د اټومي انرژۍ نړېواله اداره: د ایران د اټومي تاسیساتو په نښه کېدو هېڅ نښې نه دي موندل شوي

د اټومي انرژۍ نړېوالې ادارې ویلي چې تراوسه داسې هېڅ نښې نه دي موندل شوې چې د ایران اټومي تاسیسات، په ځانګړي ډول اتومي بټۍ او نور اړوند سایټونه په نښه شوي یا زیانمن شوي وي.
