• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د امریکا د پانګونې پروړاندې د افغانستان د پخواني پوځ وسلې په سرخوږي بدلې شوې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۳ GMT+۰

د ټرمپ اداره غواړي چې امریکایي شرکتونه د پاکستان په کانونو کې پانګونه وکړي، څو د نایابه معدني توکو په برخه کې د چین انحصار مات کړي؛ خو له پخواني افغان پوځ څخه پاتې شوې امریکایي وسلې د دې شرکتونو او له چین سره د سوداګریزې سیالۍ لپاره د ټرمپ د ستراتیژۍ پروړاندې لوی خنډ ګرځېدلی دی.

سي‌اېن‌اېن له پاکستان څخه په یوه راپور کې لیکلي، چې د پاکستان د حکومت ضد وسله‌والو د افغانستان د پخواني پوځ امریکایي وسلو ته لاسرسی پیدا کړی او په پاکستان کې یې د کانونو په هغو سیمو کې چې له کانونو بډایه دي، امنیتي وضعیت خراب کړی دی.
سي‌اېن‌اېن د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۴مه) راپور ورکړ، چې د پاکستان د کانونو یوه برخه چې ارزښت یې سلګونه میلیونه ډالره دی، له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې موقعیت لري؛ هغه سیمې چې په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځو وسله‌والو د بریدونو شاهدې پاتې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو او په زیاته کچه د امریکایي وسلو له پاتې کېدو وروسته دا بریدونه نور هم پراخ او خونړي شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د وسله‌والو ځواکونو مشر عاصم منیر د روان کال د تلې پر ۴مه له ډونالډ ټرمپ سره په خپله لومړنۍ ګډه لیدنه کې د پاکستان د نایابه معدني توکو ځینې نمونې له ځان سره سپینې ماڼۍ ته وړې وې او ویې شوای کولای چې د امریکا د ولسمشر پام ځان ته واړوي. ټرمپ چې له دې لیدنې اغېزمن شوی و، میاشت وروسته یې عاصم منیر د خپل «خوښې وړ فیلډ مارشال» په توګه یاد کړ.
سي‌اېن‌اېن لیکلي، چې د شمېرو له‌مخې په پاکستان کې د مسو، لیتیم، کبالت، سرو زرو، انتیموان او نورو نایابه معدني توکو مالي ارزښت اته ټریلیونه ډالرو ته رسېږي. دا سرچینې د ټرمپ د حکومت لپاره چې د مهمو صنایعو د اړتیا وړ معدني توکو د ترلاسه کولو لپاره خورا لېواله دی، ځانګړی ارزښت لري.
پاکستان د دې لپاره چې وکولای شي بهرنۍ پانګونه په ځانګړې توګه د امریکا پانګونه راجلب کړي، باید د پاکستاني طالبانو او بلوڅ وسله‌والو ستونزه حل کړي. له دې سره، دا باید هېر نه‌شي چې پاکستان له هند سره په سیالۍ کې له واشنګټن سره نږدې سیاسي او نظامي اړیکو ته اړتیا لري.
سي‌اېن‌اېن وایي، چې تحقیقاتي ټیم یې د پاکستان ځینو خطرناکو سیمو ته سفر کړی او هلته یې سلګونه میله امریکایي وسلې، ماشیندارې، دوربین لرونکي ټوپکونه، نارنجک ویشتونکي او راکټ لانچرونه لیدلي، چې په پاکستان کې له وسله‌والو څخه ترلاسه شوي دي.
همدارنګه پرمختللي نظامي تجهیزات لکه مخابراتي او کشفي وسایل او د شپې لید دوربینونه هم د وسله‌والو په واک کې دي.
د دغې شبکې په وینا، دا وسلې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د حکومت له سقوط وروسته د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ لاسته ورغلي دي. اوس د دغو وسله‌والو عملیاتي وړتیا د پام وړ کچه زیاته شوې او هغوی په سرحدي او له کانونو په بډایه سیمو کې ناامني زیاته کړې ده. دې وضعیت د دغو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د امریکا او پاکستان هڅې پیچلې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو ادارې هغه راپورونه رد کړي وو چې ګواکې پاکستاني وسله‌وال د افغانستان د پوځ وسلو ته لاسرسی لري او ویلي یې وو، چې پر دغو وسلو بشپړ کنټرول لري.
خو له دې سره سره، یوه جګپوړي امریکایي چارواکي تېر کال په ډسمبر میاشت کې پاکستان ته د سفر پر مهال اعلان وکړ، چې د متحده ایالاتو د صادراتو او وارداتو بانک د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د نایابه او حیاتي معدني توکو د استخراج په موخه د ۱.۲۵ میلیارده ډالرو مالي مرسته تصویب کړې ده.
د دغه راپور پر بنسټ، د بلوچستان د مسو د کانونو جذابیت تر دې کچې دی چې واشنګټن د استخراج د پیل لپاره له یو ملیارډ ډالرو څخه زیاته سرمایه په پام کې نیولې ده.
په نړۍ کې د نایابه معدني عناصرو له ۹۰ سلنې څخه زیات چې د ایفون موبایلونو او برېښنايي موټرو په څېر محصولاتو کې کارول کېږي، د چین تر کنټرول لاندې دي. دغه انحصار له امریکا سره په سوداګریزه جګړه کې د بېجینګ په یوې تر ټولو قوي وسیلې بدل شوی دی. د ټرمپ حکومت هڅه کوي، چې پر نایابه معدني توکو د چین دغه انحصار مات کړي.
کارپوهان وايي، چې د ډیجیټلي او الکترونیکي صنایعو په ځانګړې توګه د مصنوعي زیرکتیا په پراخېدو سره به د مسو غوښتنه په کلکه زیاته شي او تمه کېږي، چې په نړۍ کې د دې فلز مصرف له روان کال ۳۰ میلیونه ټنو څخه په ۲۰۵۰ کال کې ۵۰ میلیونه ټنو ته ورسېږي.
پاکستاني چارواکي وايي، چې امریکایي وسلو ته د وسله‌والو لاسرسی د کانونو د استخراج پروژو لپاره یو جدي امنیتي ګواښ دی. خو له دې سره سره، د پاکستان پوځ ټینګار کوي چې د کانونو د سیمو امنیت به خوندي کړي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري سي‌اېن‌اېن ته وویل: «موږ دا مسله حل کوو. بله کومه لاره نه‌لرو.»
که څه هم پاکستان په تېره څه باندې یوه لسیزه کې په وار وار د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌والو پر وړاندې پراخ او خونړي پوځي عملیات کړي دي، خو پایله یې د دغو ډلو د بریدونو لا زیاتوالی و.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

