د جنورۍ په یو دیرشمه نیټه د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په دیارلسو ضلعو کې د بلوچ ازادي غوښتونکي اردو (بی ایل اې) سلګونه جنګیالیو د پاکستان په مختلفو دولتي مراکزو پلان شوي او همغږي شوي بې ساري بریدونه وکړل.
په دغو مراکزو کې د پاکستان د پوځ او پولیسو پایګاوې، سرکاري دفترونه، بانکونه او نورې دولتي ودانۍ شاملې وې. بی ایل اې په دغو بریدونو کې د دولت سره تړاو لرونکو د دوو سوو کسانو د وژلو ادعا کړې ده، او په مختلفو سیمو کې یې د خپلو کیدونکو بریدونو عکسونه او ویډیوګانې هم په خواله رسنیو خپرې کړې دي.
بلې خوا ته د بلوچستان ایالتي حکومت لومړی وزیر سرفراز بګټي هم په دې جګړو کې د ۱۷۰ بلوچ جنګیالیو (چې دوی یې ترهګر او د هند اجنټان بولي) د له منځه وړلو اعلان کړی دی او هغوی ته یې د ماتې ورکولو ادعا کړې ده.
که څه هم د پاکستان د دولتي کنټرول لاندې رسمي میډیا تر څلورویشت ساعتونو نه زیات وخت پورې ادامه لرونکو جګړو کې یوازې حکومتي اعلانونو او دعوو ته پوښښ ورکړی دی، خو په خواله رسنیو کې د بی ایل اې اعلامیه خپره شوې ده او په نړیواله میډیا کې هم د بی ایل اې بریدونو انعکاس موندلی دی او پراخې تبصرې ورباندې شوې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې بی ایل اې او نورو بلوچ وسله والو سازمانونو په بلوچستان کې پراخ پوځی بریدونه کړي دي. په تیرو څلورو پنځو کلونو کې بی ایل اې د جعفر ایکسپریس نومې ریل ګاډي د اختطافولو او د مچ، نوشکي، ګوادر او ځینو نورو ښارونو باندې د لویې کچې د بریدونو په کولو د بلوچستان د خلکو او د نړیوالو پام ځان ته راګرځولی دی. خو په تیر یو کال کې د پاکستان پوځ د بي ایل اې او د بلوڅو نورو وسله والو سازمانونو په ضد د بلوچستان په هر ګوټ کې عملیات وکړل، سلګونه بلوڅان یې ووژل او زرګونه نور یې تړي تم کړل. پس له هغې، پاکستاني جنرالانو ادعا وکړه چې ګویا دوی په عامه توګه د ټولو بلوچ جنګیالیو سازمانونو، او په خاصه توګه د بی ایل اې، ملا ماته کړې ده او د هغوی د لویه کچه د بریدونو کولو توان او استعداد یې له منځه وړی دی. خو د بي ایل اې تازه بریدونو وښودله چې د پاکستاني جنرالانو دغه ادعاګانې سمې نه وې.
د بلوڅو د ملي حقونو داعیه اوږد شالید لري. په کال ۱۹۴۷ کې، چې کله بریتانوي امپراتوري د هند څخه ووته، هند تجزیه شو او د هند او پاکستان په نوم دوه نوي مملکتونه منځ ته راغلل، نو د میر احمد یار خان په مشرۍ د بلوچو دولت کلات د کال ۱۹۴۷ د اګست د میاشتې په پنځلسمه نیټه استقلال اعلان کړ. دلیل یې دا و چې په نولسمه پیړۍ کې چې کله انګلیسانو هند ونیوه، نو هغه وخت کلات د هند برخه نه وه؛ هغه یو مستقل هیواد و چې وروسته بیا د انګلیسانو له خوا ونیول شو. نو ځکه د کلات خان د بریتانیا نه غوښتنه وکړه چې اوس چې بریتانیا له هند نه وځي، نو هغه دې کلات هم هغسې یو مستقل دولت ومني چې څنګه هغه د بریتانیا د اشغال نه وړاندې و. انګلیسانو دا خبره ومنله، تر دې چې وړومبې پاکستان هم د کلات استقلال منلو ته حاضر شو، او نزدې یو کال بلوچستان یو مستقل دولت پاتې شو. جالبه خبره دا وه چې کله په کال ۱۹۴۷ کې د کلات خان میر احمد یار خان په لندن کې د بریتانیا په ستره محکمه (پریوی کونسل) کې د کلات د استقلال مساله رااوچته کړه، نو د پاکستان موسس محمد علي جناح د حقوق دان او وکیل مدافع په توګه د انګلیس په محکمه کې د کلات د خان وکیل و او د کلات داعیه یې په حقه ثابتوله.
