له هرو څلورو امریکایانو څخه یوازې یو یې پر ایران د امریکا د برید ملاتړ کوي

د رویټرز او ایپسوس موسسو د یوې نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې یوازې څلورمه برخه امریکایان پر ایران د امریکا له بریدونو ملاتړ کوي. د دغې نظرپوښتنې لهمخې، نږدې نیمايي ځواب ورکوونکي په دې باور دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نظامي ځواک کارولو ته تر اندازې زیات لېوالتیا لري.
