• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان کراچۍ ښار کې ټرافیکي پېښې؛ سږ کال ۳۱۲ کسان مړه شوي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۱ GMT+۱

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د ټرافیکي پېښو له امله د مړه شویو شمېر ۳۱۲ ته رسېدلی، چې په‌کې ډېری قربانیان پر موټرسایکل سپاره کسان دي.

د پاکستاني رسنۍ «جیونیوز» د راپور له‌مخې، وروستۍ پېښه د ښار د «ګلستان جوهر» په سیمه کې رامنځته شوې، چې په‌کې د اوبو یو ټانکر له یوه موټرسایکل سره ټکر کړی او له امله یې موټرسایکل چلوونکی مړ شوی دی. له پېښې وروسته قهرېدلو ځايي خلکو ټانکر ته اور اچولی دی.

تر دې وړاندې هم په دوو جلا جلا پېښو کې دوو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. لومړۍ پېښه د «پیپلز څلور لارې» ته نږدې رامنځته شوې، چې په‌کې پر موټرسایکل سپره یوه ښځه مړه شوې او بله پېښه د «ماړي پور» په سړک رامنځته شوې او هغې کې هم یوه ښځه ځای پر ځای مړه شوې ده.

د ژغورنې ادارو د معلوماتو له‌مخې، یوازې سږ کال په کراچۍ کې ۳۲۷۵ کسان د ټرافیکي پېښو له امله ټپیان شوي دي. همدارنګه، د لویو موټرو له ټکره ۴۸ کسان، د اوبو ټانکرو له ټکره ۳۱ کسان، د بسونو له ټکره ۱۲ کسان او د ډمپرو له ټکره ۵ کسان مړه شوي دي.

چارواکي وایي، د ټرافیکي اصولو نه مراعات، د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د درنو وسایطو بې‌نظمه تګ راتګ د دې پېښو له اصلي لاملونو څخه دي، چې د ښار د اوسېدونکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

د عمران خان مېرمنې له سترې محکمې څخه د خپلې سزا د ځنډ غوښتنه کړې

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۴ GMT+۱
د عمران خان مېرمنې له سترې محکمې څخه د خپلې سزا د ځنډ غوښتنه کړې
100%

د پاکستان د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان مېرمن، بشرا بي بي، د اسلام‌اباد له سترې محکمې غوښتي چې د روغتیایي ستونزو له امله دې د هغې پر ضد د ۱۹۰میلیونه پونډونو په قضیه کې اورول شوې سزا وځنډول شي.

بشرا بي بي دا مهال د پاکستان په اډیاله زندان کې بندۍ ده او د سترګې له عملیاتو وروسته یې روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د ډان وېب‌پاڼې د راپور له مخې، د هغې وکیلانو ویلي چې د بشرا بي بي عملیات د کورنۍ له خبرولو پرته ترسره شوي او هڅه شوې چې اړوند طبي اسناد پټ وساتل شي.

محکمې ته وړاندې شوې عریضه کې د هغې مدافع وکیلانو غوښتنه کړې، چې د زندان او روغتون مسؤلین محکمې ته راوغوښتل شي، د بشپړو طبي اسنادو د وړاندې کولو امر ورکړل شي او بشرا بي بي دې ژر تر ژره د درملنې لپاره یو ځانګړي روغتیايي مرکز ته ولېږدول شي.

په خیبر پښتونخوا کې بمي چاودنې درې پاکستاني سرتېري وژلي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۲۵ GMT+۱
په خیبر پښتونخوا کې بمي چاودنې درې پاکستاني سرتېري وژلي
100%

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د برمي خېل په سیمه کې د انډس پر لویه لار د سړک غاړې په یوه چاودنه کې د یوه افسر په ګډون درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او د یوه ملکي وګړي په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې سیمه‌ييزو سرچینو د شنبې په ورځ ویلي، چې د پاکستاني پوځیان کاروان له پېښور څخه د بنو ولسوالۍ په لور روان و او په لاره کې پرې بمي چاودنه شوې ده.

سرچینو ویلي، چې په یاده چاوده کې د یوه افسر په ګډون درې سرتېري وژل شوي او د یوه ملکي کس په ګډون درې سرتېري ټپیان دي.

تر اوسه د یاد برید مسولیت کومي ډلې نه دی منلی.

