• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د محبوب شاه محبوب لیکنه

منځنۍ اسیا د خطر په درشل کې؛ داعش خراسان او د روسیې نوې محاسبه

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۶ GMT+۰

روسیې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند. په مسکو کې د تمې فضا غالبه وه او داسې انګېرل کېده، چې د افغانستان له لوري به منځنۍ اسیا ته امنیتي ګواښونه کم شي، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تازه څرګندونې ښيي، چې دا محاسبه تر ډېره ناسمه ثابته شوې ده.

لاوروف خبرداری ورکوي، چې په افغانستان او پاکستان کې د توندلارو ډلو فعالیتونه زیات شوي او ترهګري لا هم د سیمې امنیت ته یوه جدي او پراخېدونکې ننګونه ده. هغه وایي، ترهګري لا هم د سیمې لپاره یو جدي ګواښ دی او دا مهال د افغانستان دننه او شاوخوا سیمو کې ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي، چې د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.

لاوروف د بریکس له ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د منځني ختیځ په ګډون د اسیا په ځینو برخو کې هم دا ګواښ موجود دی، له همدې امله د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د بریکس لپاره مهم لومړیتوب دی.

هغه زیاته کړې: « ترهګریزې پېښې په افغانستان او شاوخوا سیمو او دغه راز د هند او پاکستان، هند او افغانستان او پاکستان او افغانستان ترمنځ سیمو کې تر سترګو کېږي».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د بریکس هېوادونه په ځانګړي ډول هند چې د بریکس مشري پر غاړه لري، ترهګرۍ ضد مبارزې ته جدي پاملرنه کوي او دا موضوع د دې سازمان له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. هغه وویل، مسکو او نوې ډیلي په ګډه هڅه کوي چې د دې ستونزو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ترهګرۍ ضد نړۍوال کنوانسیون تصویب ته لاره هواره کړي.

داعش خراسان د یو نړۍوال خطر په توګه

له ټولو ډلو څخه چې د افغانستان له وضعیت سره تړاو لري، داعش خراسان تر ټولو خطرناکه ګڼل کېږي. دا ډله نه یوازې په افغانستان کې حضور لري، بلکې د یوې نړۍوالې شبکې په توګه یې فعالیتونه له پاکستان څخه تر ایران، له منځنۍ اسیا تر اروپا او ان تر مسکو پورې غځېدلي دي.

منځنۍ اسیا او مسکو ته د خطر په توګه د داعش په نوي تعریف کې باید لاندې درې مسایل په پام کې ونیول شي:

  • په ۲۰۲۲ کال کې داعش خراسان د افغانستان له خاورې پر ازبکستان او تاجکستان راکټي بریدونه ترسره کړل.
  • په دې ډله کې د تاجکستان او ازبکستان زیات شمېر وګړي شامل دي.
  • په ۲۰۲۴ کال کې په مسکو کې خونړی برید چې لسګونه کسان په‌کې ووژل شول، د همدې ډلې کار بلل شوی و.

یاد بریدونه او په داعش ډله کې ښکېل تاجک او ازبک جنګیالي روسیې ته یو واضیح پیغام و: د افغانستان په بدلېدونکي امنیتي وضعیت کې داعش خراسان یو سیمه‌ییز ګواښ نه دی پاتې، بلکې په مستقیم ډول د روسیې د کورني امنیت لپاره ستر خطر ګرځېدلی دی.

داعش خراسان یوازې په وسله‌وال فعالیت متمرکز نه دی. دا ډله یوه پرمختللې تبلیغاتي شبکه لري چې د روسي، تاجکي او ازبکي ژبو ځانګړې څانګې پرمخ وړي. هدف یې د منځنۍ اسیا وګړي دي، هغه کسان چې وروسته په روسیه کې د کار او ژوند لپاره مېشت دي او هدف ګرځول یې اسانه دي.

نړۍوال څارونکي وایي، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې شویو وسلو ته داعش خراسان لاسرسی پیدا کړی، چې د دغې ډلې د بریدونو وړتیا یې لا زیاته کړې ده.

طالبان: ادعاوې او واقعیت

که څه هم طالبان ټینګار کوي، چې داعش خراسان په پاکستان کې فعاله ده او دوی یې په افغانستان کې د فعالیت مخه نیسي. خو بېلابېل شواهد ښيي، چې داعش خراسان په افغانستان کې هم پراخ حضور لري او په تېرو څلورو کلونو کې یې مرګوني بریدونه کړي دي.

له همدې امله د طالبانو ادعاوې د سیمې له امنیتي واقعیتونو سره په ټکر کې ښکاري.

تازه د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، په وروستیو میاشتو کې له افغانستان سره پر ګډه پوله د امنیتي پېښو، وسله‌والو نښتو او جرمي فعالیتونو کچه لوړه شوې، خو دوشنبه او طالبان پر ګډه پوله د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره ګډ کار کوي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین په پلازمېنې دوشنبه کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دغه وضعیت له امله د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د امنیتي همغږۍ اړتیا نوره هم زیاته شوې ده.

د هغه په وینا، د دواړو لوریو د قانون پلي کوونکو ادارو ترمنځ همکاري روانه ده، څو د سرحدي سرغړونو او ناامنۍ مخه ونیول شي.

نوموړي وویل، چې طالب چارواکو د تاجکستان اندېښنې درک کړې دي او ژمنه یې کړې، چې د سرحدي پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره به عملي ګامونه پورته کړي او د هرې پېښې په اړه به جدي څېړنې وشي.

جماعت انصارالله؛ د تاجکستان لپاره دویم تړلی خطر

د داعش ترڅنګ په افغانستان کې د تاجکستان لپاره یوه بله کوچنۍ خو خطرناکه ډله جماعت انصارالله هم فعاله ده. ښايي دا ډله د کمیت له اړخه غښتلې نه وي، خو په سرحدي سیمو کې یې فعالیت د پام وړ دی.
دا ډله چې له پخوانیو تاجک توندلارو شبکو سره تړاو لري، د افغانستان د شمال له هغو سیمو څخه فعالیت کوي، چې د تاجکستان پولې ته نږدې دي.

دوشنبه دا ډله د خپل ملي امنیت لپاره مستقیم ګواښ ګڼي او له همدې کبله یې له مسکو سره امنیتي همکاریو ته نوی ارزښت ورکړی دی.

خو اساسي پوښتنه دا ده، په داسې حال کې چې روسیه له یوې خوا طالبان په رسمیت پېژني او له بله خوا اندېښنې ښیي، اصلي علت یې څه دی؟

په تبلیغاتي او ستراتیژیکه کچه داعش خراسان د روسیې پر ضد د بریدونو غږ کوي او د منځنۍ اسیا وګړي د جګړې د نوې جبهې د سرتېرو په توګه کاروي.

