سراجالحق زیاتوي: «په هغه وخت کې د خواجه اصف پلار په مرکزي شورا کې ناست وو. د هغه دریځ دا وو، که دا اژدهار موږ په افغانستان کې بند نهکړو او د روس دا توپان له تورخم څخه ها خوا موږ بند نهکړو، نو دا به پاکستان او له پاکستان پس نورو اسلامي هېوادونو ته هم ورسېږي».
د جماعت اسلامي پخوانی مشر د خواجه اصف دغو څرګندونو ته چې ګواکې پاکستان چې د افغانستان په دوو جګړو کې ښکېل وو، د دین او یا اسلامي ارزښتونو لپاره نهوې او جنرال ضیاءالحق او جنرال پروېز مشرف له افغان جګړې څخه یوازې د مشروعیت لپاره ګټه اخېسته وویل: «د خواجه اصف سهار یو بیان وي ماښام بل بیان وي. زه یې ډېر سنجیده نهاخلم، په هر حال چې هر څه یې ویلي، غلطه خبره یې کړې ده».
تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمتالله نبیل هم ویلي وو، چې «خواجه اصف جدي مه ګڼئ» او زیاته کړې یې وه، چې پاکستان له پيل څخه د منطقې د نيابتي لوبو او ايډيالوژۍ پروژه وه، نه يو هېواد چې رښتينی ملي روایت او ارزښت ولري.
هغه په ډاګه کړې وه، دا چې نن پاکستان وايي: «موږ هم قرباني شوو»، دا يوازې نيمه خبره ده. پاکستان يوازې قرباني نه و؛ پخپله يې پرېکړه وکړه، لاره يې وټاکله او کلونه يې د جګړې، ايډيالوژۍ او د دين له نوم څخه د وسيلې په توګه کار واخيست.
د ايران پارلمان د اوبو، طبيعي زېرمو او کرنې د کمېسيون يو غړی اردقلي ابراهیمي وایي، طالبانو له ایران سره د اوبو په برخه کې لا تراوسه خپل تعامل نه دی عملي کړی. د نوموړي په خبره، طالبان د هلمند له سیند څخه یو څاڅکی اوبه هم د ایران پر لور نه پرېږدي.
هغه له اېراف خبري اژانس سره مرکه کې ویلي: «وچکالي هم خپل حد او اندازه لري؛ هغه اوبه چې په لوړو سيمو کې شته او ان وروستی بند چې د پولې ترڅنګ په صفري کرښه کې جوړ شوی، د دې لامل شوی چې ټولې اوبه او روانې سېلابي اوبه واړول شي؛ يعنې ان يو څاڅکی اوبه هم د ايران پر لور نه پرېږدي».
نوموړي د هلمند له سيند څخه د ايران د شاوخوا ۸۲۰ ميليونه مکعب مترو قانوني حق پر ټينګار سره د اوبو په ډيپلوماسۍ کې د اړوندو ادارو د جدي تعقيب غوښتنه وکړه.
نوموړي د ايران د چاپېريال ساتنې ادارې د مشرې شینا انصاری د هغو څرګندونو په اړه چې له طالبانو سره يې د حقابې پر سر د خبرو يادونه کړې وه، وويل: «دا موضوع د نړۍوال هامون تالاب پورې تړاو لري؛ هغه تالاب چې د سيمې له مهمو طبيعي زیستچاپېريالونو څخه ګڼل کېږي او د ايران او افغانستان پر ګډه پوله پروت دی». هغه زیاته کړې، له همدې امله د اوبو په ډيپلوماسۍ کې بايد جدي هڅې وشي او ادارې لکه د چاپېريال ساتنې سازمان، د برېښنا او اوبو وزارت او د بهرنيو چارو وزارت بايد په کلکه خپل حق وغواړي.
د ایران د پارلمان دې غړي د طالب چارواکو د وچکالۍ د ادعاوو په ځواب کې وويل: «افغاني لوری معمولاً وخت ټاکي او وايي چې غواړو شرايط وڅېړو، خو حقيقت دا دی چې موضوع روښانه ده. وګورئ، په کجکي بند او کمالخان بند کې په عملي ډول ټولې اوبه زېرمه او مهار شوې دي».
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمخه څو څو ځله ایراني چارواکو ویلي چې د هلمند سیند د حقابې په تړاو یې له طالبانو سر خبرې اترې کړې دي او همداراز د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم منلې، چې د اوبو د ډېروالي په صورت کې له ایران سره په دې برخه کې همکاري کولای شي.