پر ډېپلوماسۍ پوځي سیوری؛ څنګه بې‌ثباته پاکستان د واشنګټن او تهران تر منځ مرکزي منځګړی شو؟

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۳ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
پر ډېپلوماسۍ پوځي سیوری؛ څنګه بې‌ثباته پاکستان د واشنګټن او تهران تر منځ  مرکزي منځګړی شو؟
100%

د امنیتي ګډوډۍ، لوېدلي اقتصاد، داخلي سیاسي ژور تقسیم، د وسله والو ډلو پراخ فعالیت سره مخ پاکستان د امریکا او ایران منځګړیتوب کردار ته نړۍ د حېرانۍ ګوته نیولې ده. اساسي پوښتنه دا ده، چې ولې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر پر ځای یوه دېپلوماتیکه پروسه د پوځ مشر پر مخ بیايي.

د ۲۰۲۶ د فېبرورۍ له وروستیو وروسته د امریکا/اسراییل او ایران ترمنځ جګړه پراخه شوه او د هرمز تنګي د تګ راتګ موضوع د نړۍوال اقتصاد د فشار په نقطه بدله شوه؛ د همدې فشار تر سیوري لاندې د پاکستان په منځګړتوب لومړی موقتي اوربند اعلان شو او ورپسې په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران نادرې مخامخ خبرې پیل شوې.

د پاکستان د منځګړتوب یادونه په علني ډول د امریکا او هم د ایران له لوري شوېاو دواړو پاکستان د “مرکزي منځګړي” په توګه ستایلی دی.

په اسلام‌اباد کې د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۱–۱۲ خبرې اوږدې شوې (له ۲۰ ساعتونو زیات) خو له فوري هوکړې پرته پای ته ورسېدې؛ بیا هم کانال پرانیستی پاتې شو او د دویم پړاو د برابرولو هڅې روانې دي.

په دغو مذاکراتو کې یوه اساسي پوښتنه راپورته کیږي، چې ایا د خبرو پر مهال د پاکستان دنده پیغام رسونه وه او که د سولې د پروسې مدیریت؟

که څه هم د امریکا او ایران تر منځ مخامخ خبرې په اسلام اباد کې وشوې، خو د پاکستان ونډه په څو موازي کرښو کې ښکاري:

د پټو اړیکو جوړول:پاکستان د جګړې له پيل سره سم د واشنګټن او تهران ترمنځ د پیغامونو تګ راتګ ته لاره برابره کړه. یو شمېر پاکستاني سیاستوالو په خپله اعتراف کړی، چې د امریکا وړاندیزونه (حتا د څو مادو/نقاطو په بڼه) د پاکستان له لارې ایران ته رسېدلي او د ایران ځوابونه بېرته واشنګټن ته لېږدول شوي دي. دا کار هغه مهال مهم شو چې د خلیج ځینې دودیز منځګړي لکه قطر او یو شمېر نور هېوادونه پخپله تر امنیتي فشار لاندې وو او ایران پرې هره ورځ بریدونه کول.

د خبرو اجنډا ته سیسټماټیکه بڼه ورکول:اسلام‌اباد د مذاکراتو د کوربتوب له لارې درې عملي کارونه وکړل:

  1. د دواړو لورو لپاره امنیتي/لوژستیکي چاپېریال جوړول، ځکه دواړه لوریو باور لاره چې پاکستان یې کولی شي
  2. د اجنډا ټوټې کول (هسته‌یي پروګرام، بندیزونه، کنګل شوې شتمنۍ، هرمز، سیمه‌ییز امنیت)
  3. د خبرو د دوام لپاره د “دویم پړاو” د وخت/میکانیزم پر سر فشار راوستل

که څه هم مذاکرات بې نتیجې پای ته ورسېدل خو په لومړیو دوو مسالو کې پاکستان کامیاب و او له همدې امله د دویم پړاو لپاره پاکستان خاموش نه دی ناست او د منځګړیتوب هڅې یې دوامداره وساتلې.

د سیمه‌ییزو شریکانو “همغږي” او د فشار کمول: پاکستان هڅه کړې چې له څو اړخیز ملاتړ (په ځانګړي ډول له سعودي، ترکیې، مصر او نورو) سره د اوربند د ټینګښت او د خبرو د بیا پیل لپاره چاپېریال پراخ کړي. دا ډول همغږي د دې لپاره مهمه ده چې هر اړخ خپل نفوذ ولري او “سپویلر” یا تخریبوونکي اقدامات را کم شي.

