د جنوبي کوریا پخوانی ولسمشر یوون پر پنځه کاله بند محکوم شو

د جنوبي کوریا یوې محکمې د جمعې په ورځ پخوانی ولسمشر یوون سوک یول په پنځو کلونو بند محکوم کړ. نوموړي د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې د مارشل لا (نظامي حکومت) د رامنځته کولو ناکامه هڅه کړې وه.

د جنوبي کوریا یوې محکمې د جمعې په ورځ پخوانی ولسمشر یوون سوک یول په پنځو کلونو بند محکوم کړ. نوموړي د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې د مارشل لا (نظامي حکومت) د رامنځته کولو ناکامه هڅه کړې وه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د جنوبي کوریا سیول ولسوالۍ مرکزي محکمې یوون چې د ولسمشرۍ امنیتي سکتور هڅولی و، چې د چارواکو د نیولو امر د عملي کېدو څخه مخنیوي وکړي او نظامي حکومت اعلان کړې وه.
یون، چې ویښتان یې خړ رنګه وو، د قاضي د حکم اورېدو ته په دقت سره غوږ نیولی و، د تیر کال په پرتله د هغه وخت په پرتله چې هغه د لومړي ځل لپاره تر تحقیق لاندې راغی،د پام وړ کمزوری ښکارېده.
هغه هیڅ غبرګون ونه ښود ځکه چې محکمه کې د هغه د ډیری ملاتړو په شتون کې سزا اعلان شوه.
د یون وکیلانو څخه یو جونګ هوا له محکمې څخه بهر خبرې وکړې او یې ویل چې پخوانی ولسمشر به د اصتناف غوښتنه وکړي.
هغې وویل: «موږ خواشیني څرګندوو چې پریکړه په سیاسي ډول شوې ده.»
څارنوالانو د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ونه وایه چې ایا دوی به اصتناف غوښتنه وکړي، کوم چې دوی د سویلي کوریا د قانون له مخې د کولو حق لري.


په چین کې د «ایا ته مړ یې؟» په نوم یو نوی موبایل اپلیکیشن، چې د یوازې اوسېدونکو د خوندیتوب لپاره جوړ شوی، په چټکۍ سره د کاروونکو پام ځانته راړولی او په ملیونونو خلکو یې هرکلی کړی دی.
یاد اپلیکیشن چې په چینایي ژبه کې «Sileme»نومېږي، د هغو کسانو لپاره طرحه شوی چې یوازې ژوند کوي، لکه زدهکوونکي، یوازې کارکوونکي او یا هغه کسان چې یوازې ژوند کول غوره کوي. د اپلیکیشن د جوړوونکو په وینا، دا یوه ساده خو د خوندیتوب اغېزمن وسیله ده.
په دې اپلیکیشن کې کاروونکی یو بیړنی تماس ثبتوي او که چېرې کاروونکی څو ورځې پرلهپسې اپلیکیشن ته داخل نه شي، نو ټاکل شوي تماس ته په اوتومات ډول خبرتیا لېږل کېږي.
د چین دولتي ورځپاڼې «ګلوبل ټایمز» د راپور له مخې، په دغه هېواد کې تر ۲۰۰ میلیونو زیات کسان یوازې ژوند کوي او د یوازې ژوند کولو کچه تر ۳۰ سلنې اوښتې ده، چې دا ډول اپلیکیشنونو ته اړتیا لا ډېروي.
د اپلیکیشن جوړوونکي اعلان کړی چې د نړیوالو کاروونکو لپاره به د اپلیکیشن نوم «Demumu» ته واړوي. دا اپلیکیشن دا مهال د اپل په اپ سټور کې د پیسو اخیستلو په لېست کې دویم مقام لري.
دغه شرکت همداراز ویلي چې د زیاتېدونکو لګښتونو د پوره کولو لپاره به د اته یوانو (نږدې ۱٫۱۵ امریکایي ډالر) ګډون فیس پیل کړي.
سره له دې، په ټولنیزو رسنیو کې ځینو کاروونکو د نوم له بدلون سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې اوسنی نوم د خوندیتوب پیغام ښه رسوي. یو کاروونکي لیکلي: «که څه هم دا نوم ممکن ټولو ته د منلو نه وي، خو زموږ په څېر یوازې ژوند کوونکو ته د ډاډ احساس راکوي.»