اسټرالیا د افغانانو د ملاتړ په موخه د ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو بشري مرسته اعلان کړه

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۷ GMT+۰
100%

د اسټرالیا حکومت اعلان کړی، چې د افغانانو د ملاتړ په موخه یې د ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت نوې بشري مرسته ځانګړې کړې ده. د دې مرستندویې کڅوړې په اعلان سره له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره د اسټرالیا د بشري مرستو ټولییزه کچه ۳۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته ورسېده.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو د وزیرې پني وانګ د څرګندونو له‌مخې، افغانان د نړۍ له تر ټولو سخت او اوږدمهاله بشري ناورین سره مخ دي؛ هغه ناورین چې د هغې په وینا، د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو کې د طالبانو د ناتوانۍ له امله لا پسې سخت شوی دی.

پني وانګ د روان وضعیت په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره وویل: «په افغانستان کې وضعیت خورا خراب دی. د اسټرالیا حکومت په کلکه ژمن دی چې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ملاتړ ته».

هغې زیاته کړه: «د اسټرالیا دا بشري مرستې به د خلکو د ژوند ژغورلو، د هغوی د کړاوونو د کمولو او د افغانستان د روان ناورین له امله زیانمنو شویو ټولنو ته د بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو کې مرسته وکړي».

د اسټرالیا د حکومت د اعلان له‌مخې، دا مرستې تر ډېره پر ښځو او نجونو متمرکزې دي او د خوړو خوندیتوب، روغتیایي خدمتونه او د انساني کرامت، امنیت او بشري حقونو ساتنه یې له لومړیتوبونو څخه دي. استرالیا ټینګار کړی، چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د معتبرو بنسټونو له لارې خلکو ته ورسول شي، څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې رښتینو اړمنو کسانو ته رسېږي، نه د طالبانو رژیم ته.

