په کابل کې له مارکېټونو راټول شوي نږدې ۱۰۰ ټنه بې کیفیته توکي له منځه وړل شوي

د طالبانو کابل ښاروالۍ او ددې ډلې استخباراتو او د امربالمعروف وزارت کارکوونکو له مارکېټونو راټول شوي نږدې ۱۰۰ټنه نېټه تېر او بې کیفیته خوراکي توکي سوځولي دي.

د طالبانو کابل ښاروالۍ او ددې ډلې استخباراتو او د امربالمعروف وزارت کارکوونکو له مارکېټونو راټول شوي نږدې ۱۰۰ټنه نېټه تېر او بې کیفیته خوراکي توکي سوځولي دي.
په راټولو شویو توکو کې شیدې، بیسکټ، غوړي، پنیر، کنسرو شوې لوبیا او نخود، رومي بادنجان، چپس، پاپړ، دغه راز یو شمېر مثرفي توکي لکه صابون، شامپو او نور مینځنتوکي شامل وو.
دغه راز ، یو شمېر لوډسپیکرونه هم د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لپاره راټول شوي.
د طالبانو اړونده چارواکو ویلي چې د ښاریانو روغتیا خوندي ساتلو لپاره به څارنه روانه وي او له پلورونکو او خلکو یې غوښتنه کړې چې د توکو نېټه او کیفیت ته جدي پام وکړي.


په دې ورځو کې په پاکستان او افغانستان کې له افغان کورنیو د جرمني مالي ملاتړ پای ته رسېږي. سلګونه کسان اړ دي چې د جرمني په تمویل کرایه شوي مېلمستونونه او خوندي کورونه پرېږدي.
د جرمني اېن ډي ار رپوټ ورکړی، چې په کابل او اسلام اباد کې سلګونه افغانې کورنۍ اوس اړې دي، چې د برلین په ملاتړ کرایه شوي مېلمستونونه او کورونه پریږدي، ځکه ددوی د ملاتړ بهیر نور پای ته رسیږي.
یو شمېر کسانو ته د جرمن يد نړیوالې پراختیا ادارې جي ای زیډ برېښنالیک استولی، چې « موږ بښنه غواړو چې تاسې ته ښه خبر نه لرو».
د فبروري پر ۱۹مه نېټه په اسلام اباد کې له میشتو هغو افغانانو نه د جرمني ملاتړ پای ته رسېږي، چې دغه هېواد ته د تګ شرایط یې نه دي پوره کړي.
اېن ډي ار د یوې افغانې مېرمنې له قوله ویلي، چې په کابل کې هیڅ هوټل یا مېلمستون یوازې ښځو ته کوټه نه ورکوي، ځکه هغوی وېرېږي چې د ښځو د محرم نه درلودو له امله به ونیول شي او ماشومان به ترې یووړل شي.
په دې وورستیو کې په کابل کې د افغانانو د منلو پروګرام اړوند یو «خوندي کور» طالبانو تلاشي کړی هم و.

د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر ۵مه د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ په ټټنګ کلي کې دوو ماشومانو د کباړ په بوجیو کې کور ته یوه ناچاودې مرمۍ یووړه او په دې فکر، چې عادي اوسپنه ده، نغري ته یې واچوله، خو مرمۍ وچاودېده. په پېښه کې یوه نجلۍ ځای پرځای مړه شوه او د هغې مور او یوه بله ماشومه ژوبلې شوې.
افغانستان سره له دې چې له څلورو لسیزو جګړو وروسته د لویو نښتو له پړاوه وتلی، لا هم هره اونۍ د یوې بلې، پټې جګړې شاهد دی. دا هغه ماینونه او ناچاودې مرمۍ دي، چې کلونه مخکې ښخ شوي او کارول شوې، خو لاهم د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند اخلي.
د عمر او جنسیت پر بنسټ شمېرې ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې هلکان له نیمایي ډېره (۲،۳۵۱)مرګ ژوبله لري.
نارینه ۱،۰۷۶ تنه زیانمن شوي، په داسې حال کې چې نجونې او ښځې په ټوله کې ۷۵۱ دي. دغه وضعیت د دې ښکارندوی دی چې ماشومان د څارویو ساتنې، لوبو، کرنې او د فلزي توکو یا کباړ راټولولو پر مهال له ګواښناکو سیمو سره ډېر په اړیکه کې دي.
د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، چې طالبان واک ته ورسېدل او پراخې جګړې پای ته ورسېدې، تمه کېده، چې د ملکي مرګژوبلې کچه به راټیټه شي. خو د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ شمېرې ښيي چې د جنګیالیو ډلو د جګړې پت اړخ هره ورځ را برسېره کیږي او له یوچا لاس، پښه، سترګې او له چا ژوند اخلي.

