روسیه: په افغانستان کې د یوشمېر وسلهواله ډلو حضور جدي ستونزه ده

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې په افغانستان کې د ځینو وسلهواله ډلو حضور حقیقت لري او د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان او طالبانو همکاري اړینه ده.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې په افغانستان کې د ځینو وسلهواله ډلو حضور حقیقت لري او د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان او طالبانو همکاري اړینه ده.
ضمیر کابلوف د ریانووستي خبري اژانس سره په مرکه کې څرګنده کړې: «بې له شکه په افغانستان کې د ځینو وسلهواله ډلو حضور جدي ستونزه ده». هغه زیاته کړه، روسیه له پاکستان او طالبانو غواړي چې له هر ډول شخړو ډډه وکړي او په ګډه د افغانستان په خاوره کې د «ترهګرۍ» پر وړاندې اقدام وکړي.
کابلوف ټینګار وکړ: «ترهګري په یوازې ځان لهمنځه تلای نهشي». وروسته له هغې چې پاکستان په تېرو څو اوونیو کې د طالبانو پر پوځي مرکزونو د هوایي بریدونو لړۍ پیل کړې؛ راپورونه ښيي چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو د پوځي اډو، وسلو زېرمو او د روزنیزو مرکزونو پر ضد ګڼ شمېر هوایي بریدونه شامل وو.

په تېره یوه اونۍ کې په چمن کې د افغان کډوالو ۱۲۴ هټۍ، مارکېټونه او پمپونه تړل شوي دي. د چمن مرستیال کمېشنر عزیز الله کاکړ په خپل خپور شوي بیان کې ويلي، چې افغان کډوال دې ژر تر ژره له چمن نه ووځي؛ که نه د دوی پر ضد به د نیولو سخت عملیات پیل کړي.
د نوموړي په وینا، که افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه نهشي؛ نو دوی به په څلورلارو، هټیو او په کلیو کې ونیسي او په جبري توګه به یې خپل هېواد ته ستانه کړي.
بل لور ته د چمن ځايي خلک وايي، چې د دغه والسوالۍ ځايي چارواکو د ځايي خلکو هټۍ او مارکېټونه د افغان کډوالو په نوم تړلي دي. د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان څانګې مشر او د دغه ایالت د اسمبلۍ پخواني غړي اصغر خان اڅکزي په دې اړه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل:« د انصار او مهاجرو په نوم چې ریاست کوم چلند روان کړی، د غندنې وړ دی».
نوموړي زیاته کړې، چې «په دې وطن کې له هر چاسره اسناد شته او بیاهم د افغان کډوالو په نوم چې کومه بېعزتي روانه ده او اوس دا اراده يې ځايي خلکو ته هم وي؛ نو دومره دې وکړي، چې د هر هغه چا پر ضد چې ګام اخلي؛ نو هغه دې د معلوماتو پربنسټ وي».
د هغه په وینا؛ حکومت چې په چمن کې کومو کورنیو ته لاس اچولی، ډېری هغو سره د ۱۹۶۰کال د پاکستان پاسپورټونو شته او سپین ږېري يې پر هغه پاسپورټونو حج ته تللي او له زیاترو سره بیا د ۱۹۷۴کال نه وړاندې اسناد هم شته.
هغه وایي:« ریاست د ناروا چلند او پالیسیو له امله زموږ د سیمې روزګار او امن تباه کړ». اصغر خان اڅکزي د پاکستان او افغان طالبانو د روانې جګړې په اړه وويل:« د اسلام او جهاد په نامه د څلوېښتو کلونو یارانه اوس دې حال ته راورسېده، چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه ګڼل کېږي او دوی کابل او کندهار بمبار کوي، دا د پښتنو لپاره درس دی چې په کوم نوم يې ځيګر ته رانږدې کړي وو؛ اوس یې په سر، سر وولي او ښځې مو بېعزته کوي».
د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي مشر او د بلوچستان اسمبلۍ پخواني غړي نصرالله خان زیري افغانستان انټرنشنل پښتو سره د خبرو پرمهال وويل، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت «ناوړه چلند» د ملګري ملتونو د اصولو خلاف کړنه ده.