بلوچستان تر یو کال د هند او پاکستان په خوا کې یو مستقل دولت پاتې شو، خو د کال ۱۹۴۸ د مارچ په میاشت کې پاکستان بیوروکراسۍ کلات ته پوځ ورولیږلو، د کلات خان میر احمد یار خان یې توقیف کړ او هغه یې په زور مجبور کړ چې د کلات دولت په پاکستان کې ګډ کړي. په هغو مشکلو شرایطو کې هم د کلات خان د ګډون د پاره شرایط وړاندې کړل، چې هغه وخت یې د پاکستان دولت د منلو ژمنه وکړه، خو پنځه کاله وروسته یې دغه ژمنه هیره کړه. په کال ۱۹۴۸ کې د کلات د خان کشر ورور شهزاده عبدالکریم د خپل مشر ورور د توقیف نه پس په وسله وال قیام ګوتې پورې کړې. هغه غره ته وختو؛ دا د پاکستان د واکمنانو په ضد د بلوچانو وړومبې پاڅون و. د پاکستان حکومت شهزاده عبدالکریم په خوږو خبرو او د مذاکراتو په بهانه د غره نه راکوز کړو، محبس ته یې بوتلو او اوه کاله یې بندی وساتلو. د دې نه وروسته څلور نور پاڅونونه شوي دي، نن سبا پنځم پاڅون روان دی.
په بلوچستان کې له کال ۲۰۱۳ نه تر کال ۲۰۱۵ نیمایي پورې، د ډاکټر مالک بلوچ په مشرۍ جوړ ایالتي حکومت نه پرته، په تیرو شلو پنځویشتو کلونو کې د بلوچستان ټول ایالتي حکومتونه د پاکستان د پوځي استخباراتو لاسپوڅي حکومتونه پاتې شوي دي. د دوی په واکمنۍ کې د بلوڅو اولس او دولتي نظام ترمنځ کافي واټن ایجاد شوی دی. پوځ او دغو لاسپوڅو حکومتونو د ملي حقوقو د پاره د سوله ییزو مبارزو مخه نیولې ده، او په زرګونو بلوچ ځوانان یې تړي تم کړي، د استخباراتو په زندانونو کې یې شکنجه کړي او وژلي دي.
د خپلو تري تم شویو زامنو، پلرونو، وروڼو او میړونو د لټون او نجات لپاره بلوچانې ښځې میدان ته راوتلې او په سیاسي مبارزه یې ګوتې پورې کړې دي. د بلوچو د پیوستون د کمیټې (BYC) مشري د ماهرنګ بلوچ او نورو ښځو په لاس کې ده. په دې وخت کې بي وای سي د بلوچو تر ټولو ستر او محبوبیت لرونکی سازمان دی. د دغه سازمان مشران، ښځې او نارینه، د تیر یوه کال نه په زندان کې بندیان دي.
لومړی دا چې بېلتونپالې ډلې لا هم د منظمو عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري او کولای شي د پراخې جغرافیاييي همغږۍ سره یوځای بریدونه وکړي او دا ښکاره کوي چې د وسلهوالو شبکې کمزورې شوې نه دي بلکې لا غښتلې شوې او هم کلکه لوژستیکي او ارتباطي وړتیا لري.
د دا ډول منظمو بریدونو یوه نښه دا ده چې د بلوچانو بریدونه یوازې پراخ شوي نه دي، بلکې د پراخې همغږۍ او نوي تکتیکي پرمختګونو له امله لا پېچلي شوي دي. دا د بلوچستان د اوږدمهاله بېثباتۍ نښه ده.
که څه هم دولت وروسته د پراخو عملیاتو ادعا وکړه، خو لومړنۍ غافلګیري د دې ښکارندویي کوي چې وسلهوالې ډلې لا هم د مهمو سیمو د ګډوډولو توان لري.
د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو شکایتونو لا حل پاتې کېدل د دې سبب شوي چې د بلوچانو او پاکستان شخړه نه یوازې دا چې پای ته رسېدلې، بلکې وخت ناوخت نوی او خطرناک رنګ اخلي.
د پاکستان حکومت ته یې کوم زیان دی؟
په دوولسو ښارونو کې د یو وخت بریدونه هغه تصویر زیانمنوي چې حکومت یې په امنیتي کنټرول کې وړاندې کوي. دا د داخلي او نړۍوال اعتماد لپاره مهم دی.
بل خوا په ګوادر کې بریدونه او ګډوډي د چین–پاکستان اقتصادي دهلیز پروژو لپاره امنیتي اندېښنې زیاتوي. دا هغه سیمه ده چې پاکستان یې د ستراتیژیکو اقتصادي پروژو د زړه په توګه ګڼي.
