رواداري سازمان وايي چې د طالبانو د جزایي محاکمو د اصولنامې د ۳۴مې مادې پر اساس، د ښځې د پلار کور ته تکراري تلل او د مېړه کور ته نه ستنېدل جرم ګڼل شوی دی. په دې اصولنامه کې ویل شوي چې ښځه او هر هغه غړی یا خپلوان چې د هغې د مېړه کور ته د راستنېدو مخه ونیسي، «مجرم» دی او تر درې میاشتو زندان باندې به محکوم شي.
په اصولنامه کې یوازې هغه وخت مېړه ته د زندان سزا ټاکل شوې چې ښځه د وهلو او ټکولو، ضرب او جرح یا «د بدن شینوالی» قاضي ته ثابت کړي، خو د ښځو پر وړاندې نور ټول فزیکي، رواني او جنسي تاوتریخوالي ډولونه صراحتاً نه دي منع شوي.
رواداري وايي چې دا احکام د برابري، د جنسیتي تبعیض منع، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي منع او د بشري کرامت له اصولو سرغړونه کوي او له ښځو سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو او بنسټیز کېدو خطر لوړوي.
د طالبانو اصولنامه د ماشومانو وهل جرم نه ګڼي
رواداري سازمان وايي چې طالبان په خپله جزایي اصولنامه کې د ماشومانو وهل او ځورول په بشپړ ډول جرم نه ګڼي.
په دې اصولنامه کې یوازې د ځینو فزیکي تاوتریخواليو ډولونه چې د «هډوکو ماتیدو» یا «د پوستکي شکیدو» سبب شي، منع دي. نور ټول فزیکي، رواني او جنسیتي تاوتریخوالي پر ماشومانو منع شوي نه دي او په ۴۸ماده کې راغلي چې پلار کولای شي خپل لس کلن زوی د لمونځ پرېښودوله امله مجازات کړي.
طالبانو غلامي په رسمیت پېژندلې ده
طالبانو په جزایي اصولنامه کې د «غلام» کلمه څو ځله کارولې او په څو مواردو کې یې ددې اړوند حقوق په رسمیت پېژندلي دي. په ۱۵مه او ۴مه ماده کې دې ته اشاره شوې ده.
په نړیوالو حقوقو کې غلامي په هر ډول او بشپړ ډول منع ده.
په اصولنامه کې راغلي: «هر جرم ته چې حد نه وي ټاکل شوی، د تعزیر له مخې پرې حکم کېږي، که جرم کوونکی ازاد وي یا غلام».
طالبانو ټولنه په څلورو طبقو ویشلې ده
رواداري وايي چې طالبانو ټولنه پر علماو، اشرافو، متوسطه او ټېټې طبقې ویشلې ده.
په اصولنامه کې د جرم ترسره کول، د مجازاتو ډول او شدت د افرادو د ټولنیز مقام پر اساس ټاکل شوي دي.
د رواداري د اعلامیې پر اساس: «که یو جرم د دیني عالم له خوا ترسره شي، یوازې سپارښتنه کېږي، د اشراف لپاره بلنه او سپارښتنه، د منځنۍ طبقې لپاره زندان او د ټېټې طبقې لپاره علاوه پر زندان، بدني سزا ورکول کېږي.»
د طالبانو اصولنامې نڅا جرم ګڼلې ده
په ۵۹ماده کې «نڅا» او «لیدل» یې له روښانه تعریف پرته، جرم ګڼل شوي دي.
دا ابهام د محلي او دودیزو نڅاوو په برخه کې د افرادو د خپل سر نیولو او مجازاتو سبب کېدای شي.
د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د یوه فرمان له لارې د طالبانو د حکومت د جزا قانون، د «محاکمو د جزایي اصولنامې» تر عنوان لاندې نافذ کړ.
دا قانون په یوه سریزه، درې بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی، چې پکې تعزیري جرمونه او د هغوی جزاوې درج شوې دي.
له دې قانون سره، افغانستان په تېرو څه کم یو نیمه پېړۍ کې شپږ جزایي قوانین تجربه کړي دي، چې دلته یې په لنډه توګه یادونه کوو:
فتاوي امیریه
فتاوي امیریه، چې د «تشریح الجرایم» په نوم هم یادېږي، په افغانستان کې لومړنی مدون جزایي قانون بلل کېږي. دا قانون په ۴۱ بابونو کې تدوین شوی و او پکې تعزیري جرمونه او د هغوی جزاوې ثبت شوې وې؛ لکه د دولت پر ضد بغاوت، د پاچا سپکاوی، له محاربې څخه تېښته، رشوت، د مخدره موادو استعمال او ورته نور جرمونه.
د حکومتي معاملاتو او سیاساتو د کارګذارۍ قانون
دا قانون چې په افغانستان کې لومړنی مطبوع جزایي قانون ګڼل کېږي، د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال، په ۱۸۹۱ زېږدیز کال کې، په ۶۱ قاعدو کې د کابل د دارالسلطنه په مطبعه کې چاپ او خپور شو.
په دې قانون کې د اسلامي فقهې په رڼا کې تعزیري جرمونه او جزاوې تشریح شوې وې او تمرکز یې پر لاندې جرمونو و: مالي جرمونه، د قاضي له حکم څخه سرغړونه، د حکومت پر ضد بغاوت، په وزنونو کې تقلب، د جعلي پیسو خپرول، د مهرونو او دولتي اسنادو جعل، د قتل په جرم کې تعزیري جزا (که حد نه وي تطبیق شوی)، د غلا په جرم کې تعزیري جزا (که حد نه وي تطبیق شوی)، قطاعالطریقي، د کاذبو معلوماتو ورکول، رشوت، اختطاف، د ماشوم، مريي یا ښځې تښتول، او د مړو او قبرونو سپکاوی.
