کایا کالاس: د ایران رژیم د ځپنې له لارې خپله رښتینې څېره ښکاره کوي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسووله کایا کالاس وویل چې له تهران څخه خپاره شوي انځورونه ښيي چې امنیتي ځواکونو نامتناسب او سخت ځپونکی غبرګون ښودلی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسووله کایا کالاس وویل چې له تهران څخه خپاره شوي انځورونه ښيي چې امنیتي ځواکونو نامتناسب او سخت ځپونکی غبرګون ښودلی دی.
کالاس وویل، د سولهییزو معترضانو پر وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوولې زیاته کړه چې د ایران خلک د خپل راتلونکي لپاره مبارزه کوي او حکومت د هغوی د حق غوښتنو له پامه غورځولو سره خپله رښتینې څېره څرګندوي.
هغې ټینګار وکړ چې د اعتراضونو د تاوتریخوالي له ځپنې سره هممهاله د انټرنېټ پرېکول، د یوه داسې رژیم څخه پرده پورته کوي چې له خپلو خلکو وېره لري.


د ترکیې د پولیسو د مخدره موادو پر ضد د جرمونو مبارزې ادارې نوی راپور ښيي، چې سره له دې چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کر محدودیتونه لګېدلي، دا هېواد لا هم د مخدره موادو د تولید او قاچاق په برخه کې مرکزي رول لري، او تولید شوي مواد د ترکیې له لارې اروپا ته لېږدول کېږي.
دغه راپور چې د «د ترکیې مخدر مواد ۲۰۲۵» تر سرلیک لاندې خپور شوی، څرګندوي چې د بالکان لاره او همداراز د ترکیې سوېلي او شمالي مسیرونه لا هم د افغانستان څخه منشا لرونکو افیوني موادو د قاچاق تر ټولو ډېر کارېدونکي لارې دي.
راپور ټینګار کوي، چې د بالکان لاره، چې ترکیه هم پکې شامله ده، د مخدره موادو د قاچاق تر ټولو فعاله لاره بلل کېږي؛ دا مسیر له افغانستان پیلېږي، د ایران او ترکیې له لارې تېرېږي او د اروپا بازارونو ته رسېږي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي، چې دغه هېواد د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله، د افغانستان څخه منشا اخیستونکي هروین د کشف او ضبط په برخه کې، چې اروپا ته د لېږد لپاره قاچاق کېږي، د مهمو هېوادونو په سر کې ځای لري.
که څه هم په راپور کې دا نه دي څرګند شوي چې په ترکیه کې په دقیق ډول څومره له افغانستان څخه منشا اخیستونکي مخدر مواد نیول شوي، خو شمېرې ښيي چې له ۲۰۲۲څخه تر ۲۰۲۴کلونو پورې په دې هېواد کې په ټوله کې له ۱۵ټنه زیات هروئین کشف او ضبط شوي دي.
راپور همداراز یادونه کوي، چې پر افغانستان د طالبانو بېرته واکمنېدو او د کوکنارو د کر بندیز د افیوني موادو د کر او تولید کچه راکمه کړې، خو سره له دې افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د مخدره موادو تر ټولو لوی تمویلونکی پاتې شوی دی.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو تر کر لاندې ځمکه چې په ۲۰۲۳کال کې شاوخوا ۱۰زره او ۸۰۰هکتاره وه، په ۲۰۲۴میلادي کال کې ۱۹سلنه زیاته شوې ده.
راپور ټینګار کوي، که طالبان د کوکنارو د کر او تولید پر بندیز خپل سخت تطبیق ته دوام ورکړي، دا به هم د افغانستان دننه او هم د افیوني موادو په غیرقانوني نړیوالو بازارونو کې د پام وړ اغېزې ولري.
په راپور کې افغانستان، مراکش، پاکستان او لبنان د نړۍ په کچه د پودر شویو چرسوله سترو تولیدوونکو او تمویلونکو هېوادونو څخه یاد شوي دي. همداراز ویل شوي، چې افغانستان د متامفتامین د تولید او قاچاق له مهمو سرچینو څخه دی.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې جنوبي وزیرستان واڼه ته نږدې مشهور دیني عالم مولانا سلطان په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی. په ورته وخت کې د پاکستان امنیتي ادارو په خیبر ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد عملیات پیل کړي او درې وسله وال یې وژلي دي.
