په دغه راپور کې نن د (مارچ ۸مې) د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د جګړو له سنګرونو نیولې تر تخت او تاج، شعر او شاعرۍ، موسیقۍ او ښاروالۍ پورې د افغان مخکښو، فعالو، الهام بښوونکو او حماسه جوړوونکو شلو مېرمنو پېژندنې ته یوه ځغلنده کتنه شوې ده.ملکه زرینه افغانستان یوازې د نارینه اتلانو په نوم نه روښانه کېږي؛ بلکې زموږ تاریخ د هغو ښځو له کیسو ډک دی، چې د سیاست، جګړې، روحانیت او فرهنګ په ډګرونو کې یې نړۍوال ګوته په غاښ کړل. د دغه زرینو ستورو له ډلې یوه تر ټولو روښانه څېره د ساکه پښتنو ملکه «زرینه» ده، چې یونانیانو ورته تومیریس-تخمیروس هم ویل. هغه مهال چې د هخامنشي کوروش ستر واک د نړۍ د نیولو خوبونه لیدل، د ساکه پښتنو د قبیلې د مساګیتای (Massagetai) پر وړاندې جګړې ته چمتو شو. د دغه ولس مشره یوه ښځه وه، چې په روایتونو کې یې نوم زرینه راغلی دی. کوروش په لومړي سر کې زرینې ته د واده وړاندیز وکړ؛ خو زرینه د دغه وړاندیز ترشا د هغه له دوکې باخبره وه او د کوروش غوښتنه يې رد کړه، چې له امله یې جګړه پیل شوه. د لومړۍ جګړې په ترڅ کې د زرینې زوی سپرګاپیسس اسیر او بیا ووژل شو. خو ملکه زرینه د دغه دروند غم پر وړاندې تسلیم نهشوه؛ هغې خپل قوم یو موټی کړ، په یوه بله جګړه کې یې د کوروش پوځ او د نړۍ تر ټولو ځواکمن پاچا د خپل قوم په لاس مات کړ. دا یوازې د یوې ښځې غچ نه و؛ بلکې د تاریخ هغه شېبه وه چې نړۍ ته یې وښوده، ښځې د قوم ساتونکې، د ځان او وطن سمبالوونکې او د خپل برخلیک ټاکونکې دي. ساک پښتنو(ساکان) چې د افغانستان او منځنۍ اسيا د ابادو او کلتوري سيمو په څنډو کې مېشت وو، د شپږمې پېړۍ په پېل کې ټول پر يوه مرکز سره راغونډ شول او يوه لويه سياسي ټولنه يې جوړه کړه. د دغه سياسي ټولنې مشري هم د زرينې په غاړه وه.نازو انا نازو انا د ملي مشر میرویس خان هوتک مور وه، چې په ١٠٦١ هجري کال کې زېږېدلې ده، پلار يې سلطان ملخي توخي نومېده. نازو انا نه یوازې دا چې یوه ټولنیزه هوښیاره ښځه وه؛ بلکې یوه ادیبه تکړه او نازک خیاله شاعره هم وه، له همدې کبله ورته د انا لقب ورکړل شوی دی. د نازو انا په علمي روزنه کې یې پلار ډېره پاملرنه لرله او هغې له فاضلو مېرمنو او سپين ږېرو پوهانو څخه هم ليک او لوست زده کړی و. نازو انا يو ديوان لاره، چې ۲زره بيتونه پهکې راغونډ شوي وو، دغه ديوان تر اوسه پورې د مورخينو او څېړونکو لاس ته نهدی ورغلی؛ خو يوازې لاندېنی رباعي یې په پټه خزانه کې راغلی دی. سحر ګه وه د نرګس لېمه لانده څاڅکي، څاڅکي يې له سترګو څڅېده ما ويل څه دي ښکليه ګله ولې ژاړې؟ دې ويل ژوند مې دى يوه خوله خندېده
