ایران ګوترېش ته ویلي چې د پوځي برید په صورت کې به پرېکنده ځواب ورکړي

ایران د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ته ویلي، که دغه هېواد له پوځي برید سره مخ شي، نو په سیمه کې به د بریدګر هېواد ټولې اډې او تاسیسات قانوني اهداف وګڼي.

ایران د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ته ویلي، که دغه هېواد له پوځي برید سره مخ شي، نو په سیمه کې به د بریدګر هېواد ټولې اډې او تاسیسات قانوني اهداف وګڼي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ په یوه لیک کې ویلي، چې د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې «د پوځي تېري د حقیقي ګواښ نښه ده».
په لیک ویل شوي، چې ایران د جګړې غوښتونکی نهدی.
دغه لیک چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ادرس لیکل شوی، پهکې راغلي، که پر ایران پوځي برید وشي، نو پرېکنده ځواب به ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې د «سولې بورډ» غونډې پرمهال ویلي، که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه معنا لرونکې هوکړه ونهکړي، نو په راتلونکو ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې به له خورا بدو پایلو سره مخ شي.

یوه نوې څېړنه ښيي، چې په جرمني کې توکمپالنه یوازې د اشخاصو فردي چلند نهدی، بلکې د رسمي بنسټونو د جوړښت او ورځنیو کړنلارو برخه ګرځېدلې ده. د لایپزیګ د ټولنیز یووالي د څېړنو د انسټيټیوټ څېړونکو له درې کلنې ارزونې وروسته خپلې دا موندنې خپرې کړې دي.
دوی په دې موده کې د کارموندنې مرکزونه، د کډوالۍ دفترونه، پولیس، ګمرک، محکمې، روغتیايي بنسټونه او د ټولنیزو خدمتونو ادارې څېړلي دي.
د جرمني خبري شبکې دویچهوله د چهارشنبې په ورځ د دغې څېړنې د پایلو په اړه راپور ورکړ او ویې لیکل، چې په یادو ټولو بنسټونو کې توکميز توپیر شته. د راپور لهمخې، د هرې ادارې د کاري دود او د کارکوونکو د واک او صلاحیت د کچې لهمخې، دا تبعیض په بېلابېلو بڼو څرګندېږي.
د څېړنې لهمخې، د ژبې خنډونه له مهمو ستونزو څخه ګڼل شوي دي. ځینو غوښتونکو ته په فعاله توګه مرسته برابریږي، خو هغه کسان چې په جرمني ژبه پوره مهارت نهلري، کله ناکله له خدمتونو بې برخې کېږي او یا هم د ژبې ستونزه د خدمت د نهوړاندې کولو لپاره د پلمې په توګه کارول کېږي.
له دې سربېره، د سیمو تر منځ د عامه لیدلورو او ټولنیز چاپېریال توپیرونه هم د ادارو په چلند او کړنو کې اغېز ښندي او انعکاس مومي.
څېړونکو سپارښتنه کړې، چې د شکایتونو خپلواکې ادارې دې جوړې شي، د پوهاوي او د توکمپالنې ضد روزنیز پروګرامونه دې پراخ شي او له هغو ټولنیزو ډلو څخه چې د تبعیض له ګواښ سره مخ دي، کسان دې د دولتي خدمتونو په ټولو کچو کې وګومارل شي.
دغه څېړنه په ډاګه کوي، چې د توکمپالنې پر وړاندې مبارزه یوازې په قوانینو او مقرراتو نهحل کېږي، بلکې د عامه بنسټونو د جوړښت او کاري کلتور سمون او بدلون هم همغومره ارزښت او اړتیا لري.
په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې یو ځل بیا له فلسطین څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او د اسراییل وروستی اقدام یې د سولې پر وړاندې لوی خنډ بللی دی. په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې ویلي، چې د فلسطین خلکو ته د خپل برخلیک ټاکلو له حق پرته په منځني ختیځ کې ثبات ناشونی دی.
په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې علیا احمد بن سیف الثاني د یاد سازمانو د امنیت شورا په ځانګړې ناسته کې د اسراییل لهخوا د غزې د لویدیځې غاړي د ځمکو د غضب او هلته د نویو اداري بدلونونو په اړه سختې نیوکې کړي او ویلي يې دي، چې اسراییل غواړي په دې اقدام سره د فلسطینیانو د بېځایه کولو لړۍ چټکه کړي.
نوموړې زیاته کړه: «قطر د اسراییل لهخوا د لویدیځې غاړې ځمکې په دولتي نامه اړول په کلکه غندي او دا د فلسطیني ولس د حقونو د غصب یو بل غیرقانوني ګام بولي».
نوموړې ویلي، چې اسراییل په پرلهپسې ډول له اوربند څخه په سرغړونې سره پاروونکي اقدامات کوي او غوښتنه یې کړې چې اسراییل دې په غزه کې د دایمي ثبات لپاره د سولې دویم پړاو ته په بشپړ درناوی ولري.
