د دې څېړنې لهمخې، دغه محدودیتونه د زاړه عمر لرونکو کسانو لپاره زیات دي، ځکه د هغو د خولو بهېدو وړتیا کمه ده او په همدې دلیل د خپل بدن تودوخه په سمه توګه نهشي تنظیمولای. په دې څېړنه کې د ګرمۍ د زغملو فیزیولوژیکي مطالعات د نړۍ او سیمو له اویا کلونو راټولو شویو معلوماتو سره یوځای شوي، چې د نفوس او تودوخې اړوند دي.
څېړنه ښيي، چې له ۶۵ کلونو پورته عمر لرونکي کسان اوس هر کال نږدې ۹۰۰ ساعته داسې وخت تجربه کوي، چې ګرمي پهکې د باندې فعالیتونه په سخت ډول محدودوي، حال دا چې دا شمېر په ۱۹۵۰ کال کې شاوخوا ۶۰۰ ساعته وو.
تر ټولو ډېر زیان هغو کسانو ته رسېږي چې په بېوزلو هېوادونو یا سیمو کې ژوند کوي. سره له دې چې د اقلیم د بدلون په رامنځته کېدو کې د دوی ونډه د شتمنو مصرف کوونکو پر تله ډېره کمه ده. شتمن خلک د خپل ژوند د بڼې له امله د ګاز، تېلو او سکرو د سوځولو له لارې زیات ګلخانهيي ګاز تولیدوي.
په ځینو استوایي او نیمه استوایي سیمو کې، ګرمي د زاړه عمر کسانو بهرني فعالیتونه د کال له یوې څلورمې برخې څخه تر درېیمې برخې پورې محدودوي. تر ټولو سختې ستونزې د اسیا په سوېل لوېدیځ (بحرین، قطر، کوېټ، متحده عربي امارات، عراق، عُمان)، د اسیا په سوېل (پاکستان، بنګلهدېش، هند، افغانستان) او د افریقا په لوېدیځو برخو کې لیدل کېږي.
دا څېړنه چې د طبیعت د ساتنې د ادارې د پوهانو لهخوا یې مشري شوې او د «د روغتیا چاپېریالي څېړنو» په علمي مجله کې خپره شوې، د نړۍ د تودوخې د خطرونو په اړه له پخوانیو څېړنو هم وړاندې تللې او د خلکو ټولنیز او فیزیولوژیکي له ګرمۍ سره د چمتووالي وړتیا یې ارزولې ده.
د دې څېړنې لیکوالان وايي، چې پایلې یې دا څرګندوي چې د نړۍ د تودوخې د اصلي سرچینو لکه تېلو، ګاز او سکرو د کمولو لپاره بېړني ګامونه اخیستل اړین دي. هغوی همدارنګه له پالیسي جوړوونکو غوښتنه کړې، چې سرچینې هغو ټولنو او سیمو ته ځانګړې کړي چې تر ټولو ډېر زیان یې لیدلی دی.
د دې څېړنې اصلي لیکوال لوک پارسونز وویل: «سلګونه میلیونه خلک نور نهشي کولای د کال په تر ټولو ګرمو میاشتو کې خپل ورځني بهرني فعالیتونه په خوندي ډول ترسره کړي او دا خلک زیاتره په هغو هېوادونو کې ژوند کوي، چې د دې ستونزې په رامنځته کولو کې یې تر ټولو کمه ونډه لرلې ده».
هغه زیاته کړه، چې په لنډمهاله توګه د ګرمۍ د ژر خبرتیا سیستمونو، د یخولو بنسټیزو اسانتیاوو او په زیانمنو سیمو کې د زاړه عمر کسانو او د باندې کارکوونکو ساتنې لپاره پانګونه ډېره ضروري ده. خو هغه ټینګار وکړ، چې دا سیمهییز اقدامات د نړۍ د تودوخې د کمولو اساسي اړتیا نهشي بدلولای.