100%

ولې پر پاکستان د منځګړیتوب باور کیږي؟

که څه هم په سیمه کې له پاکستان پرته نور هم غښتلي هېوادونه شته، چې ښه بېلګه یې هند کېدی شي، خو دا چې پر پاکستان باور شوی، څو مهم علتونه لري، دا باور د “اخلاقو” له کبله نه، بلکې د اړتیا، اغېز او محاسبې له کبله رامنځته شوی.

پاکستان له امریکا سره اوږدې امنیتي اړیکې لري او له ایران سره ګاونډیتوب/کاري اړیکې، نو په دې اړیکو کې لږ تر لږه یو حد شته چې دواړه لوري پرې تکیه کولی شي.

خو په دې مذاکراتو کې امریکا ته د داسې هېواد اړتیا وه چې د امریکا د ګټو پر محور پیغام ورسوي او د مذاکراتو زمینه هغه ډول برابره کړي کومه چې د ډونالډ ټرمپ اداره غواړي.

په داسې وخت کې د امریکا لپاره هند ښه انتخاب نه و، ځکه هغه کنټرول او اغېز چې د ټرمپ اداره یې پر پاکستان لري، په هند یې نه لري.

په ورته وخت کې په عربۍ نړۍ کې د امریکا متحدین هم نه یوازې تر فشار لاندې دي؛ بلکې ایران ورته د امریکا د متحدینو او یو لوري په سترګه ګوري چې نه شي کولی منځګړیتوب وکړي او د امریکا لپاره هم یو اټومي قدرت لرونکی او اسلامي هېواد پکار و، چې د مذاکراتو منځګړیتوب وکړي او له همدې امله پاکستان له بل هر هېواد څخه ښه انتخاب و، چې د یو اټومي قدرت په لرلو سره اسلامي هېواد دی.

پاکستان په عربي نړۍ کې له سعودي عربستان، قطر او عرب اماراتو سره ښې اړیکې لري او د مذاکراتو په جریان د باور جوړولو لپاره د پاکستان هڅې ګټورې ثابتېدی شي.

پاکستان د انرژۍ، کارګر مهاجرت (remittances) او سیمه‌ییز ثبات له پلوه له خلیج او منځني ختیځ سره تړلی دی؛ نو د جګړې اوږدېدل ورته اقتصادي او کورني امنیتي لګښتونه لري. همدا لګښت د دې سبب کېږي چې پاکستان په دوامدار ډول هڅه وکړي اوربند وساتي او خبرې روانې کړي.

همدارنګه د پاکستان خپله علاقه مندي او مجبوریت دا دی، چې له داخلي سیاسي کشمکش او د عمران خان د زنداني کېدو له امله د نړۍوالې ټولنې او داخلي فشار د کمېدو لپاره په یوې داسې پروسې کې منځګړیتوب کوي چې یو اړخ یې امریکا ده او دا چاره د شهباز شریف پر حکومت فشار کمولی شي.

اقتصادي مشکلات یې یو بل اړخ دی چې د دغو مذاکراتو له امله هم د امریکا اقتصادي خواخوږي تر لاسه کولی شي او هم د عربي هېوادونو مرسته او پور جلبولی شي او دا اړتیا پاکستان ډېره ښه حس کړې وه.

بل خوا پاکستان له سعودي عربستان سره امنیتي او دفاعي تړون لري او د دغه تړون له مخې، که جګړه اوږدیږي پاکستان مجبور دی چې د سعودي عربستان ملاتړ وکړي. پاکستان د همدغه ډار له امله چې په جګړه کې ښکېل نه شي لومړی یې په افغانستان کې جګړه پیل کړه، چې خپلو متحدینو ته وښيي چې د ایران پر وړاندې ورسره مرسته ځکه نه شي کولی چې په خپله په جګړه کې بوخت دی او له هغې وروسته یې د سولې مذاکراتو کې د منځګړیتوب بیرغ پورته کړ.

د ایران لپاره پاکستان که څه هم د منځګړي په توګه به غوره انتخاب نه وي، خو بل انتخاب نه شته، ځکه ایران د عربي نړۍ په هېوادونو بمبارونه کړي، قطر چې پخوا یې د منځګړي رول لوباوه اوس په خپله د روانې جګړې یو قرباني هېواد دی او یوازینی انتخاب د یو اسلامي هېواد په توګه پاکستان پاتې دی. همدا لامل دی چې ایران هم د پاکستان په منځګړیتوب خوشحاله دی.

یو بل اساسي اړخ دا دی، چې په داسې کړکېچ کې د اوربند د “تضمین” او د پیغامونو د خوندي انتقال لپاره د امنیتي ادارو رول مهمېږي. د راپورونو له مخې، د واشنګټن په سترګو کې د پاکستان پوځي مشر د باور وړ تماس دی او د همدې چینل له لارې د تصمیم نیونې سرعت لوړېږي.

