چین د طالبانو او پاکستان ترمنځ د لنډمهالي اوربند هرکلی کړی

د چین د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو او پاکستان ترمنځ د لنډمهالي اوربند هرکلی کړی او پر دواړ لوریو یې غږ کړی چې خپله شخړه دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چین هیله من دی چې دواړه لوري د دایمي اوربند لپاره خبرې اترې پیل کړي.
چین د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اسلامي هېوادونو د منځګړیتوب هڅې ستایلې دي او وايي، چې بیجینګ هم د دواړو لوریو ترمنځ د شخړې هواري لپاره چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان او طالبانو تېره ورځ اعلان وکړ، چې د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په منځګړیتوب یې د کوچني اختر په مناسبت یو د بل په په وړاندې عملیات ځنډولي دي.
له دې وړاندې د اوربند او خبرو اترو لپاره چین هم هڅې پیل کړې وې، چې ظاهرا پایله یې نه ده ور کړې ، خو بیجنګ ټینګار کړی، چې خپلې هڅې جاري ساتي.