په څو بریدونو کې د تاجکستان او ازبکستان وګړي ښکېل وو، چې دا د روسیې کورني امنیت ته یو نوی پېچلی ابعاد ورکوي.

تاجکستان او ازبکستان د خطر په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي، خو د هغوی د پوله‌ساتنې سیسټمونه د سخت‌دریځو ډلو د احتمالي نفوذ پر وړاندې کمزوري دي. دا کمزوري روسیې ته مستقیم امنیتي تشویشونه پیدا کوي.

نړۍوال څارونکي وایي، چې افغانستان د ظاهري ثبات تر شا په یو ژور امنیتي بحران کې ښکېل دی، داعش خراسان ورځ تر بلې پیاوړې کېږي، القاعده خپلې شبکې بیا غښتلې کوي، جماعت انصارالله په شمالي سیمو کې فعالیتونه پراخوي او د سخت‌دریځو ډلو ترمنځ اړیکې په خاموش ډول قوي کېږي.

دا وضعیت د ټولې سیمې لپاره یو احتمالي ناورین دی.

افغانستان، پښتونخوا او بلوچستان نن د خونړي راتلونکي تعریف ته نېږدې ولاړ دي. د طالبانو د رسمیت پېژندلو سره - سره، هغه خطر چې روسیه او سیمه ورسره مخ ده، په ښکاره ډول یو بل نوم لري: داعش خراسان.

د دغې شبکې پراخېدونکی نفوذ، نړۍوالې اړیکې او په روسیه، منځنۍ اسیا او د افغانستان په داخل کې د بریدونو سابقه ښيي، چې د سیمې امنیتي نقشه په چټکۍ سره د بدلېدو په حال کې ده او دا بدلون د هېچا په ګټه نه دی.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

په بلوچستان کې د بلوچ جنګیالیو تازه بریدونه څه معنا لري؟

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۳ GMT+۰
•
افراسیاب خټک
په بلوچستان کې د بلوچ جنګیالیو تازه بریدونه څه معنا لري؟
100%

د جنورۍ په یو دیرشمه نیټه د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په دیارلسو ضلعو کې د بلوچ ازادي غوښتونکي اردو (بی ایل اې) سلګونه جنګیالیو د پاکستان په مختلفو دولتي مراکزو پلان شوي او همغږي شوي بې ساري بریدونه وکړل.

په دغو مراکزو کې د پاکستان د پوځ او پولیسو پایګاوې، سرکاري دفترونه، بانکونه او نورې دولتي ودانۍ شاملې وې. بی ایل اې په دغو بریدونو کې د دولت سره تړاو لرونکو د دوو سوو کسانو د وژلو ادعا کړې ده، او په مختلفو سیمو کې یې د خپلو کیدونکو بریدونو عکسونه او ویډیوګانې هم په خواله رسنیو خپرې کړې دي.

بلې خوا ته د بلوچستان ایالتي حکومت لومړی وزیر سرفراز بګټي هم په دې جګړو کې د ۱۷۰ بلوچ جنګیالیو (چې دوی یې ترهګر او د هند اجنټان بولي) د له منځه وړلو اعلان کړی دی او هغوی ته یې د ماتې ورکولو ادعا کړې ده.

که څه هم د پاکستان د دولتي کنټرول لاندې رسمي میډیا تر څلورویشت ساعتونو نه زیات وخت پورې ادامه لرونکو جګړو کې یوازې حکومتي اعلانونو او دعوو ته پوښښ ورکړی دی، خو په خواله رسنیو کې د بی ایل اې اعلامیه خپره شوې ده او په نړیواله میډیا کې هم د بی ایل اې بریدونو انعکاس موندلی دی او پراخې تبصرې ورباندې شوې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې بی ایل اې او نورو بلوچ وسله والو سازمانونو په بلوچستان کې پراخ پوځی بریدونه کړي دي. په تیرو څلورو پنځو کلونو کې بی ایل اې د جعفر ایکسپریس نومې ریل ګاډي د اختطافولو او د مچ، نوشکي، ګوادر او ځینو نورو ښارونو باندې د لویې کچې د بریدونو په کولو د بلوچستان د خلکو او د نړیوالو پام ځان ته راګرځولی دی. خو په تیر یو کال کې د پاکستان پوځ د بي ایل اې او د بلوڅو نورو وسله والو سازمانونو په ضد د بلوچستان په هر ګوټ کې عملیات وکړل، سلګونه بلوڅان یې ووژل او زرګونه نور یې تړي تم کړل. پس له هغې، پاکستاني جنرالانو ادعا وکړه چې ګویا دوی په عامه توګه د ټولو بلوچ جنګیالیو سازمانونو، او په خاصه توګه د بی ایل اې، ملا ماته کړې ده او د هغوی د لویه کچه د بریدونو کولو توان او استعداد یې له منځه وړی دی. خو د بي ایل اې تازه بریدونو وښودله چې د پاکستاني جنرالانو دغه ادعاګانې سمې نه وې.

د بلوڅو د ملي حقونو داعیه اوږد شالید لري. په کال ۱۹۴۷ کې، چې کله بریتانوي امپراتوري د هند څخه ووته، هند تجزیه شو او د هند او پاکستان په نوم دوه نوي مملکتونه منځ ته راغلل، نو د میر احمد یار خان په مشرۍ د بلوچو دولت کلات د کال ۱۹۴۷ د اګست د میاشتې په پنځلسمه نیټه استقلال اعلان کړ. دلیل یې دا و چې په نولسمه پیړۍ کې چې کله انګلیسانو هند ونیوه، نو هغه وخت کلات د هند برخه نه وه؛ هغه یو مستقل هیواد و چې وروسته بیا د انګلیسانو له خوا ونیول شو. نو ځکه د کلات خان د بریتانیا نه غوښتنه وکړه چې اوس چې بریتانیا له هند نه وځي، نو هغه دې کلات هم هغسې یو مستقل دولت ومني چې څنګه هغه د بریتانیا د اشغال نه وړاندې و. انګلیسانو دا خبره ومنله، تر دې چې وړومبې پاکستان هم د کلات استقلال منلو ته حاضر شو، او نزدې یو کال بلوچستان یو مستقل دولت پاتې شو. جالبه خبره دا وه چې کله په کال ۱۹۴۷ کې د کلات خان میر احمد یار خان په لندن کې د بریتانیا په ستره محکمه (پریوی کونسل) کې د کلات د استقلال مساله رااوچته کړه، نو د پاکستان موسس محمد علي جناح د حقوق دان او وکیل مدافع په توګه د انګلیس په محکمه کې د کلات د خان وکیل و او د کلات داعیه یې په حقه ثابتوله.

