طالبان وایي بلخ کې راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو وېش بهیر پیل شو

د طالبانو ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته سفر کړی او هلته یې د کډوالو لپاره د مرستو وېش بهیر پرانیستی.

د طالبانو ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته سفر کړی او هلته یې د کډوالو لپاره د مرستو وېش بهیر پرانیستی.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په ایکس خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې سفر کې عبدالسلام حنفي سره د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري او د بلخ ولایت محلي مسولین مل وو د کډوالو لپاره د مرستو ویش پېل کړ.
خبرپاڼه زیاتوي چې، په هر ولایت کې به ۲۲۰۰ مستحقو کډوالو کورنیو ته مرستې ورکړل شي، چې پر بنسټ یې هرې کورنۍ ته ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او ۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته رسېږي.

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د WE-LEAD پروګرام د دویم پړاو پیل په موخه ۱۰ میلیونه یورو نوې مرسته برابروي. دا پروګرام د ملګرو ملتونو له لوري پلي کېږي او د افغان ښځو د ژوند دلګښتونو، اقتصادي خپلواکۍ او ونډې د ملاتړ برخه بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام راپور زیاتوي چې دا پروژه د هغو خنډونو پر لیرې کولو تمرکز کوي چې د ښځو اقتصادي ګډون محدودوي، لکه مالي سرچینو ته محدود لاسرسی، بازارونه، مسلکي مهارتونه او د عاید دوامدار فرصتونه.
د پراختیایي پروګرام په راپور کې راغلي چې د پروګرام په چوکاټ کې به د شریعت له اصولو سره سم مالي میکانېزمونه، د سوداګرۍ پراختیایي خدمتونه، لارښوونه او د بازارونو سره نښلول شامل وي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیر، ویرونیکا بوسکوویچ پوهار، ویلي: «اروپايي ټولنه ویاړي چې د WE-LEAD د نوي پړاو له لارې له پراختیایی پروګرام سره خپله ملګرتیا دوامداره ساتي. دا پروژه د ښځو او نارینهوو د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کوي، هغوی له بازارونو سره نښلوي او د ټولنې پر بنسټ مالي میکانېزمونه پیاوړي کوي.»
همداراز، افغانستان کې د پراختیایی پروګرام استازي، سټیفن رودریګز، ویلي چې دا پړاو به زرګونو ښځو او د ښځو په مشرۍ کاروبارونو ته د مالي پوهاوي، مالي سرچینو او ځانګړو سوداګریزو خدمتونو له لارې ملاتړ برابر کړي او د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې به مهم رول ولوبوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي د سولې او سیاسي چارو د مرستیالې روزمیري ديکارلو په مشرۍ له پلاوي سره په لیدنه کې، د امنیتي حالت ښه والي، د نشه یي توکو پر ضد مبارزې او د بشري مرستو د دوام پر ټینګار هوکړه کړې.
د کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ملګرو ملتونو پلاوي په کابل کې له سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت او د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې پرمختګونه وستایل او ډاډ یې ورکړ چې بشري مرستې به دوام ولري.
خبرپاڼه زیاتوي، پلاوي همداراز د دوامدار تعامل پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د دوحې درېیم بهیر له مخې جوړ شوي کاري ګروپونه به خپله راتلونکې ناسته په کابل کې ترسره کړي.
دا لیدنه داسې مهال کېږي چې طالبان هڅه کوي له نړیوالو بنسټونو سره اړیکې پیاوړې کړي او د سیاسي تعامل له لارې د افغانستان په اړه د باور فضا پراخه کړي.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني مشر محمد معصوم ستانکزي د طالبانو له خوا اعلان شوې جزایي اصولنامه په سختو ټکوغندلې او ویلي یې دي چې دا سند نه یوازې له انساني کرامت سره په ښکاره ټکر کې دی، بلکې له تبعیض ډک جوړ شوی او د اسلام له بنسټیزو اصولو سره هم سمون نه لري.