د ناچاودو ماینونو پېښې نږدې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ثبت شوې دي، خو د افغانستان انټرنشنل د پلټنو له مخې، تر ټولو ډېرې پېښې په هغو ولایتونو کې دي، چې د طالبانو د جګړو اصلي مرکزونه پاتې شوي دي. پکتیا، ننګرهار، کونړ، لغمان، سمنګان، میدان وردګ، غزني، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، فاریاب، کندز، بدخشان او بادغیس په دې وروستیو کې د ناچاودو مرمیو تر ټولو ډېرې پېښې لري.
دا هغه سیمې دي چې یا پکې له پخوانیو جګړو کارېدلې مرمۍ پاتې دي، یا د طالبانو د جګړې سیمې وې او یا هم غرني او لرې پراته کلي لري، چې د ماین پاکانو لاسرسی ورته سخت دی.
د افغانستان انټرنشنل-پښتو د څېړنو او پلټنو له مخې، د ماین چاودنو او ناچاودو مرمیو د چاودېدو د قربانیانو تر ټولو ستره برخه ماشومان، په ځانګړې توګه هلکان جوړوي.
د ډېرو ماشومانو عمرونه د شپږو او څوارلسو کلونو ترمنځ دي. هغوی یا له ناچاودو مرمیو سره د لوبو پر مهال، یا د څارويو څرولو، کباړ ټولولو، بوټو راټولولو او یا هم کور ته د مهماتو د انتقال پر وخت د چاودنو ښکار شوي دي.
د پېښو د ارزونې په بهیر کې دا روښانه شوه، چې هلکان تر ټولو ډېر زیانمن پاړکی دی.
د نجونو د مړینې او ټپي کېدو پېښې په هغو کلیوالو سیمو کې ډېرې وموندل شوې، چې نجونې د کورنیو په اقتصادي چارو کې برخه اخلي. په ځینو پېښو کې، چې ماشومانو ناچاودې مرمۍ کورونو ته وړې دي، ښځې او نجونې هم قرباني شوې دي.
د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې، د چاودېدونکو توکو له امله د ټولو ثبت شویو قربانیانو ۶۸ سلنه ماشومان دي، چې له هر لسو قربانیانو اووه تنه تشکیلوي. په همدې موده کې ټولټال ۲۷۸ ملکي مرګژوبلې ثبت شوې دي. نږدې ۳۱ سلنه پېښې هغه مهال شوې چې ماشومان له ناچاودو توکو سره په لوبو بوخت شوي دي. اضافي ۸ سلنه پېښې د کباړ د راټولولو پر مهال شوې دي.
په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې داسې پېښې هم ثبت شوې چې په یوه چاودنه کې له لسو ډېر کسان قرباني شوي دي.