بلوچستان تر یو کال د هند او پاکستان په خوا کې یو مستقل دولت پاتې شو، خو د کال ۱۹۴۸ د مارچ په میاشت کې پاکستان بیوروکراسۍ کلات ته پوځ ورولیږلو، د کلات خان میر احمد یار خان یې توقیف کړ او هغه یې په زور مجبور کړ چې د کلات دولت په پاکستان کې ګډ کړي. په هغو مشکلو شرایطو کې هم د کلات خان د ګډون د پاره شرایط وړاندې کړل، چې هغه وخت یې د پاکستان دولت د منلو ژمنه وکړه، خو پنځه کاله وروسته یې دغه ژمنه هیره کړه. په کال ۱۹۴۸ کې د کلات د خان کشر ورور شهزاده عبدالکریم د خپل مشر ورور د توقیف نه پس په وسله وال قیام ګوتې پورې کړې. هغه غره ته وختو؛ دا د پاکستان د واکمنانو په ضد د بلوچانو وړومبې پاڅون و. د پاکستان حکومت شهزاده عبدالکریم په خوږو خبرو او د مذاکراتو په بهانه د غره نه راکوز کړو، محبس ته یې بوتلو او اوه کاله یې بندی وساتلو. د دې نه وروسته څلور نور پاڅونونه شوي دي، نن سبا پنځم پاڅون روان دی.

په بلوچستان کې له کال ۲۰۱۳ نه تر کال ۲۰۱۵ نیمایي پورې، د ډاکټر مالک بلوچ په مشرۍ جوړ ایالتي حکومت نه پرته، په تیرو شلو پنځویشتو کلونو کې د بلوچستان ټول ایالتي حکومتونه د پاکستان د پوځي استخباراتو لاسپوڅي حکومتونه پاتې شوي دي. د دوی په واکمنۍ کې د بلوڅو اولس او دولتي نظام ترمنځ کافي واټن ایجاد شوی دی. پوځ او دغو لاسپوڅو حکومتونو د ملي حقوقو د پاره د سوله ییزو مبارزو مخه نیولې ده، او په زرګونو بلوچ ځوانان یې تړي تم کړي، د استخباراتو په زندانونو کې یې شکنجه کړي او وژلي دي.

د خپلو تري تم شویو زامنو، پلرونو، وروڼو او میړونو د لټون او نجات لپاره بلوچانې ښځې میدان ته راوتلې او په سیاسي مبارزه یې ګوتې پورې کړې دي. د بلوچو د پیوستون د کمیټې (BYC) مشري د ماهرنګ بلوچ او نورو ښځو په لاس کې ده. په دې وخت کې بي وای سي د بلوچو تر ټولو ستر او محبوبیت لرونکی سازمان دی. د دغه سازمان مشران، ښځې او نارینه، د تیر یوه کال نه په زندان کې بندیان دي.

څومره چې دولت د خپلو حقوقو د لاس ته راوړلو د پاره د بلوچو د سوله ییزې مبارزې مخه نیسي، هغه هومره بلوچ ځوانان او حتا ښځې وسله والې مبارزې ته ورننوتي دي. په دې تازه نښتو کې هم درې تنو بلوڅو ښځو د پاکستان د پوځ سره په جنګ کې ځانمرګي بریدونه کړي دي. د دې سره د بلوچانو په منځ کې د پاکستان نه د بېلېدو داعیې هم زور موندلی دی.

په بلوچستان کې د پوځي استخباراتو لاسپوڅي حکومت ځکه د مسالې د سیاسي حل مخالف دی، چې که چېرې یو عادلانه حل راشي او ازاد انتخابات دایر شي، نو دغه ګوډاګي عناصر هېڅ سیاسي راتلونکې نه لري. او پاکستاني جنرالان د بهرنۍ لاس وهنې خبرې ډېرې کوي، خو د تنازعې داخلي اسباب، یعنې د بلوچانو او د نورو محکومو قومونو په اړه خپل استعماري او استثماري سیاستونه نه بدلوي. د بلوڅو جنګیالیو تازه بریدونو دا خبره په اثبات ورسوله چې د بلوچو ملي نهضت په زور ختمېدلی نه شي. د بلوچستان مساله پوځي حل نه لري. جالبه خبره دا ده چې پاکستاني جنرالانو به په افغانستان کې د جګړې په اړه تل ویل باید د طالبانو سره خبرې وشي، خو اوس خپله د بلوچو ملي ګرا سیاسيونو سره د خبرو اترو نه انکار کوي.

د بلوچستان وروستي بریدونه؛ د بېلتونپالو جګړه ییز نظم او پاکستان ته ورپېښ ګواښونه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
د بلوچستان وروستي بریدونه؛ د بېلتونپالو جګړه ییز نظم او پاکستان ته ورپېښ ګواښونه
100%

په بلوچستان کې وروستۍ وسله والې حملې د سیمې د اوږدمهاله شخړې د نوي او پېچلي پړاو څرګندونه کوي. دغه بریدونه په لسګونو ښارونو کې په یو وخت ترسره شول، چې هم د تاوتریخوالي د شدت، هم د بېلتونپالو ډلو د وړتیا او هم د سیمه‌ییزو امنیتي جوړښتونو د کمزورتیا یو مهم پیغام لري.

په دې پراخو حملو کې چې د بلوچستان په شاوخوا دوولسو ښارونو ( ګوادر، کوېټه، پنجګور، دالبندین او ...) کې ترسره شوې، څو مهم پیغامونه نغښتي دي.

لومړی دا چې بېلتونپالې ډلې لا هم د منظمو عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري او کولای شي د پراخې جغرافیاييي همغږۍ سره یوځای بریدونه وکړي او دا ښکاره کوي چې د وسله‌والو شبکې کمزورې شوې نه دي بلکې لا غښتلې شوې او هم کلکه لوژستیکي او ارتباطي وړتیا لري.

دویم، د بریدونو په ویډیوګانو کې د ښارونو په ځینو برخو کې د وسله والو ازاده تګ راتګ دا پیغام ورکوي چې په ځینو ځایونو کې د پاکستان واکمني په لنډ وخت کې ټکنۍ شوې وه؛ دا هغه څه دي چې د هرې وسله‌والې ډلې لپاره داخلي تبلیغاتي ځواک لوړوي.

دغه بریدونه له څو لسیزو شخړو وروسته یو ځل بیا دا ښيي چې د بلوچستان د شخړې اصلي ستونزې — لکه اقتصادي محرومیت، کمزوری سیمه‌ییز ګډون او د سرچینو پر وېش اختلافات — لا هم پاتې دي او د تاوتریخوالي د بیا راژوندي کېدو سبب کېږي.