پاکستان مخکې هم د ستر قدرتونو ترمنځ د پټو تماسونو په کوربه‌توب او اسانتیا کې رول لوبولی (لکه د چین - امریکا د نږدېوالي په پخوانیو هڅو کې). دغه سابقه د دې ادعا ملاتړ کوي چې اسلام‌اباد د “پټو دروازو ډیپلوماسۍ” تجربه لري.

د راپورونو له مخې، د ټرمپ ادارې او عاصم منیر ترمنځ مستقیمه اړیکه د تصمیم نیونې سرعت زیاتوي او امریکا فکر کوي چې پاکستان د امنیتي تعهداتو په برخه کې عملي نفوذ لري، له ایران سره اړیکې پاللی شي، له عربي نړۍ سره دوامداره اړیکې لري او د منځني ختیځ په کړکېچ کې متاثر کېدونکی هېواد دی.

ولې د پوځ مشر په ډېپلوماسۍ کې ښکېل دی؟

په دې منځګړتوب کې د پاکستان د لومړي وزیر او بهرنیو چارو د وزیر پر ځای د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشرفیلډ مارشل عاصم منیر د مذاکراتو مهم لوبغاړی ښودل شوی.

د پاکستان پوځ د امریکا او ایران له امنیتي/پوځي حلقو سره د تماس وړتیا او ۵۱ کلنه تجربه لري او پاکستاني چارواکي وايي چې منیر ته د واشنګټن او تهران له سیاسي او پوځي مشرانو سره د پټو اړیکو د ساتلو دنده ورکړل شوې ده. دا ډول تماسونه په داسې کړکېچ کې حیاتي وي ځکه “امنیتي تضمینونه” له خالصو سیاسي ژمنو ډېر وزن پیدا کوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خپله وینا کې ویلي چې په مذاکراتو کې د منیر ونډه غښتلې وه او نوموړی ایراني پلاوي ته په هوايي ډګر کې د فیلډ مارشال په نظامي لباس کې او امریکايي پلاوي ته په انګریزي لباس کې هرکلي ته ولاړ و؛ دا هماغه سیګنال دی چې پاکستان دا پروسه یوازې د ملکي حکومت په کچه نه، بلکې د “ریاست/امنیتي جوړښت” په کچه تضمینوي.

د عمران خان له زنداني کېدو وروسته په پاکستان کې د پوځ پر وړاندې کرکه لوړه شوې وه او په دغه هېواد کې د ټولو جنجالونو اصلي ریښه پوځ ګڼل کېده. عاصم منیر د پاکستان د پوځ پر وړاندې د ولس کرکه ښه حس کړې او له همدې امله یې په داسې سخت حالت کې د ایران او امریکا منځګړیتوب ته غاړه کېښوه، چې له امله یې د مذاکراتو اصلي لوبغاړی وبلل شو او تر ډېره حده په ولس کې د خپل بایللي باور په بېرته تر لاسه کولو کې بریالی لیدل کیږي.

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د لومړي پړاو مذاکراتو څخه وروسته له عاصم منیر سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دفتره ۱۲ ځله اړیکه نیول شوې ده.

دا په دې معنا چې د پاکستان د پوځ مشر د امریکا غیرمستقیم نیابت کوي او د پیغام رسولو دنده هم لري، خو د پاکستان سیاسي اداره او ګوندونه بیا د جنرال عاصم منیر په دغه کردار ناخوښه دي او فکر کوي چې که دا مذاکرات کامیاب شي نو د پاکستان پوځ به په پاکستان کې لا پیاوړی شي او له وړاندې مړسپنه شوې سیاسي اداره به تر خپل تاثیر لاندې راولي.

له لومړي پړاوه وروسته منیر تهران ته لاړ څو د دویم پړاو د مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي او د واشنګټن پیغام/پیشنهاد ایراني لوري ته ورسوي. دا سفر د دویم پړاو د تنظیم او د اوربند د غځولو له هڅو سره مستقیمه اړیکه لري.

100%

د پاکستان په منځګړیتوب مذاکراتو د کامیابۍ هیله مندي:

که څه هم لومړي مذاکرات ناکام شوي، خو د پاکستان د لوی درستیز دوامداره سفرونه او د هرموز تنګي له امله پر امریکا او نړۍوال بازار فشار د یوې نسبي هوکړې چانس لوړ کړی دی، خو اسانه نه دی؛ ځکه اصلي ټکرونه تخنیکي نه بلکې جوړښتي دي.