لاهم پراخې سیمې له ماینونو پاکې نه دي
په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې لسګونه زره ماینونه پاک شوي دي، خو د هېواد پراخې سیمې لا هم له خطره ډکې دي او اوس د ماین پاکۍ د چټکتیا تر ټولو لوی خنډ د بودجې کمښت بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ خدمت ادارې د اړیکو مسوول لي وودیر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ځمکنیو ماینونو د مانیټور له مخې، له ۲۰۲۱ کال نه تر ۲۰۲۶ کال پورې په افغانستان کې ټول ۲۹،۲۸۲ ماینونه پاک شوي، چې له دې ډلې ۱۴،۳۳۴ یې لاسجوړماینونه دي.
په همدې موده کې ټولټال ۴۷۷،۶۱ مربع کیلومتره ځمکه پاکه شوې، چې ۲۲،۰۷ مربع کیلومتره له لاسجوړو ماینونو او۱۱۵،۵۳ مربع کیلومتره له پرسونل او ټانک ضد ماینونو پاکه شوې ده.
دغه راز ۳۴۰ مربع کیلومتره هغه ساحې هم پاکې شوې دي، چې د جګړې ډګرونه پاتې شوي دي.
خو سره له دې هم لا په ټول هېواد کې۱،۰۶۹،۸۴ مربع کیلومتره ځمکه د ماینونو او د جګړې د مهماتو له کبله ککړه ده.
په دې کې څه باندې ۷۰۷ کیلومتره مربع یا تر ټولو ډېره برخه هغه سیمې دي، چې وسله والو ډلو د جګړې د ډګرونو په توګه کارولې دي او هلته ناچاودې مرمۍ او مهمات پاتې دي. د پاکې شوې ځمکې ډېره برخه، نږدې ۳۴۰ کیلومتره مربع هم د جګړې پخوانۍ سیمې او د ډزو ډګرونه دي. منظم په ماین ککړې سیمې یوازې ۱۱۵،۵۳ کیلومتره مربع اټکل شوې او د لاسجوړو ماینونو ساحې ۲۲،۷ کیلومتره مربع جوړوي.
له ۱۹۸۸ کال راهیسې، د ماین پاکۍ شریکانو تر ۱۳ میلیونو ډېر ناچاوده توکي، نږدې ۷۶۴ زره پرسونل ضد ماینونه او له ۳۳ زرو ډېر د وسایطو ضد ماینونه پاک کړي دي. له دې لارې تر ۳،۶۲۲ مربع کیلومتره زیاته ځمکه د استوګنې، کرنې، اوبو لګولو او زده کړو لپاره بېرته خلکو ته سپارل شوې او ۳،۵۱۷ ټولنې ترې ګټمنې شوې دي.
خو په ماین د ککړو سیمو شمېرې ښيي چې تر ټولو پېچلې او تخنیکي ککړتیاوې لا هم ورو او په لوړ لګښت پاکېږي.
پنځه کاله، څلورزرو تنو ته مرګ ژوبله
په تېرو څو کلونو کې انساني مرګ ژوبله، که څه هم په ښکاره ډول کمه شوې، خو لا هم درنه ده.
د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ، چې د طالبانو د واک دوره ګڼل کیږي، د ماینونو او ناچاودو توکو چاودنو ټولټال ۴،۱۷۸ کسان زیانمن کړي دي، چې ۱،۲۵۹ یې وژل شوي او ۲،۹۱۹ ټپیان دي.
کلنۍ مرګ ژوبله په ۲۰۲۱ کال کې له ۱،۴۴۸ څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۴۷۱تنو ته راکمه شوې، چې نږدې دوه پر درېیمه برخه کمښت ښيي. مرستندویه ادارې دا کمښت د هدفمندې ماین پاکۍ او د عامه پوهاوي له پروګرامونو سره تړي، خو وایي چې پرمختګ په ټولو ولایتونو کې یو ډول نه دی.
یوازې عام خلک نه دي، چې د ماینونو او ناچاودو توکو ښکار کیږي. ددې برخې مسلکي کسان هم کله کله د ماین پاکۍ په بهیر کې د پېښو ښکار کیږي.
د۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ماین پاکۍ ټیمونو ۱۴ پېښې ثبت کړې دي چې ۲۲ماین پاکان پکې ټپیان یا وژل شوي دي.