ځینې کورني سیاسي جریانونه دا پېښې د امنیتي کمزورۍ نښه بولي او پر حکومت نیوکې کوي چې باید د بلوچستان د ستونزو د حل لپاره بېړنی او موثر سیاسي چوکاټ جوړ کړي.
که په لنډه ووایو، د بلوچستان وروستۍ خونړۍ پېښې د یوې اوږدمهاله، عمیقې او څو بعدي شخړې څرګنده نښه ده. دا پېښې نه یوازې د تاوتریخوالي د نوي پړاو خبر ورکوي، بلکې د دولت د امنیتي ظرفیت پر ارزښت، د سیمې د ټولنیزو ستونزو پر دوام او د سیمې د اقتصادي پروژو پر راتلونکي هم مستقیم اغېز لري.
که څه هم پاکستان پراخ عملیات ترسره کړل، خو بریدونو دا روښانه کړه چې د بلوچستان شخړه یوازې د پوځي اقدام له لارې نه حل کېږي، بلکې د هغې اصلي سرچینې لکه اقتصادي محرومیت، سیاسي بېواکي او ټولنیز نابرابري، باید په بنسټیزه او دوامداره توګه حل شي.
په سیاست، اقتصاد، امنیت او د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې پریکړې همیشه د بدیلونو تر منځ په انتخاب پورې اړه لري. ایډیال حالت یا انتخاب نشته. یو کس هغه بدیل انتخابوي چې هغه ورته په خپل وخت کې ښه او ګټور ښکاري.
کله کله د بدیلونو انتخاب اسانه او کله ستونزمن وي. کله د بدیلونو انتخاب ګټه کوي او کله تاوان. کله د ګټې په وخت کې یو کس د ښه او بهتر بدیل تر منځ انتخاب لري، او کله د تاوان په وخت کې یو کس هغه بدیل انتخابوي چې لږ تاوان ورته لري. یعنی د بد او بدتر حالت په منځ کې یو کس هغه بد حالت انتخابوي چې لږ تاوان ورته رسوي. کله د اوږدمهاله ګټو لپاره یو کس لنډمهاله ګټه خوښوي او کله یو کس د لنډمهالې ګټې په عوض اوږدمهاله ګټو تر ترجیح ورکوي.
د بدیلونو انتخاب د انسانانو د فکر، عقل او د پریکړو نیولو د قوت پورې اړه لري چې د ښو او بدو بدیلونو ترمنځ څنګه توپیر کوي. د همدغه بدیلونو انتخاب له امله سیاسي علومو ته سیاسي ساینس وایي چې د بدیلونو یا متغیرو (Variables) تر منځ محاسبه کوي او هغه بدیل انتخابوي چې د یو هیواد خلکو ته په لنډ او اوږدمهال کې ګټه ورسوي.
د افغانستان په تاریخ او په خاصه توګه د تیرو پنځو لسیزو د جګړو په خبیثه دایره کې افغانانو همیشه د ښه او بهتر حالتونو تر منځ انتخاب درلود، خو له بده مرغه، د افغانستان د ټولو رژیمونو سیاسیونو او مشرانو که هغه د کودتاه له مخې قدرت نیولې، یا د ولس او بهرنیانو په مرسته اقتدار تر لاسه کړې، د ښو او بهترو بدیلونو په عوض یې بد او بدتر بدیلونه غوره کړیدي. یعنې همیشه یې فرصتونه په بحران بدل کړیدي نه دا چې بحرانونه یې په فرصتونو بدل کړي وای.
دې کې شک نشته چې د یو هیواد په پریکړو او سرنوشت باندې همیشه محدود کسان تصمیم نیسي خو د دغه مشرانو د ښو او بدو پریکړو له امله ګټه او تاوان عام ولس ته رسیږي یا د بدو پریکړو قرباني همیشه عام ولس وي.