زرغونه انا زرغونه انا د لوی احمدشاه بابا مور او په خټه الکوزۍ وه. هغه د خپل وخت یوه پوهه او هوښیاره مېرمن وه. کله چې احمدشاه بابا د لويې جرګې لهخوا د هېواد د مشر په توګه وټاکل شـو، زرغونې انا د یوې لویې سلاکارې په توګه د هغه سـره مرسته کوله. کله چې په ۱۱۷۴ کال کې احمدشاه بابا د حکومت مشران راټول کړل؛ څو د کندهار نوی ښار جوړ کړي او د دښمـن د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره لازمې لارې چارې وسنجوي. نو تر خبرو اترو وروسته هوکړه وشوه، چې د ښار د دفاع لپاره باید پر ښار اووه دیوالونه او اووه خندقونه جوړ شي؛ څو د دښمن له برید څخه وژغورل شي. کله چې زرغونه انا له دغه حاله خبره شوه نو سملاسي یې احمدشاه بابا را وغوښت او ورته یې وویل: «زویه دا خبره په غوږ کې ونیسه، چې افغانان هیڅکله د خاورو په دیوالونو او د اوبو په خندقونو ځانونه نه ساتي؛ په دغه خندقونو او دیوالونو به یوازې زه او ته وژغورل شو، هغه ستا نور وروڼه او خویندې چې د دیوالونو او خندقونو دباندې دي ایا هغه له تا څخه ساتنه نه غـواړي؟ ته باید دومره انتظار ونه باسې، چې دښمـن تر سرحدونو را تېر او ستا ښار ته را ورسېږي». هغه و، چې احمدشاه بابا یوه معمـولي کلا جوړه کړه. د زرغونې انا د زېږېدو او مړینې نېټه معلومه نهده.عایشه درانۍ عایشه درانۍ د افغانستان د یوولسمې هجري پېړۍ یوه نامتو شاعره وه، چې په کابل کې یې ژوند کاوه. عايشه درانۍ د مستورې او یعقوب علي خان توبچي باشي لور د رحمان خان بارکزي دراني لمسۍ او د عمرخان بارکزي کړوسۍ وه. که څه هم د عایشې درانۍ د زدهکړو په برخه کې کره معلومات په لاس کې نهشته؛ خو د درانۍ له دیوانه دا په ډاګه کېږي، چې د دغې مېرمنې زدهکړې ډېرې پراخې وې. درانۍ د صرف، نحوې، معاني، بیان، تجوید، فقهې، کلام او حدیث په برخه کې زدهکړې کړې وې. عایشې درانۍ خپل لومړنی شعر په شل کلنۍ کې د تیمور شاه پر وړاندې ویلی و. د شعر بېلګه: شفق را لاله گون ديدم نماز شام در گردون مگر خورشيد را کشتند که دارد دامن پر خون د عایشې درانۍ شعرونه د منځپانګې یا محتوا له مخې په درې ډوله وېشل شوي: ـ غزل ـ مثنوي او قصیدې ـ مرثیه عایشې درانۍ په ۱۲۳۲ لمریز کال کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د کابل په اونچي باغبانان سېمه کې خاورو ته وسپارل شوه.
