د جمهوري غوښتونکو خوځښت وایي، افغانستان تر هغو نشي کولای له روانې نړیوالې انزوا څخه ووځي، چې د هېواد حاکمیت د یوه راڼه، شفاف او ملي میکانیزم پر بنسټ په کور دننه د خلکو لهخوا مشروعیت ترلاسه نهکړي.
دغه خوځښت د جمعې په ورځ (د وري ۲۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو ټینګار کړی، چې نړیوال تعامل، سیاسي اعتبار او اقتصادي ثبات د ولس له ارادې پرته ناشونی دی.
د خوځښت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې افغانستان له نږدې پنځو کلونو راهیسې داسې یوې نړیوالې انزوا ته ټېل وهل شوی، چې پایلې یې له اقتصادي سقوط او پراخې بېوزلۍ نیولې تر امنیتي کمزورتیا، د ملي بنسټونو فلج کېدو او د نړیوال حیثیت له لاسه تللو پورې رسېږي.
جمهوري غوښتونکي پر دې باور دي، چې نړیواله ټولنه نه د زور له لارې رامنځته شوی حاکمیت په رسمیت پېژني او نه هم له داسې جوړښت سره اوږدمهاله تعامل ته لېوالتیا لري، چې د خلکو له ارادې بېبرخې وي. د خوځښت په وینا، هغه نظامونه چې د ولس ملاتړ او قانوني بنسټ ونهلري، تل د بهرني فشار، انزوا او داخلي بحران ښکار وي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د مشروعیت بنسټ یوازې شعار یا ادعا نهده، بلکې یو عملي، روښانه او منل شوی سیاسي میکانیزم غواړي؛ داسې میکانیزم چې خلک پهکې د خپل سیاسي برخلیک د ټاکلو حق ولري او واک د ولس له رضایت څخه سرچینه واخلي.
د جمهوري غوښتونکو خوځښت ټینګار کړی، چې د اسلام د سپېڅلي دین، افغاني کلتور او معاصرو بشري ارزښتونو په رڼا کې یو جمهوري نظام کولای شي دا مشروعیت تامین کړي. د خوځښت په باور، اساسي قانون، د خلکو له لوري انتخاب شوی حکومت، د بیان ازادي، د ښځو او نارینهوو د کار او تعلیم حقونه او د دولت حساب ورکوونه هغه بنسټونه دي، چې له هغو پرته نه ملي مشروعیت رامنځته کېږي او نه هم نړیوال باور.
د خوځښت په وینا، د اساسي قانون نشتوالی، د منتخب بنسټونو له منځه تګ او د مدني حقونو محدودېدل افغانستان داسې حالت ته رسولی، چې نه یوازې له نړیوالې ټولنې منزوي شوی، بلکې د خپلو ملي ګټو د دفاع توان یې هم له لاسه ورکړی دی.
جمهوري غوښتونکي وایي، نړیواله انزوا یوازې یو سیاسي مفهوم نهدی، بلکې عملي او دردونکې پایلې لري. د دغه خوځښت په وینا، د نړیوال تعامل نشتوالی افغانستان له اقتصادي فرصتونو بېبرخې کړی، بشري مرستې یې له سیاسي قیدونو سره مخ کړي، دفاعي ظرفیتونه یې کمزوري کړي او هېواد یې د بهرنیو تیریو پر وړاندې زیانمنونکی ګرځولی دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې په همدې انزوا کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان تکراري بمبارۍ، د نړیوال غبرګون نشتوالی او د افغان ولس غږ ته بېپامي، ښکاره ثبوت دی چې بېمشروعیته حاکمیت نهشي کولای د هېواد له جغرافیې، خلکو او ملي ګټو دفاع وکړي.
د جمهوري غوښتونکو خوځښت د روان سیاسي بنبست د ماتولو لپاره د یوې پراخې ملي اجماع پر بنسټ د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې ده. د خوځښت په باور، دا جرګه کولای شي د هېواد لپاره د یوه مشروع، حسابورکوونکي او د خلکو د ارادې پر بنسټ د حاکمیت رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړي.
په دې جرګه کې، د خوځښت په وینا، باید واکمن طالبان، سیاسي جریانونه، مدني ټولنه، خپلواک شخصیتونه، د ښځو استازې او د ټولنې نور قشرونه ګډون ولري، څو د افغانستان د راتلونکي نظام پر چوکاټ ملي پرېکړه وشي.
جمهوري غوښتونکي ټینګار کوي، چې نړیواله ټولنه افغانستان ته نه د احساساتو، نه د فشارونو او نه هم د تبلیغاتو پر بنسټ، بلکې د مشروعیت، قانونمندۍ او د خلکو د رضایت پر اساس ګوري. د خوځښت په وینا، تر هغو چې دا بنسټونه رامنځته نهشي، افغانستان به همدا ډول منزوي، زیانپذیر او د کړکېچونو ښکار پاتې وي.
خوځښت په پای کې ویلي، چې د دوی موخه نه واک دی او نه امتیاز، بلکې د داسې نظام رامنځته کېدل دي چې افغانستان بېرته له نړۍ سره ونښلوي، د خلکو کرامت خوندي کړي او هېواد د دوامدار ثبات پر لور رهنمایي کړي.