دغه مرستندویه کڅوړه به د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) او د افغانستان د بشري مرستو صندوق له لارې چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) تر مدیریت لاندې دی، ووېشل شي.

د اسټرالیا د نړۍوالې پراختیا وزیرې اېن الی هم په دې اړه وویل: «دا بودیجه به د بېړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو او په ټول افغانستان کې د زیانمنو وګړو د ملاتړ لپاره وکارول شي».

هغې زیاته کړه: «د دې ملاتړ له لارې، موږ له باوري شریکانو سره خپله همکاري روانه ساتو، څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې په خوندي، شفافه او عادلانه ډول هغو کسانو ته رسېږي چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري».

د شمېرو له‌مخې، نږدې ۲۲ میلیونه کسان په افغانستان کې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لکه کار ته د لاسرسي بندیز، روغتیایي خدمتونه، زده‌کړه او په ټولنیز ژوند کې نه ګډون د دې لامل شوي چې ښځې او نجونې د دې بشري ناورین له امله تر ټولو زیات زیان وویني.

په روان ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۲۳۹ میلیونه انسانان په ټوله نړۍ کې بشري مرستو ته اړتیا لري

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۰
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، د مالي محدودیتونو له امله په دې کال کې له شپږ زره (۶۰۰۰) څخه زیات روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي او د ۵۳ میلیونه انسانانو لپاره روغتیایي خدمتونه بند شوي دي. دغه سازمان اټکل کوي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به له ۲۳۹ میلیونه څخه زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

یاد سازمان وایي، په زیانمنو هېوادونو کې د ژغورونکو روغتیایي پاملرنو لپاره په بېړنیو حالاتو کې یو میلیارد ډالره بودیجې ته اړتیا ده. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې که پر وخت اقدام ونه شي، نو ناروغۍ به زیاتې شي او د مړینې کچه به لوړه شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، روغتیایي نظام لومړنی هغه سیستم دی چې په بحرانونو کې زیانمنېږي او بیا رغول یې تر ټولو ستونزمنه برخه ده. یاد سازمان زیاتوي، چې جګړې، طبیعي پېښې او بې‌ځایه کېدل روغتیایي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي په لاره کې خنډونه رامنځته کړي دي. په راپور کې راغلي، چې دغو پېښو د واکسیناسیون او د میندو د پاملرنې خدمتونه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي او د ساري ناروغیو د خپرېدو خطر یې زیات کړی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي، دا وضعیت ښيي چې په راتلونکي کال کې د بشري ناورینونو په وخت کې د روغتیا د ساتنې لپاره څه اړتیاوې شته. هغه په جګړو او طبیعي افتونو اخته هېوادونو ته د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ او یې ویل: «د دې خدمتونو په ورکولو سره موږ هغوی ته ډاډ ورکولی شو چې نړۍ هغوی ته شا نه ده ګرځولې».

د لېبیا د پخواني مشر معمر القذافي زوی سیف‌الاسلام قذافي ووژل شو

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۰
100%

الجزیرې راپور ورکړی، چې د لېبیا د پخواني مشر معمر القذافي زوی سیف‌الاسلام قذافي په دغه هېواد کې وژل شوی دی. سیف‌الاسلام قذافي د خپل پلار له وژل کېدو وړاندې تر ۲۰۱۱ کال پورې د لېبیا په سیاسي جوړښت کې د دویم ځواکمن کس په توګه پېژندل کېده.

په لېبیا کې د الجزیرې عربي شبکې خبریال احمد خلیفه د سې‌شنبې په ورځ ویلي، د شته معلوماتو له مخې، سیف‌الاسلام قذافي د لوېدیځ لېبیا په زنتان ښار کې هغه ځای چې نوموړی له تېرو لسو کلونو راهیسې په‌کې مېشت و، په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی.

د دغه ۵۳ کلن کس وژل کېدل د هغه سیاسي سلاکار عبدالله عثمان هم تایید کړي دي؛ خو تر اوسه د بریدګرو هویت او دا چې دا پېښه څنګه رامنځته شوې، روښانه نه ده. د لېبیا رسمي چارواکو هم تر دې مهاله د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

سیف‌الاسلام قذافي که څه هم هېڅکله د لېبیا په حکومت کې رسمي دنده نه درلوده، خو له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۱ پورې له خپل پلار وروسته د هېواد د واک په جوړښت کې د دویم کس په توګه مطرح و. ۲۰۱۱ کال هغه وخت و چې د لېبیا مخالفو ځواکونو معمر القذافي وواژه او د هغه د څو لسیزې واکمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود.

