مسیح علي نژاد ایرانۍ خبریاله، لیکواله او د ښځو د حقونو فعاله ده، چې د اجباري حجاب پر ضد یې «زما پټه ازادي» کمپاین پرمخ وړی دی.
هغې د ایران د پارلمان د خبریالې په توګه هم فعالیت کړی و، خو د ۱۳۸۸ کال له جنجالي ټاکنو وروسته یې ایران پرېښود او اوس په امریکا کې ژوند کوي.
علي نژاد د جایزې ترلاسه کولو پر مهال د ایران د حکومت اقداماتو ته اشاره وکړه او جایزه یې د ایران خلکو او د وروستیو اعتراضونو قربانیانو ته ډالۍ کړه. هغې له اروپایي مشرانو وغوښتل چې د ایران د لاریونونو د قربانیانو ملاتړ وکړي.
په دې غونډه کې وینزویلایي فعال پدرو اوروچورتو نوسلي هم د خپلې سیاسي مبارزې په خاطر جایزه ترلاسه کړه. هغه په وینزویلا کې د اپوزیسیون د رهبرانو ملاتړ کړی و.
ګډونوالو ټینګار وکړ چې د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه بحثونه باید د ښځو، مدني ټولنې او سیاسي استازو په پراخ ګډون وشي، څو یو مشروع او دوامدار سیاسي چوکاټ رامنځته شي.
د جلاوطنه حکومت د جوړېدو په اړه په اتریش کې د افغانستان سفیرې منیژه باختري له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل چې په تبعید کې د حکومتونو جوړول تاریخچه لري او دا فکر په پخواني او معاصر وخت کې هېوادونو تجربه کړی. د هغې په وینا دا کار هغه وخت شونی دی چې په کوردننه د خلکو، سیاسونو او مدني ټولنو ترمنځ همغږۍ موجودې وي.
هغې زیاته کړه:« تر ټولو مهمه خبر داده چې نړیواله ټولنه باید طالبان په رسمیت ونه پیژني او تر یو جدي تغییر راتلو دې پر دغې ډلې فشارونه او تحریمونه ډېر کړي».
دا هغه سیمې دي چې یا پکې له پخوانیو جګړو کارېدلې مرمۍ پاتې دي، یا د طالبانو د جګړې سیمې وې او یا هم غرني او لرې پراته کلي لري، چې د ماین پاکانو لاسرسی ورته سخت دی.
د افغانستان انټرنشنل-پښتو د څېړنو او پلټنو له مخې، د ماین چاودنو او ناچاودو مرمیو د چاودېدو د قربانیانو تر ټولو ستره برخه ماشومان، په ځانګړې توګه هلکان جوړوي.
د ډېرو ماشومانو عمرونه د شپږو او څوارلسو کلونو ترمنځ دي. هغوی یا له ناچاودو مرمیو سره د لوبو پر مهال، یا د څارويو څرولو، کباړ ټولولو، بوټو راټولولو او یا هم کور ته د مهماتو د انتقال پر وخت د چاودنو ښکار شوي دي.
د پېښو د ارزونې په بهیر کې دا روښانه شوه، چې هلکان تر ټولو ډېر زیانمن پاړکی دی.
په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې داسې پېښې هم ثبت شوې چې په یوه چاودنه کې له لسو ډېر کسان قرباني شوي دي.
د عمر او جنسیت پر بنسټ شمېرې ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې هلکان له نیمایي ډېره (۲،۳۵۱) مرګ ژوبله لري.
لاهم پراخې سیمې له ماینونو پاکې نه دي
په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې لسګونه زره ماینونه پاک شوي دي، خو د هېواد پراخې سیمې لا هم له خطره ډکې دي او اوس د ماین پاکۍ د چټکتیا تر ټولو لوی خنډ د بودجې کمښت بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ خدمت ادارې د اړیکو مسوول لي وودیر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ځمکنیو ماینونو د مانیټور له مخې، له ۲۰۲۱ کال نه تر ۲۰۲۶ کال پورې په افغانستان کې ټول ۲۹،۲۸۲ ماینونه پاک شوي، چې له دې ډلې ۱۴،۳۳۴ یې لاسجوړماینونه دي.
په همدې موده کې ټولټال ۴۷۷،۶۱ مربع کیلومتره ځمکه پاکه شوې، چې ۲۲،۰۷ مربع کیلومتره له لاسجوړو ماینونو او۱۱۵،۵۳ مربع کیلومتره له پرسونل او ټانک ضد ماینونو پاکه شوې ده.
دغه راز ۳۴۰ مربع کیلومتره هغه ساحې هم پاکې شوې دي، چې د جګړې ډګرونه پاتې شوي دي.
خو سره له دې هم لا په ټول هېواد کې۱،۰۶۹،۸۴ مربع کیلومتره ځمکه د ماینونو او د جګړې د مهماتو له کبله ککړه ده.