دا خطرونه هغه مهال لا ډېریږي، چې عملیات له پرانېستو جګړهییزو سیمو څخه ګڼ مېشتو او تخنیکي پېچلو ځایونو ته لېږدیږي.
تر ۲۰۲۱ کال پورې د ماین چاودنو له پېښو د افغانستان انټرنشنل تحلیل ښيي چې د سړک غاړې ماینونو او لاسجوړو چاودېدونکو توکو ډېره برخه د هغو کلونو محصول دی چې طالبان د دولت پر وړاندې د وسلهوالې جګړې یو فعال اړخ و. دې ډلې په پراخه کچه د سړکغاړې ماینونه، لاسجوړ چاودېدونکي توکي، د هاوان مرمۍ او نور مهمات د خپلې غلچکۍ جګړې د تاکتیکونو په توګه کارول.
له۲۰۲۱ کال وروسته د مرګژوبلې د کچې کمېدل ښيي چې د نویو ماینونو او چاودېدونکو توکو اېښودل او استعمال درېدلي دي.
له۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې د نړیوالو بشري حقونو او د جګړې د قوانینو له مخې، افغان دولت او ورسره مل ناټو او امریکايي ځواکونو د ځمکنیو ماینونو د اېښودو قانوني صلاحیت نه درلود. افغانستان د ځمکنیو ماینونو د منع نړیوال کنوانسیون (Ottawa Convention) غړی واو ناټو ځواکونه هم د خپلو کورنیو پوځي مقرراتو له مخې د پرسونل ضد ماینونو له کارولو منع وو. له همدې امله، له۲۰۰۱ کال وروسته د ډېری نویو ماینونو، په ځانګړي ډول د لاسجوړو چاودېدونکو توکو استعمال د طالبانو د جګړه ییزو تاکتیکونو برخه ګرځي.

امرالله صالح، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال و، د ښارونو د محاصرې په ورځو کې د ماینونو د یوې فاریکې په لټه کې و، خو هغه ته قوانینو ددغه کار اجازه نه ورکوله، په ځانګړې توګه اروپايي کمیسیون فشار راوړ چې د ماینونو د کارونې قانوني محدودیتونه مات نه شي.
صالح وروسته وویل، چې طالبانو د خپلو پاکستاني ملاتړو په مرسته هرکال شاوخوا ۲۰ زره ماینونه تولیدول.
په ۲۰۱۳ کال کې یوناما د طالبانو د چاودېدونکو توکو او ماینونو د ځای پرځای کولو په پایله کې ملکي مرګ ژوبله ۳۴ سلنه اعلان کړه، چې د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۱۴ سلنه لوړه شوې وه. څومره چې جګړې شدت پیدا کاوه، په همغه کچه وسله والو طالبانو د هاوان مرمیو، چاودېدونکو توکو او ریموټ کنټرول بمونو استعمال ډېراوه. ډېر دغه توکي ناچاوده پاتې کېدل او پاتې شوني یې پرته له دې، چې د ماین پاکۍ موسساتو ته خبر ورکړل شي، پرځای پرېښودل کېدل. پر دې سربېره ددې ډلې جنګیالیو خپلې وسلې د خلکو په کورونو، جوماتونو او پټیو کې پټولې، چې د ناټو او افغان ځواکونو لاس ته ونه لویږي.
کندهار، هلمند، غزني او خوست په دغو کلونو کې د طالبانو د ناچاوده او ځای پرځای شویو توکو تر ټولو ډېرې پېښې درلودې.
په ۲۰۱۹ کال کې یوناما رپوټ ورکړ، چې د ۳۶۰ تلف شویو ماشومانو دوه پر درېیمه برخه د وروستیو جګړو د ناچاودو توکو له امله دي، چې ګوته پکې طالبانو ته نیول شوې وه. افغان ځواکونو هغه مهال د دودیزو وسلو د کنوانسیون د پنځم پروتوکول د تطبیق میکانیزم لاسلیک کړی و، خو طالبانو په خپلو سیمو کې د ماین پاکانو د فعالیتونو پر وړاندې خنډونه پېښول او په ځینو پېښو کې د ماین پاکۍ ډلې په نښه کېدې او ځینې کارکوونکي یې تښتول کېدل.

