اسراییلي رسنۍ اې۲۴ نیوز د ګراهام په حواله لیکلي، د اسراییل او امریکا په وړتیا باور لري چې د ایران پر رژیم به پرېکنده ګوزار وکړي. دغه امریکايي سناتور وویل: «د ایران رژیم د خپل تاریخ تر ټولو کمزوري حالت کې دی او د ایران په اړه د ټرمپ او نتنیاهو ترمنځ هېڅ اختلاف نهشته».
ګراهام زیاته کړه، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران کې «د حکومت بدلون» تر ټولو غوره انتخاب بللی دی. له بل پلوه د اسراییل د لومړي وزیر دفتر خبر ورکړی، چې ګراهام په اورشلیم کې له بنیامین نتنیاهو سره ولیدل.
د اسراییل پخواني لومړي وزیر نفتالي بېنټ هم د ګراهام سره تر لیدنې وروسته وویل، چې دوی د ایران وضعیت او د تهران پر وړاندې د عمل لپاره د انتخابونو په اړه بحث کړی دی. هغه ټینګار وکړ، چې ایران په خپل تر ټولو کمزوري حالت کې دی، د فشار وخت رارسېدلی او د اسراییل ټول سیاسي بهیرونه په دې برخه کې متحد دي.
سراجالحق زیاتوي: «په هغه وخت کې د خواجه اصف پلار په مرکزي شورا کې ناست وو. د هغه دریځ دا وو، که دا اژدهار موږ په افغانستان کې بند نهکړو او د روس دا توپان له تورخم څخه ها خوا موږ بند نهکړو، نو دا به پاکستان او له پاکستان پس نورو اسلامي هېوادونو ته هم ورسېږي».
د جماعت اسلامي پخوانی مشر د خواجه اصف دغو څرګندونو ته چې ګواکې پاکستان چې د افغانستان په دوو جګړو کې ښکېل وو، د دین او یا اسلامي ارزښتونو لپاره نهوې او جنرال ضیاءالحق او جنرال پروېز مشرف له افغان جګړې څخه یوازې د مشروعیت لپاره ګټه اخېسته وویل: «د خواجه اصف سهار یو بیان وي ماښام بل بیان وي. زه یې ډېر سنجیده نهاخلم، په هر حال چې هر څه یې ویلي، غلطه خبره یې کړې ده».
تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمتالله نبیل هم ویلي وو، چې «خواجه اصف جدي مه ګڼئ» او زیاته کړې یې وه، چې پاکستان له پيل څخه د منطقې د نيابتي لوبو او ايډيالوژۍ پروژه وه، نه يو هېواد چې رښتينی ملي روایت او ارزښت ولري.
هغه په ډاګه کړې وه، دا چې نن پاکستان وايي: «موږ هم قرباني شوو»، دا يوازې نيمه خبره ده. پاکستان يوازې قرباني نه و؛ پخپله يې پرېکړه وکړه، لاره يې وټاکله او کلونه يې د جګړې، ايډيالوژۍ او د دين له نوم څخه د وسيلې په توګه کار واخيست.
په تېرو لسو کلونو کې فرانسه د هند له مهمو دفاعي او اقتصادي شریکانو څخه ګرځېدلې ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه چې تر ډېره پر دفاعي او هوايي صنعت ولاړه ده، شاوخوا ۱۵ میلیارده یورو اټکل شوې ده. همدارنګه، په هند کې د فرانسې مستقیمه بهرنۍ پانګونه نږدې ۱۳میلیارده یورو ښودل شوې ده.
جیوپولیټیک بدلونونه او د اوکراین موضوع
تمه کېږي، چې د دې اوونۍ خبرې به د نړۍ اقتصادي بېثباتۍ هم راونغاړي چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د ګمرکي تګلارو له امله رامنځته شوې او همدارنګه په سیمه کې د چین د نفوذ موضوع به هم وڅېړل شي.