په دې کې څه باندې ۷۰۷ کیلومتره مربع یا تر ټولو ډېره برخه هغه سیمې دي، چې وسله والو ډلو د جګړې د ډګرونو په توګه کارولې دي او هلته ناچاودې مرمۍ او مهمات پاتې دي. د پاکې شوې ځمکې ډېره برخه، نږدې ۳۴۰ کیلومتره مربع هم د جګړې پخوانۍ سیمې او د ډزو ډګرونه دي. منظم په ماین ککړې سیمې یوازې ۱۱۵،۵۳ کیلومتره مربع اټکل شوې او د لاسجوړو ماینونو ساحې ۲۲،۷ کیلومتره مربع جوړوي.
له ۱۹۸۸ کال راهیسې، د ماین پاکۍ شریکانو تر ۱۳ میلیونو ډېر ناچاوده توکي، نږدې ۷۶۴ زره پرسونل ضد ماینونه او له ۳۳ زرو ډېر د وسایطو ضد ماینونه پاک کړي دي. له دې لارې تر ۳،۶۲۲ مربع کیلومتره زیاته ځمکه د استوګنې، کرنې، اوبو لګولو او زده کړو لپاره بېرته خلکو ته سپارل شوې او ۳،۵۱۷ ټولنې ترې ګټمنې شوې دي.
خو په ماین د ککړو سیمو شمېرې ښيي چې تر ټولو پېچلې او تخنیکي ککړتیاوې لا هم ورو او په لوړ لګښت پاکېږي.
پنځه کاله، څلورزرو تنو ته مرګ ژوبله
په تېرو څو کلونو کې انساني مرګ ژوبله، که څه هم په ښکاره ډول کمه شوې، خو لا هم درنه ده.
د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ، چې د طالبانو د واک دوره ګڼل کیږي، د ماینونو او ناچاودو توکو چاودنو ټولټال ۴،۱۷۸ کسان زیانمن کړي دي، چې ۱،۲۵۹ یې وژل شوي او ۲،۹۱۹ ټپیان دي.
کلنۍ مرګ ژوبله په ۲۰۲۱ کال کې له ۱،۴۴۸ څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۴۷۱تنو ته راکمه شوې، چې نږدې دوه پر درېیمه برخه کمښت ښيي. مرستندویه ادارې دا کمښت د هدفمندې ماین پاکۍ او د عامه پوهاوي له پروګرامونو سره تړي، خو وایي چې پرمختګ په ټولو ولایتونو کې یو ډول نه دی.
یوازې عام خلک نه دي، چې د ماینونو او ناچاودو توکو ښکار کیږي. ددې برخې مسلکي کسان هم کله کله د ماین پاکۍ په بهیر کې د پېښو ښکار کیږي.
د۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ماین پاکۍ ټیمونو ۱۴ پېښې ثبت کړې دي چې ۲۲ماین پاکان پکې ټپیان یا وژل شوي دي.
د۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ماین پاکۍ ټیمونو ۱۴ پېښې ثبت کړې دي چې ۲۲ماین پاکان پکې ټپیان یا وژل شوي دي.
دا خطرونه هغه مهال لا ډېریږي، چې عملیات له پرانېستو جګړهییزو سیمو څخه ګڼ مېشتو او تخنیکي پېچلو ځایونو ته لېږدیږي.
تر ۲۰۲۱ کال پورې د ماین چاودنو له پېښو د افغانستان انټرنشنل تحلیل ښيي چې د سړک غاړې ماینونو او لاسجوړو چاودېدونکو توکو ډېره برخه د هغو کلونو محصول دی چې طالبان د دولت پر وړاندې د وسلهوالې جګړې یو فعال اړخ و. دې ډلې په پراخه کچه د سړکغاړې ماینونه، لاسجوړ چاودېدونکي توکي، د هاوان مرمۍ او نور مهمات د خپلې غلچکۍ جګړې د تاکتیکونو په توګه کارول.
له۲۰۲۱ کال وروسته د مرګژوبلې د کچې کمېدل ښيي چې د نویو ماینونو او چاودېدونکو توکو اېښودل او استعمال درېدلي دي.
له۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې د نړیوالو بشري حقونو او د جګړې د قوانینو له مخې، افغان دولت او ورسره مل ناټو او امریکايي ځواکونو د ځمکنیو ماینونو د اېښودو قانوني صلاحیت نه درلود. افغانستان د ځمکنیو ماینونو د منع نړیوال کنوانسیون (Ottawa Convention) غړی واو ناټو ځواکونه هم د خپلو کورنیو پوځي مقرراتو له مخې د پرسونل ضد ماینونو له کارولو منع وو. له همدې امله، له۲۰۰۱ کال وروسته د ډېری نویو ماینونو، په ځانګړي ډول د لاسجوړو چاودېدونکو توکو استعمال د طالبانو د جګړه ییزو تاکتیکونو برخه ګرځي.
د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ شمېرې ښيي چې د جنګیالیو ډلو د جګړې پت اړخ هره ورځ را برسېره کیږي او له یوچا لاس، پښه، سترګې او له چا ژوند اخلي.