د نوبل کمیټې له مخالفتونو سره-سره د ونزوېلا د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خپل د نوبل سولې جایزې مډال ډالۍ کړ.
ماچادو د لاتینې امریکا د انقلابي مشر سیمون بولیوار په اړه د کیسې له پیل وړاندې وویل: «ما دا مډال، د نوبل سولې جایزه مې د امریکا ولسمشر ته ډالۍ کړ».
ماچادو همدارنګه زیاته کړه: «ما هغه ته وویل، ۲۰۰ کاله وړاندې جنرال مارکیز دو یو مډال چې د جورج واشنګټن انځور پرې لګول شوی و، لافایټ سیمون بولیوار ته ورکړی و. بولیوار له هغه وخت راهیسې بیا د خپل ژوند تر پایه دا مډال له ځان سره وساته».
همدارنګه نوموړې وویل: «په تاریخ کې دوه سوه کاله وروسته د بولیوار خلک بېرته د واشنګټن وارث ته یو مډال ورکوي، نو د نوبل سولې مډال زموږ د ازادۍ لپاره د هغه بېساري ژمنې پېژندنه ده».
تر اوسه معلومه نهده، چې ټرمپ یاد مډال قبول کړی او که نه.
ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې د دې جایزې ترلاسه کولو په اړه څرګندونې کړې دي. ماچادو د نوبل سولې جایزه تېر کال له ګټولو وروسته ټرمپ ته وقف کړې وه، خو د نوبل کمیټې ویلي و، چې د سولې جایزه د انتقال وړ نه ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې اوکراین به هېڅکله د سولې پروړاندې خنډ نه وي، خو تېره ورځ ټرمپ ویلي و چې اوکراین د روسیې په پرتله د سولې خبرو ته لږ چمتوالی لري.
زېلېنسکي د پنجشنبې په ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي:«موږ له امریکا سره د ډیپلوماتیکو چارو په اړه خبرې وکړې او اوکراین به هېڅکله هم د سولې لپاره خنډ نه وي».
زېلېنسکي په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې، چې د اوکراین د انرژۍ پر مرکزونو باندې د روسیې دوامداره بریدونه ښکاره ثبوت دی، چې مسکو د سولې غوښتونکی نه دی.
نوموړي زیاته کړې: «دا هغه روسي توغندي، ډرونونه او د روسیې هڅې دي چې اوکراین له منځه یوسي. دا ښکاره ثبوت دی چې روسیه په هېڅ ډول تړونونو ته غاړه نهږدي».
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي، نوموړی په دې باور دی چې د سولې د تړونونو په تړاو اوکراین د روسیې په پرتله کم چمتوالی لري. د ټرمپ په باور، له اوکراین سره د سولې په اړه د پوتین علاقمندي زیاته ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي نورلان یرکمبایف په ایران کې د وروستیو پېښو او د سیمهییزو او نړۍوالو تحولاتو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي په ایران کې وروستۍ پیښې غندلي او په لاریونونو کې یې د وژل شویو ایرانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږې څرګنده کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عراقچي د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي سره د خبرو په ترڅ کې د تاوتریخجنو لاریونونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دې، چې سولهییز لاریونونه د اسراییل او امریکا په لمسون په تاوتریخوالي واوښتل.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې ایران به د خپل ملي حاکمیت او خپلو وګړو د امنیت لپاره په کلکه دفاع وکړي.
پر همدغه مهال، عراقچي د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمنشي د هغه دریځ ستاینه کړې چې د ایران په چارو کې یې بهرنۍ لاسوهنې غندلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمنشي ترمنځ دا ټلیفوني خبرې پر داسې مهال شوې دي، چې په ایران کې وروستیو لاریونونو د نړۍوالو او سیمهییزو اړیکو لپاره حساس حالت رامنځته کړی دی.

د هند حکومت په کشمیر کې وروسته له هغه یو طبي پوهنتون تړلی، چې د هندو مذهبه ډلو له لوري پرې پراخ اعتراضونه وشول. دغه پوهنتون، چې د «شري ماتا ویشنو دیوي» په نوم یادېږي، د ډېرو مسلمانو زده کوونکو د منلو له امله د اعتراضونو هدف ګرځېدلی و.
د راپورونو له مخې، په دغه پوهنتون کې له ۵۰ منل شویو زدهکوونکو څخه لږ تر لږه ۴۲تنه کشمیر مېشتي مسلمانان، اووه هندوان او یو سک وو. د همدې شمېرې له خپرېدو وروسته، د سیمې ځینو هندو مذهبه ډلو اعتراضونه پیل کړل.
د هند د طبي ملي کمېسیون، چې د فدرالي حکومت د طبي زدهکړو او روغتیايي چارو تر ټولو مهم څارونکی ارګان بلل کېږي، د یاد پوهنتون د فعالیت جواز لغوه کړ. د کمېسیون په وینا، دغه پوهنتون د تېر نومبر په میاشت کې د طب پنځه کلن تعلیمي پروګرام پیل کړی و.
په هند کې دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو ته د محصلانو جذب د ملي ازموینې «نیت» له لارې کېږي. هر کال له دوو میلیونو ډېر زدهکوونکي د شاوخوا ۱۲۰زره د طب د لیسانس څوکيو لپاره سیالي کوي. ډېری سیالي کوونکي د لږ لګښت له امله دولتي پوهنتونونه غوره ګڼي، خو هغه کسان چې د منلو حد اقل نومرې ترلاسه کړي، خصوصي مرکزونو ته ورپېژندل کېږي.
یاد طبي پوهنتون د یوه هندو مذهبي خیریه بنسټ له لوري جوړ شوی او تر یوه بریده د حکومت له مالي ملاتړه هم برخمن دی.
په تېرو نږدې دوو میاشتو کې، ډېری هندو زدهکوونکو او د سیمې اوسېدونکو اعتراضونه وکړل او ادعا یې کوله چې دا مرکز د «ماتا ویشنو دیوي» له هندو معبد څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي او مسلمانان پکې «د حضور حق نه لري.»
خو د هند طبي ملي کمېسیون ویلي چې د دې مرکز تړل کېدل د «معیاري غوښتنو» د نه پوره کېدو له امله دي.