له بلې خوا، د اوکراین جګړه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې له حساسو موضوعاتو څخه ده. هند تر اوسه د روسیې هغه یرغل چې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین وشو، نه دی غندلی او له مسکو څخه د تېلو پېرلو ته یې دوام ورکړی دی. ټرمپ ادعا کړې، چې هند د دغو پېرلو د بندولو ژمنه کړې، خو نوي ډیلي تر اوسه دا خبره په رسمي ډول نه ده تایید کړې.
د هند د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې د دې لیدنې موخه «د ستراتېژیکې ملګرتیا پیاوړتیا او نوو برخو ته د هغې غځول» دي. څارونکي هم د مکرون او مودي ترمنځ نږدې شخصي اړیکو ته اشاره کوي او دا اړیکې د دوه اړخیزو همکاریو په پرمختګ کې اغېزمنې بولي.
د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراجالحق له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره مرکه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړو تر شا استعماري قوت دی، پخوا دغه ډول چارې انګرېزانو کولې او اوس د امریکا پالیسي ده. نوموړی روان وضعیت د امریکا په ګټه ګڼي او دواړه لوري خبرو ته رابولي.
د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراجالحق چې څه موده مخکې د طالبانو په بلنه افغانستان ته سفر کړی و، له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې امریکا او ناټو په افغانستان کې د خپلې «ماتې» غچ اخیستنې لپاره غواړي افغانستان او پاکستان په جګړه کې وي.
سراجالحق وايي: «امریکا پر دې پوهه ده چې په ډاګه نه پاکستان او نه هم افغانستان ته نقصان رسولی شي، لهذا هغه د خپل درد د کمولو لپاره ښه لاره ورته دا ښکاري چې دغه دواړه ملکونه له یو بل نه په فاصله کې شي او له یو بل سره په جنګ کې شي».
سراجالحق وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړې تر شا د امریکا لاس دی او زیاتوي: «فکر کوم چې په دې علاقه کې چې څومره شخړې دي د دې تر شا هغه د استعمار سوچ او استعماري قوت دی. پخوا یې هم همدا کار کړی دی. انګرېز چې کله هند ته راته دلته واړه ریاستونه او نوابۍ وې، ښه په خوند او رنګ یې ژوند تېراوه، هغوی یې له یو بل سره وجنګول او بیا یې پر ټول هند قبضه وکړه. اوس د امریکا هماغه پالیسي ده».
د هغه په باور، د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه کې د امریکا ګټه ده او په وینا یې: «چېرته چې جنګ کېږي نو مړي د ځايي خلکو کېږي، خو کارخانې د اسلحې د امریکې چلېږي.»
مولانا سراجالحق تر دې مخکې د روان کال د لړم په ۲۱مه په پښتونخوا کې د امن جرګې پر مهال وینا کې ویلي وو، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د هند په ګټه ده.
نوموړي یو ځل بیا په پاکستان کې د امن راوستلو لپاره له طالبانو د مرستې غوښتنه وکړه او په باور یې، پاکستان او افغانستان په یوازې سر امن نهشي راوستلی او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو پر همکاریو ټينګار لري.
سراجالحق وايي: «موږ افغانستان ته هم دا خبره کوو چې په پاکستان کې د امن راوستلو لپاره دې افغان حکومت د پاکستان له حکومت سره تعاون وکړي. دواړه ملکونه باید دا یوه مشترکه مسله وګڼي او د دې خاورې د پرمختګ لپاره امن ضروري دی او امن نه پاکستان او نه افغانستان په یوازې سر راوستی شي».
سراجالحق د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو له لارې د روانو ناندریو د حل غوښتنه لري او زیاتوي: «موږ دواړو ته وایو چې د دې پر ځای چې تاسې لوی طاقتونه سره کېنوي او د خبرو مېز ته مو راوغواړي، ولې په خپله نهکېنئ او خپلې مسلې خپله ولې نه حل کوئ».
نوموړی پرته له دې چې د ټيټيپي نوم واخلي وايي، په پاکستان کې د هر ډول ترهګرۍ خلاف دی او په باور یې، دمګړی پاکستان له ډېر لوی سرخوږي سره مخ دی او هره ورځ په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې بریدونه کېږي او زیاتوي: «د دغو بریدونو تر شا یو سټلایت سیستم دی، داسې ساده نظام نهدی. هغوی ته موږ دعوت ورکوو چې په جمهوري لاره او د عوامو په رایه خپلې اجنډا عملي کړي. نو که دوی دا کار د هر چا په وینا کوي، که امریکا یا بل هر چا په وینا کوي، پایله یې نه د هغوی په ګټه ده او نه هم د پاکستان».