په ۲۰۱۶م کال کې ما په خپله یوه مقاله کې د افغانستان سیاسیونو ته لیکلي وو، چې دا به ښه وي چې ټول د جمهوریت د تقویه کولو لپاره کار وکړي او که جمهوریت سقوط کوي، د جمهوریت بدیل د افغانستان سیاسیون نه بلکې طالبان دي. دوی باید د اوس نه فکر وکړي چې ایا له طالبانو سره کار او ژوند کولی شي او که نه؟
د جمهوریت سقوط د طالبانو لپاره هم یو لوی سیاسي شکست و؛ ځکه طالبانو په غېر مشروع ډول قدرت ونیوه او د پنځو کلونو په تېرېدو سره لا تر اوسه نه پوهیږي چې څنګه ملي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي. په نړیوال ستیج د افغانستان استازولي، طالبان نه بلکې نور هیوادونه کوي او د افغانستان اکثره سفارتونه فلج او د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان چوکۍ خالي ده. د طالبانو سره د اکثرو هیوادونو روابط د هغوي د خپلو مقطعي ګټو په اساس دي چې د افغانستان نه متضرره نشي، نه د طالبانو او افغانستان سره د ستراتیژيکو اړیکو په اساس. په اوس وخت کې افغانان د رواني، فزیکي او بشري امنیت سره لاس او ګریوان دي او که حالت همداسې دوام کوي، د افغانستان راتلونکی حالت د یو نامعلوم مسیر په خوا به روان وی.
دا حالت د افغانستان او د افغانانو لپاره ګټور نه دي. افغانان او هم د افغانستان ګاونډیان او نړۍ په دې پوهیږي چې د طالبانو د هرې ورځې په تیریدو سره، امنیتي تهدیدات د راتلونکې لپاره زیاتیږي او که طالبان له منځه ځي، بیا هم افغانستان وضعیت د افغانانو او سیمې لپاره جدي تهدید دی. همدې تهدید، د طالبانو عمر زیات کړیدی.
اوس خبره هماغه د جمهوریت د وخت د سیاسیونو ده چې هغوي د جمهوریت بدیل نه و او نه اوس هغوي د طالبانو بدیل کیدلې شي خو طالبان هم د افغانستان د راتلونکې لپاره بدیل نه دی او د طالبانو بدیل به د طالبانو نه هم بله افراطي ډله وي چې په هغه صورت کې به طالبان او هم افغانان په کل کې بایلونکي وي.
د پورته لنډ تحلیل په نتیجه کې څه پکار دي او کوم بدیلونه شتون لري؟
طالبان که په خپل حالت پاتې کیږي، د طالبانو بدیل به بله افراطي ډله وي.
بله افراطي ډله به د جنګونو په نتیجه کې رامنځته کیږي او په دغه جنګونو کې به عام ولس بیا قرباني کیږي.
سوال دا دی چې ایا د طالبانو نه زیاتو افراطي ډلو سره طالبان او افغانان ژوند کولې شي او که نه؟
که طالبان او افغانان د بلې افراطي ډلې سره ژوند نشي کولاې، د حل لار څه ده؟
دا څلور اساسي پوښتنې دي چې د طالبانو او هم د افغانانو لپاره مهمې دي چې فکر پرې وکړي او د نظام د ملي او نړیوال مشروعیت لپاره داسې لاره پیدا کړي چې هغه متل دی چې نه سیخ وسوځي او نه کباب.
د هرچا خپل نظر دی، خو زما نظر دا دی چې جنګ د مسایلو د حل لاره نه ده. د نفې اوانحصار د قدرت سیاست نه پخوا نتیجه ورکړې ده او نه اوس نتیجه ورکوي. د یوې واقعي لوی جرګې د دایریدو نه په غیر چې ټول اقشار او استازي د ټولنې پکې برخه ولري چې د افغانستان د راتلونکې لپاره یو معقوله تګلاره تصویب کړي، بله چاره نشته دی. په دغه جرګه کې نه طالبان نفې کیدلې شي او نه ملت. کیدې شي زما نظر افراطي طالبانواو هم افراطي مخالفینو ته د منلو وړ نه وي، خو د خود خواهي او شخصي ګټو نه د تیریدو په صورت کې، د یو معقول او ارام فکر په کولو سره،د هیواد د ژغورنې، د جنګونو او نیابتي رقابتونو د مخنیوي او دبلې افراطي نیابتي ډلې د راتګ د مخنیوي لپاره دا راته معقوله لار ښکاري.
له بده مرغه د نوي میلادي کال په پیل سره د پښتون ولس دغه کړاوونه او غمیزې نه یوازې تم شوې نه دي، بلکې په دې ویجاړوونکو پېښو کې په وېرونکې توګه زیاتوالی هم راغلی دی.