تر اوسه تحریک طالبان پاکستان کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په دې عملیاتو کې ۲ طالبان او پاکستاني سرتېري هم ټپیان شوي دي.
په دې وروستیو کې د ټي ټي پي وسله والو د ځینو پښتنو سیاستوالو او دیني عالمانو کورونه په بمونو وېجاړ کړي دي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په کابل کې د دوو خصوصي رسنیو او ملي تلویزون سرچینو تایید کړې، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ورته امر کړی، چې د ایران د لاریونوالو په ملاتړ او د ایران د حکومت په اړه به د منفي خبرونه نه خپروي.
په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ د خبري برخې مشر وايي چې دوه ورځې وړاندې ورته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ویل شوي چې دوی به د ایران د لاریونونو په اړه منفي خبرونه نه خپروي.
همدا راز د یوې بلې خصوصي رسنۍ د ویب پاڼې د برخې مشر هم د نوم د نه ښودلو په شرط تایید کړې، چې ورته لارښوونه دوی هم تر لاسه کړې ده.
د افغانستان د ملي راډیو تلویزون یوه کارکوونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې د ملي تلویزون د مرستیال له لوري ورته ویل شوي چې په ایران کې د روانو لاریونونو په اړه د خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې د حکومت پر ضد لاریونونه نن په ۱۲مه ورځ هم روان دي، خو تر دا مهاله یې په اړه طالبان خاموشه دي.

د خیبر پښتونخوا د تېراه اوسیدونکو په سیمه کې د پاکستان پوځ له خوا د عملیاتو د پیلېدو په غبرګون کې د یادو عملیاتو پرضد لاریون کړی. لاریونوالو غوښتنه کړی، چې پاکستان حکومت دې د پښتون قوم پر ضد روان ظلمونه پای ته ورسوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوي غړي دې له زندانونو ازاد شي.
په دې کې لاریون کې د سيمې ګڼ شمېر فعالانو او عامو خلکو پراخ ګډون کړی و، لاریونوالو ویلي چې د خیبر پښتونخوا په تېرا کې د ممکنه عملياتو پرمهال د سیمې بې ځایه شو لپاره اسانتياوو نشتوالي خلک له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.
دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتين، علي وزير او د حنيف پشتين په کډون د غورځنګ نورو بنديانو انځورونه په لاسونو کې نيولي وو، لاریونوالو غوښتنه وکړه چې حکومت دې د پښتون قوم پر ضد روان ظلمونه پای ته ورسوي او بنديان دې سمدستي له بند څخه خوشې کړي.
دوی همداراز له قبایلي ولس سره د روانو ظلمونو د ختمولو او په تېراه کې د بېځایه شویو لپاره د اسانتياوو د ژر تر ژره برابرولو غوښتنه کړې.
په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ جګړه پراخه شوې ده او اوس د پاکستان پوځ غواړي چې په ځینو سیمو کې د ټي ټي پي پرضد عملیات پیل کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس ویلي چې واشنګټن د هغو کسانو ملاتړ کوي چې په سولهییزو اعتراضونو کې برخه اخلي او غواړي خپل حقونه ترلاسه کړي.
ونس زیاته کړه: «موږ د هر چا ملاتړ کوو چې په سولهییزو لاریونونو کې برخه اخلي، د ازادې ټولنې د حق غوښتنې لپاره هڅې کوي او غواړي چې د هغوی غږ واورېدل شي. ښکاره ده چې د ایران رژیم د ګڼو ستونزو سره مخ دی.»
د امریکا د ولسمشر مرستیال همدارنګه ټینګار وکړ چې ایران باید له متحده ایالاتو سره د اټومي پروګرام په اړه ریښتینې خبرې وکړي.
هغه په دې اړه زیاته کړه: «لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر ویلي دي، تر ټولو عاقلانه کار چې ایران کولی شوای چې دوه میاشتې وړاندې سم و او نن هم سم دی دا دی چې له امریکا سره د خپلو اټومي چارو په اړه رښتینې خبرې وکړي.»
ونس وویل چې د راتلونکو اقداماتو پرېکړه د امریکا د ولسمشر په واک کې ده، خو څرګنده یې کړه چې: «موږ بېشکه د ایران د خلکو په ګډون د ټولې نړۍ او د هغو کسانو ملاتړ کوو چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.»