د بېلابېلو راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې درې ډوله تلفات ثبت شوي دي: ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي، ۱۷ امنیتي سرتېري وژل شوي، تر ۱۴۵ پورې وسله‌وال وژل شوي.

دا هغه شمېرې دي چې د حکومت د چارواکو او رسنیو له لوري خپرې شوې دي. د ځینو سرچینو په وینا، ټولیزه مرګ‌ژوبله نږدې ۲۰۰ کسانو ته رسېږي، چې په وروستیو کلونو کې د بلوچستان د شخړې تر ټولو خونړۍ پېښې بلل کېږي.

دا بریدونه ولې دومره منظم وو؟

د بلوچستان د شخړې په تاریخ کې وروستي بریدونه تر ټولو منظم او د همغږۍ له مخې بشپړ همغږي بریدونه وو، چې د بریدونو د منظم والي څو بنسټیز عوامل دي:

په لسو ښارونو کې د یوه وخت بریدونه د وسله والو د لوژستیکي او ستراتیژیکې همغږۍ ښکاره نښه ده. همدې همغږۍ د امنیتي ځواکونو لپاره د چټک او دقیق غبرګون ستونزمن کړی و.

په بریدونو کې ښځینه ځانمرګې هم شاملې وې، چې دا د ډلو د نوې جګړې تکتیکونو نښه ده.

لومړی برید ځانمرګی برید د بلوچستان په نوشکي کې د پاکستان د ای‌اېس‌ای پر مرکز وشو. سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، دغه بریدګره «ښځه» وه.

سرچینې افغانستان انترنشنل ته وايي، په نوشکي کې د ای‌اېس‌ای پر مرکز د موټر بم په وسیله ځانمرګې بریدګره «اصفه مینګل» نومېده او د نوشکي د قاضي‌اباد اوسېدونکې وه. همداراز په دغو بریدونو کې یوې بلې ۶۰ کلنې مېرمنې هم ځانمرګی برید کړی دی.

داسې بدلونونه معمولاً د یوې ډلې دنني مورال ته پیاوړتیا ورکوي او حملو ته سمبولیک وزن زیاتوي.

همدا راز وسله‌والو د کوېټې په ګډون د ځینو ښارونو د حملو ویډیوګانې خپرې کړې چې په خلاص میدان کې یې د هغوی حضور ښکاراوه. دا د یوې ډلې د اعتماد لوړتیا، د جګړې د پلان دقیقیت، او د پروپاګند ظرفیت څرګندوي.

د جګړې څو ساعته اوږدیدل، په‌ځانګړي ډول د کوېټې په څېر ښارونو کې د دې ښکارندويي کوي چې وسله والو د اوږدې مقابلې لپاره تیاري درلوده. دا اوږدې نښتې د مورال د لوړوالي یو مهم فکتور دي.

100%

دا وضعیت د څه ښکارندویي کوي؟

د دا ډول منظمو بریدونو یوه نښه دا ده چې د بلوچانو بریدونه یوازې پراخ شوي نه دي، بلکې د پراخې همغږۍ او نوي تکتیکي پرمختګونو له امله لا پېچلي شوي دي. دا د بلوچستان د اوږدمهاله بې‌ثباتۍ نښه ده.

که څه هم دولت وروسته د پراخو عملیاتو ادعا وکړه، خو لومړنۍ غافلګیري د دې ښکارندویي کوي چې وسله‌والې ډلې لا هم د مهمو سیمو د ګډوډولو توان لري.

د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو شکایتونو لا حل پاتې کېدل د دې سبب شوي چې د بلوچانو او پاکستان شخړه نه یوازې دا چې پای ته رسېدلې، بلکې وخت ناوخت نوی او خطرناک رنګ اخلي.

د پاکستان حکومت ته یې کوم زیان دی؟

په دوولسو ښارونو کې د یو وخت بریدونه هغه تصویر زیانمنوي چې حکومت یې په امنیتي کنټرول کې وړاندې کوي. دا د داخلي او نړۍوال اعتماد لپاره مهم دی.

بل خوا په ګوادر کې بریدونه او ګډوډي د چین–پاکستان اقتصادي دهلیز پروژو لپاره امنیتي اندېښنې زیاتوي. دا هغه سیمه ده چې پاکستان یې د ستراتیژیکو اقتصادي پروژو د زړه په توګه ګڼي.

همدا راز کله چې نړۍوالې رسنۍ د ۴۰ ساعته جګړې، ۱۴۵ وژل شویو وسله‌والو، نظامي او لسګونو ملکي تلفاتو راپور ورکوي، دا د پاکستان د داخلي ثبات په اړه پوښتنې راپورته کوي.

ځینې کورني سیاسي جریانونه دا پېښې د امنیتي کمزورۍ نښه بولي او پر حکومت نیوکې کوي چې باید د بلوچستان د ستونزو د حل لپاره بېړنی او موثر سیاسي چوکاټ جوړ کړي.

که په لنډه ووایو، د بلوچستان وروستۍ خونړۍ پېښې د یوې اوږدمهاله، عمیقې او څو بعدي شخړې څرګنده نښه ده. دا پېښې نه یوازې د تاوتریخوالي د نوي پړاو خبر ورکوي، بلکې د دولت د امنیتي ظرفیت پر ارزښت، د سیمې د ټولنیزو ستونزو پر دوام او د سیمې د اقتصادي پروژو پر راتلونکي هم مستقیم اغېز لري.

که څه هم پاکستان پراخ عملیات ترسره کړل، خو بریدونو دا روښانه کړه چې د بلوچستان شخړه یوازې د پوځي اقدام له لارې نه حل کېږي، بلکې د هغې اصلي سرچینې لکه اقتصادي محرومیت، سیاسي بې‌واکي او ټولنیز نابرابري، باید په بنسټیزه او دوامداره توګه حل شي.

د بدیلونو انتخاب

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۱ GMT+۰
•
شاه محمود میاخېل
د بدیلونو انتخاب
100%

په سیاست، اقتصاد، امنیت او د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې پریکړې همیشه د بدیلونو تر منځ په انتخاب پورې اړه لري. ایډیال حالت یا انتخاب نشته. یو کس هغه بدیل انتخابوي چې هغه ورته په خپل وخت کې ښه او ګټور ښکاري.

کله کله د بدیلونو انتخاب اسانه او کله ستونزمن وي. کله د بدیلونو انتخاب ګټه کوي او کله تاوان. کله د ګټې په وخت کې یو کس د ښه او بهتر بدیل تر منځ انتخاب لري، او کله د تاوان په وخت کې یو کس هغه بدیل انتخابوي چې لږ تاوان ورته لري. یعنی د بد او بدتر حالت په منځ کې یو کس هغه بد حالت انتخابوي چې لږ تاوان ورته رسوي. کله د اوږدمهاله ګټو لپاره یو کس لنډمهاله ګټه خوښوي او کله یو کس د لنډمهالې ګټې په عوض اوږدمهاله ګټو تر ترجیح ورکوي.