عجیبه خبره دا ده چې د پاکستان جنرالواکۍ وړومبی د ټي ټي پي جنګیالیو ته موقع ورکړه چې هغوی دې په پورته ذکر کړای شویو دیارلس ولسوالیو کې غرنۍ سیمې اشغال کړي، هلته دې ګزمې پیل کړي او په لارو دې پاټکونه جوړ کړي. د هغې نه پس یې محلي خلکو ته اخطارونه ورکړل چې هغوی دې دغه جګړهمار له خپلو سیمو نه وباسي او که دا کار ونه شي نو پوځ به په دغو سیمو کې پوځي عملیات پیل کړي. د سیمې خلکو د جرګو له لارې د ټي ټي پي جګړهمارو ته سوال منت وکړ، خو هغوی کله د بېوسه خلکو د جرګو غوښتنو ته غوږ کېښود. د جنورۍ د میاشتې د وړومبۍ اونۍ په پای کې د پاکستان پوځ په منځنۍ او کوزه کورمه کې او د خیبر په تیرا کې محلي خلکو ته د درې درې ورځو ضربالاجلونه ورکړل چې هغوی دې له خپلو کورونو او کلیو نه ووځي، چې پوځ د ټي ټي پي په ضد عملیات پیل کړي.
په دې کې وړومبی مشکل خو دا و (او دا مشکل د تیرا په غرنیو لارو کې زیات و) چې د بېکوره کېدونکو زرګونو کورنیو لپاره نه خو په نظم او ترتیب سره د خپلو کورونو نه د وتلو په موخه د ټرانسپورټ غم شوی و او نه په نورو سیمو کې د استوګنې بندوبست موجود و. د دې بېغورۍ نتیجه دا وه چې د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون زرګونه خلک درې درې ورځې په لارو کې په موټرو او لاریو کې بند پاتې شول. له لوږې نه د ماشومانو د مرګونو خبرونه بهر ته راغلل، خو مرکزي او صوبایي حکومتونو پرې غوږ ونه ګرولو او چې له اوږدو مزلونو نه پس هغوی د استوګنې سیمو ته ورسېدل، نو هلته هم بندوبست د نشت برابر و.
خو د کورمې او تیرا بېکوره شویو خلکو ته یو نوی مشکل د جنورۍ میاشتې په درېیمه اونۍ کې هغه وخت پېښ شو، چې په دغې بېسروسامانۍ کې د هغوی په شلېدلو او نیمګړو خیمو او تنبوګانو باندې درنه واوره وشوه. دوی سره نه د واورینې یخنۍ نه د ځان ساتلو لپاره ګرمې جامې او کافي خوراکونه وو او نه د ناجوړه کېدونکو کډوالو د تداوي لپاره ډاکټران او دواګانې وې. په درنه واوره کې د پښې ابله ګرځېدونکو تنکیو ماشومانو عکسونه زړهڅېرونکي وو. د پاکستان حکومت او مېډیا د نړۍ په نورو سیمو کې د مسلمانانو په غم غمېږي، خو چې خبره د پښتنو ماشومانو مرګ، ژوبلې او کړاو ته راشي، نو د دوی سترګې ړندې او غوږونه کاڼه شي.
د کورمې او تیرا د بېکوره شویو خلکو ستونزې او مشکلات د پاکستان د مرکزي حکومت او د پښتونخوا د ایالتي حکومت په اړیکو کې د ترینګلتیا او د همکارۍ د نشتوالي له امله څو چنده زیات شوي دي. د پاکستان مرکزي حکومت چې محض د جنرالواکۍ یوه څانګه ده، په اساسي توګه په پنجاب ایالت پورې اړه لري او د پښتونخوا، بلوچستان، ګلګت بلتستان او د کشمیر له خلکو سره د مستعمرو غوندې چلند کوي. په پښتونخوا کې دومره زیاته مرګ ژوبله روانه ده، خو هیڅ وخت داسې نه دي شوي چې لومړی وزیر شهباز شریف او یا ولسمشر اصف زرداري د غمرازۍ لپاره پېښور او یا د پښتونخوا کومې بلې سیمې ته تللي وي او یا یې د دغو خونړیو شخړو د پای ته رسولو لپاره په اسلاماباد کې جدي غونډې کړې وي او یا یې جدي تصمیمونه نیولي وي.
اوس چې کله د تیرا د بېکوره شویو خلکو د غمیزې عکسونه په خواله رسنیو کې خپاره شول، نو د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزارت د اصلي استعمارګرو غوندې ښکرور دروغ پیل کړل او ادعا یې وکړه چې د پاکستان پوځ د تیراخلکو ته د کورونو د پرېښودلو امر نه و ورکړی او خلک په خپله رضا له خپلو کورونو او کلیو نه وتلي دي. حقیقت دا دی چې پوځیانو د کورمې او تیرا د کلیو په کوڅو کې لوډسپیکرونه ګرځولي وو او خلکو ته یې د کورونو د خالي کولو اخطار ورکړی و. د حکومت دا دروغ د تیرا والو او کورمې والو په زخمي زړونو باندې مالګې دوړوي.
