اېمل ولي خان: د ډیورند کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله د چترال ګڼې کورنۍ بېځای شوي

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د روانو نښتو له امله د چترال «ارندو» او نورو سیمو ګڼې کورنۍ بېځایه کېدو ته اړې شوې دي. د نوموړي په وینا، دغه کورنۍ په ډېر بد حالت کې دي او پاکستان یې باید لاسنیوی وکړي.
