عباس عراقچی: زموږ حقانيت نړۍ ته ثابت شو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ د (کب ۱۱مه) ویلي، له امريکا سره یې خبرې اترې ځکه پیل کړې، څو نړۍ ته د ایران حقانیت ثابت شي او ایرانیان هم په دې پوه شي چې تهران جګړه نه غوښتله.
عراقچي زياته کړه، چې د ملي امنيت د شورا په غونډو کې د خبرو بڼه او پړاوونه په تفصيل سره ارزول شوي دي. د هغه په وينا: «موږ نړۍ ته وښوده چې د خبرو اترو پلويان يو، خو مقابل لوري غوښتل خپلې غوښتنې پر مونږ وتپي».
عراقچي د اسلامي جمهوريت لهخوا د سيمې پر هېوادونو د بېلګې په توګه پر کوېټ د بريدونو په اړه وويل: «کوېټي چارواکو ويلي وو چې د دوی له پوځي اډو څخه به د اسلامي جمهوريت پر ضد کار نه اخيستل کېږي، خو هغه درې جنګي الوتکې چې وويشتل شوې، د کوېټ په خاوره کې یې څه کول؟».
هغه وويل، چې د کوېټ حکومت بايد څرګنده کړي چې د امريکا جنګي الوتکې هلته د څه لپاره موجودې وې.
د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير ادعا وکړه، چې که څه هم د امريکا له اډو څخه د ايران د حکومت پر ضد کار وانخيستل شي، بيا هم دغه اډې د اسلامي جمهوريت د بريدونو «مشروع هدف» ګڼل کېږي.
عراقچي دا هم وويل: «دا چې امريکايي سرتېري هوټلونو ته تښتي، دا به د دې لامل نهشي چې هغوی له بريد څخه خوندي پاتې شي». د هغه په خبره، تهران دا جګړه «سيمهييزه جګړه» نه بولي، بلکې: «موږ دا د ځان او امريکا ترمنځ جګړه ګڼو، چې اغېزې يې سيمې ته غځېدلې دي».
عراقچي همداراز ادعا وکړه، چې امريکايان او اسرایيليان د ايران له ولس سره دوښمني لري او له همدې امله «ملکي مرکزونه او ښوونځي په نښه کوي».
