• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ولې منځنۍ اسیا د طالبانو ادارې ته د نږدې کېدو لړۍ ګړندۍ کړې ده؟

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۰

په سویلي اسيا کې په ځانګړي ډول د هند او پاکستان او دارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچونو سره، سره د منځنۍ اسيا هېوادونو په جدي ډول د سيمه‌ييزو اړیکو پر پياوړتيا، د پاکستان د کراچۍ او ګوادر بندرونو ته پر لاسرسي او د سویلي اسيا له بازارونو سره پر نښلېدو تمرکز کړی دی.

په ازبکستان کې د منځنۍ اسيا او قفقاز د مطالعاتو مرکز يوې لوړپوړې څېړونکې په يوه مقاله کې ليکلي، چې منځنۍ اسيا د وچې په منځ کې راګير سيمه ده او له همدې امله د پاکستان ترانزيتي ظرفيتونو ته په ځانګړي ډول د چين د «یو کمربند او یوې لارې» طرحې په چوکاټ کې د دغه هېواد پرمختللو بندرونو ته، سخته اړتيا لري.
نرګيزه عمراوا چې د تاشکند د نړۍوالو لوړو مطالعاتو انسټيټیوت له مشرانو څخه ده ليکلي، چې د کراچۍ او ګوادر بندرونه د هند سمندر ته د لاسرسي بديلې لارې بلل کېږي. ورته مهال د منځنۍ اسيا لپاره پاکستان ته تر ټولو لنډه لاره د افغانستان له خاورې تېرېږي. له همدې امله ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي کړکېچونو او د نوي ډيلي او اسلام‌اباد د ستونزمنو اړيکو سره، سره په افغانستان کې سترې زېربنايي پروژې څاري.
د قزاقستان او ازبکستان ولسمشرانو په وروستيو مياشتو کې پاکستان ته سفرونه کړي او د سيمه‌ييز اتصال او سوداګريزو همکاريو په برخه کې يې څو تړونونه لاسليک کړي دي.
په دې وروستيو کې په پاکستان کې د قزاقستان سفير اعلان کړی، چې استانه چمتو ده د «ټرانس‌افغان لوېديځې» اورګاډي کرښې بشپړ لګښت پر غاړه واخلي. دغه کرښه له تورغونډۍ څخه هرات، کندهار، سپين بولدک او چمن ته غځېږي. د یادې پروژې لومړنی لګښت شاوخوا اووه مېليارد ډالره اټکل شوی، اوږدوالی يې ۶۸۷ کيلومتره دی او تمه کېږي په درېیو کلونو کې بشپړه شي.
عمراوا دغه پرېکړه د قزاقستان هغه اراده بولي، چې غواړي د شمال–سويل دهلېز کې خپل ځای پياوړی کړي. دغه دهلېز هم د ايران د بندرونو له لارې شته لارې رانغاړي او هم هغه نوې لارې چې د افغانستان له خاورې تېرېږي.
همدارنګه استانه د «کابل دهلېز» پروژې ملاتړ کوي، چې لاره يې ترمذ–نایب‌اباد–ميدان‌ښار–لوګر–خرلاڅي ته ده او په ۲۰۱۸کال کې د ازبکستان له لوري وړانديز شوې وه. د ۲۰۲۵کال په جنورۍ کې د ګډې امکان‌سنجۍ د مطالعې لپاره درې‌اړخيز تړون لاسليک شو او د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په ۴مه ازبکستان دغه تړون تصويب کړ او له پاکستان سره يې د ميداني څېړنو د پيل لپاره هوکړه وکړه.
دغه پروژه به له شمال (قزاقستان او ازبکستان) څخه تر سويل (د افغانستان او پاکستان له لارې) نوې سوداګريزه لاره رامنځته کړي. دا به د اروپا، روسيې او سویلي اسيا ترمنځ تر ټولو چټکه ځمکنۍ اړيکه وي او د سمندري لېږد اړتيا به راکمه کړي.
د ټاپي د ګازو نل‌ليکه
د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په ۳مه او ۴مه نېټه پاکستان ته د قزاقستان د ولسمشر د رسمي سفر پرمهال له بلاروس څخه تر پاکستان نه د ترانزيت او همدارنګه د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان د اورګاډي دهلېز په اړه خبرې وشوې.
قزاقستان له ۲۰۲۴کال راهيسې د ترکمنستان په بلنه د تورغونډۍ–سپين بولدک د اورګاډي پروژې سره يو ځای شوی. د ۲۰۲۵کال په جنورۍ کې دغه هېواد له کابل سره هوکړه‌ليک لاسليک کړ او په لومړي پړاو کې يې د تورغونډۍ–هرات برخې د جوړولو او د افغانستان په شمال کې د لوژستيکي مرکز د رامنځته کولو لپاره ۵۰۰ مېليونه ډالر ځانګړي کړل. اوس دغه ژمنه د لوېديځې لارې د بشپړ تمويل تر کچې لوړه شوې ده.
د عمراوا په وينا؛ د قزاقستان زياتېدونکې لېوالتيا ښايي د ټاپي ګازو نل‌ليکې له پرمختګ سره تړاو ولري. د یادې ۱۸۴۰ کيلومتره اوږدې پروژې د افغانستان برخه د ۲۰۲۴کال په دسمبر کې پيل شوه او تمه ده چې د ۲۰۲۶کال تر پايه هرات ته ورسېږي.
د یادې شننې له مخې؛ روسيه هم د ټاپي اړوند بدلونونه په دقت څاري او دا يې د اروپا له بازارونو سره د لاسرسي تر کمېدو وروسته د انرژۍ د صادراتو د بازارونو بدلون لپاره يو فرصت بولي.
ډيپلوماټيکې هڅې او نوې پانګونې
د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په هرات کې د طالبانو د ريس‌الوزرا اقتصادي مرستيال او د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير ترمنځ ليدنه وشوه او د ټاپي پروژې، د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان د برېښنا لېږد کرښې او د تورغونډۍ–هرات د اورګاډي کرښې پرمختګ وڅېړل شو. دواړو لورو د ټاپي د کارونو پر چټکتيا ټينګار کړی و.
وروسته د ترکمنستان سفير او د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزير ترمنځ هم ليدنې وشوې او په افغانستان کې د نل‌ليکې د کار پر چټکتيا تمرکز وشو.
طالب چارواکو اعلان کړی، چې د سعودي یوه کمپنۍ د ټاپي ګازو د پېر، د ترکمنستان د ګازي ميدانونو د پراختيا او تر هندوستان پورې د نل‌ليکې غځولو په برخه کې پانګونې ته لېواله ده.
په دې طرحه کې د پاکستان په ګوادر بندر کې د ګازو د يوه ستر مرکز جوړول هم شامل دي. ليکوال په پای کې ليکي، چې د منځنۍ اسيا هېوادونه اړ دي له طالبانو سره خپلې اړيکې پراخې کړي؛ څو وکولای شي د سيمې له زېربنايي لارو او دهلېزونو سره ونښلي.