ستانکزي پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې «په اسلام کې اصل عدالت او تقوا ده، خو دا سند له دغو ارزښتونو سره په ښکاره مغایرت کې قرار لري». نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو په دغه جزایي چوکاټ کې د وخت بدلونونو او د مسلمانانو اجماع ته هېڅ پام نه دی شوی.
هغه ټینګار کړی چې دا اصولنامه د ټولنې د سالمې رهبرۍ لپاره نه، بلکې یوازې د واک د ساتنې په موخه جوړه شوې ده.
ستانکزي لیکلي: «دا سند یوازې د استبدادي قدرت د خوندي کولو لپاره تنظیم شوی، نه د دې لپاره چې ټولنه د اسلامي زرینو اصولو پر بنسټ رهبري کړي.»
د تېر جمهوري نظام دغه پخوانی لوړپوړی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالبانو تازه خپله جزایي اصولنامه خپره کړې، هغه سند چې د بشري حقونو فعالانو او یو شمېر دیني عالمانو له لوري هم له پراخو نیوکو سره مخ شوی او د خلکو پر بنسټیزو حقونو د محدودیت اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

د ملګرو ملتونو اړوندو نړۍوالو بنسټونو د راپورونو لهمخې، په افغانستان کې د نجونو زدهکوونکو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو او د بېوزلۍ د ډېرښت له امله د کم عمره نجونو د ودونو ګراف لوړ شوی. په دغه ډول ودونو کې تر ډېره طالبان په خپله ښکېل دي.
تازه د طالبانو د کابل د استخباراتو رييس په ۲ میلیونه افغانیو درېیمه کوژده کړې ده.
طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زدهکوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زدهکړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه.
یونېسف ویلي، دمګړی په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې د زدهکړو له دوامه محرومې شوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.
د یونېسف رييسې کاټرین راسل ویلي، دغه وضعیت به د افغانستان پر راتلونکي ناوړه اغېز وکړي او په اوږد مهال کې به د زدهکړو دغه بندیزونه د افغانستان روغتیایي سیسټم او اقتصاد سخت زیانمن کړي چې له کبله به یې د ښځو ژوند هم له ستر ګواښ سره مخ شي.
یونېسف وېره لري، چې د دې حالت دوام په جبري توګه د ودونو تر څنګ په کم عمر کې د نجونو د ودولو لپاره لاره پرانېزي چې د هغوی پر روغتیایي او رواني وضعیت بدې اغېزې لرلی شي.
د دغه سازمان د اټکل لهمخې، د دې بندیز له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.
د یونېسف اجراییوي مشرې کاتریل رسل ویلي، «پوهنه په ژوند کې یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې له کم عمره ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ساتي».
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په افغانستان کې د څو نجونو له قوله لیکلي، چې د نجونو د ښوونځیو تړل د دې لامل شوي چې نجونې په کم عمر کې ودونو ته غاړه کېږدي.
په افغانستان کې نجونې او ښځې د خپل ژوند په تړاو په ندرت خبرې کوي، خو ځینو یې له یونېسف سره په دې تړاو خبرې کړي او یوې یې ویلي: «که څه هم زما مېړه له ما څخه په عمر کې ډېر لوی دی، ما د هغه د واده وړاندیز ځکه ومانه چې له زدهکړو بېبرخې وم، که نه ما دغه واده نه مانه».
یوې بلې نجلۍ بیا ویلي: «ما په دې وروستیو کې کوژده وکړه او تر ټولو بده یې دا ده چې مور او پلار هم دې ته نه وم اړ کړې، ما یوازې خپلې هیلې له لاسه ورکړې وې او نهیلي شوې وم چې نور مې د خپلو خوبونو د پوره کولو چانس له لاسه وتلی».
له دې سره سم، یوه بله ۱۷ کلنه ناوې چې اوس په څلور میاشتني ماشوم امیندواره ده، وايي: «د ښوونځیو له تړلو وروسته مې بله لاره نه لرله ځکه مې واده وکړ، اوس په دې کار سره چې ناوې یم او ماشوم هم لرم ډېره ځورېږم».

