رویټرز: د اسراییل په بریدونو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي او لس نور ټپیان دي

په غزه کې روغتیايي چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي، چې د یکشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل په دوو جلا هوايي او راکیټي بریدونو کې د دوو نجونو په ګډون شپږ فلسطینیان وژل شوي دي.

په غزه کې روغتیايي چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي، چې د یکشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل په دوو جلا هوايي او راکیټي بریدونو کې د دوو نجونو په ګډون شپږ فلسطینیان وژل شوي دي.
په غزه کې د الشفا روغتون مشر محمد ابوسلمیه ویلي، چې د اسراییل په بریدونو کې دري کسان د غزې په لوېدیځ کې وژل شوي او په وژل شویو کسانو کې یو یې روغتیايي کارکوونکی و.
نوموړي ویلي، برید هغو خیمو ته نږدې شوی چې بېځایه شوي فلسطینیان پهکې اوسېدل.
پر همدغه مهال په غزه کې د نصیرات په پنډغالي کې د العوده روغتون روغتیايي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې د یکشنبې په سهار وختي د اسراییل د ټانکونو په برید کې د دوو نجونو په ګډون درې کسان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته یاد بریدونه په غزه کې تر ټولو خونړي بلل شوي دي.

د مارچ اتمه چې د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نمانځنې ترڅنګ د ښځو پر حقونو او لاسته راوړنو ټینګار کېږي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تُرک وايي، په نړۍ کې ښځې د نارینهوو پرتله یوازې له ۶۴ سلنې قانوني حقونو څخه برخمنې دي.
له نن څخه ۱۱۸ کاله مخکې د امریکا په نیویارک کې ۱۵ کارګرو ښځو د ظلم، بېعدالتۍ او د جنسیتي توپير پر وړاندې د درېدو تاریخ جوړ کړ.
له ۱۹۰۸ کال څخه مخکې چې د ښځو کاري ساعتونه زیات او تنخواوې یې کمې وې او د نړۍ په هېڅ یوه هېواد کې ښځو د رایې ورکولو حق نه درلود، زرګونو ښځو د یوه اعتراضي لاریون په ترڅ کې د برابرۍ، لوړو تنخواوو، د کاري شرایطو د سمون شعارونه ورکړل او نړۍ یې په خپل غږ ولړزوله.
له دې اعتراضونو یو کال وروسته د ښځو ملي ورځ د امریکا د سوسیالست ګوند لهخوا اعلان شوه او په دې سره بیا د توپيري چلند پر ضد مبارزه نوره هم غښتلې شوه.
په ۱۹۱۰ کال کې د جرمني سوسیالستې مبارزې او د ښځو د حقونو فعالې کلارا زېټکېن په کوپنهاګن کې د کارګرو ښځو په نړۍوال کنفرانس کې د ښځو د نړۍوال پیوستون د ورځې په نامه د کال د یوې ورځې وړاندیز وکړ.
په دغه نړۍوال کنفرانس کې چې د نړۍ له ۱۷ هېوادونو څخه سلو ښځینه فعالانو برخه اخیستې وه، په یوه غږ سره د زېټکېن وړاندیز ومانه او د مارچ اتمه یې د ښځو د نړۍوالې ورځې په توګه اعلان کړه.
تر دې وروسته بیا په ۱۹۱۱ کال کې دغه ورځ په لومړي ځل په اتریش، ډنمارک، جرمني او سویتزرلېنډ کې ونمانځل شوه.
که څه هم ډېر کلونه دغه ورځ د ښځو د ورځې په نوم ونمانځل شوه، خو د نړۍوالو رسمي سازمانونو لهخوا یې بیا کوم رسمیت نهدرلود.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ځانګړې توګه بیا د اروپایي او امریکایي ښځو له کلونو مبارزو وروسته په ۱۹۷۵ کال کې د مارچ اتمه د ملګرو ملتونو لهخوا په رسمیت وپېژندل شوه.
د امریکایي او اروپایي ښځو د مبارزو له پیل څخه تراوسه پورې په ډېرو هېوادونو کې د هرې ورځې په تېرېدو او د مبارزو په دوام ښځو وار په وار خپل حقونه ترلاسه کړل.
د نړۍوالو سازمانونو د موندنو لهمخې، ډنمارک، سویس، سویډن، فنلینډ، ایسلینډ، لوګزامبورګ، ناروې، اتریش، هالنډ او نیوزیلېنډ په څېر هېوادونه د ښځو لپاره د ۱۰ غوره هېوادونو په نوملړ کې دي هغه هېوادونه چې د«څپ څپانده دولت» په کټګورۍ کې ډلبندي شوي، ترټولو خراب فعالیت لري.
په دې کټګورۍ کې افغانستان چې د «څپ څپانده دولت» درلودونکی دی، د ښځو پر وړاندې تر ټولو ناوړه حالت کې دی. د جورج ټاون انسټېټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیزې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان د ښځو د پرمختګ له پلوه د ۱۷۷ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لري.
له افغانستان سربېره یمن، مرکزي افریقا، د کانګو ډېموکراټیک جمهوریت، سوډان، سوریه، سومالیا او عراق د ښځو لپاره تر ټولو بد هېوادونه بلل کېږي.
د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ښځو وضعیت
شاه امانالله خان د افغانستان په کچه یو پرمختللی او عصري پاچا وو او د ښځو د تعلیم او پرمختګونو په برخه کې یې لوی لاس درلود .
نوموړي د افغانستان د پرمختګ لپاره ترټولو ډېره پاملرنه معارف ته کړې وه او د ښځو د پرمختګونو لپاره د شاه امان الله خان اصلي موخه دا وه، چې افغانې ښځې له جنسيتي توپیر پرته د اروپايي هېوادونو د فرهنګي هڅو د سیالۍ وړ وګرځي.
په ۱۹۱۹کال کې د هېواد د یاد مترقي پاچا په لارښوونه د خلکو لپاره د زدهکړو زمینه برابره شوه، چې د همدې پرېکړې په رڼا کې ملکه ثریا په ۱۹۲۰ کال کې د کابل د ښځو په یوې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل: «ایا تاسې د اروپا له ښځو څخه هم ډېرې نازکې یاست؟ هغوی په فابریکو، ورکشاپونو او داشونو کې کار کوي او هېڅکله يې د ګرمۍ، یخنۍ او یا د دروند کار کولو څخه شکایت نه دی کړی».

