مریم د امنیتي ګواښونو، رواني فشارونو او سختو اقتصادي ستونزو په ګاللو سره، د افغان نجونو د راتلونکي ژغورلو لپاره خپل هوډ نه دی بایللی او په پټه خپل علمي رسالت ته دوام ورکوي. د مریم او هبتالله د کورونو ترمنځ یوازې یو کیلومتر واټن دی، خو په یوه کې د نجونو د زدهکړو د منع کولو فرمان صادرېږي او په بل کې بیا مریم د همدې فرمانونو د ماتولو لپاره نجونو ته د تعلیم ډېوه بلوي.
د کندهار ښار په یوه څنډه کې د خامه او لوړو دېوالونو تر شا د پوهې ډېوې لا هم بلې دي او هره ورځ شاوخوا ۲۵ نجونې په یوه خامه کور کې د زدهکړو لپاره راټولېږي.
مریم (مستعار نوم) چې ۲۷ کاله عمر لري، له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. هغې د خپل کور د یوې خونې یوه څنډه د خپلو زدهکوونکو لپاره ځانګړې کړې ده او د هغو فرمانونو پر ضد مبارزه کوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګوي.
مریم له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل، هره شېبه د دې وېره ورسره وي چې که طالبان خبر شي، برخلیک به یې څه وي؟
مریم وايي: «کله چې په کوڅه کې ګڼه ګوڼه احساس کړم، د زړه درزا مې زیاتېږي. شاګردانې مې هم وارخطا کېږي، خو موږ ژر کتابونه پټوو او ځان داسې ښیو چې ګواکې مېلمنې راغلې دي».
د دغه پټ ټولګي چلول یوازې فزیکي ستونزه نه ده، بلکې یوه لویه رواني مبارزه هم ده. مریم وایي، چې ډېرځله د شپې د خپل فعالیت د افشا کېدو په خوبونو کې له یوې وېروونکې نړۍ سره مخ کېږي، خو زیاتوي چې د خپلو زدهکوونکو د هیلو د ژوندي ساتلو لپاره خپله دا وېره په لوی لاس له هغوی څخه پټوي.
مریم وايي: «زه خو ۲۴ ساعته نارامه یم. همدارنګه نجونې هم روحا ارامې نه دي او تل په فکرونو کې ډوبې وي، له ډاره او د خپل امنیت او راتلونکې په اړه سختې اندېښمنې دي. ځکه موږ هره شېبه د دې انتظار باسو چې خدای مکړه کومه بده پېښه راسره ونهشي»
مریم وايي، د دې لپاره چې هم خپل او هم د زدهکوونکو امنیت یې ډاډمن شي، ټولې زدهکوونکې پر یوه وخت له ټولګي څخه نه رخصتوي: «د دې لپاره چې څوک شک ونهکړي، خپلې زدهکوونکې مې په دوو ګروپونو وېشلې دي او دوو وختونو کې زموږ کور ته راځي او هغه هم باید له دوو څخه اضافه نه وي. دوی له ځان سره دیني کتابونه هم لري د دې لپاره چې څوک شک پرې ونهکړي».
یاده کندهارۍ پېغله وايي، چې د فعالیت په لومړیو ورځو کې د نجونو کورنیو ورباندې باور نه کاوه او د خپلو اولادونو او د کورنیو د غړو د امنیت په اړه سخت اندېښمن وو، خو تر ډېره بریالۍ شوې ده چې د نجونو کورنیو ته یې د زدهکړو د دوام او مبارزې لپاره قناعت ورکړی.
مریم د خپل فعالیت د لومړیو ورځو په اړه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «په لومړیو ورځو کې ډېره ستونزمنه وه، ځکه اکثره کورنیو د خپلو نجونو د امنیت په اړه سخته اندېښنه لرله. داسې ډار یې درلود چې ښايي خویندې یا لوڼې یې تعقیب شي. لومړی مې خپل صنف د خیاطۍ په نوم فعاله کړ، کرار کرار مو تدریس ورته پیل کړ، ځکه زړه مې ډاډه شو چې د چا لهخوا نه تعقبېږو او د نجونو د کورنیو هم باور زیات شوی وو. خو اوس هم له څار څخه خوندي نه یو، په لومړیو ورځو کې طالبان زما د زدهکوونکو کورونو ته ورتلل او د هغوی کورنۍ ته یې ویل چې ستاسو نجونې له خپله کوره وځي او څو ساعتونه د ګاونډي کور کې تېروي او د دوی دا کار دوامداره دی. هغوی څخه یې پوښتنې کولې چې دغه نجونې په دې کور کې څه کوي؟ ایا تاسو خبر یاست چې هغوی څه کوي...؟».
مریم وايي، د هغې د زدهکوونکو د قرطاسیې په برخه کې ډېره ونډه یې د ورور په غاړه ده، ځکه نوموړې له خپلو زدهکوونکو څخه د تدریس په بدل کې هېڅ پیسې نه اخلي. مریم وايي: «له زدهکوونکو څخه پیسې نه اخلم، ځکه ډېرۍ نجونې له خپلو کورنیو په پټه دلته د زدهکړو لپاره راځي، نو که پیسې ترې وغواړم ښايي د کورنۍ نارینه یې له زدهکړو څخه منع کړي او همدا دروازه به یې هم پر مخ وتړل شي».
مریم له نړۍوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي، چې د نجونو د زدهکړو او په کورونو کې د پټو ښوونځیو لپاره دې له داسې تګلارو څخه استفاده وکړي، چې طالبان یې مخنیوی ونهشي کړای.
نوموړې وايي، که نړۍواله ټولنه د ښځو لپاره په کورونو کې د خیاطۍ زدهکړو په څېر کورسونه پیل کړي، خو تر شا یې د سواد زدهکړو لپاره هم ملاتړ وشي، ښايي د ګڼو نجونو د زدهکړو د دوام هیله ژوندۍ وساتل شي، ځکه په تش لاس ښايي د زدهکړو دغه پټه مبارزه په ټپه ودرول شي.
مریم دا پټ ښوونځی په داسې یوه نازک او ترینګلي وخت کې پرانیستی دی، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو له پیل څخه سملاسي وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ د زدهکړو دروازې وتړلې. د دوی دغه پرېکړه چې د یوه «امر ثاني» تر صادرېدو پورې د نجونو د زدهکړو د نامعلوم ځنډ لامل شوه، په زرګونو نجونې د خپل راتلونکي په اړه له مایوسۍ سره مخ کړې دي، خو مریم د دغه جبري ځنډ پروړاندې د مقاومت لاره غوره کړه او د خپلو زدهکوونکو لپاره یې د پوهې د ترلاسه کولو یوه پټه لار پرانیستله.