په مسکو کې د طالبانو سفیر ګلحسن وایي، د یادې ډلې اداره لېواله ده چې له روسیې څخه تېل، ګاز او نور توکي وارد کړي او هممهاله د افغان کارګرو د جذب او د کابل–مسکو د مستقیمو الوتنو د پیل په اړه هم خبرې روانې دي.
هغه د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» ته ویلي، که بانکي محدودیتونه او ځینې نور خنډونه لرې شي؛ نو افغانستان کولای شي له روسیې څخه تېل، ګاز او ګڼ نور توکي وارد کړي.
د ټولییز امنیت تړون یا سياېسټياو پرېکړه کړې، چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره تاجکي ځواکونو ته وسلې او نور نظامي تجهیزات ولېږي، خو د کره نېټې په تړاو یې څه نهدي ویلي. دغې مسلې وروسته له هغې بېړنۍ بڼه خپله کړه، چې له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه وشول.
افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره تر ټولو اوږده ګډه پوله له تاجکستان سره لري؛ دغه ګډه پوله ۱۳۴۴ کیلومتره دی او ډېره برخه یې سندیزه او غرنیزه ده.
له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د ګواښ جوړېدو اندېښنه له ډېر پخوا راهیسې وه او په لومړي ځل ټولییز امنیت تړون له لوري په ۲۰۱۳ کال کې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د خوندینې او پیاوړتیا پر پلان کار پیل شو، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه اندېښنه جدي شوه او د ټولییز امنیت سازمان د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د استانه په سرمشریزه کې پرېکړه وکړه، چې تاجکستان ته د پولې د ساتنې او پیاوړتیا لپاره باید وسلې او نور نظامي تجهیزات برابر شي.
تاجکستان ته د نورو وسلو او تجهیزاتو د برابرولو پروګرام تر هغې وروسته بېړنۍ بڼه خپله کړه، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه وشول. د همدې کال د نومبر پر ۲۶مه د افغانستان له بدخشان ولایت څخه د ډرون او سپکو وسلو په وسیله د تاجکستان په ختلون سیمه کې د سرو زرو د کان پر یوه مرکز برید وشو او په پایله کې یې ۳ چینايي کارګر ووژل شول.
له دغې پېښې څلور ورځې وروسته له افغان خاورې یو شمېر وسلهوال تاجکستان ته واوښتل او هلته یې د چین د یوه دولتي شرکت دوه نور کارکوونکي ووژل او ۵ نور یې ټپيان کړل.
د تاجکستان پوله ساتونکی
له دغو پېښو وروسته په دوشنبه کې د چین سفارت اړ شو، چې له افغانستان سره په پوله کې ټول چینايي کارکوونکي وباسي او په دې سره په تاجکستان کې د یوې لویې لارې پر یوې مهمې برخې کار په ټپه ودرول شو.