د ملکه ثریا د خبرو په پای کې پنځوسو ښځو د پوهنې په ډګر کې خدمت کولو ته چمتو شوې، چې د ښځو او نجونو په ښوونه او روزنه کې فعاله ونډه واخلي او د نجونو د ښوونځي د پرانېستلو پر لور يې کوټلي ګامونه واخیستل، چې د همدې روڼ اندو ښځو د هڅو په ملاتړ په همدې کال ۱۹۲۰کې د نجونو د لومړني ښوونځي لپاره ځانګړی ځای وټاکل شو.
د نجونو لومړنی ښوونځی د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه د ۱۹۲۱کال د جنورۍ په ۹مه د مستوراتو په نوم پرانیستل شو او کوچنیو نجونو لپاره يې د زدهکړې زمینه برابره کړه.
له دې سره د نجونو د زدهکړو لړۍ له سلګونو ستونزو او خنډونو سره دوام وکړ او د جمهوریت تر سقوط پورې د هېواد په بېلابېلو برخو کې مېلیونونو نجونو په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده کړې وکړې.
د شاه امانالله خان د واکمنۍ پرمهال د لومړي ځل لپاره ۱۵ نجونې د روغتیاپالنې په برخه کې د زدهکړو لپاره د ترکیې استانبول ته واستول وشوې.د شاه امانالله خان د واکمنۍ پرمهال په لومړي ځل د ښځو غورځنګ جوړ شو.
نوموړي د ښځو حرمسرا باطل اعلان کړه او ټولې هغه ښځې یې ازادې کړې، چې امیر حبیب الله خان هغوی په یوه ځای کې سره راټولې کړې وې او له دې سره یې اعلان وکړ، چې تر دې وروسته هېڅوک حق نه لري د هېواد په تاریخ کې حرمسرا جوړه کړي.
د دغه مترقي پاچا په کارنامو کې ښځو ته د زده کړو د زمینې د برابرولو ترڅنګ د کوچنیو نجونو د نکاح منع کېدل، په ښوونځيو کې د بهرنیو ژبو زده کړه، د کورني برده ګۍ له منځه تلل او له یوې څخه زیاتو ښځو سره د واده منع کېدل شامل دي، چې ځيني یې بیا عملي نشوې او یا هم د وخت په تېرېدو سره یې بدلون وکړ.
کله چې شاه امانالله خان جلا وطنی شو، سره له دې چې د ښځو د پرمختګونو لپاره باید ډېر نور کارونه هم شوي وای، خو برعکس یو ځل بیا د ښځو شا تګ بهیر پیل شو.
په تېرو درېیو لسیزو کې د افغان ښځو وضعیت ته کتنه
د ډېرو نظامونو له تلو راتلو وروسته په ۱۹۹۶ کال کې د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو پنځه کلنه دوره پیل شوه.
دغه دوره د ټولو ناخوالو ترڅنګ د افغان ښځو لپاره یوه سخته ځپونکې، تیاره او کړونکې دوره وه.
د ښځو او نجونو پروړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې بندې شوې، له کار کولو منع شوې، د چادري په سر کول جبري شول، له محرم پرته د ښځو پر تګ راتګ بندیز ولګېده او لسګونه نور ورته موارد و، چې ښځې ورسره مخ شوې.
دغې پنځه کلنې دورې د لسېزو په اندازه د ښځو د پرمختګونو مخه ونیوله.
له زدهکړو نیولې تر سپورټ، هنر، موسیقۍ او دې ته ورته لسګونه برخې وې، چې ښځو پهکې ستر تاوانونه وکړل.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له ختمېدو او د یوې نوې ادارې په رامنځته کېدو سره بیاځلې د ښځو پرمختګونو ته زمینې برابرې شوې.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانو ښځو لپاره دا یوه ډېره د پرمختګونو ډکه دوره وه او په دې وخت کې افغان نجونو او ښځو له امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره سره له زدهکړو څخه نیولې بیا تر سیاست، سپورټ، ولایت او ښاروالۍ، قضا او څارنوالۍ، موسیقي او همدارنګه تر ماسټری او دوکتورا پورې لوړې زدهکړې ترلاسه کړې او ډېرې ښې وځلیدلې.
واک ته د محمد اشرف غني له رسېدو وروسته د ښځو د پرمختګونو لپاره لا ډېرې زمینې برابرې شوې او د ښځو هیلې او موخې نورې هم زیاتې شوې، ځکه په دې وخت کې په پراخه توګه د ښځو ملاتړ وشو.

