د هوا پوهنې اداره: په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې سبا شنبه، د وري ۲۹مه په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او د سېلابونو د راوتو اټکل شوی.

د طالبانو د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې سبا شنبه، د وري ۲۹مه په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او د سېلابونو د راوتو اټکل شوی.
دغه ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، سبا شنبه، د وري ۲۹مه د پلازمېنې کابل په ګډون په بدخشان، تخار، نورستان، پنجشېر، بغلان، پروان، کاپیسا، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، سرپل، غور او دایکنډي ولایتونو لپاره دغه وړاندوینه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د شدیدو بارانونو له امله د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال هم شتون لري او له خلکو غوښتنه شوې چې احتیاطي تدابیر ونیسي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال ویلي، پلان لري چې په راتلونکو ۸ کلونو کې په ټول افغانستان کې له ۲۰۰ میلیونو څخه ډېر نیالګي کېنوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپیریال ساتنې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال زینالعابدین عابد په بامیان کې کې د نیالګیو کېنولو د یوه کمپاین پرمهال ویلي، چې یاده ډله پلان لري په راتلونکو ۸ کلونو کې په ټولو ولایتونو کې ۲۰۰ میلیونو څخه ډېر نیالګي کېنوي.
نوموړي دغه ګام د هېواد د زرغونتیا او اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د کمولو لپاره حیاتي بللی دی.
یاد طالب چارواکي د نیاګیو په کېنولو او ساتنه کې د خلکو مسولیت او ونډه اړینه بللې ده.
نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې هر کال د پسرلي په موسم کې سلګونه زره نیالګي کېنول کېږي، خو د مسولینو او عامو خلکو نه د پاملرنې له امله ډېر کم نیالګي پاتې کېږي او ډېره برخه یې بېرته له منځه ځي.
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وایي، وروستیو سېلابونو په افغانستان کې کورونو، کرنیزو ځمکو او بنسټیزو تاسیساتو ته پراخ زیانونه اړولي دي.
دې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د وري په ۲۷مه، په یوه راپور کې ویلي چې په خوست ولایت کې د دوی لهخوا جوړ شوی نږدې ۲۳۰متره اوږد محافظتي دېوال توانېدلی چې یوه مهمه لاره د سېلابونو له ګواښ څخه وژغوري.
د راپور له مخې، دغه محافظتي دېوال شاوخوا ۲۳۰هکټاره کرنیزه ځمکه د سېلابونو له ویجاړۍ خوندي کړې او د بزګرانو د معیشت په ساتنه کې یې مهم رول لوبولی دی.
ډبلیو ایف پي زیاتوي چې دا پروژه د اوبو د لګولو د کانالونو د جریان په ساتنه کې هم مرسته کړې او د بېلابېلو سیمو ترمنځ یې د تګ راتګ د اړیکو د پرې کېدو مخه نیولې ده.
په ورته وخت کې، د د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر مخکې ویلي وو چې په ټول افغانستان کې ویجاړوونکو سېلابونو له ۷۰زرو څخه ډېر کسان اغېزمن کړي دي، چې دا د طبیعي پېښو د زیاتېدونکي ګواښ څرګندونه کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په افغانستان کې ویجاړوونکو سېلابونو له ۷۰ زرو څخه ډېر خلک اغېزمن کړي دي. د اوچا د راپور له مخې، درې زره کورنۍ یوازې په ننګرهار کې اغیزمنې شوې دي.
دغه دفتر زیاتوي، چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي، زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي او بنسټیزو خدمتونو لکه پاکو اوبو، روغتیايي اسانتیاوو او سرپناه ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.
د اوچا د راپور له مخې، درې زره کورنۍ یوازې په ننګرهار کې اغیزمنې شوې دي چې ډېری یې د جلال اباد ښار کې دي. اوچا وایي، د پنجشنبې په ورځ (نن) یې ۲۵۰ کورنیو ته بشري مرستې ووېشلې.