راضیه سلطان ملکه راضيه يا راضيه سلطانه د شمس الدین التمش لور او د هندوستان پښتنه سلطانه وه. شمس الدین التمش د لوی هند پاچا و، چې په کال (۶۰۷م هجري) کې د ډیلي په تخت کېناسته. سلطان شمس الدین التمش په اصل کې د غور پښتون و، چې په یادې سیمې يې ډېر اوږد حکومت کړی. ملکې راضیه خپل تخلص «شرينه» غوره کړی و. هغې ته یې پلار د تورې د مبارزې هنر او پوځي تعلیم ورکاوه. هغې ديني زدهکړې کړې وې، قران يې په ښه توګه زده و او هر وخت به يې په لوړ غږ قراعت کاوه. نوموړې د دې ترڅنګ شاعره هم وه، چې په فارسي او ترکي ژبو یې شعرونه لیکل. تر سلطان شمس الدین التمش وروسته د هغه زوی رکن الدین فېروز باچا شو؛ خو دا چې هغه د پښتنو د شاهنشاهۍ کارونه په ښه توکه نهشوای سرته رسولی، هغه مهال پښتانه مشران راټول شول او رکن الدین فېروز یې لرې او پر ځای يې د هغه مشره خور راضيه سلطان د هند په شاهنشاهۍ ومنله. دغه مېرمنه په (۶۳۴ هجري) کال کې د ډیلي په تخت کېناسته. نوموړې دارنګه د جګړې په ډېرو ډګرونو کې بريالۍ وه او ډېرې فتحې يې ترلاسه کړې وې.د میوند ملاله له ګندمک تړون وروسته کله چې افغانستان خپلې ګڼې سیمې له لاسه ورکړې، افغانانو د انګرېزانو پرضد جګړه پيل کړه. د انګرېزانو استازی (کيوناري) يې له خپلو ملګرو سره بوځای د کابل په بالاحصار کې وواژه او له بلې خوا د کندهار د ميوند پر دښتو د پښتنو نارینهو، ښځو، سپین ږېرو او ځوانانو د غازي ايوب خان د امير شېر علي خان د زوی په مشرۍ د خپل هېواد او د ځان د ازادۍ ساتنې لپاره د قربانۍ ډګر ته حاضر شول. ټکنده غرمه وه، غازيان تږي، ستړي او ستومانه ښکارېدل، د ميوند پر دښتو اوبه هم نهوې او نږدې وو چې د پښتنو لښکر له تندې ماتې وخوري. په دغه وخت کې د پښتنو بېرغچي هم ټپي شو، چې دغه وضعيت انګرېزانو ته د يوه سخت برید جرات ورکړ؛ خو په دې حال کې يوه پښتنه پېغله ميدان ته راغله او د پښتنو ملي بېرغ يې په خپلو لاسونو له ځمکې پورته کړ او دغه لنډۍ يې وویله: خال به د یار د وینو کېږدم چي شینکي باغ کې ګل ګلاب وشرموینه که په میوند کې شهید نهشوې خدای ږو لالیه بې ننګۍ ته دي ساتینه د دغه پېغلې غږ د پښتنو غازيانو وينې په جوش راوستلې او ټولو د «الله اکبر» په نارې پر دښمن برید وکړ او هغوی ته یې ماته ورکړه. د ملالې د ژوند په اړه چې دغه نومیالۍ پېغله څوک، د چا لور او د کومې سیمې اوسېدونکې وه، پوره معلومات په ﻻس کې نهشته. ملي او ولسي روایات او تاریخي اثار په دې اړه تقریبا په یوه خوله دي او د عباراتو په ډېر لږ توپیر او بدلون د میوند په فتحه کې د هغې غوڅ او ټاکونکی نقش تاییدوي.ملکه سرورسلطان ملکه سرورسلطان د شاه امان الله خان مور او د لومړۍ او دویم مشروطیت مرستندویه وه. هغه په ۱۸۷۵کال کې په کابل کې زېږېدلې وه، چې لقب يې سراج الخواتين و او د افغانستان پخوانۍ ملکه، د امیر حبیب الله خان مېرمن او د شاه امان الله خان مور وه. د نوموړې پلار د بارکزي ټبر لویناب شېردل خان او نیکه يې میرداد خان د کندهار شاغاسي ټبر څخه و. نوموړې څلور اولادونه لرل، چې شاه امان الله خان، ساهره بېګم، صفریه ثمر السراج او راضیه بېګم نور السراج نومېدل. هغې د ۲۰مې پېړۍ په سر کې د افغان ټولنې په بدلون کې پراخه ونډه لرله. ملکه سراج الخواتین به په خپله بابر بڼ، چهلستون او شهر ارا باغ کې د عامو ښځو سره لیدل، د هغوی ستونزې به يې اورېدې او بیا به یې امیر ته د خلکو وړاندیزونه وړاندې کول.