په لوړو څوکیو کې د ښځو ګورمال، په سیاست کې د ښځو پراخ حضور، په سوداګرۍ برخه کې د ښځو ډېره ونډه، په رسنیو کې د بې شمېره ښځو حضور، په سپورټ کې د ښځو لاسته راوړنې او دې ته ورته لسګونه نور موارد د ولسمشر غني د حکومتولۍ لاسته راوړنې بلل کېږي.
د جمهوریت بیا سقوط
دې لاسته راوړنو او پرمختګونو ته په کتو سره هېچا تصور نه و کړی، چې دا به یوه ورځ په دومره اسانۍ سره له لاسه ورکوي او ښځې به بیا ځلې د تېرو وختونو په شان شاتګ کوي او تیارو ته به ستنېږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه جمهوري نظام سقوط او یو ځل بیا طالبان پر ټول افغانستان واکمن شول او په لومړي ګام کې یې د ښځو وزارت ودانۍ د امربالمعروف او نهې عن المنکر پر وزارت بدله کړه.
په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راپدېخوا، د افغان ښځو پر وړاندې د ټولنیز، اقتصادي او کلتوري محدودیتونو یوه ځپونکې لړۍ پیل شوې ده.
دغې ډلې نه یوازې افغان ښځې له زدهکړو راګرځولي، بلکې هغوی د کارکولو، سفرکولو او ان په تفریحي ځایونو کې د ګرځېدو له حق څخه هم محرومې کړي دي.
افغان ښځې نه یوازې د زدهکړو له حقونو محرومې دي؛ بلکې په دولتي او نادولتي ادارو کې هم هېڅ د کارکولو اجازه نهلري.
د ښځو اقتصادي خپلواکي چې د یوې ټولنې د هر فرد د ژوند بنسټيز حق بلل کېږي، د طالبانو له خوا تر هراړخیز برید لاندې ده.
د ښځو پر زدهکړو بندیز کومه ساده او عادي پرېکړه نه ده، دا یو غېرانساني او دومره ځپونکی بندیز دی، چې د یوې ټولنې پرمختګ له نابودۍ سره مخ کوي.
د ښځو زدهکړه چې د نړۍ په کچه د مډرن ملتونو د پرمختګ یوه بنسټیزه غوښتنه ده، نن په افغانستان کې د طالباني ایډیالوژۍ له امله د اور په لمبو کې سوځي.
که څه هم د نړۍ هېوادونو او د بشري حقونو بنسټونو په وار - وار له طالبانو غوښتي، څو د ښځو پروړاندې خپل دریځ بدل کړي، خو دغه ډله وایي، چې په افغانستان شرعي قوانین پلي کوي.
پر ښځو محدودیتونه او بندیزونه او همداراز له بشري حقونو سرغړونه هغه لاملونه دي، چې د څلورو کلونو په تېرېدو سره له روسیې پرته ب هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر تُرک په افغانستان کې د طالبانو لهخوا په قانون کې د وروستیو وړاندیز شویو بدلونونو له امله اندېښنه ښودلې او په باور، یې دغه نوی قانون په کور کې دننه د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالي ته قانوني بڼه ورکوي.
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به سبا (دوشنبه، د کب۱۸مه) په یوه غونډه کې د افغانستان پر وضعیت بحث او ارزونه وکړي.
یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دېغونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت سرپرسته، جورجټ ګانیون، امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.
یوناما ویلي چې دغه غونډه به د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو او د نیویارک په وخت د ماسپښین په ۳:۰۰ بجو وشي.
د یادولو وړ ده، چې د افغانستان په تړاو د بشري حقونو شورا په تېره غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، فولکر تورک، اعلان وکړ، چې د «بشریت ضد جنایت» په توګه د جنسیتي اپارتاید د جرم ګرځولو ملاتړ کوي.
