په دې لېستونو کې لېدل کېږي چې له درېیم بست نیولې تر ۹ بست پورې یې کسان ګومارلي دي چې یوازې ټول د لوګر د مرکز پل علم اوسېدونکي دي او پخپله د شرکت دغه پخوانی رییس هم د همدې سیمې دی.
د طالبانو سرچینې افغانستان انټرنشنل ته هغه وخت وویل، چې د دې لېستونو له خپرېدو سره د عمر په اړه په کابل کې د طالبانو تر منځه بحثونه راپارېدلي دي.
د سرچینې په وینا، « د برېښنا شرکت کې د ګومارنو د لېستونو د خپرېدو له امله عبدالباري عمر له استحباراتو غوښتنه کړې وه چې د دې اداري د کاروونکو ټول موبایلونه او اداري کمپیوټرونه وکتل شي څو معلومه شي چې څوک دغه سندونه له دې ادارې بهر کوي».
افغانستان انټرنشنل پښتو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند بېلابېل د فساد سندونه خپاره کړي دي.
یو له دغو راپونو د برېښنا شرکت له خوا د بډو بدل کې د برېښنا د ۸۲ نويو لګول شویو ټرانسفرمرونو لېست هم دی.
په دغه راپور کې راغلي و چې کابل کې د برېښنا پر کمښت سربېره بیا هم طالبانو دغه ټرانسفرمرونه فابریکو او سوداګریزو وداینو ته لګولي.
د افغانستان انټرنشنل د بل راپور له مخې چې د اسنادو له مخې جوړ شوی و، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ګوښه شوي عمومي رییس عبدالباري عمر، د ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان خلاف ګومارنې کړې دي.
نن د طالبانو تر واک ولاندې د افغانستان د برېښنا ریاست وویل، چې ددې ډلې د مشر ملاهبت الله د حکم له مخې د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د عبدالباري عمر پر ځای عبدالحق همکار د نوي عمومي رییس په توګه په دنده کار پیل کړی.
عبدالباري عمر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس ټاکل شوی دی.
نیوکې دا دي، چې طالبان خپل فاسد چارواکي د محاکمې پرځای په بله دنده ګوماري څو دا ډله له ولسي نیوکو خوندي شي.
په رسنیو کې ویل شوي چې له قطر او ترکیې وروسته سعودي عربستان هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره له منځګړتوبه لاس واخیست. دا ځکه چې د دواړو هېوادونو دریځونه دومره لرې دي چې نږدې حل ورته نه ښکاري.
جالبه دا ده چې د پاکستان د جنرالواکۍ او افغانستان د طالبانو ترمنځ اړیکې له معنا ډک شالید لري.
د طالبانو په روزلو، تمویلولو، تجهیزولو او واکمنولو کې د پاکستان جنرالواکۍ ستره ونډه اخیستې وه او له طالبانو سره د نږدې اړیکو لرلو په سر یې له نورو ټولو افغانانو سره خپلې اړیکې خړې پړې کړې وې. خو دا خبره هر چا ته معلومه ده چې هر کله د دغسې نږدې انډیوالانو په اړیکو کې درز پیدا شي، نو بیا د هغه ډکول هم اسانه کار نه وي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هر رقم ورکړهراکړه قطع شوې ده.
دوه اړخیز تجارت خو بند دی، د عادي تګراتګ لارې او دروازې هم تړلې دي.
په اصل کې د پاکستان د جنرالواکۍ هدف د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته پرتو پښتنو د جنګي، سیاسي او اقتصادي فشار لاندې نیول، ځورول او له هوډه غورځول دي، چې «پښتون داعیه» پای ته ورسوي. په عین وخت کې د پاکستان جنرالواکي په افغانستان کې د رژیم د تغیر په لوبه بوخته پاتې شوې ده او د دې هدف د تر لاسه کولو لپاره یې د طالبانو د داخلي کړکېچونو نه د استفادې کولو او د طالبانو د ځینو مخالفینو د تشویق کار ته هم دوام ورکړی دی.
په دې لړ کې اسلاماباد ته د طالبانو د مخالفینو غیرعلني سفرونه شوي دي او نور هم کېږي.
د طالبانو امارت هم په پاکستان د فشار راوړلو لپاره د پاکستان عنعنوي دښمن هند سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړې ده. د طالبانو مهمو وزیرانو په پرلهپسې توګه هند ته رسمي سفرونه وکړل. په دې برسېره د طالبانو امارت په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت چارې په لاس کې واخیستې. که څه هم هند تر اوسه د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د دواړو خواوو په اړیکو کې تودوالی د پاکستاني جنرالانو لپاره یو نفسياتي چلنج دی، ځکه چې په تېرو اووه اویا کلونو کې پاکستان د افغانستان هر هغه حکومت خپل دښمن ګڼلی دی چې د هند دوست پاتې شوی دی. له دې سره سره د طالبانو امارت د ایران اسلامي جمهوریت او د مرکزي اسیا جمهوریتونو سره خپلو تجارتي اړیکو ته د ودې ورکولو هلوځلو ته هم دوام ورکړی دی.
د پورته شننې نه دا خبره صفا جوتېږي چې که څه هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ کومه تازه پوځي نښته شوې نه ده، خو د دواړو خواوو ترمنځ توده رسنیزه، سیاسي او رواني جګړه دوام لري. د دواړو خواوو رسمي رسنۍ او خواله رسنۍ په دغې جګړه کې بوختې دي. په یاده رسنیزه جګړه کې د دواړو خواوو نه تر ټولو سپکه خوله هغه یوټیوبران خوځوي چې په ظاهره ځان ته مستقل ژورنالیستان او شنونکي وايي، خو ټول خلک پرې پوهېږي چې دوی د خپلې خوا د استخباراتي شبکو له خوا تیار شوي تبلیغاتي مواد خپروي.