د پښتونخوا ایالتي حکومت د عمران خان په ګوند تحریک انصاف پورې اړه لري. د دغه حکومت اعلی وزیر سهیل اپرېدی خپله د خیبر او د تیرا اوسېدونکی دی، خو هغه وایي چې د هغوی خلکو په ټولټاکنو کې رایې په دې موخه ورکړې دي چې ایالتي حکومت دې عمران خان له بند نه راخلاص کړي، نو ځکه په پښتونخوا ایالت کې نه خو دغه حکومت د اقتصادي ترقۍ لپاره هلې ځلې کوي او نه د خلکو د مشکلاتو د حل لپاره لاس په کار کیږي. سهیل اپرېدی وایي چې د پاکستان مرکزي حکومت په تیرا کې خلک د هغه (د سهیل اپرېدي) لپاره د سیاسي مشکلاتو د خلق کولو په موخه بېکوره کړي دي.
د پاکستان په دولتي نظام کې د جنرالانو د مخ په زیاتېدونکي واک په وجه سیاسي حکومتونه او په اساسي قانون باندې ولاړ نظام ډېر زیات کمزوری شوی دی، ګنې پخوا هېچا دا تصور نه شو کولی چې د یوه ایالت د حکومتله اجازې پرته دې هلته مرکزي حکومت او یا پوځ په خپل سر پوځي عملیات پیل کړي، خو نن سبا د پاکستان په اوضاع سړي ته د پېښوریانو دا متل رایاد شي چې «ډنډ خړ دی او کبان ړانده دي، هر څه دې چې وکړل هغه ښه دي».
د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د یوه فرمان له لارې د طالبانو د حکومت د جزا قانون، د «محاکمو د جزایي اصولنامې» تر عنوان لاندې نافذ کړ.
دا قانون په یوه سریزه، درې بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی، چې پکې تعزیري جرمونه او د هغوی جزاوې درج شوې دي.
له دې قانون سره، افغانستان په تېرو څه کم یو نیمه پېړۍ کې شپږ جزایي قوانین تجربه کړي دي، چې دلته یې په لنډه توګه یادونه کوو:
فتاوي امیریه
فتاوي امیریه، چې د «تشریح الجرایم» په نوم هم یادېږي، په افغانستان کې لومړنی مدون جزایي قانون بلل کېږي. دا قانون په ۴۱ بابونو کې تدوین شوی و او پکې تعزیري جرمونه او د هغوی جزاوې ثبت شوې وې؛ لکه د دولت پر ضد بغاوت، د پاچا سپکاوی، له محاربې څخه تېښته، رشوت، د مخدره موادو استعمال او ورته نور جرمونه.
د حکومتي معاملاتو او سیاساتو د کارګذارۍ قانون
دا قانون چې په افغانستان کې لومړنی مطبوع جزایي قانون ګڼل کېږي، د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال، په ۱۸۹۱ زېږدیز کال کې، په ۶۱ قاعدو کې د کابل د دارالسلطنه په مطبعه کې چاپ او خپور شو.
په دې قانون کې د اسلامي فقهې په رڼا کې تعزیري جرمونه او جزاوې تشریح شوې وې او تمرکز یې پر لاندې جرمونو و: مالي جرمونه، د قاضي له حکم څخه سرغړونه، د حکومت پر ضد بغاوت، په وزنونو کې تقلب، د جعلي پیسو خپرول، د مهرونو او دولتي اسنادو جعل، د قتل په جرم کې تعزیري جزا (که حد نه وي تطبیق شوی)، د غلا په جرم کې تعزیري جزا (که حد نه وي تطبیق شوی)، قطاعالطریقي، د کاذبو معلوماتو ورکول، رشوت، اختطاف، د ماشوم، مريي یا ښځې تښتول، او د مړو او قبرونو سپکاوی.
په دې قانون کې د مالي او بدني جزاوو وړاندوینه شوې وه. د یادونې وړ ده چې د دې قانون د احکامو له مخې، د حقالله تر څنګ په حقالعباد کې هم د بند (حبس) سزا موجوده وه.
د عمومي جزا نظامنامه
دغه قانون په ۱۳۰۰ لمریز کال کې د پاچا امانالله خان د واکمنۍ پر مهال، په درېیو بابونو، ۲۸ فصلونو او ۲۴۴ مادو کې د تعزیري جزاو د تطبیق لپاره وضع شو.
د دې نظامنامې لومړی باب، چې ۱۶ فصلونه یې لرل، د هغو جرمونو په اړه و چې عامه نظم او د دولت حاکمیت یې ګواښه. دویم باب، چې ۱۰ فصلونه یې لرل، د اشخاصو پر ضد د جرمونو او د هغوی د جزاو په اړه و او درېیم باب د قباحاتو (اخلاقي جرمونو) په اړه و، چې یوازې دوه فصلونه یې لرل.
