د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ پروژې اړوند ستونزې حل شوې او دمګړۍ د یادې پروژې د امکان سنجولو کار دوام لري.
د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د چین ـ قرغیزستان ـ ازبکستان د ریل پټلۍ د ټرانزیټ ظرفیت پیاوړتیا په موخه هڅې دوام لري. د دوی په خبره د سیمې د ټرانسپورټي شبکې په پراخولو سره، ازبکستان هڅه کوي چې په سیمه کې د یو مهم لوژستیکي او ټرانسپورټي مرکز په توګه نور هم خپل ځای ټینک کړي.
د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې له قرغزستان او ازربایجان سره په ګډه یې د سرحدي ټرانسپورټ لپاره برېښنايي اجازې سیستم وړاندې کړی او په ټول هېواد کې ۲۴ د ټرانسپورټ او لوژستیک مرکزونه د نړیوالو وچو بندرونو په توګه ټاکل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ ناسته په کابل کې ترسره شوه او په یاده ناسته کې د حکومتونو ترمنځ هوکړه وشوه، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ د امکان سنجوني د مطالعې لپاره بنسټ کېښودل شي.
د یادې درې اړخیزې هوکړې پر بنسټ وړاندیز شوې پټلۍ ۵۷۳ کیلومتره اوږده ده او تمه کېږي چې د ازبکستان د ترمز څخه د افغانستان له مزارشریف او لوګر څخه له تېریدو وروسته د خرلاڅې له لارې پاکستان ته داخله شي.
ازبکستاني چارواکي وايي چې که یاده پروژه عملي شي له کاله به تر ۲۰ میلیونه ټنو پورې د ټرانزیټ ظرفیت لوړ او د ټرانسپورټ لګښتونه او د ټرانزیټ لاره به راکمه شي.
ایران د معاصر تاریخ له تر ټولو حساسو شېبو تېرېږي، هغه اعتراضونه چې په لومړي سر کې د اقتصادي ستونزو له امله پیل شول، اوس په یوه سراسري ولسي پاڅون او ژور سیاسي بحران بدل شوي دي.
دا وضعیت د "عربو د سپرلي " هغه لومړنۍ شېبې رایادوي چې په منځني ختیز او شمالي افرېقې (مینا) کې یې مرور او پارېدلی ولس د داسې ځواکمنو حکمرانانو د واکمنۍ پر ضد ودرولو، د چا پر ضد چې د غږ پورته کېدو ګومان هم نه کېده.
په ورته وخت کې که د شام ورستۍ تجربه یاده شي نو هلته هم د سیاسي حل نشتوالي د فرات پر ژۍ پروت هېواد د ژور تاوتریخوالي پر لور ټېل واهلی و. نن په ایران کې پراخ تاوتریخوالی، په زرګونه متاثرین، د معلوماتو بندیز او زیاتېدونکی نړیوال فشار ښيي چې دا بحران نه لنډمهاله دی او نه هم اسانه پای ته رسېدونکی. یو څه محتاط اټکل دا دی، چې که څه هم لږ رپېدلی دی خو د اخوندي رژیم تر واک نظام تر اوسه پر ځواک ولاړ دی، البته ټولنیز، سیاسي او نړیوال شرایط د داسې بدلونونو نښې ورکوي چې ښايي د ایران راتلونکی تعریف کړي.
اعتراضونه یا نیوکې چې د ګرانۍ، بېکارۍ او اقتصادي فشارونو له امله پیل شوې، په چټکۍ سره د ایران له سترو ښارونو تر لرې پرتو سیمو پورې خپرې شوې. د ایران انټرنشنل د معلوماتو له مخې، تر اوسه نږدې ۱۲۰۰۰کسان وژل شوي او زرګونه ټپیان یا نیول شوي دي، خو امریکايي رسنۍ سي بي ایس وايي چې د وژل شویو شمېر له ۲۰ زرو هم لوړ دی.
د افغانستان انټرنشنل د پښتو څانګې ایډیټر وايي په ایران کې د وژنو دا شمېرې د ېوېشتمې پیړۍ تر ټولو خونړی ولسي پاڅون دی.
د ایران حکومت د اعتراض کونکو خلاف له طاقته کار اخلي. په دې خاطر ایت الله خامنه يي په خپل امر امنیتي ځواکونه، سپاه پاسداران او استخباراتي شبکې فعالې کړېدي.
بل خوا حکومت د اعتراضونو د مهار لپاره پراخ انټرنټي او مخابراتي بندیزونه لګولي دي. دا وخت داسې بریښي چې په ایران کې رسنۍ په زولنو کې تړل شوي وي. د رسنیو او د ټولنیزو شبکو بندول او د معلوماتو کنټرول دا هدف لري چې هم د کور دننه د همغږۍ مخه ونیسي او هم نړۍ ته د پېښو د دقیق انځور د رسېدو لاره وتړي. دا وضعیت ښيي چې حکومت اعتراضونه یوازې ټولنیز حرکت نه، بلکې د خپل بقا لپاره ګواښ ګڼي.