اوچا زیاته کړې چې بشري مرستندویه شریکان د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو لپاره خپلې هڅې چټکوي او زیانمنو سیمو ته د عاجلو مرستو د رسولو کار روان دی. خو د یادې ادارې په وینا، د اغېزمنو خلکو اړتیاوې لا هم لوړې دي او د مرستو کچه بسنه نه کوي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، د اوسني وضعیت د کنټرول او د بشري ناورین د پراخېدو د مخنیوي لپاره دوامداره نړیوال ملاتړ ډېر مهم دی.
د روانې وري میاشتې له شپږمې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو، تندر پرېوتو، غرښویېدنې، زلزلې او د کورونو نړېدو له امله ۱۸۹ کسان مړه، ۲۵۹ ټپیان او ۹ کسان لادرکه شوي دي. د ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۳۰۳ کورونه په بشپړ او ۵۸۴۶کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او ترڅنګ یې ۳۷۲کیلومټره سړکونه هم لهمنځه تللي دي.
کابل ښار د نفوس د زیاتوالي او وچکالۍ له امله د اوبو سخت بحران سره مخ شوی او تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه په اندېښمنوونکې توګه کمه شوې ده. کارپوهان خبرداری ورکوي، که د اوبو د سرچینو مدیریت اساسي بدلون ونه مومي، کابل به په راتلونکې لسیزه کې له بېساري انساني ناورین سره مخ شي.
د کابل د بېوزلو سیمو اوسېدونکي وايي، د پاکو اوبو د کمښت له امله مجبور دي له ککړو اوبو استفاده وکړي یا د ګرځنده خرڅوونکو څخه اوبه په لوړه بیه واخلي. خلک اوبه له لرې سیمو خپلو کورونو ته لېږدوي.
معروفه، چې د کابل د دهمزنګ سیمه کې ژوند کوي، اسوشیټېډ پرېس ته ویلي: «دا د اوبو انتقال لوښي ډېر درانه دي او نور یې وړلی نهشي».
افغانستان دا مهال د وروستیو لسیزو تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ دی او ښځې د ټولنې تر نورو غړو ډېر د دې بحران بار پر اوږو وړي. د اوبو کمښت د ښځو جسمي او رواني روغتیا ته ګواښ پېښ کړی او د فقر او جنسیتي نابرابرۍ کچه یې لوړه کړې ده.
د اوبو کمښت د کابل خلکو ته اقتصادي ستونزې هم پیدا کړې دي. ۹۰ کلن ولي محمد اسوشیټېډ پرېس ته ویلي: «موږ د خوراک لپاره پیسې نهلرو، نو څنګه کولای شو اوبه واخلو؟». هغه زیاتوي، طالبان هغه نلکې پرې کړې چې د سیمې ځینو خلکو د عامه څاه ګانو څخه خپلو کورونو ته ایستلې وې.
محمد وايي: «هغوی زموږ اوبه پرې کړې. هغوی هر څه لري او موږ ته یې دلیل هم نه وایي».
خو د سیمې یو شمېر نور اوسېدونکي وايي، دا نلکې د څاه ګانو د اوبو سطحه کمه کړه او د سیمې پورته برخه کې اوسېدونکي له اوبو بېبرخې شول. کابل چې د هندوکش غرونو ترمنځ په لوړ دره کې پروت دی، په چټکۍ سره یتر ځمکې لاندې اوبه له لاسه ورکوي.
خلک زیاتره له هغو اوبو استفاده کوي چې له څاه ګانو راایستل کېږي او اوس باید ځینې څاه ګانې تر ۱۵۰ مترو پورې ژورې وکیندل شي.
د مرسي کورپس نړیوال سازمان د تېر کال د غبرګولي میاشتې راپور ښيي چې د کابل تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه په تېره لسیزه کې ۲۵ تر ۳۰ مترو پورې کمه شوې ده. اقلیمي بدلونونه، د باران او واورې کمښت او د نفوس زیاتوالی د دې بحران اصلي عوامل دي.
