محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې دې بېرته پرانېستل شي

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مخکښ سیاستوال، محمود خان اڅکزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
اڅکزي ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اته مهمې لارې او لوی سړکونه دي چې میلیونونه کسان پرې په کار بوخت دي، او ټینګار یې کړی چې دا لارې باید ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي.
د هغه په وینا، افغانستان او پاکستان په سوداګرۍ او ترانزیټي برخه کې یو بل ته جدي اړتیا لري، او د دغو لارو تړل کېدل هره ورځ دواړو هېوادونو ته میلیونونه ډالره زیان رسوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې د مسافرو او سوداګریزو توکو پر مخ تړل شوې دي.
په دې لارو کې تر ټولو مهمه لاره تورخم ده، چې د سوداګرۍ له اساسي مسیرونو شمېرل کېږي او افغانستان پخوا خپل ډېری اړتیاوړ توکي له همدې لارې واردول.