اسما رسمیه طرزي اسما رسمیه طرزي د محمود طرزي مېرمن او د ښځو د نهضت له بنسټ اېښوونکو څخه وه. هغه چې په دمشق کې زېږېدلې، د شیخ محمد صالح لور او د محمود طرزي دویمه مېرمن وه. هغې په ۱۸۹۱کال کې له محمود طرزي سره واده وکړ. نوموړې د ملکې ثریا مور او یوه مشهوره او پرمختللې ښځه وه. نوموړې د هغه ښوونځي د ادارې او تدریس مسووله وه، چې د افغانستان په تاریخ کې د نجونو لومړنی ښوونځی و او د ۱۹۲۱کال په جنورۍ کې د کابل په شهر ارا سیمه کې پرانیستل شو. په همدې کال کې د ملکه ثریا په هڅو د ښځو لومړۍ مجله، "ارشاد نسوان" خپره شوه. د یادې مجلې مسوولیت هم د اسما رسمیه طرزي په غاړه و، چې لومړۍ ګڼه یې د ۱۹۲۱کال په مارچ میاشت کې خپره شوه.
ملکه ثریا ملکه ثریا چې د محمود طرزي لور وه، په ۱۸۹۹ زېږدیز کال کې په دمشق ښار کې زېږېدلې وه. هغې په ۱۹۱۲کال کې له غازي امان الله خان سره واده وکړ. نوموړې اته ماشومان لرل، چې ملیحه بېګم، امینه بېګم، عابده بېګم، رحمت الله خان، عادله بېګم، احسان الله، هندیه او ناجیه بېګم نومېدل. د نجونو د زدهکړې په پراختیا کې د غازي امان الله خان او ملکه ثریا هڅې د افغانستان په تاریخ کې بېسارې وې. د ۱۹۲۱کال په جنورۍ کې د افغانستان په تاریخ کې د نجونو لومړنی ښوونځی د کابل په شهر ارا سیمه کې پرانیستل شو. دغه ښوونځي پنځوس زدهکوونکې لرلې. اسما رسمیه محمود طرزي چې په بهر کې یې زدهکړې کړې وې، د دغه ښوونځي د ادارې او تدریس مسووله وه او یوشمېر ترکي، جرمني او هندي ښوونکو هم هلته تدریس کاوه. په همدې کال کې د ملکه ثریا د هڅو له امله د «ارشاد نسوان» په نوم د ښځو لومړۍ مجله خپره شوه، چې مسوولیت یې د اسما رسمیه طرزي په غاړه و او لومړۍ ګڼه یې د ۱۹۲۱کال د مارچ په ۱۷مه خپره شوه. ملکه ثریا د ۱۹۶۸کال (د اپریل په ۲۰مه) د اېټالیا په روم ښار کې د اویا کلونو په عمر مړه شوه. هغه د جلالاباد ښار په امیر شهید باغ کې د غازي امان الله خان ترڅنګ خاورو ته سپارل شوې ده.
غازي ادې د غازي ادې اصلي نوم الماسه او د کټواز سلېمانخېله وه. خاوند یې حبیب نومېده، چې د کلي خلکو حبیب اکا باله، د الماسۍ او حبیب اکا یو زوی و، چې ښایسته نومېده. انګرېزانو چې په ۱۲۹۴ هـ ق کال کې پرپېواړ برید وکړ، دې په دغه جګړه کې برخه اخیستې وه، د تور پوړني پلوونه به یې تر ملا راتاو کړي وو، چاړه به یې په ملا کې ټومبلې وه، اوبه به یې د غازیانو سنګرونو ته رسولې او کله به یې پر خپلو اوږو دوی ته ګولۍ او باروت هم رسول. دپیواړ په جګړه کې د هغې مېړه حبیب اکا او ځوان زوی ښایسته خان دواړه ووژل شول؛ تر هغې وروسته نوموړې ټوپک غاړې ته واچاوه او د غازیانو سره د جګړې په لیکه کې ودرېده او له همدې ورځې د نوموړې وسلهواله مبارزه پيل شوه او د جګړو په لومړۍ کرښه کې به له دښمن سره جنګېده او د وخت جګړو پرمهال ووژل شوه. تر هغې وروسته الماسۍ په غازي ادې مشهوره شوه.