ترویج لرونکی

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو
۱

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۲

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۳

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۴

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

د ایران پوله ساتو ځواکونو له افغانستان سره په پوله ۷۰۰ افغان کډوال ژغورلي دي

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۸ GMT+۰
د ایران پوله ساتو ځواکونو له افغانستان سره په پوله ۷۰۰ افغان کډوال ژغورلي دي
100%

د ایران پوله ساتو ځواکونو له افغانستان سره په پوله له سخت باران او توپان څخه‏ ۷۰۰ افغان کډوال ژغورلي دي. د ایران خراسان رضوي د پوله ساتو ځواکونو قوماندان جنرال مجید شجاع ویلي، دغه کډوالو غوښتل له افغانستان نه ایران ته واوړي چې په سخت باران او سړې هوا کې ایسار پاتې شول.

هغه ویلي، چې له افغانستان سره د تایباد پر پوله ژغورل شوي کسان د مرګ له ګواښ سره مخ وو. نوموړي زیاته کړې: «د ایران او افغانستان په پوله کې د سخت باران او سړې هوا له امله د افغان وګړو یوه لویه ډله د کنګل کېدو او د مرګ له ګواښ سره مخ وه. پوله ساتي وتوانېدل، چې دغه کسان د سرحدي څار تجهیزاتو په کارولو او همغږو عملیاتو وژغوري».