د پاکستاني اړخ نه دغسې تش په نوم شنونکي په افغانستان کې ژبني او اتنیکي اختلافاتو ته لمن وهي او په دې کار کې په افغانستان کې د هغو عناصرو سره لاس یو کوي څوک چې د ژبنيو اختلافاتو پر بنسټ سیاست کوي. خو پاکستاني اړخ ته په دغو تبلیغاتي شخړو کې تر ټولو غټ مشکل د پښتونخوا د ایالتي حکومت او د پاکستان د مرکزي حکومت ترمنځ اختلافاتو نه پیدا کېږي.
د پښتونخوا ایالتي حکومت او د پښتونخوا د ولس اکثریت په دې خبره ټینګار کوي چې په پښتونخوا کې روانه جګړه کومه نوې خبره نه ده؛ دا د هغو جګړو دوام دی چې د تېرو دېرشو، څلوېښتو کلونو راهیسې د پاکستان د مرکزي حکومت د پالیسیو له وجې په پښتونخوا کې شوې دي. هغوی پوښتنه کوي چې که ټيټيپي له افغانستان نه هم راغلی وي، خو هغې ته چا په پښتونخوا کې د مختلفو سیمو د اشغالولو او له ولس نه د باج راټولولو اجازه ورکړې ده؟ څرګنده خبره ده چې د پاکستان جنرالواکۍ سره د دې پوښتنې هېڅ ځواب نشته.
افغانستان او پاکستان دواړه د خپلې ترینګلتیا په جریان کې د نړیوالو ابرقدرتونو خوا ته هم ګوري، او هڅه کوي چې د هغوی پاملرنه او ملاتړ خپلې خوا ته جلب کړي. که څه هم پاکستان د ځینو عیني عواملو په وجه په دې کار کې برلاسی دی، خو بیا هم د هغه دغه برلاسیتوب په هېڅ وجه مطلق نه دی.
روسیه په غرب کې د اوکراین په جګړه کې د خپلې ژورې بوختیا له امله د شرق په سیمهییزو جګړو کې کوم فعال نقش نه شي لوبولی او له دواړو خواوو سره یوازې د خپل ارتباط د ژوندي ساتلو جوګه ده.
د امریکا متحده ایالاتو په میلادي کال ۲۰۲۵ کې د پاکستان د جنرالواکۍ سره خپلې اړیکې تازه کړې دي او پاکستان هم د منځني ختیځ، غربي اسیا او منځنۍ اسیا په ستراتیژیکو لوبو کې ځان د امریکا انډیوال بولي. خو امریکا د طالبانو له امارت سره خپلې غیرمستقیمې او غیررسمي ډیپلوماتیکې اړیکې ژوندي او فعالې ساتلې دي.
د دې اړیکو تر ټولو جوت چینل کابل ته د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد پرلهپسې کېدونکي سفرونه دي. که څه هم زلمی خلیلزاد په دې مهال کې کوم رسمي ماموریت نه لري، خو د سیمې په اوضاع د هغه زړورو تبصرو نه معلومېږي چې د هغه سفرونه شخصي نه دي او امریکا نه غواړي چې د طالبانو سره د اړیکو میدان د چین لپاره خالي پرېږدي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار، چې د خارجه چارو وزیر هم دی، د جنورۍ د میاشتې په اوایلو کې چین ته یو رسمي سفر درلود. د یاد سفر په پای کې صادرېدونکې ګډه اعلامیه کې که یوې خوا ته چین د افغانستان دننه د ترهګریزو سازمانونو د موجودیت په اړه د پاکستان تشویش ته ځای ورکړی و، نو له بلې خوا یې په ګډه اعلامیه کې له پاکستان نه دا ژمنه هم اخیستې وه چې هغه به په راتلونکي کې د چین، پاکستان او افغانستان د همکارۍ درېاړخیزې پروسې ته د دوام ورکولو لپاره امادګي ولري. د پاکستان لپاره په اوسنیو شرایطو کې د دې خبرې منل اسانه کار نه و، خو له بلې خوا یې چین هم خفه کولی نه شو.
اخري پوښتنه دا ده چې ایا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نږدې راتلونکي کې د پوځي نښتو امکان شته دی؟ تر څو چې د دواړو هېوادونو د واکدارانو ترمنځ د کړکېچونو کوم سیاسي حل وجود ونه لري، تر هغه وخته د پوځي نښتو امکان شته دی، په ځانګړې توګه که پاکستان په افغانستان کې د رژیم د تغیر اجنډا مخ ته بوتلل غواړي، نو هغه به د افغانستان د اوسني رژیم د بېاعتباره کولو لپاره دغه کار کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک په ایران کې د لاریون کوونکو پر وړاندې زور زیاتي په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د سولهییزو لاریون کوونکو وژل باید سملاسي ودرول شي او پر لاریون کوونکو د ترهګرو ټاپه وهل د تاوتریخوالي د توجیه لپاره د منلو وړ عمل نه دی.
تورک له ایراني چارواکو وغوښتل چې هر ډول ځپنه سملاسي ودروي، انټرنیټ او ارتباطي خدمات بېرته فعال کړي او د وژنو او بشري حقونو د سرغړونو ټولو پېښو ته د نړیوالو معیارونو مطابق رسیدګي وشي.
هغه ټینګار وکړ چې ایرانيان حق لري سولهییز اعتراض وکړي او د هغوی غوښتنې باید واورېدل شي او ورته رسیدګي وشي.