معصومه عصمتي وردک معصومه عصمتي وردک په ۱۳۰۹ هجري لمریز کال کې د کابل په ده افغانان سیمه کې زېږېدلې ده. نوموړې د افغانستان د پارلمان لومړۍ وکیله وه، چې د ۱۲مې پارلماني ټاکنو پرمهال د کندهار ولایت د خلکو استازې وټاکل شوه. هغې خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدهکړې په ملالۍ لېسه کې او لوړې زدهکړې د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې بشپړې کړې او د ملالۍ په لېسه کې یې د ښوونکې په توګه کار کړی. مېرمن معصومه عصمتي وردک د امریکا په شیکاګو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ او هېواد ته له راستنېدو سره سم یې په زرغونې عالي لېسه کې د مدیرې په توګه کار پیل کړ. هغې وروسته د پوهنې وزیرې او د یونسکو د ملي کمېسیون د مشرې په توګه دنده ترسره کړه. معصومه وردک په ۱۹۹۲کال کې د کورنۍ جګړې له امله جلاوطنه شوه او د خپل ژوند وروستي کلونه یې په فرانسه کې تېر کړل. نوموړې بلاخره په ۱۳۸۶کال کې د فرانسې په مول هاوس ښار کې وفات شوه. له هغې څخه یو زوی او څلور لوڼې پاتې دي.
مستوره شال مېرمن مستوره شال د سيد عبدالرزاق پاچا لور وه. د هغې پلرنی ټاټوبی د کونړ د اسمار ولسوالۍ شال کلی دی. نوموړې ليکواله، شاعره او لومړنۍ پښتنه ویانده وه. هغې په شپږ کلنۍ کې ليک او لوست پيل کړ او د وخت دودیزې زدهکړې يې ترلاسه کړې. هغه د پړوني په نوم د شعرونو یوه ټولګه هم لري. مېرمن شال د افغانستان د نامتو سیاسي او ادبي شخصیت سید شمس الدین مجروح ورېره وه. مېرمن شال د «راډیو افغانستان» د پښتو ژبې د لومړنۍ نطاقې په توګه پښتو خبرونه ولوسته او د لومړنۍ پښتنې نطاقې په توګه يې نوم د ژورناليزم د تاريخ برخه وګرځېده. هغې په ادبي پروګرامونو کې هم برخه اخیسته، د ویاندویۍ ترڅنګ د «پښتون غږ» او «اواز» مجلې کارکوونکې او همکاره هم پاتې شوې وه.
مخفي بدخشي شاه بېګم زېب النساء مخفي بدخشي چې د فارسي ژبې پېژندل شوې شاعره وه، د بدخشان د امير مير محمودشاه عاجز لور وه. نوموړې په ۱۲۵۵ هجري لمريز کال کې د بلخ ولايت په خلم ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. مخفي بدخشي لومړنۍ زدهکړې له خپل پلار او وروڼو میر محمدشاه غمګین او میر سهراب شاه سودا څخه ترلاسه کړې، چې دواړه شاعران وو. مخفي بدخشي لا ماشومه وه، چې پلار یې د بلخ ولایت په خلم ښار کې ومړ او د مخفي کورنۍ په ۱۲۹۸ هجري کال کې بدخشان ته کډه شوه. مخفي بدخشي واده نه و کړی. هغه د ۱۳۴۲ هجري لمریز د ۸۵ کلونو په عمر د بدخشان ولایت په فیضاباد ښار کې له نړۍ وکوچېده. په بدخشان کې یوه لېسه، د نیمه لوړو زدهکړو موسسه، یوه چاپ خونه او یوه میاشتنۍ مجله او په کابل کې یوه لېسه د هغې په نوم نومول شوې ده. له هغې څخه د شعرونو یوه ټولګه هم پاتې شوې ده.