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې هم ویلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو او د کم عمره نجونو د ودونو کچه په بېساري ډول لوړه شوې ده. دغه اداره وايي، دغه لړۍ د وړو نجونو د امېندوارۍ کچه لوړوي چې په پایله کې د مېندو د مړینې لامل کېږي.
د دغې ادارې په وینا، ډېرې کورنۍ د فقر او همداراز د زدهکړو یا د کار نشتوالي له امله واده د ژوند د بقا لاره بولي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دې کار د ښځو او ماشومانو پر روغتیا خورا ناوړه اغېزه کړې.
د یادې ادارې د اټکل لهمخې، په روان ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې د کم عمره مېندو د امېندوارۍ کچه ۴۵ سلنه ډېره شي او د مېندو د مړینې ګواښ به تر ۵۰ سلنې هم لوړ شي.
دغه اداره زیاتوي، هغه نجونې چې له زدهکړو پاتې کېږي، ډېری یې د جبري ودونو او تر واده وروسته په همدې کوچنیوالي کې د امېندوارۍ له ګواښ سره مخ کېږي.
په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زدهکړې بندیز د ښځینه روغتیایي مسلکي کارکوونکو روزنې د وروستۍ هیلې لاره هم وتړله.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، د دغې لړۍ په پایله کې به په افغانستان کې داسې ښځينه نسل پاتې شي، چې زدهکړې به نهلري، په کوچنیوالي کې به واده شوې وي او د مرګ له جدي ګواښ سره به مخ وي.
د دغې ادارې په وینا، که په افغانستان کې د ښځو حقونه، زدهکړه او روغتیا لومړیتوب ونهلري، افغانستان به د ځوان نسل د ضایع کېدو او د پرمختګ لهمخې له ګواښ سره مخ شي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې د مشرانو له لوري د ودونو او په ځانګړې توګه د کم عمره نجونو په زور ودونه زیات شوي دي.
د ملا هبتالله اخوندزاده له امر سره سره چې طالبان به له دویم، درېیم او څلورم واده څخه ډډه کوي، خو ډېری طالب چارواکي د ملا هبتالله له دغه حکم څخه سرغړونه کړې او تازه د طالبانو د کابل د استخباراتو رييس ملا عبدالجبار درېیمه کوژده هغه هم په ۲ میلیونه افغانیو کړې ده.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس او د هغه د نوې کوژدنې عمرونه هم ډېر سره توپیر لري او دغه واده ته د نجلۍ کورنۍ د اقتصادي ستونزو لهمخې غاړه اېښې ده.
له دې وړاندې د طالبانو د بدري عملیاتي قطعې قومندان حمید خراساني هم افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې د څلورم واده مراسم یې په کابل ښار کې ترسره کړي دي.
د طالبانو ځینې مشران او قوماندانان په دې تورن دي، چې نکاح شوې ښځې یې بیا ځانونو ته نکاح کړې دي او ځینو یې په زور او د نجلۍ له خوښې پرته ودونه کړي دي. د طالبانو په ډله کې څو ودونه اوس عامه خبره ده.
په ورته وخت کې طالبانو په هېواد کې د نجونو د زدهکړو پر ملاتړ هر ډول ناستې ولاړې بندې کړي دي.
دغې ډلې د نجونو د زدهکړو او بشري حقونو یو شمېر فعالان چې د ملا هبتالله دغه دریځ یې ننګولی وو، د دغې ډلې د استخباراتو له لوري زنداني او تر سختو شکنجو لاندې هم نیول شوي دي.
یو له دغو کسانو مطیعالله ویسا دی. د «قلم لار بنسټ» مشر او د نجونو د زدهکړو پلوی او فعال مطیعالله ویسا د نجونو د زدهکړو پلویتوب له امله د طالبانو له لوري د ۱۴۰۲ کال په وري میاشت کې ونیول شو او تر ۲۱۵ شپو او ورځو زنداني کېدو وروسته بېرته خوشې شو.