سیف‌الاسلام قذافي د خپل پلار د رژیم تر نسکورېدو وروسته، په ۲۰۱۱ کال کې د زنتان په ښار کې ونیول شو او تر ۲۰۱۷ کال پورې په زندان کې وساتل شو؛ هماغه کال چې له بند څخه خوشې شو.

طالبانو د اداري تصفیې په لړ کې د کابل پوهنتون لسګونه استادان له دندو ګوښه کړي دي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په تېرو میاشتو کې لسګونه هغه استادان له دولتي پوهنتونونو څخه ګوښه کړي، چې د دې ډلې له فکري لیدلوري سره سمون نه‌لري. افغانستان انټرنشنل داسې یو نوملړ ترلاسه کړی، چې د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې د ۸۶ ګوښه شویو استادانو نومونه په‌کې شامل دي.

دغه استادان په وروستیو اوونیو او میاشتو کې له خپلو دندو لرې کړای شوي دي. د ترلاسه شوي نوملړ له‌مخې، د دغو استادانو ډېری یې د شرعیاتو له پوهنځیو او د دیني علومو، اسلامي ثقافت او تعلیم او تربیې له ډیپارټمنټونو سره تړاو لري. د یاد نوملړ پر بنسټ، دغه استادان د کابل، ننګرهار، بلخ، تخار، شیخ زاید خوست، فاریاب، بدخشان، جوزجان، بغلان، کابل پولي‌تخنیک، فراه، البیروني کاپیسا، هرات، غور او د کونړ سید جمال‌الدین پوهنتونونو کې د تدریس دنده لرله.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت باخبره سرچینو دغه نوملړ تایید کړی دی. د سرچینو په وینا، یاد استادان پرته له دې چې د پوهنتونونو اداري او علمي منل شوې اصول او کړنلارې په پام کې ونیول شي، له دندو ګوښه شوي دي.

یو له هغو استادانو څخه چې هویت یې افغانستان انټرنشنل ته څرګند دی، روانه اوونۍ په فېسبوک کې د مستعار نوم له لارې ولیکل: «نن له اکاډمیک چاپېریال کې تر یوې لسیزې زیات خدمت وروسته، د ظالمانو له ظلم او له خپلو همکارانو او محصلینو سره په دردېدلي زړه مخه ښه کوم».

هغه زیاته کړې: «د اورېدونکي او لیدونکي رب دربار ته د دوی د بې‌عدالتۍ شکایت وړم، ځکه هغه د ظالمانو تر ټولو ښه حساب‌اخیستونکی دی».

ولې د شرعیاتو استادان؟

تر لاسه شوی نوملړ ښيي، چې نږدې ټول ګوښه شوي استادان د شرعیاتو پوهنځیو او د دیني علومو له څانګو سره تړاو لري.
د سرچینو په وینا، دغه استادان له هغه څه وروسته له دندو لرې کړای شوي، چې «د عقایدو تفتیش» بلل کېږي. سرچینې وايي، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په چوکاټ کې د «عبدالله ابن مسعود» په نوم یوه کمېټه جوړه شوې ده، چې د استادانو تعلیمي اسناد، د تدریس مخینه او فکري لیدلوري ارزوي.

د سرچینو په وینا، که د شرعیاتو استادان له طالبانو سره بېل فکري بنسټ ولري، نومونه یې د لوړو زده‌کړو وزارت مشرتابه ته لېږل کېږي او وروسته د ګوښه کېدو پرېکړه عملي کېږي. سرچینې زیاتوي، دغه کمېټې په څو برخو کې فعالیت کړی دی. لومړی، د پوهنتونونو د درسي نصاب هر اړخیزه بیاکتنه ده.

د دې بیاکتنې په پایله کې، ګڼ شمېر درسي مضمونونه د «ممنوعه» مضمونونو په لېست کې شامل شوي دي. د حکومتولۍ، بشري حقونو، ډیموکراسۍ، مدني ټولنې او لوېدیځو سیاسي افکارو په څېر مضمونونه په دې دلیل لرې شوي چې «له اسلام سره سمون نه لري». د سرچینو په وینا، ان ځینې ډیپارټمنټونه په بشپړ ډول منحل شوي دي.