له اعتراضونو سره یو ځای په ایران نړیوال فشارونه زیات شوي دي. اروپايي اتحادیې او امریکا نوي بندیزونه اعلان کړي. د سوداګرۍ تعرفې یې لوړې کړې. د بشري حقونو د سرغړونو په هکله یې سخت دریځ خپل کړی دی. که څه هم دا تر ډېره حده د فشار یوه وسیله معلومېږي خو د واشنګټن د واک په ماڼیو کې ناست زاړه پالي مشرتابه د پوځي مداخلت ګوښونه هم کړي دي. نړیوال دریځ دا څرګندوي چې د ایران مساله نور یوازې داخلي نه ده، بلکې د سیمهییز او نړیوال امنیت برخه ګرځېدلې ده.
په لنډ مهال کې تر ټولو اسان اټکل دا کېږي چې تهران به د زور، وېرې او کنټرول له لارې په هر صورت کې لاریونونه کنټرولول غواړي. البته د نړیوالو سیاسي چارو ماهران یقین لري د مرور ولس د ژورې ناراضګۍ ختمېدل اسانه نه ښکاري چې د دولت او ټولنې ترمنځ فاصله لا پسې زیاتوي.
د ممکنه منځمهاله سناریو یو محتاط اټکل دا کیدی شي چې حکومت که خپل واک وهم ساتي بېثباتي به ژوندۍ وي څه چې بحران ته لکه د اور تېل ورکوي.
اوسنی جنجال چې زبرمه یې د اقتصاد له خېټې وزېږېدله د معاشيچارو ماهران وايي، په اوږد مهال کې به پانګې له منځه لاړې شي او هم به له دې سره بېکاري او فقر زیاتېږي.
په اوسنۍ ستونزه کې د تهران د تخت نشینو لپاره تر ټولو ویرونکی ټکی د دوی د نړیوالو انډیوالانو محتاط او محدود ملاتړ دی.
ځکه نو د سیاست ځینې دوراندېشان فکر کوي چې د ناڅاپي سقوط په پرتله به لکه د شوروي اتحاد په څېر، د ایران اوسنی رژیم یو څه ورو - ورو زوال پذیر شي. ددې اټکل اصلي علت دا دی چې د بهارِ عرب په څېر، اعتراضونه شته خو بدیل یې ظاهراً کمزوری دی.
هم دغه شان د سوریې بر خلاف، د کورنۍ جګړې احتمال کم لیدل کېږي، خو بحران به زر له منځه ځي په دغه تبۍ د ډوډۍ ټپارې تر ډېره حده ناممکن دی.
دا دعوه په دومره یقین سره ځکه کېږي چې ځوان نسل، ښځې او قومي اقلیتونه د دې اعتراضونو اصلي محرک ځواکونه دي او دا د نظام لپاره تر ټولو ژوره هویتي ننګونه بلل کېږي.
په لنډه توګه ایران د سرکوب، اقتصادي او ټولنیزې بې باورۍ په مثلث کې بند پاتې شوی دی، که اوسنی نظام چېرې بدلون و هم نه کړي، راتلونکی به یې د اوږدې نا ارامۍ او ژور سیاسي بدلون په حال کې وي.
په دې لېستونو کې لېدل کېږي چې له درېیم بست نیولې تر ۹ بست پورې یې کسان ګومارلي دي چې یوازې ټول د لوګر د مرکز پل علم اوسېدونکي دي او پخپله د شرکت دغه پخوانی رییس هم د همدې سیمې دی.
د طالبانو سرچینې افغانستان انټرنشنل ته هغه وخت وویل، چې د دې لېستونو له خپرېدو سره د عمر په اړه په کابل کې د طالبانو تر منځه بحثونه راپارېدلي دي.
د سرچینې په وینا، « د برېښنا شرکت کې د ګومارنو د لېستونو د خپرېدو له امله عبدالباري عمر له استحباراتو غوښتنه کړې وه چې د دې اداري د کاروونکو ټول موبایلونه او اداري کمپیوټرونه وکتل شي څو معلومه شي چې څوک دغه سندونه له دې ادارې بهر کوي».
افغانستان انټرنشنل پښتو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند بېلابېل د فساد سندونه خپاره کړي دي.
یو له دغو راپونو د برېښنا شرکت له خوا د بډو بدل کې د برېښنا د ۸۲ نويو لګول شویو ټرانسفرمرونو لېست هم دی.
په دغه راپور کې راغلي و چې کابل کې د برېښنا پر کمښت سربېره بیا هم طالبانو دغه ټرانسفرمرونه فابریکو او سوداګریزو وداینو ته لګولي.
د افغانستان انټرنشنل د بل راپور له مخې چې د اسنادو له مخې جوړ شوی و، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ګوښه شوي عمومي رییس عبدالباري عمر، د ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان خلاف ګومارنې کړې دي.
نن د طالبانو تر واک ولاندې د افغانستان د برېښنا ریاست وویل، چې ددې ډلې د مشر ملاهبت الله د حکم له مخې د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د عبدالباري عمر پر ځای عبدالحق همکار د نوي عمومي رییس په توګه په دنده کار پیل کړی.
عبدالباري عمر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس ټاکل شوی دی.
نیوکې دا دي، چې طالبان خپل فاسد چارواکي د محاکمې پرځای په بله دنده ګوماري څو دا ډله له ولسي نیوکو خوندي شي.