پر ماشومانو چیغې وهل؛ د ذهني او رواني روغتیا پټ ګواښ

خاطره اسحاقزۍ
خاطره اسحاقزۍ

لیکواله او خبریاله

نوې علمي څېړنې چې د PubMed (د امریکا د ملي طب کتابتون) له لوري خپرې شوې دي، څرګندوي چې پر ماشومانو پرله‌پسې چیغې وهل او لفظي تاوتریخوالی د هغوی پر ذهني او رواني روغتیا ژور او دوامداره منفي اغېز لري. دا اغېز ان تر هغه کچې رسېږي، چې د بدني سزا له زیانونو سره پرتله کېدای شي.