ښاغلي زيري زیاته کړه، په چمن او نورو سیمو کې د ځايي مشرانو او نورو ځايي خلکو مارکېټونو سره د دوی پاکستانۍ پېژندل پاڼې هم تړل شوې چې دا د روان ناروا چلند یوه بېلګه ده.
هغه وويل، چې حکومت دې د پښتنو له ځورونې او د هغو د کاروبارونو لهمنځه وړلو لاس واخلي. د هغه په وینا؛ په پاکستان کې پښتانه ۱۵۵زره کیلومتره مربع ځمکه لري او پاکستان د پښتنو په شتمنیو چلېږي او پښتانه دلته د اوسېدو او د کاروبار حق نهلري.
ښاغلي زيري د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د ځايي خلکو مارکېټونه او پېژندپاڼې دې ژر تر ژره خلاصې کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد خبر ورکړی، چې د تېر ۲۰۲۵کال په لړ کې یې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته د څه باندې ۱۸ مېلیون ډالرو په ارزښت وطني غالۍ او ټغرونه صادر کړي دي. د هغه په وینا؛ د دغه غالیو او ټغرونو وزن شاوخوا ۳زره او ۸۱۸ ټنه وو.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه غالۍ او ټغرونه پاکستان، ترکیه، متحده عربي اماراتو، امریکا، چین، ازبکستان، اېټالیا، هالنډ، جرمني، قزاقستان، هند او یوشمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. هغه ټینګار کړی، چې په دې برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
له بل پلوه بیا د افغانستان د غالیو ټولنه وایي، بهر ته یې د غالیو د صادرولو لپاره بدیلې لارې موندلې دي او د تېرکال پرتله یېپه صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی. د افغانستان د غالیو ټولنې مشر عبدالله رحمان قل وایي، دامهال په افغانستان کې ۱.۲ مېلیونه خلک د غالیو اوبدلو پر تولید بوخت دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد تر دې وړاندې هم ویلي و، چې افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې بیا د شاوخوا ۱۵ مېلیونه او ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت ۳۶۳۲ ټنه د غالیو صادرات کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او یوشمېر نورو نړۍوالو بشري بنسټونو د راپورونو له مخې؛ پر ایران د امریکا او اسراییل وروستي هوایي بریدونو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او اېستلو بېسارې څپې رامنځته کړې، چې ورسره د لسګونه زره افغانانو ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ شوی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۶کال له فبرورۍ راهیسې پر ایران د امریکا او اسراییل په بریدونو کې د افغان کډوالو د بېرته تګ او جبري ستنېدنې لړۍ چټکه شوې.
د راپورونو له مخې؛ هره ورځ زرګونه افغانان په خپله خوښه د خوندیتوب لپاره او د جګړې د فشارونو له امله د ایران ختیځو پولو ته ځان رسوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ هم اټکل کړی، په ایران کې ۳ تر ۵ مېلیونه افغانان ژوند کوي چې د جګړې له امله یو وار بیا د بېکوره کېدو له ګواښ سره مخ دي.
یوازې د اسلامکلا له پولې د ورځې شاوخوا ۲زره افغانان افغانستان ته بېرته ستنېږي. د ۲۰۲۶کال تر مارچ میاشتې پورې لسګونه زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د راپورونو له مخې؛ د افغان کډوالو د بېړنۍ ستنېدنې لامل یوازې د بریدونو ګواښ نه؛ بلکې د معیشت لهمنځه تلل، د امنیتي فضا سختېدل، د تګراتګ محدودیتونه او د کډوالو پر وړاندې زیاتېدونکي فشارونه هم رول لري.
نړۍوال بنسټونه خبرداری ورکوي، ډېری دغه افغانان په داسې حال کې افغانستان ته ستنېږي چې دغه هېواد په خپله له سخت بشري وضعیت سره مخ دی او تر ستنېدو وروسته ډېری ستنېدونکي کډوال په سړه هوا کې له لږو امکاناتو سره په سرحدي سیمو کې په لنډمهاله پنډغالو کې ځای پرځای کېږي.