هغه بیا د همدې هلو ځلو له امله د روان کال د لیندۍ په ۲۳مه د قطر د امیر لهخوا نړۍواله جایزه ترلاسه کړه. دغه جایزه «د فساد ضد او نوښتګر ځوان» د سرو زرو جایزه ده او مادي مرسته هم لري.
ویسا سره له دې چې له خلاصون وروسته ډېر احتیاط کوي، خو بیا یې هم د زدهکړې د نړۍوالې ورځې په مناسبت د شنبې په ورځ (د سلواغې ۴مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، چې له هر ډول ستونزو او استعمار څخه د خلاصون یوازینۍ لاره زدهکړې دي او زیاته کړې یې ده: «د جګړي، غربت، مهاجرت، تشدد، غلامۍ، دوښمنۍ، تعصب، بې اتفاقۍ، مشکلاتو، فقر، ظلم، جهالت، استعمار … څخه یوازې او یوازې د خلاصون لاره زدهکړه تعلیم دی. نن د زدهکړو نړۍواله ورځ».
له دې سره سم، د «امید او ازادۍ» ټولنې مشرې خدیجه امین وايي: «په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو په دوام سره موږ د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي، د ماشومانو د ودونو ډېرښت او جبري ودونو شاهدان یوو. په داسې وضعیت کې زرګونه نجونې په هېواد کې د پراخ فقر له امله د بقا لپاره معامله کېږي».
په ورته وخت کې، د نجونو د زدهکړو ملي کمپاین هم د زدهکړې د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، په افغانستان کې د زدهکړې د پراختیا او پرمختيا پر ځای، د عصري علومو او په ځانګړي ډول د نجونو د زدهکړو پر وړاندې یوه «نا اعلان شوې جګړه» پيل شوې او په وینا یې، نړۍواله ټولنه باید روان وضعیت عادي ونهګڼي.
د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو لهمخې، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې یې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو له دوامه محرومې دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه بیا وايي: «د دیني او عمومي زدهکړو په مرکزونو کې ټولټال ۷ میلیونه او ۵۳۳ زره ۸۸۶ هلکان او ۵ میلیونه او ۳۹۱ زره او ۳۰۰ نجونې پر دیني او عمومي زدهکړو بوختې دي. په ټوله کې پر زدهکړو د بوختو زدهکوونکو شمېر ۱۲ میلیونه او ۹۲۵ زره او ۱۸۷ ته رسېږي».
ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بې سوادانو شمېر مخ په لوړېدو دی او دمګړی شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان د طالبانو او نورو محدودیتونو له امله له زدهکړو بې برخې دي.

په هلمند کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې په دېشو ولسوالۍ کې یې د مسو او سربو بار درې موټرونه نیولي دي. د چارواکو په وینا، دغه توکي له هلمند څخه پاکستان ته قاچاق کېدل.
په هلمند کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر نن د شنبې په ورځ (د سلواغي ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دېشو ولسوالۍ کې یې درې عرادې سېپا موټر پر داسې مهال نیولي، چې غوښتل یې ۷۵۰۰ کېلو ګرامه مس او سرب په غېر قانوني توګه پاکستان ته انتقال کړي.
طالبانو ویلي، چې د مس او سرب د قاچاق په تړاو یې پنځه کسان هم نیولي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر دې وړاندې هم طالبانو ګڼ کسان پاکستان ته د توکو د قاچاق او یا هم افغانستان ته د انتقال په تور نیولي دي.
پاکستان ته د توکو قاچاق پر داسې مهال ډېر شوی، چې د څه باندې تېرو درېیو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګري بنده شوې او ځیني کسان هڅه کوي، چې ځیني توکي د غېرقانوني لارو څخه پاکستان ته قاچاق او یا هم له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کړي.