نوموړي ویلي، چې ژغورل شویو افغانانو ته یې لومړنۍ روغتیایي مرستې رسولې او یوشمېر کسان یې روغتیايي مرکزونو ته هم لېږدولي دي. نوموړي له افغانانو غوښتي، چې له قانوني لارو دغه هېواد ته ولاړ شي او خبرداری یې ورکړی: «د مرګ د ګواښ ترڅنګ، پر ناقانونه لارو تګ به دوی له جدي اقدام سره مخ کړي».

تر دې وړاندې د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشېدي ویلي و، د دغه هېواد په شمال ختیځ کې ایراني وسله‌والو ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال ۳۰۰ بندپاتې افغان کډوال له سختې واورې او توپان څخه ژغورلي دي.

همداراز د ایران د تایباد ولسوالۍ څارنوالۍ د (لېندۍ په ۳۰مه) اعلان کړی و، ایراني ځواکونو له ۲زره ډېر هغه افغان کډوال ژغورلي چې د ایران او افغانستان په پوله د سختې واورې او یخنۍ له امله بند پاتې وو.

مجاهد: له واشنګټن سره په افغانستان کې د امریکايي زندانیانو د برخلیک په اړه په خبرو بوخت یو

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۶ GMT+۰
مجاهد: له واشنګټن سره په افغانستان کې د امریکايي زندانیانو د برخلیک په اړه په خبرو بوخت یو
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر ډان براون څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې طالبان او واشنګټن په افغانستان کې د امریکايي زندانیانو د برخلیک په اړه په خبرو بوخت دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر ډان براون د چهارشنبې په ورځ ویلي و، چې طالبان په مذاکراتو کې له بندیانو د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي. هغه د طالبانو چلند «د خواشینۍ وړ» بللی و او ویلي یې و، چې نړۍ باید پر طالبانو فشار راوړي.

تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیالې سفیرې ټامي بروس د امنیت شورا غونډې ته ویلي‌ و، چې طالبان د امریکا او نورو هېوادونو پر وړاندې بندیان د مذاکراتو په وخت کې د فشار وسیله ګرځوي.

د راپورونو له مخې؛ اوس‌مهال شاوخوا درې امریکایي وګړي پولینیسیس اډرین، ډېنس والټر کویل او محمودشاه حبیبي د طالبانو په زندانونو کې دي؛ خو طالبانو د حبیبي نیول رد کړي او د کویل د خوشې کېدو په بدل کې یې د ګوانټانامو له زندانه د القاعدې د یوه افغان غړي د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

ویل کېږي، طالبان د محمد رحیم په نوم د یوه کس د خوشې کېدو غوښتنه کوي چې له ۲۰۰۸کال راهیسې په ګوانټانامو زندان کې دی. هغه د القاعدې شبکې او د اسامه بن لادن سره د همکارۍ په تور تورن دی.

له ایران او پاکستان نه تر ۹۰۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۱۱ GMT+۰
له ایران او پاکستان نه تر ۹۰۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، چې یوازې پرون د نیمروز، هرات، کندهار او تورخم له لارو ۹۰۶ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې. طالبانو ویلي، چې په همدې ورځ یې ۹۶۸ نورې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدولې دي.

د طالبانو یاد کمېسون د جمعې په ورځ (د کب لومړۍ) نېټه ویلي، چې له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۴۵، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۸، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۶۴ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۷۷۹ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

طالبانو زیاته کړې، چې له دغه کورنیو سره یې لومړنۍ مرستې کړې او ژر به خپلو مېنو ته هم ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پراخه شوې. بل‌خوا په جلاوطنۍ کې د کډوالو د بشري حقونو د مدافعانو نړۍوال فدراسیون شهباز شریف ته په یوه لېږلي لیک کې له اسلام‌اباد نه غوښتنه کړې، چې د روژې او اختر په ورځو کې دې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ وځنډوي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر دې دمه له پاکستان او ایران نه ۱۵۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي. دغه ادارې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی.

طالبانو په هلمند کې په مشروط ډول د شپې له‌خوا د سپورټي سیالیو اجازه ورکړه

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۹ GMT+۰
•
عبدالله همیم
طالبانو په هلمند کې په مشروط ډول د شپې له‌خوا د سپورټي سیالیو اجازه ورکړه
100%

د طالبانو له‌خوا په ولایتونو کې د روژې په میاشت کې د «رمضان» جام کرېکټ سیالیو بندیز په اړه د افغانستان انټرنشنل- پښتو له راپور وروسته، دغې ډلې په هلمند کې په مشروط ډول د شپې له‌خوا سپورټي لوبو ته اجازه ورکړه.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د ټولو ولایتونو د سپورټ او بدني روزنې ولایتي مسوولینو ته د یوه مکتوب په لېږلو سره امر کړی و، چې د «رمضان جام» کرېکټ سیالۍ به نه‌ترسره کوي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت پر یادو سیالیو د بندیز لامل، د تراوېح لمونځ قضا کېدل بللي وو.