تورک وویل،چې د جنسیتي اپارتاید روښانه تعریف او قانوني پېژندنه د دې پدیدې د پای ته رسولو لپاره اړینه ده. هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض او محدودیتونو په اړه جدي او عملي ګامونه واخلي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، چې روسیې په تېره یوه اوونۍ کې د بېلابېلو وسلو په کارولو سره پر اوکراین زرګونه بریدونه کړي دي. هغه ټینګار کړی، چې د ملکي تاسیساتو د ساتنې لپاره د هوايي دفاع سیسټمونو ته بېړنۍ اړتیا ده.
زېلېنسکي پر اېکس پاڼه په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې روسي ځواکونو په تېره اوونۍ کې پر اوکراین نږدې ۱۷۵۰ بېپیلوټه الوتکې، ۱۵۳۰ هدایت شوي هوايي بمونه او ۳۹ توغندي کارولي دي.
هغه زیاته کړې: «په دغه بریدونو کې ملکي بنسټونه، د انرژۍ تاسیسات او استوګنیزې ودانۍ هم په نښه شوې دي». د اوکراین ولسمشر ویلي، چې پوځ یې د دغه بریدونو ګڼې موخې شنډې کړې؛ خو د ملکي تاسیساتو د ساتنې لپاره لاهم د هوايي دفاع نورو وسایلو ته اړتیا شته.
زېلېنسکي همداراز پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، پر روسیې او د هغې پر همکارانو بندیزونه لا سخت کړي او هغه سرچینې وتړي چې د جګړې د دوام لپاره مالي ملاتړ برابروي. هغه زیاته کړې، چې د همدې موضوعاتو په اړه به له اروپایي شریکانو سره خبرې وکړي.
ملګرو ملتونو د ښځو د نړۍوالې ورځې په درشل کې د ربکا اډامي د کتاب «ښځې او د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه» په حواله یو شمېر هغه مخکښې ښځې معرفي کړې دي، چې د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې په تدوین او په متن کې یې د ښځو د حقونو په ځای کولو کې بنسټیز او ټاکونکی رول لوبولی دی.
د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه هغه سند دی، چې د انسانانو بنسټیز حقونه په رسمیت پېژني او موخه یې د ټولو وګړو لپاره د ازادۍ، برابرۍ او انساني کرامت تضمینول دي. دا اعلامیه په ۱۹۴۸ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لهخوا تدوین شوه او د تدوین لړۍ یې شاوخوا درې کاله وخت ونیوو. د امریکا مخکینۍ لومړۍ مېرمن اېلنور روزولټ د تدوین د کمېټې د مشرې په توګه کلیدي رول درلود او یو شمېر نورو مخکښو مېرمنو لکه د هند هانسا مهتا، د دومینیکن جمهوریت مینروا برناردینو، د پاکستان بېګم شایسته اکرامالله او نورو استازو په خپلو هڅو سره د اعلامیې په متن کې د ښځو د حقونو او جنسیتي تبعیض د مخنیوي پر شاملولو اغېزناک ګامونه پورته کړل. مېرمنو په دې بهیر کې حیاتي رول ولوباوه او وتوانېدې، چې د جنسیتي برابرۍ او مساوي حقونو مفاهیم د اعلامیې په بېلابېلو مادو او سریزه کې ځای پر ځای کړي.
اېلنور روزولټ
اېلنور روزولټ چې له ۱۹۳۳ څخه تر ۱۹۴۵ پورې د امریکا لومړۍ مېرمن وه، په ۱۹۴۶ کال کې د متحده ایالاتو د ولسمشر هري ټرومن لهخوا په ملګرو ملتونو کې د استازې په توګه وټاکل شوه. هغې د بشري حقونو د کمېسیون د لومړنۍ مشرې په توګه دنده ترسره کړه او د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې په جوړولو کې یې خورا مهم رول ولوباوه. په هغه وخت کې چې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ کړکېچ مخ په زیاتېدو و، اېلنور روزولټ د خپل پراخ اعتبار او نفوذ په کارولو سره وکولای شول چې د دې اعلامیې د تدوین بهیر بریالۍ پایلې ته ورسوي. په ۱۹۶۸ کال کې د هغې له مړینې وروسته نوموړې ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو جایزه هم ورکړل شوه.