دا قانون په ۱۳۵۵ لمریز کال کې نافذ شو. دا قانون په دوو کتابونو مشتمل و: لومړی کتاب د عمومي احکامو یا د عمومي جزا د حقوقو اړوند موضوعاتو ته ځانګړی شوی و او دویم کتاب د اختصاصي جزا اړوند موضوعاتو باندې بحث کاوه. دا قانون په ۸ بابونو او ۵۲۳ مادو کې تنظیم شوی و او د مخکنیو قوانینو په څېر یې تعزیري جرمونه او جزاوې مشخصې کړې وې.
وروسته له هغې چې د اماني دورې قوانین د یو شمېر روحانیونو له مخالفت سره مخ شول، د نادرشاه او ظاهرشاه د واکمنیو پر مهال د جزا د قانون د تدوین په برخه کې ډېر احتیاط وشو. ان تر دې چې د شاهي نظام تر ړنګېدو پورې، افغانستان له اماني دورې وروسته کوم بېل مدون جزایي قانون نه درلود.
سره له دې چې د اعلیحضرت ظاهر شاه د سلطنت په وروستیو کلونو کې د جزا قانون پر مسودې کار وشو، خو د هغې د نافذېدو لپاره هېڅ عملي اقدام ونه شو، تر هغه چې د افغانستان د لومړي جمهوریت پر مهال پرې بیا کار وشو او بالاخره په ۱۳۵۵ لمریز کال کې نافذ شو.
په دې جزا قانون کې هم د عامه امنیت او د دولت پر ضد جرمونه، د اشخاصو پر ضد جرمونه او د اموالو پر ضد جرمونه او د هغوی جزاوې په صراحت مشخصې شوې وې.
د افغانستان د جزا کوډ
د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور له کودتا وروسته، سره له دې چې د ۱۳۵۵ کال د جزا قانون نافذ پاتې شو، خو تر ۱۳۹۶ لمریز کال پورې د دې قانون تر څنګ ګڼشمېر نور جزایي قوانین او مقررات په بېلابېلو پړاوونو کې وضع او نافذ شول، چې په عملي توګه یې د تطبیق پر مهال ګڼې ستونزې رامنځته کړې.
د دغو ستونزو د له منځه وړلو او د زمانې له غوښتنو او نړیوالو معیارونو سره سم د یوه نوي جزایي قانون رامنځته کول اړین وو، تر څو له یوې خوا جزایي قواعد د وخت غوښتنو ته ځوابویونکي شي او له بلې خوا ټول جزایي مقررات په یوه واحد کوډ (ټولګه) کې مدون شي. له همدې امله، په ۱۳۹۳ لمریز کال کې پر دې کار عملاً پیل وشو او درې کاله وروسته د نوي کوډ مسوده د یوې باصلاحیته کمېټې له خوا، چې زه یې هم د غړیتوب ویاړ درلود، وروستۍ شوه.
یاد کوډ د جمهوررییس اشرف غني له خوا د افغانستان د جزا کوډ په توګه، د یوه تقنيني فرمان له لارې، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې نافذ شو. دا قانون په دوو کتابونو، ۱۶ بابونو، ۱۱۳ فصلونو او ۹۴۰ مادو کې ترتیب شوی و.
دا قانون، چې تر ډېره له نړیوالو معیارونو سره سمون درلود، د عمومي احکامو، د دولت او عامه نظم پر ضد جرمونو، د اشخاصو پر ضد جرمونو او د اموالو پر ضد جرمونو تر څنګ، د افغانستان په تقنیني تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د نړیوالو جرمونو او سازمانورکړ شوو جرمونو په اړه هم ځانګړي نصوص لرل.
د طالبانو جزايي اصولنامه
په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پرځېدو او د طالبانو د واکمنۍ له بیا راتګ سره، دا قانون لغوه شو. او دا دی، له څه باندې څلورو کلونو وروسته، طالبانو د تعزیري جرمونو لپاره نوی قانون نافذ کړ.
په دغه نوي قانون کې د نړیوالو جرمونو، سازمانورکړ شویو جرمونو او سایبري جرمونو په اړه یا څرګند احکام نه تر سترګو کېږي او یا هم ورته په قیاسي ډول او په ټیټه کچه پاملرنه شوې ده، چې دا به په عملي ډګر کې د جزایي عدالت پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کړي.