د بدیلونو انتخاب د انسانانو د فکر، عقل او د پریکړو نیولو د قوت پورې اړه لري چې د ښو او بدو بدیلونو ترمنځ څنګه توپیر کوي. د همدغه بدیلونو انتخاب له امله سیاسي علومو ته سیاسي ساینس وایي چې د بدیلونو یا متغیرو (Variables) تر منځ محاسبه کوي او هغه بدیل انتخابوي چې د یو هیواد خلکو ته په لنډ او اوږدمهال کې ګټه ورسوي.

د افغانستان په تاریخ او په خاصه توګه د تیرو پنځو لسیزو د جګړو په خبیثه دایره کې افغانانو همیشه د ښه او بهتر حالتونو تر منځ انتخاب درلود، خو له بده مرغه، د افغانستان د ټولو رژیمونو سیاسیونو او مشرانو که هغه د کودتاه له مخې قدرت نیولې، یا د ولس او بهرنیانو په مرسته اقتدار تر لاسه کړې، د ښو او بهترو بدیلونو په عوض یې بد او بدتر بدیلونه غوره کړیدي. یعنې همیشه یې فرصتونه په بحران بدل کړیدي نه دا چې بحرانونه یې په فرصتونو بدل کړي وای.

دې کې شک نشته چې د یو هیواد په پریکړو او سرنوشت باندې همیشه محدود کسان تصمیم نیسي خو د دغه مشرانو د ښو او بدو پریکړو له امله ګټه او تاوان عام ولس ته رسیږي یا د بدو پریکړو قرباني همیشه عام ولس وي.

په ۲۰۱۶م کال کې ما په خپله یوه مقاله کې د افغانستان سیاسیونو ته لیکلي وو، چې دا به ښه وي چې ټول د جمهوریت د تقویه کولو لپاره کار وکړي او که جمهوریت سقوط کوي، د جمهوریت بدیل د افغانستان سیاسیون نه بلکې طالبان دي. دوی باید د اوس نه فکر وکړي چې ایا له طالبانو سره کار او ژوند کولی شي او که نه؟

د جمهوریت سقوط د طالبانو لپاره هم یو لوی سیاسي شکست و؛ ځکه طالبانو په غېر مشروع ډول قدرت ونیوه او د پنځو کلونو په تېرېدو سره لا تر اوسه نه پوهیږي چې څنګه ملي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي. په نړیوال ستیج د افغانستان استازولي، طالبان نه بلکې نور هیوادونه کوي او د افغانستان اکثره سفارتونه فلج او د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان چوکۍ خالي‌ ده. د طالبانو سره د اکثرو هیوادونو روابط د هغوي د خپلو مقطعي ګټو په اساس دي چې د افغانستان نه متضرره نشي، نه د طالبانو او افغانستان سره د ستراتیژيکو اړیکو په اساس. په اوس وخت کې افغانان د رواني، فزیکي او بشري امنیت سره لاس او ګریوان دي او که حالت همداسې دوام کوي، د افغانستان راتلونکی حالت د یو نامعلوم مسیر په خوا به روان وی.

دا حالت د افغانستان او د افغانانو لپاره ګټور نه دي. افغانان او هم د افغانستان ګاونډیان او نړۍ په دې پوهیږي چې د طالبانو د هرې ورځې په تیریدو سره، امنیتي تهدیدات د راتلونکې لپاره زیاتیږي او که طالبان له منځه ځي، بیا هم افغانستان وضعیت د افغانانو او سیمې لپاره جدي تهدید دی. همدې تهدید، د طالبانو عمر زیات کړیدی.

اوس خبره هماغه د جمهوریت د وخت د سیاسیونو ده چې هغوي د جمهوریت بدیل نه و او نه اوس هغوي د طالبانو بدیل کیدلې شي خو طالبان هم د افغانستان د راتلونکې لپاره بدیل نه دی او د طالبانو بدیل به د طالبانو نه هم بله افراطي ډله وي چې په هغه صورت کې به طالبان او هم افغانان په کل کې بایلونکي وي.

د پورته لنډ تحلیل په نتیجه کې څه پکار دي او کوم بدیلونه شتون لري؟

  • طالبان که په خپل حالت پاتې کیږي، د طالبانو بدیل به بله افراطي ډله وي.
  • بله افراطي ډله به د جنګونو په نتیجه کې رامنځته کیږي او په دغه جنګونو کې به عام ولس بیا قرباني کیږي.
  • سوال دا دی چې ایا د طالبانو نه زیاتو افراطي ډلو سره طالبان او افغانان ژوند کولې شي او که نه؟
  • که طالبان او افغانان د بلې افراطي ډلې سره ژوند نشي کولاې، د حل لار څه ده؟

دا څلور اساسي پوښتنې دي چې د طالبانو او هم د افغانانو لپاره مهمې دي چې فکر پرې وکړي او د نظام د ملي او نړیوال مشروعیت لپاره داسې لاره پیدا کړي چې هغه متل دی چې نه سیخ وسوځي او نه کباب.

د هرچا خپل نظر دی، خو زما نظر دا دی چې جنګ د مسایلو د حل لاره نه ده. د نفې اوانحصار د قدرت سیاست نه پخوا نتیجه ورکړې ده او نه اوس نتیجه ورکوي. د یوې واقعي لوی جرګې د دایریدو نه په غیر چې ټول اقشار او استازي د ټولنې پکې برخه ولري چې د افغانستان د راتلونکې لپاره یو معقوله تګلاره تصویب کړي، بله چاره نشته دی. په دغه جرګه کې نه طالبان نفې کیدلې شي او نه ملت. کیدې شي زما نظر افراطي طالبانواو هم افراطي مخالفینو ته د منلو وړ نه وي، خو د خود خواهي او شخصي ګټو نه د تیریدو په صورت کې، د یو معقول او ارام فکر په کولو سره،د هیواد د ژغورنې، د جنګونو او نیابتي رقابتونو د مخنیوي او دبلې افراطي نیابتي ډلې د راتګ د مخنیوي لپاره دا راته معقوله لار ښکاري.