په ورژه کې پر سپورټي سیالیو د طالبانو د بندیز په تړاو د افغانستان انټرنشنل- پښتو د راپور له خپرېدو وروسته، تازه افغانستان انټرنشنل- پښتو په هلمند کې د طالبانو د والي امان‌الدین منصور هغه مکتوب تر لاسه کړی، چې د شپې له‌خوا سپورټي لوبو ته په مشروط ډول اجازه ورکړل شوې ده.

په مکتوب کې لیکل شوي: «د هلمند د ورزشکارانو غوښتنه، وايي زموږ سیالۍ د روژې په خاطر بندې سوي دي، نو د ولایت مقام له طرفه تر تراوېحو وروسته د سیالۍ اجازه سته، تر تراوېحو یو ساعته وروسته».

100%

سرچینو ویلي، چې ورزشي سیالیو ته په دې شرط اجازه ورکړل شوې، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبین به پر ټولو لوبغالو څارنه کوي او د تراوېح لمونځ پر وخت هغو کسانو ته چې پر لوبو بوخت وي، سزا ورکړل شي.

تر دې مخکې په هلمند کې ګڼو ورزشکارانو او د کرېکټ لوبغاړو د طالبانو له‌خوا د شپې له لوري د کرېکټ او نورو ورزشي سیالیو په اړه بندیز ته غبرګونونه ښودلي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال په ولایتونو کې د ټینېس، کرېکټ، فوټسال او فوټبال سیالۍ ترسره کېږي او په یادو سیالیو کې سلګونه لوبغاړي او مینه‌وال یې ګډون کوي.

فرید حمیدي: طالبانو د اړمنو او ناروغو متقاعدینو حقوق غصب کړي دي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۰
فرید حمیدي: طالبانو د اړمنو او ناروغو متقاعدینو حقوق غصب کړي دي
100%

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي پر طالبانو په نیوکو سره وايي، دغه ډله د متقاعدینو د حقونو په ورکړه کې غفلت کوي. هغه زیاته کړې، چې په روانه روژه کې باید له ظلم څخه ډډه وشي او دغو اړمنو کسانو ته خپل حقوق ورکړل شي.

نوموړي وویل، چې طالبانو په تېرو څو کلونو کې د متقاعدینو معاشونه او حقوق نه‌دي ورکړي.

حمیدی د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د څو کلونو د حقوقو له غصب وروسته، طالبانو تېر کال د اګست په میاشت کې داسې فرمان صادر کړ چې «تفرقه» په‌کې له ورایه ښکارېده. هغه وایي، دا فرمان د دې سبب شوی چې «بې ځایه کاغذپرانۍ وشي، د طالبانو محاکمو، د مالیې وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو په دهلیزونو کې سپین ږیري او ناروغ متقاعدین لا پسې سرګردانه شي».

حمیدی ټینګار وکړ، له پیل څخه روښانه وه، چې طالبان د متقاعدینو حقوق غصبوي، خو د خلکو د فریب لپاره یې ورته «اداري، قضایي او قانوني خنډونه» جوړ کړي دي.

پخواني لوی څارنوال دا هم وویل: «د روژې په مبارکه میاشت کې باید له ظلم څخه ډډه وشي او حق حقدار ته ورسول شي. باید دروغجن سیاست او د متقاعدینو سرګردانۍ نورې بندې شي».

دغو پخوانیو متقاعدینو څو څو ځله په کابل کې د طالبانو د بېلابېلو وزارتونو مخې ته لاریونونه وکړل او د طالبانو له مشره یې غوښتنه وکړه، چې د دوی حقوق ورکړي، خو د دغې ډلې د مشر هغه فرمان لا هم په اداراتو کې نه‌عملي کېږي چې دغو پخوانیو مامورینو ته یې د تقاعدۍ حقوقو پر ورکړې ټینګار کړی دی.