په دې قانون کې د مالي او بدني جزاوو وړاندوینه شوې وه. د یادونې وړ ده چې د دې قانون د احکامو له مخې، د حقالله تر څنګ په حقالعباد کې هم د بند (حبس) سزا موجوده وه.
د عمومي جزا نظامنامه
دغه قانون په ۱۳۰۰ لمریز کال کې د پاچا امانالله خان د واکمنۍ پر مهال، په درېیو بابونو، ۲۸ فصلونو او ۲۴۴ مادو کې د تعزیري جزاو د تطبیق لپاره وضع شو.
د دې نظامنامې لومړی باب، چې ۱۶ فصلونه یې لرل، د هغو جرمونو په اړه و چې عامه نظم او د دولت حاکمیت یې ګواښه. دویم باب، چې ۱۰ فصلونه یې لرل، د اشخاصو پر ضد د جرمونو او د هغوی د جزاو په اړه و او درېیم باب د قباحاتو (اخلاقي جرمونو) په اړه و، چې یوازې دوه فصلونه یې لرل.
دا قانون په ۱۳۵۵ لمریز کال کې نافذ شو. دا قانون په دوو کتابونو مشتمل و: لومړی کتاب د عمومي احکامو یا د عمومي جزا د حقوقو اړوند موضوعاتو ته ځانګړی شوی و او دویم کتاب د اختصاصي جزا اړوند موضوعاتو باندې بحث کاوه. دا قانون په ۸ بابونو او ۵۲۳ مادو کې تنظیم شوی و او د مخکنیو قوانینو په څېر یې تعزیري جرمونه او جزاوې مشخصې کړې وې.
وروسته له هغې چې د اماني دورې قوانین د یو شمېر روحانیونو له مخالفت سره مخ شول، د نادرشاه او ظاهرشاه د واکمنیو پر مهال د جزا د قانون د تدوین په برخه کې ډېر احتیاط وشو. ان تر دې چې د شاهي نظام تر ړنګېدو پورې، افغانستان له اماني دورې وروسته کوم بېل مدون جزایي قانون نه درلود.
سره له دې چې د اعلیحضرت ظاهر شاه د سلطنت په وروستیو کلونو کې د جزا قانون پر مسودې کار وشو، خو د هغې د نافذېدو لپاره هېڅ عملي اقدام ونه شو، تر هغه چې د افغانستان د لومړي جمهوریت پر مهال پرې بیا کار وشو او بالاخره په ۱۳۵۵ لمریز کال کې نافذ شو.
په دې جزا قانون کې هم د عامه امنیت او د دولت پر ضد جرمونه، د اشخاصو پر ضد جرمونه او د اموالو پر ضد جرمونه او د هغوی جزاوې په صراحت مشخصې شوې وې.
د افغانستان د جزا کوډ
د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور له کودتا وروسته، سره له دې چې د ۱۳۵۵ کال د جزا قانون نافذ پاتې شو، خو تر ۱۳۹۶ لمریز کال پورې د دې قانون تر څنګ ګڼشمېر نور جزایي قوانین او مقررات په بېلابېلو پړاوونو کې وضع او نافذ شول، چې په عملي توګه یې د تطبیق پر مهال ګڼې ستونزې رامنځته کړې.
د دغو ستونزو د له منځه وړلو او د زمانې له غوښتنو او نړیوالو معیارونو سره سم د یوه نوي جزایي قانون رامنځته کول اړین وو، تر څو له یوې خوا جزایي قواعد د وخت غوښتنو ته ځوابویونکي شي او له بلې خوا ټول جزایي مقررات په یوه واحد کوډ (ټولګه) کې مدون شي. له همدې امله، په ۱۳۹۳ لمریز کال کې پر دې کار عملاً پیل وشو او درې کاله وروسته د نوي کوډ مسوده د یوې باصلاحیته کمېټې له خوا، چې زه یې هم د غړیتوب ویاړ درلود، وروستۍ شوه.
یاد کوډ د جمهوررییس اشرف غني له خوا د افغانستان د جزا کوډ په توګه، د یوه تقنيني فرمان له لارې، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې نافذ شو. دا قانون په دوو کتابونو، ۱۶ بابونو، ۱۱۳ فصلونو او ۹۴۰ مادو کې ترتیب شوی و.
دا قانون، چې تر ډېره له نړیوالو معیارونو سره سمون درلود، د عمومي احکامو، د دولت او عامه نظم پر ضد جرمونو، د اشخاصو پر ضد جرمونو او د اموالو پر ضد جرمونو تر څنګ، د افغانستان په تقنیني تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د نړیوالو جرمونو او سازمانورکړ شوو جرمونو په اړه هم ځانګړي نصوص لرل.
د طالبانو جزايي اصولنامه
په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پرځېدو او د طالبانو د واکمنۍ له بیا راتګ سره، دا قانون لغوه شو. او دا دی، له څه باندې څلورو کلونو وروسته، طالبانو د تعزیري جرمونو لپاره نوی قانون نافذ کړ.
په دغه نوي قانون کې د نړیوالو جرمونو، سازمانورکړ شویو جرمونو او سایبري جرمونو په اړه یا څرګند احکام نه تر سترګو کېږي او یا هم ورته په قیاسي ډول او په ټیټه کچه پاملرنه شوې ده، چې دا به په عملي ډګر کې د جزایي عدالت پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کړي.