په بل پړاو کې، دغه کمېټې د ساده ازموینو له لارې د طالبانو د جنګیالیو او اړوندو ملايانو د سواد کچه ارزولې او ډېرو ته یې د لېسانس او ماسټرۍ اسناد هم ورکړي دي. هم‌مهاله، د هېواد په کچه د شرعیاتو پوهنځیو ته د استادانو د داخلېدو او د فعالیت د دوام موضوع د طالبانو د دیني روایت سره د هغوی د همغږۍ پر بنسټ ارزول کېږي.

تر دې وړاندې، په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې یو شمېر استادان د طالبانو سره د فکري اختلاف او د سلفي او وهابي تعبیرونو د ملاتړ په تور له دندو ګوښه شوي وو. همداراز، په بلخ ولایت کې سرچینو راپور ورکړی چې د بلخ پوهنتون یو شمېر استادان د عرفاني فکر او تصوف د تمایل له امله له دندو لرې کړای شوي دي.

په ځینو نورو ولایتونو کې هغه استادان هم ګوښه شوي، چې خپلې لوړې زده‌کړې یې په سکولر نظام لرونکو هېوادونو کې بشپړې کړې وې. طالبان دغه استادان د «اسلامي علومو پر کافي تسلط نه لرلو» تورنوي.

د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یو پخواني استاد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ګوښه شویو استادانو ډېری د «اسلامي ثقافت» له څانګې سره تړاو لري. هغه وویل، د طالبانو برداشت دا دی چې «دا استادان زموږ له فکري مسیر سره سم روان نه دي».

یو بل پوهنتوني استاد وویل، طالبان د استادانو په ګوښه کولو سره څو موخې تعقیبوي. د هغه په وینا، لومړۍ موخه د طالبانو اړوندو کسانو او ملايانو ته ځای پیدا کول دي. هغه زیاته کړه، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې لسګونو خپلو غړو ته تحصیلي اسناد ورکړي دي.

د دې سرچینې په وینا، طالبان باور لري چې باید خپل کسان د لوړو زده‌کړو په بنسټونو کې ځای پر ځای کړي. هغه ټینګار وکړ، چې د پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو د بنسټونو مشرتابه نیول د طالبانو له لومړیتوبونو څخه دي او دا کار د هغوی د خوښې استادانو د ګومارنې له لارې شونی دی.

دغه استاد وویل: «کله چې څوک د پوهنتون استاد نه وي، نه شي کولای د پوهنتون او د لوړو زده‌کړو وزارت په علمي او اجرایي بستونو کې کار وکړي». د طالبانو بله موخه فکري جهت‌ ورکول دي. هغه وویل، طالبان هڅه کوي چې نوي او ځوان محصلین د دین او شریعت په اړه د دې ډلې له برداشت سره همغږي کړي. هغه زیاته کړه: «د روڼ‌اندو او اکاډمیکو استادانو په شتون کې دا هدف نه‌شي پوره کېدای».

د اکاډمیکو معیارونو له پامه غورځولو پایلې

د کابل پوهنتون یوه استاد وویل، چې دوی پخوا د ګومارنې اوږده او علمي لاره وهلې ده.
د هغه په وینا، دغه بهیر له ډیپارټمنټ څخه پیلېده، د پوهنځي او پوهنتون علمي شوراګانو کې ارزول کېده او په پای کې د لوړو زده‌کړو وزارت له تایید وروسته نهايي کېده. خو طالبانو دغه ټاکنیزه کړنلاره له پامه غورځولې ده.

هغو سرچینو چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي، وايي چې اوس د استادانو د ګومارنې او ګوښه کېدو پرېکړه نور د علمي شوراګانو صلاحیت نه دی. فکري او سیاسي تړاو له طالبانو سره د ګومارنې اصلي معیار ګرځېدلی دی.