د بښنې نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ښځو برخې هم ویلي، د ښځو او ماشومانو وضعیت خورا ناوړه دی؛ ځکه دوی د جګړې له کړاو وروسته داسې هېواد ته ستنېږي، چې خلک یې لا له وړاندې بنسټیزو حقونو او زدهکړو ته له نه لاسرسي او وزګارتیا سره مخ دي.
نړۍوالو ادارو اندېښنه څرګنده کړې، که د ایران جګړه اوږده شي؛ نو د افغان کډوالو د بېکوره کېدو څپې کولای شي د سیمې لپاره یو نوی ناورین رامنځته کړي، چې د ګاونډیو هېوادونو کمزوري بنسټونه یې نهشي اداره کولای.
په جنیوا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندېشه وایي، په نړۍوالو او سیمهییزو ډیپلوماټیکو کړیو کې اوس دا منل شوې چې د طالبانو حکومت د کورني، سیمهییز او نړۍوال ملاتړ له پای ته رسېدو وروسته د «پرځېدو» په حال کې دی.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، د دغه اونۍ د وضعیت مهمه پایله دا ده چې په اړونده ډېپلوماټیکو او سیاسي کړیو کې دا منل شوې چې د طالبانو حکومت د «پرځېدو» په حال کې دی. هغه ویلي، طالبانو د کورني، سیمهییز او نړۍوال ملاتړ ټول امکانات له لاسه ورکړي دي.
هغه ټینګار کړی، چې د ناڅاپي او بېنظمیو رامنځته کېدونکي سقوط مخنیوي لپاره باید پر یو لړ تګلارو غور وشي. د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د جمهوریت تر پرځېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نږدې پنځه کاله کېږي، چې د طالبانو حکومت له روسیې پرته بل هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی.
که څه هم په ډېرو هېوادونو کې د طالبانو استازي په محدود شکل د شارزدافیر په کچه استول شوي؛ خو د ملګرو ملتونو غړي ډېری هېوادونه یې د مشروع حکومت په توګه نهمني.
د نړۍوالو اړیکو دغه بیباوره وضعیت د افغانستان لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې؛ ځکه چې له بهرنیو مرستو پرته اقتصادي وضعیت خورا کړکېچن شوی او ګڼ بنسټیز خدمتونه اغېزمن شوي دي.
همدارنګه د ښځو پر حقونو محدودیتونه، د ټولنیزو او بشري حقونو سرغړونې او د طالبانو سختدریځه پالیسیو له امله نړۍوالې نیوکې زیاتې شوې دي، چې د دغه حکومت د مشروعیت د نهمنلو لاملونه ګڼل کېږي.
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د پاکستان لهخوا د افغانستان په خاوره کې دننه څو کیلو متره وړاندې د اغزن تار لګولو راپورونو ته په غبرګون ویلي، چې طالبان حقایق نهشي پټولی.
شاه محمود میاخېل له هغو راپورونو وروسته چې ګواکې پاکستان په پکتیکا ولایت کې په افغان خاوره کې دننه څو کیلو متره وړاندې اغزن تار لګولی دی، پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي: «دا معلومات په جبر، کوف او چوف نهشي بندېدلی، ځکه نن سبا د افغانستان هوا او فضا د نورو په کنټرول کې ده».
نوموړي ویلي، چې له خلکو څخه د معلوماتو پټول او د ولسواک نظام جوړېدو لپاره د زمینې نه برابرول ښايي دوه لاملونه ولري؛ یا وېره او بېکفایتي ده او یا طالبان د پاکستان د اهدافو د عملي کولو لپاره د «سکې» بل مخ دی.
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې د ورکړل شویو راپورونو لهمخې، پاکستان د افغانستان په خاوره کې دننه په پکتیکا ولایت کې څو کیلو متره وړاندې اغزن تار لګولی دی، خو د طالبانو د دفاع وزارت یادې ادعاوې رد کړي دي.