محجوبه هروي محجوبه هروي چې اصلي نوم یې بيبي صفورا و، په ۱۲۸۵ لمریز کال کې په بادغیس ولایت کې زېږېدلې وه. نوموړې له خپل پلار څخه د فقې، نحوې، ادبیات، دیني علومو او خطاطۍ زدهکړې ترلاسه کړې وې. د هغې پلار ابوالقاسم خان نومېده، چې د امیر عبدالرحمان خان د واکمنۍ پرمهال د سردار غوث الدین خان غوري منشي و. محجوبه هروي په ۱۴ کلنۍ کې شعر لیکل پیل کړل. هغه لومړی د هرات ادبي ټولنې غړې شوه او بیا یې د هرات د نجونو په ښوونځیو کې د ښوونکې په توګه کار وکړ. شعر ویلو ته د هغې لېوالتیا د مستوره غوري د شعرونو په اورېدو رامنځته شوه او هغې د یو څه مودې لپاره په پټه شعرونه ویل. محجوبه هروي د درې زره شعرونو یوه ټولګه لري. د محجوبه هروي شعري ټولګه په ۱۳۴۷ لمریز کال کې د محمدعالم غوث لهخوا په هرات کې چاپ شوه. نوموړې په ۱۳۴۵ هجري لمریز کال کې په هرات کې مړه شوه.
مېرمن زینب د ښځو د ټولنې مشره زینب عنایت سراج د غازي امان الله خان د ورور سردار عنایت الله خان لور وه. مېرمن زینب عنایت سراج د «مېرمنو ټولنې» لومړۍ مشره وه، چې له ۱۹۵۰زېږدیز کال څخه بیا تر خپلې مړېنې ۱۹۵۸ زېږدیز کاله پورې یې د یادې ټولنې مشري کوله. د مېرمن زینب عنایت سراج د ویاړونو څخه یو یې په ۱۹۵۳ زېږدیز کال کې د «مېرمن مجلې» خپرول دي. د دغه اونيزې فعالیت له کندهار نه پیل شو، چې بیا وروسته د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځېده. نوموړې د یادې ټولنې تر سیوري لاندې د تیاتر سېنما یو سالون هم پرانیست. زینب عنایت سراج واده نهو کړی، چې د ۱۳۳۷ لمریز کال په مرغومي میاشت کې په برلین کې د سرطان ناروغۍ له امله ومړه چې د فعالیتونو له امله یې د «سینمای موسسه نسوان» نوم په «زینب نندارې» واوښته.
پروین ملال پروین ملال د پښتو د معاصرې دورې يوه پېژندل شوې څېره ده. د پښتو ښځینه شاعرانو په کتار کې د هغې شعرونه ځانګړی ځای او مقام لري. پروین ملال د ۱۳۳۷ لمریز کال (د سلواغې په ۱۱مه) نېټه د کندهار ښار په درېیمه ناحیه کې د ارواښاد عبدالشکور خان پوپلزي دراني په کورنۍ کې زېږېدلې ده. پروین ملال په تنکۍ ځوانۍ کې کله چې په کندهار کې د زرغونې انا له لېسې فارغه شوه، د طلوع افغان ورځپاڼې د هنر او ادبیاتو پاڼې مسووله وټاکل شوه.
هغې وروسته په ۱۳۵۹ لمریز کال کې د راډیو افغانستان په سیاسي او ټولنیزه اداره کې د مرستیال پروډیوسرې او بیا د پروډیوسرې په توګه دنده پیل کړه. نوموړې د اوښکو تصور، تبجنه سپوږمۍ، سپوږمۍ په ځنګلزار کې او د خزان طلايي پلونو په نوم چاپ شوي اثار لري. د پروین پر شاعرۍ د هغې د شخصي ژوند د تراژیدیو تر څنګ د افغان ولس د لسیزو اوږدې تراژیدۍ او په پښتنې ټولنه کې د یوې ښځې په توګه د ژوند د کړاو اغېزې جوتې دي. د هغې د شعر یوه بېلګه: کنعاني مينې کچکول په لاس کې راکړ زليخا شومه د مصر په کوڅو کې