د پوهنتون استادان د طالبانو د دغو کړنو له پایلو خبرداری ورکوي. د دوی په وینا، دا اقدامات لږ تر لږه دوه جدي پایلې لري چې لومړی د افغانستان د لوړو زده‌کړو نظام ورځ تر بلې ایډیولوژیک کېږي او له نړۍوالو اکاډمیکو معیارونو لرې کېږي. د دوی په باور، د نصاب بدلون او د استادانو بې‌اصوله ګوښه کول د افغانستان د پوهنتونونو د تحصیلي اسنادو نړۍوال اعتبار له جدي ګواښ سره مخ کوي.

دوی وايي، دا کړنې له حقوقي اړخه هم ستونزې زېږوي. د پخواني افغان حکومت د لوړو زده‌کړو د قانون او منل شویو علمي اصولو له‌مخې، د استادانو ګوښه کول یوازې د پوهنځي د علمي شورا په وړاندیز او د پوهنتون د علمي شورا په تایید شوني وو.

د دې میکانېزم موخه دا وه، چې اکاډمیک چاپېریال د سیاسي لاسوهنې څخه خوندي پاتې شي.

د پوهنتون یوه استاد په دې اړه ویلي: «استادانو په ازاده توګه نظر ورکاوه، ځکه کاري مصوونیت یې درلود او هېڅ سیاسي مقام د دوی د ګوښه کولو حق نه درلود».

خو د دوی په وینا، اوس استادان له هېڅ ډول مصوونیت څخه برخمن نه دي.

یونېسف په بلوچستان کې د بریدونو پر مهال د ماشومانو وژنه وغندله

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۲ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په یوې خپره کړې اعلامیه کې په پلوچستان کې د بلوڅ بېلتون‌پالو د وروستیو بریدونو پر مهال د ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو د راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

په پاکستان کې د یونېسف استازې پرنیل اېرنسایډ ویلي، چې دغه بنسټ هغو راپورونو ته په جدي ډول اندېښمن دی چې ښيي د تېرې اوونۍ په پای کې د پاکستان په سوېل لوېدیځ کې د ترسره شویو بریدونو پر مهال یو شمېر ماشومان د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې شامل دي.

د هغې په وینا، د تاوتریخوالي زیاتوالی په سیمه‌ییزو ټولنو کې د وېرې او ناامنۍ د پراخېدو لامل شوی او دا ماشومان او د هغوی کورنۍ دي چې تر ټولو زیات زیان ویني.

د یونېسف استازې د قربانیانو له کورنیو او زیانمنو شویو ټولنو سره د ژورې خواخوږۍ په څرګندولو سره ټینګار وکړ: «موږ د وژل شویو ماشومانو له کورنیو او هغو ټولو ټولنو سره چې له دې تاوتریخوالي اغېزمنې شوې دي، خپله ژوره خواشیني څرګندوو».

هغې همداراز وویل، چې ماشومان باید هېڅکله د بریدونو هدف ونه‌ګرځول شي او نه هم باید د جګړو او شخړو د جانبي زیان په توګه زیان وویني. د یونېسف د څرګندونو له‌مخې، د ماشومانو د ژوند او خوندیتوب ساتنه یو بنسټیز اصل دی او باید تل د ملي او نړۍوالو قوانینو له‌مخې تضمین شي.

یونېسف یو ځل بیا له ټولو ښکېلو لوریو وغوښتل، چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو د ساتنې په اړه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي، چې د ماشومانو ژوند او راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.

بلوڅ بېلتون غوښتونکو تېره شنبه په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني ځواکونو پر پوځي او دولتي مرکزونو پراخ بریدونه وکړل، چې ورسره د دواړو لوریو ترمنځ جګړې هم وشوې. دغو بریدونو د روانې اوونۍ تر دوشنبې ورځې پورې هم د بلوچستان بېلابېلو ایالتونو کې دوام درلود. دواړو لوریو یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړوند ادعا کړې ده.

هم‌مهاله د خان قلات ویاند محراب بلوڅ ادعا لري، چې پاکستاني پوځیانو جنګي جنایتونه پیل کړي او له دوی سره زنداني بلوڅان بیرون راوباسي او بیا یې د جنګیالیو په نوم وژني. هغه همداراز زیاته کړه، چې لا تر اوسه پورې بلوڅ بېلتون‌پالو د خپلو وژل شویو کسانو په تړاو معلومات نه دي راټول کړي او په دې تړاو د پاکستان د پوځ ادعاوې ناسمې دي.