هانسا مهتا
له هند څخه هانسا مهتا چې په ۱۹۴۷ او ۱۹۴۸ کلونو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په کمېسیون کې یوازینۍ بله ښځینه استازې وه، په هند او نړۍواله کچه د ښځو د حقونو یوه سرسخته مبارزه وه. په پراخه کچه داسې انګېرل کېږي، چې هغې د اعلامیې په لومړۍ ماده کې د «ټول نارینه ازاد او برابر زېږېدلي» جمله په «ټول انسانان ازاد او برابر زېږېدلي» بدله کړه.

مینروا برناردینو
مینروا برناردینو د ډومینیکن جمهوریت ډیپلوماټه او فیمینیسټه وه. هغې د بشري حقونو د اعلامیې په سریزه کې د «ښځو او نارینهوو برابري» جملې د شاملولو لپاره ډېرې هڅې وکړې. هغې د لاتینې امریکا له نورو ښځو سره یوځای د ملګرو ملتونو په منشور کې د ښځو د حقونو په دفاع او د جنسیت پر بنسټ د تبعیض په مخنیوي کې حیاتي رول ولوباوه. دا منشور په ۱۹۴۵ کال کې لومړنی نړۍوال تړون شو چې د ښځو او نارینهوو مساوي حقونه یې په رسمیت وپېژندل.

بېګم شایسته اکرامالله
له پاکستان څخه بېګم شایسته اکرامالله د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په درېیمه کمېټه کې د استازې په توګه کار کاوه، چې د ټولنیزو، بشري او کلتوري مسایلو مسوولیت یې پر غاړه درلود. دې کمېټې په ۱۹۴۸ کال کې په ۸۱ ناستو کې د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې پر مسودې بحث وکړ. هغې په اعلامیه کې پر ازادۍ، برابرۍ او د انتخاب پر حق ټینګار کاوه. همدارنګه هغې د ۱۶مې مادې د شاملولو ملاتړ وکړ، چې په واده کې پر مساوي حقونو بحث کوي؛ ځکه هغې دا د ماشومانو د ودونو او جبري ودونو پر وړاندې د مبارزې یوه لاره بلله.

بوډېل بېګتروپ
ډنمارکۍ بوډېل بېګتروپ چې په ۱۹۴۷ کال کې د ښځو د وضعیت د کمېسیون مشره وه ټینګار کاوه، چې په اعلامیه کې باید د حقونو د خاوندانو لپاره د «ټولو نارینهوو» پر ځای د «ټول» یا «هرڅوک» کلمې وکارول شي. هغې دا وړاندیز هم وکړ، چې د زدهکړې د حق په اړه په ۲۶مه ماده کې دې د لږکیو (اقلیتونو) حقونه هم شامل شي، خو په هغه وخت کې دا وړاندیز خورا جنجالي وګڼل شو. اعلامیه په څرګنده توګه د لږکیو نوم نه اخلي، خو د ټولو لپاره مساوي حقونه تضمینوي.

