
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت خپل یو پلاوی پېښور او شاوخوا سیمو ته استولی، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدنې روان بهیر له نږدې وڅاري. یاد پلاوي د اضاخیلو او حمزه بابا د بېرته ستنېدنې له مرکزونو هم لیدنه کړې ده.
د سفارت له لوري پر اېکس خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد پلاوي د تورخم پر فرضي کرښه د بایومېټریک بهیر او د ګڼې ګوڼې له امله رامنځته شوې ستونزې وکتلې.
د خبرپانې له مخې، همداراز پلاوي له ځایي چارواکو سره ناسته کړې او د کډوالو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه یې کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چی یاد پلاوي د اضاخیلو او حمزه بابا د بېرته ستنېدنې له مرکزونو هم لیدنه کړې، د کډوالو ستونزې یې اورېدلې او د ( یو این ایچ سي ار ) له مسوولینو سره یې د حل لارو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو سفارت ویلي، چې د سفر پر مهال له یو شمېر بېوزلو کډوالو سره نغدي مرستې هم شوې دي.

په خوست کې د ځايي ټلویزیونونو ځینو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو امربالمعروف ریاست ورته ویلي، چې له دې وروسته په ټلوېزیونونو کې د ساکښو ویډیو ګانو او انځورونو خپرول بند دي.
په خوست کې د ټلوېزیونونو مسوولانو نن پنجشنبه، د سلواغې ۳۰مه وویل، چې د طالبانو د خوست امربالمعروف ریاست چارواکي یې دفترونو ته ورغلي او په شفاهي ډول یې ورته دا سپارښتنې کړې دي.
دوی زیاتوي، چې د طالبانو دا کار دا معنا ورکوي، چې دوی خپل ټلوېزیوني نشرات بند کړي او پرځای یې راډیوي خپرونې پیل کړي.
د روان کال د مرغومی پر ۲مه په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ددغه ولایت د امربالمعروف ریاست ددې ډلې ټولو ادارو له مطبوعاتي مسوولانو او ویاندویانو غوښتي، چې له دې وروسته دې له رسنیو سره تصویري مرکې نه کوي.
دوي زیاتوي، چې له دې وروسته د ادارو د ناستو انځورونه او ویډیوګانې هم نه خپروي.
په خوست کې یو دولتي او درې خصوصي ټلوېزیونونه فعال دي.
طالبان دا بندیز د خپل امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ۱۷مې مادې پر بنسټ پلی کوي.
د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د یاد بندیز د پلي کېدو د لړۍ له پیل راهیسې، دغه قانون په شاوخوا ۲۵ ولایتونو کې پلي شوی دی.
په اسلام اباد کې شاوخوا ۲۸۰ تنه افغانان لا هم جرمني ته د تګ په تمه دي. د تېر کال په ډسمبر کې د جرمني فدرالي حکومت له ۶۵۰ زیاتو کسانو څخه د منلو ژمنه بېرته واخیسته. د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، له امنیتي پلټنو د وتلو او منل شويو افغانانو د لېږد لپاره به زر پلان جوړ شي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې ټاګیس شپیګل ته ویلي، چې دا مهال په اسلام اباد کې شاوخوا ۲۳۰ افغانان د منلو فدرالي پروګرام په چوکاټ کې او نږدې ۵۰ پخواني ځايي همکاران له خپلو کورنیو سره جرمني ته د سفر په تمه دي.
د وزارت په وینا، د هغو کسانو لپاره چې د منلو پاڼه او امنیتي څېړنه یې مثبتې پایلې ولري، «د انتقال پلان ژر جوړیږي».
ویاندې زیاته کړه: «شمېرې بدلېدونکې دي او د روانو اداري بهیرونو او حتا د اداري محکمو د پرېکړو له امله هره ورځ بدلېدای شي».
د جرمني فدرالي حکومت د ډسمبر په میاشت کې له ۶۵۰ څخه زیاتو افغان ښځو او سړیو ته خبر ورکړ چې جرمني به نور هغوی ونه مني. دا پرېکړه د هغو کسانو په اړه وه چې د بشري حقونو په نوملړ کې وو، یا د «انتقالي پروګرام» برخه ول.
له دې پرېکړې سره یو ځای، هغوی ته دا وړاندیز هم وشو چې که بېرته افغانستان ته ستنېږي یا بل هېواد ته ځي، مالي او لوژستیکي مرسته به ورسره وشي. د دغو کسانو لپاره پخوانۍ مرستې لکه په مېلمستونونو کې استوګنه به پای ته ورسېږي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، دا پرېکړه هم په اسلاماباد کې پر مېشتو کسانو او هم هغو کډوالو تطبیقېږي چې له پاکستان نه بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.
د چین افچین کمپنۍ ته نژدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له نږدې ۲۷۰ ورځو راهیسې د طالبانو استخباراتو د افچین کمپنۍ د دریو مسوولانو پاسپورټونه برمته نیولي دي. د سرچینو په وینا، په کابل کې د چین سفارت له طالبانو غوښتي چینايي وګړو ته پاسپورټونه ورکړي چې چین ته ستانه شي.
د چین افچین کمپنۍ ته نژدې سرچینو نن پنجشنبه وویل، چې دا پاسپورټونه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په سپارښتنه ددې ډلې د استخباراتو ریاست له خوا د افچین کمپنۍ له دریو مسوولانو اخیستل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې د افچین کمپنۍ درې تنه مسوولان په کابل کې ازاد ګرځي، خو د پاسپورټونو د نه لرلو له امله افغانستان نه نه شي وتلی.