ډنډ خړ دی او کبان ړانده دي؛ په درنو واورو کې د تیرا او کورمې بې‌کوره شوي پښتانه

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۹ GMT+۰
•
افراسیاب خټک
ډنډ خړ دی او کبان ړانده دي؛ په درنو واورو کې د تیرا او کورمې بې‌کوره شوي پښتانه
100%

له۲۰۲۱ کال نه په پښتونخوا کې د ټي ټي پي بریدونه مخ په زیاتېدو وو او چې هغه وخت د پښتنو سیاسي ګوندونو، ژورنالېستانو او فعالانو په دغو بریدونو تشویش ښوده، حکومت دغه خبرونه ردول او پرده یې پرې اچوله. د پاکستاني حکومت دغه دوه‌مخي سیاست د پښتونخوا په ولس کې زاړه شکونه راژوندي کړل.

په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې د پښتونخوا ولس د دغه ایالت په ټولو سیمو کې د ترهګرو په بریدونو او له ترهګرو سره د جګړې په نوم د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې په لویه کچه مرګ ژوبله او مادي تاوانونه ولیدل، خو دغه جګړې او وینې تویېدنې په خاصه توګه په خیبر ولسوالۍ (ضلع) او د پښتونخوا په جنوبي برخه کې پرتو په دیارلسو نورو ولسوالیو (ضلعو) کې ډېرې شدیدې وې.

له بده مرغه د نوي میلادي کال په پیل سره د پښتون ولس دغه کړاوونه او غمیزې نه یوازې تم شوې نه دي، بلکې په دې ویجاړوونکو پېښو کې په وېرونکې توګه زیاتوالی هم راغلی دی.

عجیبه خبره دا ده چې د پاکستان جنرالواکۍ وړومبی د ټي ټي پي جنګیالیو ته موقع ورکړه چې هغوی دې په پورته ذکر کړای شویو دیارلس ولسوالیو کې غرنۍ سیمې اشغال کړي، هلته دې ګزمې پیل کړي او په لارو دې پاټکونه جوړ کړي. د هغې نه پس یې محلي خلکو ته اخطارونه ورکړل چې هغوی دې دغه جګړه‌مار له خپلو سیمو نه وباسي او که دا کار ونه شي نو پوځ به په دغو سیمو کې پوځي عملیات پیل کړي. د سیمې خلکو د جرګو له لارې د ټي ټي پي جګړه‌مارو ته سوال منت وکړ، خو هغوی کله د بې‌وسه خلکو د جرګو غوښتنو ته غوږ کېښود. د جنورۍ د میاشتې د وړومبۍ اونۍ په پای کې د پاکستان پوځ په منځنۍ او کوزه کورمه کې او د خیبر په تیرا کې محلي خلکو ته د درې درې ورځو ضرب‌الاجلونه ورکړل چې هغوی دې له خپلو کورونو او کلیو نه ووځي، چې پوځ د ټي ټي پي په ضد عملیات پیل کړي.

په دې کې وړومبی مشکل خو دا و (او دا مشکل د تیرا په غرنیو لارو کې زیات و) چې د بې‌کوره کېدونکو زرګونو کورنیو لپاره نه خو په نظم او ترتیب سره د خپلو کورونو نه د وتلو په موخه د ټرانسپورټ غم شوی و او نه په نورو سیمو کې د استوګنې بندوبست موجود و. د دې بې‌غورۍ نتیجه دا وه چې د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون زرګونه خلک درې درې ورځې په لارو کې په موټرو او لاریو کې بند پاتې شول. له لوږې نه د ماشومانو د مرګونو خبرونه بهر ته راغلل، خو مرکزي او صوبایي حکومتونو پرې غوږ ونه ګرولو او چې له اوږدو مزلونو نه پس هغوی د استوګنې سیمو ته ورسېدل، نو هلته هم بندوبست د نشت برابر و.

خو د کورمې او تیرا بې‌کوره شویو خلکو ته یو نوی مشکل د جنورۍ میاشتې په درېیمه اونۍ کې هغه وخت پېښ شو، چې په دغې بې‌سروسامانۍ کې د هغوی په شلېدلو او نیمګړو خیمو او تنبوګانو باندې درنه واوره وشوه. دوی سره نه د واورینې یخنۍ نه د ځان ساتلو لپاره ګرمې جامې او کافي خوراکونه وو او نه د ناجوړه کېدونکو کډوالو د تداوي لپاره ډاکټران او دواګانې وې. په درنه واوره کې د پښې ابله ګرځېدونکو تنکیو ماشومانو عکسونه زړه‌څېرونکي وو. د پاکستان حکومت او مېډیا د نړۍ په نورو سیمو کې د مسلمانانو په غم غمېږي، خو چې خبره د پښتنو ماشومانو مرګ، ژوبلې او کړاو ته راشي، نو د دوی سترګې ړندې او غوږونه کاڼه شي.

د کورمې او تیرا د بې‌کوره شویو خلکو ستونزې او مشکلات د پاکستان د مرکزي حکومت او د پښتونخوا د ایالتي حکومت په اړیکو کې د ترینګلتیا او د همکارۍ د نشتوالي له امله څو چنده زیات شوي دي. د پاکستان مرکزي حکومت چې محض د جنرالواکۍ یوه څانګه ده، په اساسي توګه په پنجاب ایالت پورې اړه لري او د پښتونخوا، بلوچستان، ګلګت بلتستان او د کشمیر له خلکو سره د مستعمرو غوندې چلند کوي. په پښتونخوا کې دومره زیاته مرګ ژوبله روانه ده، خو هیڅ وخت داسې نه دي شوي چې لومړی وزیر شهباز شریف او یا ولسمشر اصف زرداري د غمرازۍ لپاره پېښور او یا د پښتونخوا کومې بلې سیمې ته تللي وي او یا یې د دغو خونړیو شخړو د پای ته رسولو لپاره په اسلام‌اباد کې جدي غونډې کړې وي او یا یې جدي تصمیمونه نیولي وي.

اوس چې کله د تیرا د بې‌کوره شویو خلکو د غمیزې عکسونه په خواله رسنیو کې خپاره شول، نو د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزارت د اصلي استعمارګرو غوندې ښکر‌ور دروغ پیل کړل او ادعا یې وکړه چې د پاکستان پوځ د تیراخلکو ته د کورونو د پرېښودلو امر نه و ورکړی او خلک په خپله رضا له خپلو کورونو او کلیو نه وتلي دي. حقیقت دا دی چې پوځیانو د کورمې او تیرا د کلیو په کوڅو کې لوډسپیکرونه ګرځولي وو او خلکو ته یې د کورونو د خالي کولو اخطار ورکړی و. د حکومت دا دروغ د تیرا والو او کورمې والو په زخمي زړونو باندې مالګې دوړوي.

