پوتین د سعودي عربستان له ولیعهد سره د انرژۍ د نړیوالو بازارونو پر ټیکاو غږېدلی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ټیلیفوني خبرو پر مهال د اوپیک پلس په چوکاټ کې پر ګډو هڅو او د انرژۍ نړیوالو بازارونو د ثبات پر موضوع خبرې کړې دي.
د سعودي دولتي اژانس ویلي، چې دواړه مشران د سیمې او نړۍ پر وضعیت هم غږېدلي.
د کرملین د اعلامیې له مخې، دواړو مشرانو هوکړه کړې چې په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او بشري برخو کې خپلمنځي همکاري نوره هم ژوره کړي.
بل خوا، د سعودي دولتي خبري اژانس ویلي چې د دواړو هېوادونو مشران د دوهاړخیزو اړیکو ترڅنګ پر سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو هم غږېدلي دي.
یاد مرکز په دغه اعلامیه کې د ټرمپ حکومت نوې تګلاره «تبعیضي» بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دغه پرېکړه به ګڼې کورنۍ د قانوني کډوالۍ له پروسې بېبرخې کړي. په دغه عریضه کې ویل شوي، چې یاد اقدام د توجیه لپاره د ټرمپ اداره د کډوالو په اړه «ناسم روایت» کاروي او د امریکا د کډوالۍ له قوانینو سرغړونه کوي.
دغه عریضه پرون په امریکا کې په قضايي سیسټم کې ثبت شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، د هغو هېوادونو د وګړو کډوالۍ ویزې به له سره وکتل شي چې د دغه وزارت د ادعا له مخې کډوال یې «ډېر له دولتي مرستو کار اخلي».
په دغه ۷۵ هېوادونو کې د افغانستان، بنګلهدېش، ایران، سوریې، یمن، عراق او سومالیا نومونه شامل دي او همدارنګه د افریقا، اسیا او ختیځې اروپا څو نور هېوادونه هم په دغه نوملړ کې راغلي دي.
واشنګټن پوسټ د عراقچي-وېټکاف د ناستې جوړولو په هڅو کې د ښکېل سیمهییز چارواکي په حواله لیکلي، تمه کېږي چې د ترکیې، قطر، مصر، سعودي عربستان، عمان او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیران هم په دغه ناسته کې ګډون وکړي.
د دغه سیمهییز چارواکي په وینا؛ د ټرمپ زوم جرډ کوشنر به هم د ایراني او امریکایي چارواکو ترمنځ د لوړې کچې په ناسته کې برخه واخلي. دوو سیمهییزو چارواکو یادې ورځپاڼې ته دا هم ویلي، د امریکا عرب او ترک متحدین هڅه کوي چې د خبرو اترو ساحه د ایران اټومي پروګرام پورې محدوده کړي؛ ترڅو تهران هوکړې ته وهڅوي.
له دې ډلې یوه چارواکي ویلي، که خبرې اترې وشي؛ نو تمرکز به یې د ایران پر اټومي پروګرام وي او بیا به د واشنګټن د غیر اټومي غوښتنو د حل لپاره د لارو موندلو هڅې وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ځانګړی استازی سټیو وېټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ په استانبول کې سره ګوري. یو امریکایي چارواکي ویلي، « ټرمپ غواړي دواړه خواوې هوکړه وکړي».
د ډله ییز امنیت تړون سازمان پرېکړه کړې، چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره تاجکي ځواکونو ته وسلې او نور نظامي تجهیزات ولېږي، خو د کره نېټې په تړاو یې څه نهدي ویلي. دغې مسلې وروسته له هغې بېړنۍ بڼه خپله کړه، چې له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه وشول.
افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره تر ټولو اوږده ګډه پوله له تاجکستان سره لري؛ دغه ګډه پوله ۱۳۴۴ کیلومتره دی او ډېره برخه یې سندیزه او غرنیزه ده.
له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د ګواښ جوړېدو اندېښنه له ډېر پخوا راهیسې وه او په لومړي ځل ټولییز امنیت تړون له لوري په ۲۰۱۳ کال کې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د خوندینې او پیاوړتیا پر پلان کار پیل شو، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه اندېښنه جدي شوه او د ټولییز امنیت سازمان د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د استانه په سرمشریزه کې پرېکړه وکړه، چې تاجکستان ته د پولې د ساتنې او پیاوړتیا لپاره باید وسلې او نور نظامي تجهیزات برابر شي.
تاجکستان ته د نورو وسلو او تجهیزاتو د برابرولو پروګرام تر هغې وروسته بېړنۍ بڼه خپله کړه، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه وشول. د همدې کال د نومبر پر ۲۶مه د افغانستان له بدخشان ولایت څخه د ډرون او سپکو وسلو په وسیله د تاجکستان په ختلون سیمه کې د سرو زرو د کان پر یوه مرکز برید وشو او په پایله کې یې ۳ چینايي کارګر ووژل شول.
له دغې پېښې څلور ورځې وروسته له افغان خاورې یو شمېر وسلهوال تاجکستان ته واوښتل او هلته یې د چین د یوه دولتي شرکت دوه نور کارکوونکي ووژل او ۵ نور یې ټپيان کړل.
د تاجکستان پوله ساتونکی
له دغو پېښو وروسته په دوشنبه کې د چین سفارت اړ شو، چې له افغانستان سره په پوله کې ټول چینايي کارکوونکي وباسي او په دې سره په تاجکستان کې د یوې لویې لارې پر یوې مهمې برخې کار په ټپه ودرول شو.