په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې د خپلو خبرو پر مهال په ټینګار سره ویلي، چې په منځني ختیځ کې تر هغه وخته ثبات ناممکن دی، څو چې د فلسطین خلکو ته د خپل برخلیک د ټاکلو حق نهوي ورکړل شوی.
د لنسټ ګلوبل هېلت مجلې یو څېړنه څرګندوي، چې د اسراییل د پوځي برید په لومړیو ۱۵ میاشتو کې په غزې تړانګه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر تر ۷۵ زرو اوړي. دا شمېر د هغو نږدې ۴۹ زرو کسانو پرتله ډېر لوړ دی، چې همدې موده کې د غزې روغتیايي چارواکو اعلان کړی وو.
دغه علمي او ارزول شوې څېړنه چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، ښيي چې ښځې، ماشومان او سپینږیري د دې مودې د تاوتریخوالي له امله د وژل شویو کسانو شاوخوا ۵۶ اعشاریه ۲ سلنه جوړوي. د څېړونکو په وینا، دا ترکیب په ټوله کې د غزې د روغتیا وزارت له راپورونو سره سمون لري.
د دې څېړنې میداني چارې د «فلسطین د پالیسۍ او سروې څېړنیز مرکز» له لوري ترسره شوې دي. دا بنسټ د فلسطیني نظر پوښتونکي خلیل شقاقي تر مشرۍ لاندې کار کوي او له څو لسیزو راهیسې په لوېدیځه غاړه او غزه کې د عامه افکارو سروېګانې ترسره کوي. د دې مطالعې اصلي لیکوال مایکل سپاګاټ دی، چې د رایل هالووې د لندن پوهنتون استاد دی.
د لیکوالانو په وینا، دا په غزې تړانګه کې د مړینو د کچې په اړه لومړنۍ خپلواکه وګړنیزه سروې ده، چې د روغتیا وزارت پر اداري شمېرو له تکیې پرته ترسره شوې ده. په دې څېړنه کې، د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له ۳۰مې نېټې پیل او په اوو ورځو کې، د غزې په بېلابېلو سیمو کې له دوو زرو فلسطیني کورنیو سره مخامخ مرکې شوې دي.
په راپور کې راغلي: «ګډ شواهد ښيي چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر پنځمې پورې، د غزې تړانګې شاوخوا ۳ تر ۴ سلنه وګړي د تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي. همدارنګه، د جګړې له امله په غیرمستقیم ډول د پام وړ شمېر عادي مړینې هم رامنځته شوې دي».
د قربانیانو د شمېر پر سر اختلاف
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې وروسته، کله چې د حماس په مشرۍ پر اسراییل بریدونه وشول او ورپسې اسراییل پر غزې دوامداره بریدونه پیل کړل، د وژل شویو کسانو شمېر تل لانجمنه موضوع پاتې شوې ده. د غزې روغتیايي چارواکي، چې ملګرو ملتونو په تېرو کلونو کې یې شمېرې د باور وړ بللې دي وایي، تر اوسه له ۷۲ زرو ډېر کسان وژل شوي او اټکل کوي، چې زرګونه جسدونه لا هم د نړېدلو ودانیو تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.
اسراییل دغه شمېر له دې امله تر پوښتنې لاندې راوستی، چې د غزې روغتیا وزارت د حماس تر ادارې لاندې فعالیت کوي. خو تېره میاشت د اسراییل یوه لوړپوړي پوځي چارواکي اسراییلي رسنیو ته ویلي وو، چې دغه شمېر په ټوله کې سم دی؛ هغه دریځ چې وروسته د اسراییل پوځ وویل، د رسمي معلوماتو استازیتوب نهکوي.
د لنست ګلوبل هېلت څېړونکي وایي، د دوی شننه هغه ادعاوې ردوي، چې ګواکې شمېر لوړ ښودل شوی دی او ان دا څرګندوي، چې د روغتیا وزارت شمېر ښايي د روانو بحراني شرایطو له امله تر اصلي شمېر ټيټ وي.
د مړینو د شمېر د محاسبې څرنګوالی
په دې څېړنه کې میداني مرکهکوونکي چې ډېری یې ښځې وې او د سروې په ترسره کولو کې یې تجربه لرله، د غزې په بېلابېلو سیمو کې له کورنیو سره مخامخ خبرې کړې دي. په پوښتنپاڼه کې له ځواب ویونکو غوښتل شوي وو، چې د خپلو نږدې خپلوانو هغه کسان په نومونو یاد کړي چې وژل شوي دي.
لیکوالان څرګندوي، چې د مړینو اټکل د وزندارو ټولیزو شمیرو پر بنسټ شوی دی؛ یعنې د سروې هر ګډونوال ته داسې توان ورکړل شوی، چې د غزې په ټول نفوس کې د هغه د استازیتوب کوونکو کسانو شمېر وښيي. د هغوی په وینا، د تاوتریخوالي اړوند مړینو پایلې د ۹۵ سلنې باور وړ کچې له حدودو سره مل دي، چې د احصایوي اټکل د کرهوالي اندازه څرګندوي.