هغه په دې مرکه کې څرګنده کړه، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له جګړې مخکې د سوداګرۍ د راکړې ورکړې کچه ۲ اعشاریه ۷ میلیارده ډالرو ته رسېده، خو اوس دغه بهیر راپرېوتی دی.
سراجالحق د افغانستان په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې هم وغندلې او په وینا یې «[خواجه اصف] هر څه یې چې ویلي دي غلطې خبرې یې کړې دي».
دغه تمرين په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ خورا زيات شوي دي. د دواړو لوریو خبرې اترې د ايران د اټومي پروګرام په اړه وروسته له هغه بيا پيل شوې، چې پخوانۍ خبرې د اسراییل له لوري پر ايران د ۱۲ ورځنۍ هوايي او توغنديزې جګړې پر مهال درېدلې وې.
متحده ايالاتو ګواښ کړی، چې که خبرې اترې ناکامې شي، نو د اسلامي جمهوريت پر ضد به پوځي ګام واخلي. په ځواب کې د ايران پوځي او سياسي چارواکو ويلي، چې د امريکا د هر ډول احتمالي بريد پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.
هرمز تنګی د ايران او عمان ترمنځ يوه سټراتيژيکه او مهمه سمندري لاره ده، چې فارس خليج د عمان له خليج او عرب سمندر سره نښلوي. د امريکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې دغه تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد تر ټولو مهم ځای بللی دی. د اوپک غړو هېوادونو لکه سعودي عربستان، متحده عربي امارات، کويټ او عراق د استخراج شویو خامو نفتو لويه برخه له همدې لارې تېرېږي او نړۍوالو بازارونو ته رسېږي.
ځينې شننې ښيي، چې که د متحده ايالاتو له لوري پر ايران پوځي يرغل وشي، نو تهران به د هرمز تنګي تړل د فشار د وسيلې په توګه وکاروي.
واشنګټنپوسټ راپور ورکړی، چې تر سختې وینې تویېدنې او د لاریونوالو تر ځپل کېدو وروسته لا هم د ایرانیانو غوسه کمه شوې نه ده او هممهاله حکومت په کمزوري موقف کې له امریکا سره مذاکراتو ته دوام ورکړی دی.
د بشري حقونو د بنسټونو د راپورونو لهمخې، د ایران د ملي پاڅون پرمهال ځپنه کې زرګونه کسان وژل شوي او لسګونه زره نور نیول شوي دي او د نیونو څپه لا هم روانه ده. راپورونو کې همداراز راغلي، چې ایراني ټولنه د حیرانتیا او غم په حالت کې ده، د ځینو کسانو د جنازو په مراسمو کې او د کورونو له کړکیو څخه د حکومت ضد شعارونه اورېدل کېږي او ان د امنیتي وضعیت فشار ښوونځیو ته هم رسېدلی دی.
دغه راپور همدارنګه څرګندوي، چې د ایران اسلامي جمهوریت له امریکا سره د تازه اټومي خبرو اترو په درشل کې په یوه نازک حالت کې دی.
یوه څېړونکي واشنګټنپوسټ ته ویلي، چې د ایران حکومت د پراخ تاوتریخوالي او ویرې اچولو له کبله هڅه کوي، چې د خپلې واکمنۍ دوام تضمین کړي، خو همدا داخلي کمزوري کولی شي د خبرو اترو پر مهال د لویو امتیازونو ورکولو کې د تهران لاسونه وتړي.
له بلې خوا، د ټرمپ حکومت هم د ډیپلوماتیکو هڅو تر څنګ سیمې ته نور پوځي ځواکونه لېږلي او د نظامي اقدام امکان یې هم مطرح کړی دی؛ داسې وضعیت چې د خبرو اترو راتلونکې او د سیمې ثبات یې له لا زیاتو ستونزو سره مخ کړی دی.