په افغانستان کې جګړه یوازې د ټوپکو، کودتاو، نظامونو او جغرافیایي بدلونونو تاریخ نه دی؛ دا د روایتونو جګړه هم ده. له ۱۳۵۴ هـ کال څخه تر نن پورې د افغانستان جګړې لږ تر لږه شپږ ځلې د خپل روایت ژبه، تعبیر، توجیه او "د وژلو دلیل" بدل کړی.
په تېرو ۵۱ کلونو کې د افغانستان سياسي تاریخ کې حاکمان راغلل او ولاړل، نظامونه ونړېدل او جوړ شول، خو هغه څه چې بدلېدل یې هېڅکله نه دي تم شوي، د جګړې ژبه او تعبیرونه دي. په هر پړاو کې د وژلو یو نوی دلیل، یو نوې توجیه او یو تازه «دښمن» رامنځته شوی دی.
د داود خان د جمهوري نظام پر ضد د جګړې روایت
۱۳۵۴ کال هغه وخت و چې د محمد داود خان جمهوري نظام په کابل کې مستحکم و، خو د جګړې د روایت لومړۍ لمبې په ختیځو ولایتونو کې بلېدې.
په لغمان کې د وسلهوالو شورشیانو له خوا لومړی ښوونځی وسوځول شو؛ دلیل یې دا و چې په ښوونځي کې د “کفري نظام” ملاتړ کېږي.
له همدې پېښې پوره یوولس ورځې وروسته په کاپیسا کې درې ښوونکي ووژل شول او بریدګرو ادعا وکړه چې هغوی د داود خان د “کفري حکومت” تبلیغ کاوه.
په دې مرحله کې جګړه د تعلیم پر ضد نه، بلکې د روایت پر ضد روانه وه، هر هغه چا چې د دولت ملاتړ یې کاوه، د دښمن په توګه نښه کېده.
دا مهال حکومت غښتلی و او همدا لامل و، چې ورته پېښې ډېرې نه پېښېدې او نه هم د بغاوت لپاره زمینه برابره وه.
د شوروي او ملاتړو پر ضد یې د جهاد روایت
د ثور له کودتا وروسته افغانستان نوې مرحلې ته داخل شو. جګړه سراسري شوه او د وژنو منطق بېرته له سره تعریف شو.
په ۱۳۵۷ کال کې د نور محمد تره کي واکمني وه، په پنجشېر کې پر یوې پوستې برید وشو او ۱۳ سرتېري پکې ووژل شول، همدا رنګه په ۱۳۵۸ کال د حفیظ الله امین په واکمنۍ کې په خوست کې برید وشو د اتو سرتېرو په ګډون پکې ۲۱ ملکي وګړي ووژل شول، په ۱۳۶۳ کال کې ببرک کارمل واکمن و، په بلخ کې په یو برید کې د درېیو ماشومانو په ګډون ۱۹ ملکي وګړي ووژل شول او ورپسې په ۱۳۶۸ کال د ډاکتر نجیب الله تر واکمنۍ لاندې په جلال اباد کې د پرلپسې توغندیو له امله ۸۹ ملکي وګړي چې ماشومان او ښځې پکې شاملې وې ووژل شول، خو د دغو ټولو پېښو څخه وروسته د حکومت مخالفې ډلې یا مجاهدینو تقریباً ورته اعلامیې خپرې کړې وې او ویلي یې وو چې د شوروي اتحاد ملاتړي یا د شوري اتحاد ځواکونه یې په نښه کړي دي.
دا د یوې اوږدې جګړې چې سلګونه زره افغانان پکې ووژل شول، کوچنۍ نمونې دي، خو له هرې پېښې وروسته په خپرو شویو اعلامیو کې نږدې یو شان جملې تکرارېدې: «موږ د شوروي ځواکونه او د هغوی ملاتړي په نښه کړي.» حتا که قربانیان ماشومان، ښوونکي یا بزګران هم وو، خو خبره هماغه وه: روایت جواز ورکوي.
ماشومان، ښځې، ښوونکي، بزګران، سرتېري او ملکي کارکوونکي ټول د داسې روایتونو تر سیوري لاندې وژل شوي چې هر ځل یې نوی نوم او نوې توجیه درلوده.
د افغانستان درې نسلونه د داسې جګړې لاندې لوی شوي چې دلیل یې هر ځل بدل شوی، خو د مور د ژړا اواز یې هېڅکله نه دی بدل شوی.
دا روایتونه معمولاً د حاکمانو پر وړاندې د بغاوتګرو له خوا جوړ شوي وو، خو حاکمان له ځانه د دفاع لپاره د هېواد د استقلالیت، د ولس د هوساینې او پر ځان بسیا افغانستان روایتونه وړاندې کول او کوي.