عبدالسلام ضعیف: که جګړه دوام ومومي، د اور لمبې به د پاکستان امن سیمو ته ورسېږي

په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وایي، د افغانستان له لوري «بالمثل ځواب» ښيي چې د جګړې دوام به پاکستان ته زیان واړوي او ورو، ورو به د جګړې اور د دغه هېواد امن سیمو ته هم ورسېږي.
هغه د شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي، پاکستان باید تر دې مهاله پوه شوی وي چې د طالبانو له لوري بالمثل غبرګون دا څرګندوي چې د جګړې دوام به د پاکستان د زیان لامل شي.
هغه په خپل پیغام کې ویلي: «پاکستان باید نور پوه شوی وي، چې د افغانستان بالمثل ځواب دا په ډاګه کوي چې د جګړې دوام به د دوی د خرابېدو سبب کېږي.» نوموړي دارنګه ادعا کړې، چې د جګړې له دوام څخه به پاکستان ته د ګټې پر ځای تاوان ډېر وي.
د هغه په وینا: «د امریکا د پروژې د ګټې پرتله به د دوی تاوان څو چنده کېږي.» هغه په پای کې ویلي، چې پاکستان به د «بادار خوشحاله کولو» په هڅه کې هم پاتې راشي.
