نجیبالله علی خېل: پر افغانستان د پاکستان برید د دغه هېواد د اوږدمهاله پالیسۍ څرګندونه ده

د تېر جمهوري نظام پرمهال په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر نجیب الله علي خېل ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان بمباري د دغه هېواد د اوږدمهاله تګلارې یوه برخه ده او د افغان ملي ګټو د ساتنې یوازینۍ لار د هېواد ملي یووالی، پراخه ډېپلوماټیکې هڅې او ټولګډونه دفاع ده.