د روان کال د وږي ۸مه افغانستان انټرنشنل راپور خپور کړ، چې طالبانو د افچین کمپنۍ اته چینايي کارکوونکي خوشي کړي او بېرته چین ته ستانه شوي، خو څلور نور لا هم د دوی په ولکه کې دي.
طالبانو له دې کمپنۍ سره په نامعلومو دلایلو د امو د نفتو قرارداد لغوه کړی او د کمپنۍ ماشینونه یې هم ضبط کړي دي.
د طالبانو دې سرچینې د کسانو د نیول کېدو د علت په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د غبرګولي ۴مه اعلان وکړ چې، د اموسیند د نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې له «افچین شرکت» سره د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د ژمنو د پرلهپسې سرغړونو له امله فسخ شوی دی.
د تړون د فسخ کېدو پرېکړه د طالبانو د اقتصادي معاونیت په وړاندیز او د دغې ډلې د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ شوې وه.
له دې وړاندې یوې چینايي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و:« قرارداد طالبانو خپله لغوه کړ خو اوس یې د کمپنۍ کسان ځکه نیولي چې پر کمپنۍ فشار راوړي څو ماشین الات طالبانو ته پرېږدي.»
دوی همداراز ویلي و، چې طالبان اوس هم د دوی د ماشین الاتو په واسطه تېل استخراجوي.
خو اوس افچین کمپني ته نژدې سرچینو وویل، چې داخلي شرکتونه او کمپنۍ د نفتو د استخراج توان نه لري او روان استخراج به د تیلو استخراج بهیر ویجاړ کړي.
سرچینې وویل:« د افچین کمپنۍ ټېکنالوژي کارول اسانه نه دي، دا تیل به ډېر ژر ختم شي ځکه چې د امو نفتو د ځمکې لاندې جوړښت ډیر پېچلی دی.»
دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو د کانونو وزارت یو پلاوی د روسیې تاتارستان جمهوریت ته تللی و او هلته یې له روسي کمپنیو غوښتي وو چې د امو سیند د نفتو استخراج پرغاړه واخلي.
په بدخشان کې د طالبانو والي اسماعیل غزنوي وایي، ټاکل شوې چې د ملاهبت الله په لاسلیک ۱۰۰۰ نور جنګیالي بدخشان ته ولاړ شي؛ څو په دغه ولایت کې د سرو زرو کانونو د کېندنې له شرکتونو ساتنه وکړي. د هغه په وینا؛ دغه ځواک د پانګونې ساتنې او د کانونو د پروسې د تنظیم لپاره جوړ شوی دی.
ښاغلي غزنوي په یوه مرکه کې ویلي، چې د بدخشان په کانونو کې پانګونه ساتنې او منظم مدیریت ته اړتیا لري او له همدې امله د کانونو د امنیت ډاډمنتیا لپاره د یوه ځانګړي ځواک جوړولو وړاندیز شوی دی.
په بدخشان کې د طالبانو والي وویل، چې د دغه ځواکونو فعالیتونه به ډېر ژر پیل شي او تخنیکي چارې یې روانې دي. ځایي اوسېدونکي د «روڼتیا له نشتوالي او د چاپېریال د لهمنځه تلو» له امله د سرو زرو کانونو پراخې کېندنې له کبله ناخوښه دي.
غزنوي دا هم وویل، چې له دغه کانونو ترلاسه شوي عاید د طالبانو حکومت پورې اړه لري؛ خو دغه عاید به د عامه ګټو پروژو لپاره په ځانګړې توګه په بدخشان ولایت کې وکارول شي. په وروستیو میاشتو کې په بدخشان کې د ځایي اوسېدونکو او د طالبانو د کانونو د کېندنې شرکتونو ترمنځ نښتې شوې دي.
طالبانو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د ځمکې لاندې کانونو او په ځانګړې توګه د سرو زرو کانونو پراخې کېندنې ته زور ورکړی او دامهال سلګونه شرکتونه د افغانستان په شمال کې د کانونو په کېندنو بوخت دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په بدخشان کې ۱۰۰زره کسان د یادې ډلې لپاره د سرو زرو کانونه پر کېندنې بوخت دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کسان په مستقیمه او نامستقیمه توګه د شهر بزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خوان او ارغنجخواه کانونو کې فعالیت لري.
په بلخ کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې د خطاطانو له ټولنې سره په ګډه د «هفت قلم» په نوم هنري نندارتون جوړ کړی دی. د یاد ریاست په وینا؛ په دغه نندارتون کې شاوخوا ۱۴۰ قلمه هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
په دغه نندارتون کې د خطاطۍ او رسامۍ بېلابېل اثار شامل وو، چې د هنر برخې مینهوالو پهکې ګډون کړی و؛ خو د یاد نندارتون د ګډونوالو په ډله کې هېڅ ښځینه نهوه شامله او نه هم د ښځو کوم هنري اثر نندارې ته وړاندې شو.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په کابل کې د یوه سوداګریز او صنعتي نندارتون ته د ښځو د ورتګ مخه نیول شوې وه. سره له دې چې افغان نجونې او ښځې په نقاشۍ، خطاطۍ او نورو هنري برخو کې ځانګړې وړتیاوې لري؛ خو په دغه نندارتون او ورته نورو فرهنګي پروګرامونو کې د ګډون اجازه نهورکول کېږي.
دغه وضعیت د ښځو پر هنري، فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو د محدودیتونو دوام ښيي، چې له امله یې ګڼې نجونې له خپلو هنري فعالیتونو او د خپلو اثارو له نندارې بېبرخې پاتې کېږي.