ماري-هېلن لوفوشو
له فرانسې څخه ماري-هېلن لوفوشو په ۱۹۴۸ کال کې د ښځو د وضعیت د کمېسیون مشره وه. هغې په بریالیتوب سره هڅه وکړه، چې د اعلامیې په ۲یمه ماده کې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض د منع کېدو یادونه وشي. د دې مادې وروستی متن داسې وایي: «هرڅوک پرته له کوم توپیره لکه نژاد، رنګ، جنسیت، ژبه، دین، سیاسي عقیده یا هره بله عقیده، ملي یا ټولنیز اصل، شتمني، زېږون یا بل هر وضعیت په دې اعلامیه کې له ذکر شویو ټولو حقونو او ازادیو څخه برخمن دی».

اودوکیا اورالووا
له بېلاروس څخه اودوکیا اورالووا په ۱۹۴۷ کال کې د بشري حقونو د کمېسیون لپاره د ښځو د وضعیت د کمېسیون راپور ورکوونکې وه. هغې د ښځو د مزد د برابرۍ لپاره جدي هڅې وکړې. د هغې د هڅو له امله په ۲۳مه ماده کې راغلي: «هر څوک حق لري چې د مساوي کار په بدل کې، پرته له کوم تبعیض څخه مساوي مزد یا حقوق ترلاسه کړي.» هغې د پولنډ له فریډریکا کالینوفسکا او د شوروي اتحاد له الیزاویتا پوپووا سره یوځای په غېرمستقلو سیمو کې د خلکو پر حقونو هم ټینګار وکړ.

لکشمي منون
لکشمي منون چې په ۱۹۴۸ کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د هند استازې وه، په ټوله اعلامیه کې یې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض د منع کولو له اصل څخه په کلکه دفاع وکړه. هغې همدارنګه د اعلامیې په سریزه کې د «ښځو او نارینهوو مساوي حقونه» عبارت د ذکر کولو لپاره هڅې وکړې. منون د بشري حقونو د «نړۍوالتوب» سرسخته پلوي وه او د «استعماري نسبي پالنې» له مفهوم سره یې په کلکه مخالفت کاوه؛ هغه مفهوم چې هڅه یې کوله د استعمار لاندې هېوادونو له خلکو څخه بشري حقونه وګرځوي. هغې استدلال کاوه چې که چېرې ښځې او تر استعمار لاندې خلک په څرګنده په اعلامیه کې یاد نهشي، ښایي هغوی د «ټول» په مفهوم کې شامل ونه ګڼل شي.

د کار نړۍوال سازمان د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په ټوله نړۍ کې ښځې په اوسط ډول د نارینهوو پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه کم عاید لري.
یادې ادارې په خپلې اېکسپاڼې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې شته ننګونو ته په پام کې نیولو سره په دندو کې برابرۍ ته رسېدل ښايي شاوخوا دوه پېړۍ وخت ونیسي.
د کار نړۍوالې ادارې د ښځو او نارینهوو ترمنځ د کار او عاید توپیر «د نه منلو وړ» بللی او ټینګار یې کړی، چې د جنسیتي برابرۍ له ترلاسه کولو پرته ټولنیز عدالت شتون نهشي درلودلی.
یاده اداره په داسې حال کې د ښځو او نارینهوو ترمنځ کاري واټن د نه منلو وړ بولي، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې په ښوونځیو، پوهنتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د نجونو پر زدهکړو سربېره د هغوی پر کار هم بندیز لګولی دی.
د طالبانو لهخوا د افغان نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار بندیز نه یوازې د فردي او ټولنیزو ستونزو لامل شوی، بلکې د هېواد پر عامه برخو او په ځانګړې توګه پر ملي اقتصاد یې هم ژورې او منفي اغېزې کړې دي.
د طالبانو لهخوا د ښځو ضد دغه ډول اقداماتو ته په کتو د روان کال د لیندۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان وکړ، چې د طالبانو د دغه ډول پالیسیو له امله هر کال د افغانستان اقتصاد ته څه باندې یو میلیارد ډالره زیان رسېږي.
امنیت شورا په خپل راپور کې لیکلي و، چې له هرو لسو افغان مېرمنو څخه اته یې له زدهکړو، کار او مسلکي روزنې څخه بېبرخې دي.
د ښځو ضد د طالبانو پالیسي د دې لامل شوې، چې افغانستان د ښځو پروړاندې د تر ټولو ناوړه چلند له امله د «ښځو، سولې او امنیت په نړۍوال شاخص» کې د ۱۸۱ هېوادونو په منځ کې ۱۸۱م مقام ترلاسه کړي.