د پښتونخوا ایالتي حکومت د عمران خان په ګوند تحریک انصاف پورې اړه لري. د دغه حکومت اعلی وزیر سهیل اپرېدی خپله د خیبر او د تیرا اوسېدونکی دی، خو هغه وایي چې د هغوی خلکو په ټولټاکنو کې رایې په دې موخه ورکړې دي چې ایالتي حکومت دې عمران خان له بند نه راخلاص کړي، نو ځکه په پښتونخوا ایالت کې نه خو دغه حکومت د اقتصادي ترقۍ لپاره هلې ځلې کوي او نه د خلکو د مشکلاتو د حل لپاره لاس په کار کیږي. سهیل اپرېدی وایي چې د پاکستان مرکزي حکومت په تیرا کې خلک د هغه (د سهیل اپرېدي) لپاره د سیاسي مشکلاتو د خلق کولو په موخه بې‌کوره کړي دي.

د پاکستان په دولتي نظام کې د جنرالانو د مخ په زیاتېدونکي واک په وجه سیاسي حکومتونه او په اساسي قانون باندې ولاړ نظام ډېر زیات کمزوری شوی دی، ګنې پخوا هېچا دا تصور نه شو کولی چې د یوه ایالت د حکومتله اجازې پرته دې هلته مرکزي حکومت او یا پوځ په خپل سر پوځي عملیات پیل کړي، خو نن سبا د پاکستان په اوضاع سړي ته د پېښوریانو دا متل رایاد شي چې «ډنډ خړ دی او کبان ړانده دي، هر څه دې چې وکړل هغه ښه دي».

د طالبانو نوې جزايي اصولنامه او په افغانستان کې د جزا د قوانینو تاریخي شننه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۹ GMT+۰
•
نصرالله ستانکزی
د طالبانو نوې جزايي اصولنامه او په افغانستان کې د جزا د قوانینو تاریخي شننه
100%

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د یوه فرمان له لارې د طالبانو د حکومت د جزا قانون، د «محاکمو د جزایي اصولنامې» تر عنوان لاندې نافذ کړ. دا قانون په یوه سریزه، درې بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی، چې پکې تعزیري جرمونه او د هغوی جزاوې درج شوې دي.

له دې قانون سره، افغانستان په تېرو څه کم یو نیمه پېړۍ کې شپږ جزایي قوانین تجربه کړي دي، چې دلته یې په لنډه توګه یادونه کوو:

فتاوي امیریه

فتاوي امیریه، چې د «تشریح الجرایم» په نوم هم یادېږي، په افغانستان کې لومړنی مدون جزایي قانون بلل کېږي. دا قانون په ۴۱ بابونو کې تدوین شوی و او پکې تعزیري جرمونه او د هغوی جزاوې ثبت شوې وې؛ لکه د دولت پر ضد بغاوت، د پاچا سپکاوی، له محاربې څخه تېښته، رشوت، د مخدره موادو استعمال او ورته نور جرمونه.

د حکومتي معاملاتو او سیاساتو د کارګذارۍ قانون

دا قانون چې په افغانستان کې لومړنی مطبوع جزایي قانون ګڼل کېږي، د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال، په ۱۸۹۱ زېږدیز کال کې، په ۶۱ قاعدو کې د کابل د دارالسلطنه په مطبعه کې چاپ او خپور شو.

په دې قانون کې د اسلامي فقهې په رڼا کې تعزیري جرمونه او جزاوې تشریح شوې وې او تمرکز یې پر لاندې جرمونو و:
مالي جرمونه، د قاضي له حکم څخه سرغړونه، د حکومت پر ضد بغاوت، په وزنونو کې تقلب، د جعلي پیسو خپرول، د مهرونو او دولتي اسنادو جعل، د قتل په جرم کې تعزیري جزا (که حد نه وي تطبیق شوی)، د غلا په جرم کې تعزیري جزا (که حد نه وي تطبیق شوی)، قطاع‌الطریقي، د کاذبو معلوماتو ورکول، رشوت، اختطاف، د ماشوم، مريي یا ښځې تښتول، او د مړو او قبرونو سپکاوی.

په دې قانون کې د مالي او بدني جزاوو وړاندوینه شوې وه. د یادونې وړ ده چې د دې قانون د احکامو له مخې، د حق‌الله تر څنګ په حق‌العباد کې هم د بند (حبس) سزا موجوده وه.

د عمومي جزا نظامنامه

دغه قانون په ۱۳۰۰ لمریز کال کې د پاچا امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال، په درېیو بابونو، ۲۸ فصلونو او ۲۴۴ مادو کې د تعزیري جزاو د تطبیق لپاره وضع شو.

د دې نظامنامې لومړی باب، چې ۱۶ فصلونه یې لرل، د هغو جرمونو په اړه و چې عامه نظم او د دولت حاکمیت یې ګواښه. دویم باب، چې ۱۰ فصلونه یې لرل، د اشخاصو پر ضد د جرمونو او د هغوی د جزاو په اړه و او درېیم باب د قباحاتو (اخلاقي جرمونو) په اړه و، چې یوازې دوه فصلونه یې لرل.

دغه نظامنامه وروسته د پغمان په لویه جرګه کې له یو شمېر تعدیلاتو سره مخ شوه.

له یاده باید ونه باسو چې دا نظامنامه د یو شمېر محافظه‌کارو روحانیونو له سختو غبرګونونو او مخالفت سره هم مخامخ شوه. په دې لړ کې د ملا عبدالله، چې په «ګوډ ملا» مشهور و، پاڅون د یادونې وړ دی، چې وروسته د جنوبي سیمو د بغاوت سرچینه هم وګرځېد.

په دې اړه مرحوم وکیلي پوپلزایي لیکي:
«د ۱۳۰۲ کال په ژمي کې، په یوه لیک کې چې د ملا عبدالله او ملا عبدالرشید له خوا د پاچا امان‌الله خان په نوم استول شوی و، لیکل شوي وو چې تمسک‌القضاة امانیه او د جزا نظامنامه د شریعت خلاف دي. پاچا د علماو یوه ډله جنوبي سیمو ته واستوله، تر څو د دیني احکامو له مخې له هغوی سره بحث وکړي؛ خو ګوډ ملا خپلو قومي کسانو ته وویل چې امان‌الله د همدې پلمې له مخې غواړي ما زنداني کړي. هغه وویل: ځکه چې د پاچا دا قوانین د اسلام پر ضد دي، نو ما تاسو ته پناه راوړې ده. د قوم ځینو کسانو ورسره ودرېدل او په دې توګه بغاوت پیل شو.»

د یادونې وړ ده چې کله حبیب‌الله کلکاني (په بچه سقاو مشهور) واک ته ورسېد، د اماني دورې ګڼ قوانین، له هغې ډلې د عمومي جزا نظامنامه، لغوه کړل.

