طالبان وايي د جنايي جرمونو په تړاو یې ۱۶ کسان نیولي

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، په څلورو ولایتونو کې یې ۱۶ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي. دغه وزارت زیاته کړې، د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې یې ۱۲۷ د هاوان مرمۍ هم ترلاسه کړي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، په څلورو ولایتونو کې یې ۱۶ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي. دغه وزارت زیاته کړې، د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې یې ۱۲۷ د هاوان مرمۍ هم ترلاسه کړي دي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د غلاوو او قتل په تړاو یې یاد کسان په هرات، ننګرهار، جوزجان او دایکندي کې نیولي دي.
خبرپاڼه کاږي، د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې ۱۲۷ د هاوان مرمۍ هم کشف او ترلاسه شوي، خو په دې اړه چې ایا په تړاو یې څوک نیول شوي که څنګه، څه نهدي ویلي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت مرستیال نورمحمد حقاني په فاریاب کې په یوې ولسي غونډه کې وویل، د افغانستان په چارو کې لاسوهونکي به د شړل شویو «اشغالګرو» په برخلیک اخته شي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مرستیال نورمحمد حقاني د چهار شنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) په فاریاب کې په یوې ولسي غونډه کې خبرداری ورکړی: «که څوک د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي د شړل شویو اشغالګرو په برخلیک به اخته شي».
له دې سره سم، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري بیا په یاده غونډه کې ادعا وکړه، چې افغان ولس له طالبانو سره په زور نهدی یو ځای شوی، بلکې د خپلې عقیدې او ارزښتونو د ساتنې په پار له دوی سره یو ځای شوي دي.
نورالله نوري زیاته کړه: «نور په افغانستان کې پردی اجنبي ځای نهلري او نه د پردیو اجنبیانو لباس په افغانستان کې ځای لري. موږ پر دې مطمین یو».
نوري د ولس پر ویښتابه له ټينګار سربېره وویل: «ولس دې ویښ او بیداره واوسي، چې هغه پردي ډالر خواره چې پر میډیا څه وايي، یا څه شایعات خپروي، د افغانستان ملت بیا نه دوکه کېږي».
دغه طالب وزیر په ډاګه کړه، تر دې وروسته افغان ولس په هېواد کې «پردي» او «پردي اشغالګران» نهشي زغملی.
یوې نوې څېړنې ښودلې چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې خلک یې تر ټولو لږ کتابونه لولي، په داسې حال کې چې امریکا د مطالعې له پلوه په لومړي مقام کې ځای لري.
د«نړۍ د وګړو څېړنه» په نوم وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، افغانان په منځني ډول په کال کې شاوخوا ۲،۵۶ کتابونه لولي او ټولټال ۵۸ ساعته مطالعه کوي، چې دا شمېر افغانستان د کتابلوستنې له پلوه د جدول په وروستۍ برخه کې ځایوي.
په دې لړ کې، متحده ایالات د یو کس پر سر د ۱۷ کتابونو د مطالعې له اوسط سره لومړی ځای لري. له امریکا وروسته هند ۱۶ کتابونه، بریتانیا ۱۵، فرانسه ۱۴ او ایټالیا ۱۳ کتابونه، په لوړو مقامونو کې راغلي دي.
د راپور له مخې، د امریکا خلک په اوسط ډول په کال کې ۳۵۷ ساعته مطالعه کوي، چې ورپسې هند ۳۵۲ ساعته، بریتانیا ۳۴۳ ساعته، فرانسه ۳۰۵ ساعته او ایټالیا ۲۷۸ ساعته مطالعه لري.
په هغو هېوادونو کې چې د مطالعې کچه پکې ټیټه ده، د برونای، پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو نومونه هم یاد شوي دي.
راپور زیاتوي چې په وروستیو کلونو کې د ډیجیټلي وسایلو له لارې مطالعه زیاته شوې، خو لا هم ډېری خلک چاپي کتابونه او مجلې لولي، او یوازې شاوخوا ۹ سلنه کسان یوازې له ډیجیټلي سرچینو ګټه اخلي.
د نړۍ د تر ټولو ډېر لوستل شوو کتابونو په سر کې انجیلځای لري، ورپسې قران، د هري پاټر لړۍ، د مایو تیسه تونګ ویناوې، او د ماویستان مشر او د حلقو ارباب اثار شامل دي.
راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د کتابلوستنې ټیټه کچه د بېلابېلو لاملونو له امله ده، چې پکې د کتابلوستنې د فرهنګ کمزورتیا او اقتصادي ستونزې مهمې ګڼل کېږي.
همدارنګه، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل د زدهکړې او مطالعې پر کچه منفي اغېز کړی دی.
د یادولو وړ ده، چې په افغانستان اوسني واکمن، خلک تر ډېره یوازې د هغو مذهبي کتابونو لوستلو ته هڅوي چې دوی یې تاییدوي، او ګڼ شمېر د بشري علومو، سیاسي او حقوقي کتابونه له کتابتونونو راټول شوي دي.
تېر کال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان کړی و چې هغه کتابونه چې د «افغاني کلتور او ټولنې له ارزښتونو» سره په ټکر کې وي، د خپرېدو اجازه به ورنه کړل شي. له لیکوالانو هم غوښتنه شوې چې داسې اثار ولیکي چې د افغانستان «واقعیتونه» منعکس کړي.
همدارنګه، کتابپلورنځیو ته سپارښتنه شوې چې هغه کتابونه چاپ او و نه پلوري چې له «اسلامي ارزښتونو» سره په ټکر کې وي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې د شري ناروغي یوه د مخنیوي وړ ناروغي ده او یوازې هغه وخت یې د خپرېدو مخه نیول کېدای شي چې ټول ماشومان واکسین شي.