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د خدمت د معلوماتو له مخې، له ۱۹۸۹ کال راهیسې له ۴۵ زرو ډېر افغان ملکي وګړي د ماینونو او ناچاودو مهماتو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د اروپايي کمیسیون د شمېرو له مخې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۳۲،۹۰۵ مصنوعي غړي او ملاتړي وسایل جوړ کړي او له ۳۵۳ زره ډېرې فیزیوتراپي ناستې یې برابرې کړې دي. ډېری دغه کسان د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو ژوندي پاتې شوي قربانیان دي.
په ملاتړو وسایلو کې د زنګون فلزي یا پلاستیکي تسمه، ملابند، د پښې د سمون ځانګړي بوټان، د لاس یا مړوند بند او نور مرستندویه وسایل شاملیږي. دغه وسایل ډېری هغو کسانو ته ورکول کېږي چې له ماین چاودنې وروسته یې اعصاب زیانمن شوي، یا د بدن غړي کاږه شوي وي او یا شل شوي وي.
د ماین پاکۍ نړیوال تمویل محدود شوی
د افغانستان له څه باندې ۴۰۰ ولسوالیو څخه نږدې دوه پر درېیمه برخه اوس هم د چاودېدونکو توکو له امله ککړې دي.
شاوخوا درې میلیونه خلک د ماینونو، چاودېدونکو وسایلو او د جګړې له ناچاودو پاتې شونو څخه د یو کیلومتر په واټن کې ژوند کوي. هره میاشت له ۶۰ څخه ډېر کسان، چې ډېری یې ماشومان دي، مري یا معلول کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ سازمان په وینا، سره له دې چې افغانستان د بشردوستانه ماین پاکۍ د نړیوالو عملیاتو مرکز بلل کېږي او دغه فعالیتونه په ۱۹۸۸ کال کې پیل شوي، خو اوس دغه سکتور له مالي کمښت سره مخ دی.
د ۲۰۲۳ کال د بشري ځواب پلان لپاره نږدې دوه پر درېیمه برخه تمویل کسر اټکل شوی و. په دغو کلونو کې د ماین پاکۍ تمویل نیمايي ته راټیټ شو، چې له امله یې اوس د ماین پاکۍ کاري ځواک ۴۰ سلنه کم شوی دی. پخوا شاوخوا ۱۵ زره کسانو په دې برخه کې کار کاوه، خو نن یې شمېر شاوخوادرې زرو تنو ته راټیټ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ خدمت ادارې د اړیکو مسوول لي وودیر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په افغانستان کې جګړه روانه نه ده او د ماین پاکۍ نادولتي موسسې کولی شي په ټول هېواد کې فعالیت وکړي. خو نوموړی د دغه کار پر وړاندې مهم خنډ نړیوال تمویل ګڼي: « یوازینی عامل چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ فعالیتونه محدودوي، تمویل دی».