د افغانستان لومړۍ سندرغاړې مېرمن پروین هغه نوم چې د لومړي ځل لپاره یې طلسم مات کړ او د ټولو نادودو سره، سره یې د لومړي ځل لپاره سندره وبلله. هغه مهال د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د ښځو حضور چا نه شو زغملای؛ خو مېرمن پروین نه یوازې دا چې خپل حضور څرګند کړ، بلکې په سندرو ویلو یې هم پيل وکړ. د هغې اصلي نوم خدیجه دی، د سردار عبدالرحیم خان لور او د امیر عبدالرحمان خان له کورنۍ سره یې تړاو لاره. نوموړې د څلوېښتمې زېږدېزې لسیزې په کلونو کې د سندرو ویلو ته مخه کړه او د عمر تر پایه یې خپل هنر ته کار وکړ او هغه یې وپاله. مېرمن پروین د ۲۰۰۴ زېږدېز کال د ډېسمبر پر څلورمه په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د اتیا کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. مېرمن پروین په ډېرو سختو شرایطو کې خپل هنر ته دوام ورکړ، هغه به په چادرۍ کې راډیو ته تله. مېرمن پروین په دري، پښتو، ازبکي او بلوڅي ژبو سندرې ویلي. مېرمن پروین د راډیو د موسیقۍ په ارشیف کې ۳۲۰ او د افغانستان ټلویزیون په ارشیف کې ۲۰ سندرې لري. د مېرمن پروین لومړۍ سندره د ګلفروش په نوم وه او شعر یې د اروښاد محمد ابراهیم خلیل و. مېرمن پروین دغه سندره چادرۍ سره په سټډیو کې ویلې وه.
د افغانستان لومړۍ ښځینه وزیره کبرا نورزۍ د افغانستان په تاریخ کې لومړۍ ښځینه وزیره ده. هغه په ۱۹۳۲کال کې په کابل ښار کې زېږیدلې وه، پلار یې بسم الله خان نومېده. مېرمن نورزۍ له ملالۍ عالي لېسې فارغه او خپلې لوړې زدهکړې یې د کابل پوهنتون په ساینس پوهنځي کې بشپړې کړې وې. له هغه وروسته مېرمن نورزۍ په ۱۹۵۶کال کې د فرانسې په پاریس پوهنتون کې خپلې لوړې زدهکړې پیل کړې. کبرا نورزۍ د محمدظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال په ۱۹۶۵کال کې د عامې روغتیا وزېره وټاکل شوه، چې د افغانستان په تاریخ کې لومړۍ ښځینه وزیره وه. مېرمن نورزۍ له ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۷۰ زېږدېز کلونو پورې د افغانستان د ښځینه مخکښو څېرو څخه وه. کبرا نورزۍ واده نهو کړی او په ۱۹۸۶کال کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شوه.
د افغانستان لومړۍ والۍ حبیبه سرابي د افعانستان لومړۍ ښځینه والۍ ده. نوموړې په ۲۰۰۵کال کې د بامیان ولایت د والۍ په توګه وټاکل شوه. حبیبه سرابي د افغانستان له هغو مخکښو، اغېزمنو، سیاسي او ټولنیزو څېرو څخه ده، چې د ښځو د پیاوړتیا، زدهکړو او ټولنیز پرمختګ په برخه کې یې بېساری رول لوبولی دی. سرابي په افغانستان کې زېږېدلې او خپل ماشومتوب او ځواني یې په داسې شرایطو کې تېره کړې، چې ښځې له پراخو محدودیتونو سره مخ وې. حبیبه سرابي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدهکړې په افغانستان کې بشپړې کړې دي او تر هغې وروسته یې لوړې زدهکړې د سیاسي علومو، نړۍوالو اړیکو او عامه مدیریت په برخو کې ترسره کړې؛ خو په ۱۴۰۰کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته جلاوطنه شوه.
د افغانستان لومړۍ ښارواله افغان سیاستواله او لیکواله عذرا جعفري د افغانستان لومړۍ ښځینه ښاروله وه، چې په ۲۰۰۹کال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د دایکنډي ولایت د نیلي ښارواله وټاکل شوه. نوموړې خپلې لومړنۍ زدهکړې د ایران په یوه لېسه کې بشپړې کړې دي او په ۲۰۰۱کال کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر ړنګېدو او د حامد کرزي حکومت په پیل کې بېرته افغانستان ته ستنه شوه.