې ده.

مولوي حقاني زیاته کړې چې کابل د دوه‌ اړخیزو او څو اړخیزو هوکړو په اډانه کې ژمن دی چې د سوداګرۍ او ترانزیټ چارو د اسانتیا لپاره ګامونه واخلي، لکه وړ تخفیفونه، د ګمرک پروسیجرونو ساده کول او د موټرو د انتظار وخت کمول.

هغه همدارنګه له ایران څخه وغوښتل چې افغان سوداګرو او پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي څو د ګاونډیو هېوادونو او سیمې یوه لویه برخه پانګه د چابهار لور ته راجلب شي.

حقاني د شرکتونو د ثبت اسانتیا، د اداري بروکراسي کمول او د ځمکې د ورکولو پروسې ساده کول د پانګوالو د هڅونې لپاره مهم اقدامات وبلل.

هغه وویل چې دا ګامونه کولی شي پراخ کاري فرصتونه وټوکوي او ثبات، امنیت او ګډ اقتصادي پرمختګ پیاوړي کړي.

د طالبانو سفیر په چابهار کې له افغان سوداګرو وغوښتل چې یوازې د وارداتو په برخې پورې محدود نه شي، بلکې د تولید او پانګونې پر لور حرکت وکړي، لکه د تولیدي فابریکو جوړول، د شرکتونو مونتاژ او کڅوړبندي او پر صادراتو په تمرکز سره د لوژستیک او ترانزیټي شرکتونو جوړولو ته مخه وکړي.

د طالبانو یاد سفیر چابهار د ملتونو، کلتورونو او اقتصادونو د اړیکو د یوهپله په توګه بللی او ویلي یې دي، چې دوی چمتو دي له ایران او نورو سیمه‌ییزو شریکانو سره په ګډه د دې ستراتیژیکې همکارۍ د پرمختګ لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.

ملک سلمان بنسټ په بدخشان کې پر اړمنو کورنیو د مرستو ۵۱۰ کڅوړې وېشلې دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۱ GMT+۰
100%

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت ویلي چې د ملک سلمان بنسټ د مرستو او بشري چارو مرکز د یوه همکار بنسټ په همکارۍ د بدخشان ولایت په فیض‌اباد ښار او کوهستان ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنیو د مرستو ۵۱۰ کڅوړې وېشلې دي.

له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا مرستې د افغانستان لپاره د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ کلونو د بیړني او خوراکي خوندیتوب د پروژې په چوکاټ کې شوې دي.

د سفارت په وینا، دغه مرستې د هغو کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې چې له اقتصادي ستونزو او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د سعودي عربستان د سفارت په وینا، د ملک سلمان د مرستو مرکز به له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو لړۍ ته دوام ورکړي او هڅه به کوي چې د خوړو خوندیتوب او بیړنیو اړتیاوو ته ځواب ووايي.

طالبان د کابل–لوګر پر سړک د موټرو هوایي پل جوړوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالي وایي چې د ترافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمولو په موخه په نږدې راتلونکې کې د نجات څلي په څلورلاره کې د انټرچېنج (دایروي رمپونو) په سیسټم د موټرو د هوایي پله د جوړولو چارې پیلوي.

کابل ښاروالۍ د پنجشنې په ورځ د مرغومي پر ۱۸مه، ددې ادارې د ښاري زیربناوو رییس انجنیر فایق احمد تسل له قوله لیکلي، چې د یادې پروژې طرحه او ډیزاین بشپړ شوي او دا هوایي پل به د کابل–لوګر پر اصلي سړک جوړ شي.

د هغه په وینا، دغه پروژه د کابل ښار د نفوس د زیاتوالي، د وسایطو د ډېرېدو او د معیاري ترانسپورتي سیستم د اړتیاوو په پام کې نیولو سره ډیزاین شوې او د ښاروالۍ له مهمو او ستراتیژیکو پروژو شمېرل کېږي.

د نجات څلي څلورلاره د کابل ښار له تر ټولو ګڼه‌ګوڼه لرونکو سیمو ده، چې د کابل–لوګر او کابل–جلال اباد مهم ترانسپورتي دهلیزونه پکې سره نښلي.

ښاریان او مسافر هره ورځ له دې سیمې د تېرېدو پر مهال له سختې ترافیکي ګڼې‌ګوڼې سره مخ وي، چې د وخت ضایع کېدو، د سون توکو د مصرف زیاتوالي، د ترانسپورتي لګښتونو لوړېدو او د چاپېریال ککړتیا لامل ګرځي.

انجنیر تسل زیاته کړې، چې کابل ښاروالۍ د دې ستونزې د حل لپاره له مخکې د سیمې ترافیکي معلومات راټول کړي وو او د تخنیکي او ترافیکي څېړنو له ترسره کېدو وروسته دې پایلې ته رسېدلې، چې د نجات څلي څلورلارې اوسنی ترافیکي ظرفیت د موجود او راتلونکي ترافیکي بهیر د مدیریت وړتیا نه لري.

د نوموړي په وینا، د ترسره شویو ارزونو پر بنسټ، یاد هوایي پل هر لوري ته په دریو لینونو (درې د تګ او درې د راتګ لپاره) ډیزاین شوی، چې ټولیز اوږدوالی یې ۴۵۰ متره او سور یې ۲۸ متره دی. د پل لوړوالی شاوخوا ۷ متره ټاکل شوی، څو وسایط په خوندي ډول تګ راتګ وکړي او د ټیټې سطحې ترافیکي بهیر هم منظم شي.

همدارنګه د پروژې په چوکاټ کې دوه دایروي رمپونه (لوپونه) هم شامل دي، چې یو یې ۲۵۲ متره او بل ۲۳۹ متره اوږدوالی لري او د دواړو رمپونو شعاع ۴۸ او ۵۰ متره ده.

ازادۍ جبهې په کابل کې د دوو طالب وسله والو د وژلو خبر ور کړی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۴ GMT+۰
100%

د طالبانو مخالفه وسله واله ډله ازادۍ جبهه ادعا کوي چې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې یې د طالبانو دوه وسله وال وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

یادې ډلې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ازادۍ جبهې جنګیالیو د چارشنبې په ورځ، شاوخوا د ماښام په ۶:۳۰بجو د طالبانو د استخباراتو د پلټنې یوه پوسته د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ قوماندانۍ ته څېرمه په نښه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د دې «عملیاتي برید» په پایله کې دوه طالب وسله‌وال وژل شوي او یو بل د دې ډلې غړی ټپي شوی دی.

تر اوسه پورې د طالبانو چارواکو د ازادۍ جبهې د دې ادعا په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو دا ډله د طالبانو ضد یوه وسله واله ډله ده چې تر ډېره د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړي ډول کابل ښار او شاوخوا سیمو کې د چریکي بریدونو ادعاوې کوي.

دیاده ډله وایي چې موخه یې د طالبانو پر وړاندې وسله‌وال مقاومت او د یوه «ټولشموله او ولسواک نظام» رامنځته کول دي.

ازادۍ جبهې تر دې وړاندې هم په کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو پر پوستو، وسایطو او غړو د بریدونو مسوولیت منلی دی.

طالبانو بیا تل د دغو بریدونو ادعاوې رد کړې یا یې د تلفاتو کچه کمه بللې ده.