100%

د افغانستان د جزا قانون

دا قانون په ۱۳۵۵ لمریز کال کې نافذ شو. دا قانون په دوو کتابونو مشتمل و:
لومړی کتاب د عمومي احکامو یا د عمومي جزا د حقوقو اړوند موضوعاتو ته ځانګړی شوی و او دویم کتاب د اختصاصي جزا اړوند موضوعاتو باندې بحث کاوه. دا قانون په ۸ بابونو او ۵۲۳ مادو کې تنظیم شوی و او د مخکنیو قوانینو په څېر یې تعزیري جرمونه او جزاوې مشخصې کړې وې.

وروسته له هغې چې د اماني دورې قوانین د یو شمېر روحانیونو له مخالفت سره مخ شول، د نادرشاه او ظاهرشاه د واکمنیو پر مهال د جزا د قانون د تدوین په برخه کې ډېر احتیاط وشو. ان تر دې چې د شاهي نظام تر ړنګېدو پورې، افغانستان له اماني دورې وروسته کوم بېل مدون جزایي قانون نه درلود.

سره له دې چې د اعلیحضرت ظاهر شاه د سلطنت په وروستیو کلونو کې د جزا قانون پر مسودې کار وشو، خو د هغې د نافذېدو لپاره هېڅ عملي اقدام ونه شو، تر هغه چې د افغانستان د لومړي جمهوریت پر مهال پرې بیا کار وشو او بالاخره په ۱۳۵۵ لمریز کال کې نافذ شو.

په دې جزا قانون کې هم د عامه امنیت او د دولت پر ضد جرمونه، د اشخاصو پر ضد جرمونه او د اموالو پر ضد جرمونه او د هغوی جزاوې په صراحت مشخصې شوې وې.

د افغانستان د جزا کوډ

د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور له کودتا وروسته، سره له دې چې د ۱۳۵۵ کال د جزا قانون نافذ پاتې شو، خو تر ۱۳۹۶ لمریز کال پورې د دې قانون تر څنګ ګڼ‌شمېر نور جزایي قوانین او مقررات په بېلابېلو پړاوونو کې وضع او نافذ شول، چې په عملي توګه یې د تطبیق پر مهال ګڼې ستونزې رامنځته کړې.

د دغو ستونزو د له منځه وړلو او د زمانې له غوښتنو او نړیوالو معیارونو سره سم د یوه نوي جزایي قانون رامنځته کول اړین وو، تر څو له یوې خوا جزایي قواعد د وخت غوښتنو ته ځواب‌ویونکي شي او له بلې خوا ټول جزایي مقررات په یوه واحد کوډ (ټولګه) کې مدون شي. له همدې امله، په ۱۳۹۳ لمریز کال کې پر دې کار عملاً پیل وشو او درې کاله وروسته د نوي کوډ مسوده د یوې باصلاحیته کمېټې له خوا، چې زه یې هم د غړیتوب ویاړ درلود، وروستۍ شوه.

یاد کوډ د جمهوررییس اشرف غني له خوا د افغانستان د جزا کوډ په توګه، د یوه تقنيني فرمان له لارې، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې نافذ شو. دا قانون په دوو کتابونو، ۱۶ بابونو، ۱۱۳ فصلونو او ۹۴۰ مادو کې ترتیب شوی و.

دا قانون، چې تر ډېره له نړیوالو معیارونو سره سمون درلود، د عمومي احکامو، د دولت او عامه نظم پر ضد جرمونو، د اشخاصو پر ضد جرمونو او د اموالو پر ضد جرمونو تر څنګ، د افغانستان په تقنیني تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د نړیوالو جرمونو او سازمان‌ورکړ شوو جرمونو په اړه هم ځانګړي نصوص لرل.

د طالبانو جزايي اصولنامه

په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پرځېدو او د طالبانو د واکمنۍ له بیا راتګ سره، دا قانون لغوه شو. او دا دی، له څه باندې څلورو کلونو وروسته، طالبانو د تعزیري جرمونو لپاره نوی قانون نافذ کړ.

په دغه نوي قانون کې د نړیوالو جرمونو، سازمان‌ورکړ شویو جرمونو او سایبري جرمونو په اړه یا څرګند احکام نه تر سترګو کېږي او یا هم ورته په قیاسي ډول او په ټیټه کچه پاملرنه شوې ده، چې دا به په عملي ډګر کې د جزایي عدالت پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کړي.

د اصول‌نامې د څلورمې مادې په شپږم بند کې حتا عامو خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې که د «ګناه» ترسره کېدل وویني، شخصاً اقدام وکړي او مجازات یې کړي.

په دې برخه کې راغلي: «هر مسلمان کله چې ګناه کوونکي د ګناه په حال کې وویني، اجازه لري چې هغوی مجازات کړي.»

په بل ځای کې راغلي: «څوک چې د نظام ضد غونډې ګوري یا له هغې خبر وي، خو چارواکي خبر نه کړي، مجرم دی او په دوه کاله زندان محکومیږي».

د دې مادې پر اساس، ټول وګړي مکلف شوي چې د طالبانو د مخالفینو د فعالیتونو راپور ادارو ته ورکړي، که نه نو مجازات به شي.

په دې اصولنامه کې یوازې د ځینو فزیکي تاوتریخواليو ډولونه چې د «هډوکو ماتیدو» یا «د پوستکي شکیدو» سبب شي، منع دي. نور ټول فزیکي، رواني او جنسیتي تاوتریخوالي پر ماشومانو منع شوي نه دي او په ۴۸ماده کې راغلي چې پلار کولای شي خپل لس کلن زوی د لمونځ پرېښودوله امله مجازات کړي.

طالبانو په جزایي اصولنامه کې د «غلام» کلمه څو ځله کارولې او په څو مواردو کې برده ګي او اړوند حقوق یې په رسمیت پېژندلي دي. د ۱۵م او ۴م مادو کې بردګۍ ته اشاره شوې ده.

په نړیوالو حقوقو کې بردګي په هر ډول او بشپړ ډول منع ده.

په اصول‌نامه کې راغلي: «هر جرم ته چې حد نه وي ټاکل شوی، د تعزیر له مخې پرې حکم کېږي، که جرم کوونکی ازاد وي یا غلام».

په ۸ماده کې د بېلابېلومذهبونو او باورونو پیروان د اهل سنت مخالف «مبتدع» بلل شوي دي، چې دا د دیني تبعیض پر ضد اصل نقضوي.

په ۲۶ماده کې د حنفي مذهب پیروان اجازه نه لري خپل مذهب پرېږدي او که ثابت شي، پر دوه کاله زندان محکومېږي.

د دغې اصولنامې ګڼې برخې د نړۍوالو جزايي او حقوقي قوانینو، کنوانسیونونو او اعلامیو سره په ټکر کې دي.