یونیسف د چهارشنبې په ورځ (وري۲۶مه) په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د خپلو همکارو بنسټونو په ملاتړ، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ماشومانو ته د شري ناروغۍ واکسین تطبیق شوی دی.
دې ادارې ټینګار کړی چې د هر واکسین تر شا یو خوندي ماشوم او یوه روغ ټولنه ولاړه ده، او دا بهیر د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره ډېر مهم دی.
یونیسف وړاندې هم ویلي وو، چې د واکسیناسیون پروګرامونه په افغانستان کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره بنسټیز رول لري او باید په پراخه کچه دوام ومومي.
په ورته وخت کې، نړیوالو بنسټونو بیا بیا ټینګار کړی چې ټولو ماشومانو ته د واکسین د لاسرسي برابرول او د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا، په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې، د عامې روغتیا د وضعیت د ښه کېدو لپاره حیاتي ارزښت لري.
ملګرو ملتونو په خپل کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو بندیز د بشري مرستو بهیر په ځانګړي ډول په سرحدي سیمو کې ګډوډ کړی دی. په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر راهیسې طالبانو پر افغان ښځینه کارکوونکو بندیزونه لګولي.
راپور زیاتوي چې د ښځو د حضور کمښت د دې لامل شوی چې بنسټیزو خدماتو ته د ښځو او نجونو، په ځانګړي ډول د کورنیو سرپرستو ښځو او راستنېدونکو لاسرسی کم شي.
همدارنګه د نجونو پر زده کړو بندیز د بشري پانګې د عادلانه ودې پر وړاندې یو لوی خنډ بلل شوی. د ملګرو ملتونو په وینا، دغه بندیز د جنسیتي نابرابرۍ کچه لوړه کړې او د وخت نه مخکې ودونو خطر یې زیات کړی دی.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب او د هغوی د خدماتو د لاسرسي د یقیني کولو لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي او له طالبانو سره ستراتیژیک تعامل یې د بشري مرستو د دوام لپاره اړین بللی.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱.۸۸ میلیونه کسان له ایران او ۸۹۹ زره نور له پاکستان نه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دا لویه کډوالي د کورونو او ځمکو د کرایو د لوړوالي سبب شوې، او په ځینو سیمو کې یې پر خدماتو او بازارونو فشار زیات کړی دی.
راپور همدارنګه د افغانستان په ختیځ کې زلزلو ته اشاره کوي، چې شاوخوا ۸۶.۸ میلیونه ډالر زیان یې اړولی او د بیا رغونې اړتیا یې ۱۲۸.۸ میلیونه ډالر اټکل شوې ده.
په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لرله، خو د تمویل کچه یوازې ۹۱۳ میلیونه ډالره وه.
ملګري ملتونه وایي چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې له پاکستان سره سرحدي کړکېچ د سوداګرۍ او بشري مرستو پر بهیر جدي اغېز کړی دی.
د راپور له مخې، د مرستو کمښت، د کډوالو زیاتې راستنېدنې او اقلیمي پېښو په ۲۰۲۵ کال کې پر افغان کورنیو، بازارونو او خدماتو سخت فشارونه وارد کړي دي.
دغه راپور چې د «د افغانستان د خلکو د بنسټیزو بشري اړتیاوو د ملاتړ» تر عنوان لاندې خپور شوی، ښيي چې سره له دې ستونزو، د بنسټیزو خدماتو وړاندې کول دوام لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ویلي چې تېر کال میلیونونه افغانانو روغتیايي او اقتصادي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.
د راپور له مخې، له ۳۴ میلیونو څخه زیاتو خلکو روغتیايي خدمات او شاوخوا ۴.۶ میلیونه ماشومانو د زده کړې فرصت ترلاسه کړی دی.
د افغانستان په ختیځ کې د کونړ سیند پر غاړه سلګونه کسان د سرو زرو موندلو لپاره شګې چاڼ کوي. دغه کسان وايي چې د بېکارۍ له امله یې دغه سخت کار ته غاړه ورکړې او له دې لارې یوه ګوله ډوۍ په لاس راوړي.
د فرانسې خبرې اژانس د راپور لهمخې، د کونړ ولایت په خروالو سیمه کې ګڼ کسان د سرو زرو د پیدا کولو دا دودیزه لار کاروي او اوس د دوی لپاره د عاید ترلاسه کولو یوه سرچینه ګرځېدلې ده.
د کونړ په سیند کې د سرو زرو د لټون په موخه د ځايي خلکو ترڅنګ د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم دې سیمې ته سفر کوي.
۵۰ کلن شهزاده ګل چې له کابل نه له اتو ساعتونو مزل وروسته خروالو سیمې ته تللی، وايي:« په هېواد کې د کار فرصتونه کم دي، نو ځکه مو ځانونو ته دا کار پیدا کړی دی، خو هغه سره زر چې موږ یې پیدا کوو، د غنمو تر دانې هم واړه وي».
د راپور لهمخې، د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې هم سلګونه کسان د غرونو په لمنو کې کار کوي او د غرونو په لمن کې خاورې او کاڼې راټولوي او په دودیز ډول یې د کونړ په سیند کې چاڼ کوي.
۳۵ کلن ګل احمد جان وايي، چې له دې کار څخه په اونۍ کې تر یو ګرامه سره زر پیدا کولی شي، چې بیه یې شاوخوا ۸۰۰۰ افغانۍ کېږي.
په ورته مهال په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتو رییس نجیب الله حنیف ویلي، چې په دغه ولایت کې سلګونه کسان د سرو زرو موندلو په کار کې بوخت دي، خو دوی د ماشینونو او کېندونکو وسایلو پر کارولو بندیز لګولی دی.
طالبانو ویلي، چې د ماشینونو په وسیله کېندنې سیند او غرونو ته زیان رسوي.