د دې څېړنې لهمخې، د جګړې په لومړیو ۱۵ میاشتو کې شاوخوا ۱۶ زره او ۳۰۰ عادي مړینې هم ثبت شوې دي، چې لاملونه یې ناروغۍ، پخواني جسمي حالتونه، پېښې یا د جګړې له امله نور غیرمستقیم عوامل بلل شوي دي. دا شمېر له هغو نږدې ۷۵ زره او ۲۰۰ جګړه ییزو مړینو څخه جلا اټکل شوی دی.
د اسراییلي چارواکو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د اوومې په بریدونو کې چې د حماس تر مشرتابه لاندې ځواکونو د اسراییل پر سوېل ترسره کړل، له ۱۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ ډېر نور یرغمل نیول شوي وو. د اوربند پر مهال یو شمېر یرغمل کسان او د ځینو وژل شویو مړي بېرته سپارل شوي دي.
حماس له اسراییل سره په نښتو کې د خپلو ځینو پوځي قومندانانو وژل کېدل منلي، خو د خپلو جنګیالیو د تلفاتو په اړه یې ډېر کم رسمي شمېرې خپرې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران حکومت ته خورا سخت او بې ساری خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه معنا لرونکې هوکړه ونهکړي، نو په راتلونکو ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې به له خورا بدو پایلو سره مخ شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) په واشنګټن کې د «سولې بورډ» غونډې پر مهال ویلي، چې له تهران سره مذاکرات په ښه لوري روان دي، خو له جزییاتو ورکولو پرته یې ټینګار کړی، چې وخت په تېرېدو دی.
ټرمپ په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې تهران باید یوې معنا لرونکې هوکړې ته ورسېږي «ګنې بدې پېښې به وشي».
نوموړي د ایران پر وړاندې د احتمالي نظامي اقدام د وخت په اړه زیاته کړه: «ښايي تاسو به په راتلونکو ۱۰ ورځو کې خبر شئ. زه فکر کوم وروستی وخت به ۱۰ یا ۱۵ ورځې وي».
د ټرمپ لهخوا ایران ته دا تازه ګواښ پر داسې مهال شوی، چې د تیرې سېشنبې په ورځ په جنیوا کې دواړو لورو اټومي مذاکرات ترسره کړل او له مذاکراتو وروسته عراقچي ویلي و، چې پر ځینو مسایلو یې هوکړه کړې، خو د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لېوېټ خبریالانو ته ویلي و، چې دواړه لوري لا هم د ځینو مسایلو په اړه اختلاف لري.
د راپورونو لهمخې، امریکا دمګړی په منځني ختیځ کې خپل نظامي حضور تر ټولو لوړې کچې ته رسولی او لویې جنګي بیړۍ یې هم ځای پر ځای کړې دي.
د جرمني لومړي وزیر فرېدرېښ مېرڅ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په راتلونکې اونۍ کې به چین ته د خپل سفر پر مهال له دې هېواد سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو پر فرصتونو خبرې وکړي.
مېرڅ د چهارشنبې په ورځ د خپل ګوند په یوې غونډه کې وویل: «زما هدف دا دی چې له چین سره د اروپا د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې وکړم». هغه زیاته کړه: «موږ ستراتیژیکه علاقه لرو چې په نړۍ کې داسې شریکان پیدا کړو چې لکه موږ فکر کوي، لکه موږ عمل کوي او په ځانګړې توګه تیار وي چې راتلونکې په ګډه جوړه کړو، څو زموږ هېواد د سوکالۍ او لوړ ټولنیز امنیت په کچه پاتې شي».
د جرمني لومړي وزیر همدارنګه ټینګار وکړ، چې بهرنی سیاست او اقتصادي سیاست نور نهشي کولای جلا پاتې شي. هغه د امریکا د تعرفهيي سیاست په اړه وویل: «که امریکایان باور لري، چې د خپلو تعرفو په وسیله باید په نړۍ کې نفوذ وکړي او که دوی فکر کوي تعرفې له کورنیو مالیاتو څخه مهمې دي، دا بیا هغه پرېکړه ده، چې امریکایان یې حق لري، خو دا زموږ سیاست نهدی».
مېرڅ خبرداری ورکړ، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومتي تعرفو فشارونه د متحدینو اړیکې ازمویلي او دوه اړخیزې سوداګري یې ګواښلې او د جرمني اقتصاد ته چې لا له مخکې له ستونزو سره مخ دی، نور زیان اړوي. د نوموړي په خبره: «تاسو کولای شئ دا کار وکړئ، خو موږ به یې ملاتړ ونهکړو. او که تاسو زیات فشار راوړئ، موږ اروپایان حتمي وس لرو چې له ځان څخه دفاع وکړو او دا توان هم لرو».
د جرمني لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې اروپایانو ښودلې چې په بحراني شرایطو کې، لکه د ګرینلنډ وروستیو شخړو په څېر، کولای شي متحد عمل وکړي، او خبرداری یې ورکړ، که واشنګټن بیا تعرفې زیاتې کړي، نو اروپایي ټولنه به هم غبرګون وښيي.