دا هوايي بریدونه وروسته له هغه و شول چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف خبرداری ورکړ چې په شمالي وزیرستان کې د کمین په برید کې د اوو سرتېرو له وژل کېدو وروسته به غچ اخیستل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو وغوښتل چې د هغو وسلهوالو پر وړاندې «جدي اقدامات» وکړي چې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان بریدونه کوي، او ادعا یې وکړه چې «ترهګر له افغان خاورې په ازاد ډول د پاکستان دننه فعالیتونه کوي.»
په همدې ورځ د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند پروژه تایمني کې دوې چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۹ تنه پکې ووژل شول او ۳۷ نور ټپیان شول. د استوګنې کورونه او دوکانونه سخت زیانمن شول. طالبانو لومړی دا د ټانکر د چاودېدو پېښه وګڼله، خو وروسته یې ومنله، چې دا برید و. دا لومړی ځل و چې پاکستان پر پلازمېنې کابل برید وکړ او دلیل یې دا باله، چې د ټي ټي پي غړي یې په نښه کړي دي.
دغه راز په خوست کې د ډزو په تبادله کې یو خبریال ووژل شو او بل ټپي شو.په پکتیکا کې هم د هاوان مرمیو له امله ماشومان ټپیان شول.
که څه هم د اکتوبر ۱۵مې ماښام دواړو لوریو د اوربند اعلان وکړ، خو له اوربند وروسته هم مرګ ژوبلې دوام درلود.
د اکتوبر ۱۷مه په پکتیکا کې د هوايي برید له امله ۱۱ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.
د نومبر په ۶مه په سپین بولدک کې ۵ ملکي وګړي ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول. دغه راز د نومبر په ۲۴مه په خوست کې د هوايي برید له امله ۱۰ ملکي وګړي (۵ هلکان، ۴ نجونې او یوه ښځه) ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.په همدې شپه په پکتیکا او کونړ کې نور بریدونه وشول چې ماشومان او ښځې پکې ټپیان شول.
د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر۲۵مه ، په خوست کې ۱۰ کسان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول. ځايي اوسېدونکو د ملګرو ملتونو د استازځي دفتر ته وویل چې کورونه او ملکي تاسیسات زیانمن شوي دي.
طالبانو ددغه برید مسوول د پاکستان پوځ وباله، خو د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چوهدري په راولپنډۍ کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو د ادارې له لوري لګول شوي تورونه «بېاساسه» دي. چوهدري وویل: «هر کله چې پاکستان برید کوي، په ښکاره یې کوي»، او زیاته یې کړه چې د اسلاماباد «جګړه له ترهګرو سره ده، نه له افغانانو سره».
هغه ټینګار وکړ چې تر هغه به له کابل سره خبرې ونه شي څو طالبان د افغانستان له خاورې د فعالیت کوونکو وسلهوالو پر ضد «د تایید وړ» اقدام ونه کړي.
د ډسمبر په ۴مه په پکتیکا کې ۳ مزدوران ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول. د ډسمبر په ۵مه په سپین بولدک کې ۵ ملکي وګړي ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول. ۱۵ ورځې وروسته په کونړ کې یو ۱۵ کلن هلک د هاوان مرمۍ له امله ټپي شو او وروسته یې ساه ورکړه.
له اوربند وروسته د دواړو خواوو ترمنځ په قطر او ورپسې په ترکیه او سعودي عربستان کې خبرې اترې وشوې، خو دې خبرو اترو پایله نه درلوده، ځکه د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته پر پاکستاني ځواکونو بریدونو دوام وکړ او پاکستاني چارواکو ددې بریدونو سرچینه په افغانستان کې میشت پاکستان ضد وسله وال ګڼل.
طالبانو د روژې په پیل کې د سعودي عربستان یوه پلاوي ته درې پاکستاني سرتېري چې د اکتوبر پر ۱۲مه نیول شوي وو، وسپارل، خو پاکستان یوځل بیا د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر۲۲مه په ننګرهار او پکتیکا کې هوايي بریدونه وکړل، چې د راپورونو له مخې شاوخوا ۱۳ کسان پکې ووژل شول او تر شلو ډېر نور ټپیان شول. پاکستان یو ځل بیا وویل چې هدف یې د تحریک طالبان پاکستان وسلهوال وو، خو ځايي اوسېدونکو او د ملګرو ملتونو استازځي وویل چې په بریدونو کې۱۳ وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
دغه بریدونه په اسلام اباد کې پر یوه جومات او په بنو او باجوړ کې له بریدونو وروسته وشول.
پاکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې د اسلام اباد ځانمرګي بریدګر افغانستان ته سفر کړی و او په نورو بریدونو کې افغان وګړي ښکیل وو.
اسلاماباد دا ګواښ د افغانستان له خاورې سره تړي، خو طالبان یې د پاکستان داخلي موضوع بولي. د همدې اختلاف له امله سیاسي ډیالوګ له بنبست سره مخ دی، اوربند دوام نه کوي او د منځګړیتوب هڅې مخ پر پیکه کېدو دي.
د شنونکو په باور، وضعیت ته په پام، که د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اعتماد جوړونې تدابیر، د شخړې د حل ډیپلوماټیک کانالونه او پر کرښه د همغږۍ تخنیکي چوکاټونه فعال نه شي، د شخړې د لا پراخېدو او د ملکي تلفاتو د زیاتېدو احتمال ښايي لوړ پاتې شي.
هغه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع حاکمیتي او سیاسي مساله وبلله او ویې ویل، چې دا موضوع له پخوا راهیسې مطرح ده او هر وخت چې وروستۍ پرېکړه وشي، د بهرنیو چارو وزارت له لارې به په رسمي ډول اعلان شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په تړاو وویل، چې ایران له دې وضعیت څخه جدي اندېښنه لري، ځکه دواړه هېوادونه د ایران ګاونډیان او اسلامي هېوادونه دي او د تاوتریخوالي ډېرېدل یوازې د همدغو دوو هېوادونو تر پولو محدود نه پاتې کېږي.
هغه دغه راز وویل، «د ایران تلپاتې سپارښتنه دا ده چې دواړه لوري د خبرو اترو، زغم او ډیپلوماسۍ له لارې خپل اختلافات حل کړي».
د هغه په وینا، ایران چمتو دی چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره خپلې ښې هڅې وکاروي.