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر دې دمه له پاکستان او ایران نه ۱۵۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي. دغه ادارې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی.
یونیسیار د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۹مه) ویلي، افغان کډوال داسې یو هېواد ته ستنېږي چې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره مخ په خرابېدو دی. دغه سازمان په افغانستان کې پرلهپسې طبیعي پېښې او کمزوری اقتصادي حالت هم د کډوالو په وړاندې پراته خنډونه یاد کړي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې، چې د ۲۰۲۳کال له اکتوبر میاشتې راهیسې ۵.۴ مېلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. یونیسیار د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې ۵ سلنه ستانه شوي بېرته د افغانستان نه د وتلو نیت لري.
یونیسیار ویلي: «د وتلو دغه پرېکړې په افغانستان کې د پاتې کېدو لېوالتیا د نشتوالي له امله نهدي؛ بلکي د یوه باعزته او باثباته ژوند نه جوړېدو له کبله دي». یاد سازمان د ستنېدونکو افغان کورنیو پر ملاتړ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د ټولنې د اړتیا اړوند به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي د کابل د علماوو او محتسبینو د همغږۍ غونډې ته په وینا کې ټینګار کړی، چې محتسبین کولای شي د قانوني سرغړونې په صورت کې له هر مسوول کس پوښتنه وکړي؛ خو باید له خپل صلاحیته ناوړه ګټه وانخلي او خپلې چارې د «اسلامي اصولو» له مخې ترسره کړي.
هغه په کابل کې د قانون د اغېزمن تطبیق په موخه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې «جرأت د محتسبینو له ځانګړنو څخه دی. تاسو حق لرئ چې د سرغړونو په صورت کې هر مسوول له قانون سره سم له غاړې راونيسئ او پوښتنه ترې وکړئ».
حنفي محتسبینو ته سپارښتنه کړې، چې خپلې دندې د «اسلامي اصولو، نظم او انضباط» په رعایت سره ترسره کړي او له افراط او تفریط ډډه وکړي. هغه زیاته کړې: «له خپل مسؤولیت څخه ناوړه ګټه مه اخلئ، چارې مو له «اسلامي اصولو» سره سمې او له افراط او تفريط پرته مخته یوسئ».
نوموړي همداراز پر اخلاص، ثبات او ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي دي: «د دعوت او اصلاح پر وړاندې شته خنډونو ته مه تسلیمېږئ، خپلو چارو کې د الله رضا په پام کې ونیسئ او په اخلاص سره خپل مسوولیت ته پام وکړئ».
د هغه په وینا؛ یو بنسټیز شرط دا دی، چې محتسب دې له عقیدوي او فکري پلوه پوخوالي ته رسېدلی وي او د دیني مسوولیتونو په ادا کولو کې له صبر، استقامت او زغم کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې خلک د طالبانو له محتسبینو سر ټکوي. تر دې وړاندې د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ویلي و، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو په لارو کې چېک پواینټونه جوړ کړي دي. دوی زیاتوي، چې د څارنې دغه ډلې ځوانانو ته د ږېري د نه خريلو، د مفشنو وېښتانو د نه جوړولو او د موسيقۍ نه اورېدولو لارښوونې کوي.

د ازادۍ په نامه د طالبانو مخالفه جبهه وایي، که د روژې په میاشت کې طالبان پر دوی بریدونه ونه کړي؛ دوی به هم د روژې تر ختمېدو او د اختر په ورځو کې پرې هیڅ برید ونه کړي.
یادې جبهې د روژې د رارسېدو په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کې ویلي، که طالبان د ولسي وګړو او په ځانګړې توګه د مېرمنو پر وړاندې غیرانساني او له تاوتریخوالي ډک چلند بدل نهکړي؛ نو دوی به د روژې په میاشت کې د یادې ډلې پر وړاندې د پوځي ځواب په غوراوي فکر وکړي.
د ازادۍ جبهې نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) د روژې په میاشت کې د خپلو پوځي عملیاتو د ځنډولو خبر ورکړ. یادې جبهې ویلي: «د ازادۍ جبهې جنګیالي د روژې مبارکې میاشتې د درناوي او د روژه لرونکو ښاریانو د ذهني ارامتیا د ساتلو لپاره خپل ټول پوځي عملیات د کوچني اختر تر پایه په یو اړخیزه توګه تر هغه وخته ځنډوي، چې پرې برید ونه شي او د جبهې غړو، سنګرونو او اډو ته مستقیم ګواښ نهوي پېښ».
یادې جبهې خبردرای ورکړی، چې له اختر وروسته به د طالبانو د «ځپونکي او غاصب رژيم» پر وړاندې خپل پوځي پروګرامونه بېرته پيل کړي.