د کابل نفوس شاوخوا ۶ میلیونه اټکل شوی. د ګاونډیو هېوادونو څخه د لسګونو زرو افغان کډوالو راستنېدنه هم د ښار نفوس زیات کړی او د اوبو بحران یې لا پسې ژور کړی دی.
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیع الله عابد خبرداری ورکړی چې «د کابل د اوبو وضعیت بحراني دی».
هغه د بحران اصلي عوامل «نفوس زیاتوالی، د باران کمښت او د مصرف زیاتوالی» یاد کړي دي. نوموړي زیاته کړې، د ناورین د مدیریت لپاره د ځمکې څخه اوبو ایستلو محدودیتونه وضع شوي او شرکتونو او کورونو ته خپله ونډه ټاکل شوې ده. همداراز، د شاهوعروس بند په ۲۰۲۴ کال کې پرانیستل شوی او د قرغه بند ظرفیت لوړ شوی دی.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، لویې پروژې لکه د پنجشیر څخه د اوبو انتقال او د شاهتوت بند جوړول د مالي او تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلي دي. دا دواړه پروژې ټولټال شاوخوا ۴ میلیونه کسانو ته د اوبو برابرولو وړتیا لري.
د کابل د اوبو رسولو شرکت د عملیاتو رییس شفیعالله زاهدي ویلي چې د پنجشیر د اوبو لېږد د ۱۳۰ میلیونه ډالرو بودجه تأیید شوې او د بیا ارزونې وروسته به عملي کار یې پیل شي.
اوبو سرچینو کارپوه نجیبالله سدید وایي، په افغانستان کې د اوبو رسولو بنسټیزې پروژې د حکومتونو په لومړیتوبونو کې نه وې. هغه ټینګار کړی چې اوبه د خلکو اساسي حق دی او باید ملي لومړیتوب وګرځي.
تر دې وړاندې، یو شمېر کابل ښاریانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې له یوې خوا بېکاري او اقتصادي ستونزې، او له بلې خوا د پاکو اوبو کمښت دوی دې ته اړ کړي چې د اوبو او خوراک ترمنځ انتخاب وکړي. د کابل غریبو کورنیو ته چې ورځنی عاید یې له دوو ډالرو کم دی، هره اونۍ باید درې ډالر د اوبو پیرود ته ځانګړي کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې خبرداری ورکړی، چې د روانې وري میاشتې له ۲۵مې تر ۳۰مې نېټې پورې د افغانستان په ځینو سیمو کې د خاورو او دوړو د توپان د رامنځته کېدو وړاندوینه شوې ده.
د یادې ادارې په وینا، د دغه توپان اغېزې به تر ډېره د هېواد په شمالي، لوېدیځو او سویل لوېدیځو ولایتونو کې محسوسې شي.
د طالبانو تر واک لاندې د پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا وضعیت د ترکمنستان په مرکزي او شمالي سیمو کې د ورښتونو د کمښت، وچکالۍ او د ټیټ فشار له امله رامنځته کېږي، چې په پایله کې یې په هوا کې د دوړو کچه لوړېږي او د توپاني حالاتو سبب ګرځي.
یادې ادارې ویلي، هڅه کوي د طبیعي پېښو د خطرونو په اړه هېوادوالو ته مخکې له مخکې معلومات ورکړي، څو خلک وکولای شي د احتیاطي تدابیرو په خپلولو سره د ځان او خپلو شتمنیو ساتنه وکړي.
دوی له هغو اوسېدونکو، چې د توپان له ګواښ سره مخ سیمو کې ژوند کوي، غوښتي چې په ټاکلې موده کې له اړتیا پرته له کورونو څخه بهر ونه وځي، د وتلو پر مهال ماسک وکاروي، د توپان پر مهال له موټر چلولو ډډه وکړي او ټول احتیاطي تدابیر په جدي توګه مراعت کړي.