څو مهم مګر سخت پړاونه دي که چېرې ترسره شي د مذاکراتو د کامیابۍ چانس لوړولی شی:

  • مرحله‌ییزه هوکړه(Step-by-step): لومړی د اوربند غځول، د هرمز لپاره لنډمهاله میکانیزم، د بندیزونو محدود نرمښت؛ بیا د اټومي/سیمه‌ییزو موضوعاتو ژور بحث.
  • د تضمینونو بسته: د اوربند د ماتېدو په صورت کې د “اتوماتیک” بېرته‌ګرځېدونکو مکلفیتونو پر ځای متوازن ضمانتونهچې پاکستان یې د امنیتي کانال له لارې غواړي تضمین کړي.

د پاکستاني چارواکو له څرګندونو همداسې معلومیږي چې دوی هڅه کوي پورته دوه پړاوونو ته زمینه برابره کړي او د اسلام اباد د مشرانو په جولۍ کې تر ټولو خوږه مېوه له واشنګټن او تهران څخه راغورځېدی شي، ځکه تهران د امریکا پر وړاندې د اوږدې نظامي جګړې قدرت له لاسه ورکړی او خپل کمزوری اقتصاد د امریکا له بندیزونو خلاصول غواړي، هغه بندیزونه چې امریکا یې هم د خلاصېدو اشاره کړې ده.

بل خوا د ټرمپ پر ادارې هم کورنی سیاسي او اقتصادي فشار ورځ تر بلې په لوړېدو دی او تهران هم په خپل اټومي پروګرام د امریکايي بندیز مطالبې یو څه مثبتې خو مشروطې نښې ښودلې دي نو ځکه د مذاکراتو د کامیابۍ د امیدونو کچه لوړه شوې ده.

او که دا مذاکرات کامیاب شي نو د جنرال عاصم منیر په سینه به حتمي د فیلډ مارشال د پرکېدونکو ستورو سره د نړۍ د امن قایموونکي اسلامي لښکر سپاه سالار یوه بل ستوری هم ځوړند شي.

د اسلام‌اباد پولیسو د ۲۰ افغان کډوالو په ګډون لسګونه کسان نیولي دي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۱
د اسلام‌اباد پولیسو د ۲۰ افغان کډوالو په ګډون لسګونه کسان نیولي دي
100%

د پاکستان پولیسو په اسلام‌اباد کې د یوه عملیات پر مهال ۵۶ شکمن کسان نیولي، چې له دې ډلې لږ تر لږه ۲۰ تنه پکې افغان کډوال دي. د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، په نیول شویو کې له یو شمېر کسانو څخه وسلې هم ترلاسه شوې دي.

پاکستاني رسنیو د شنبې په ورځ، د چارواکو له قوله ویلي، چې دغه عملیات د اسلام‌اباد په بېلا بېلو سیمو کې د امنیت د ټینګښت په موخه ترسره شوي دي.

یو امنیتي چارواکي ویلي چې په دغو عملیاتو کې له نیول شویو کسانو څخه څلور تومانچې او یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي. پولیسو تر اوسه د افغان کډوالو د نیول کېدو د دقیق لامل په اړه څه نه دي ویلي.

دا نیونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له وروستیو سرحدي نښتو وروسته، اسلام‌اباد د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
په ورته مهال د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو په وار وار په پاکستان کې د افغان خبریالانو، مدني فعالانو او ښځو د نیول کېدو او ځورونې په اړه اندېښنه ښودلې ده. دوی د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو او انساني اصولو سره سم چلند وکړي.

یونیسف: پاکستان کې د ګوزڼ ضد کمپاین له لارې ۴۵ میلیونه ماشومان واکسینېږي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۲۵ GMT+۱
یونیسف: پاکستان کې د ګوزڼ ضد کمپاین له لارې ۴۵ میلیونه ماشومان واکسینېږي
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره ځانګړې نړیواله اداره یونیسف وایي، په پاکستان کې د ګوزڼ ضد روان ملي کمپاین په ترڅ کې به تر ۴۵ میلیونو زیات ماشومان واکسین شي. دغه اداره ټینګار کوي چې لا هم د دې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره هڅې روانې دي.

په پاکستان کې د یونیسف مشرې پرنلي ارنسایډ په اسلام‌اباد کې د ګوزڼ ضد کمپاین پر مهال له واکسیناتورانو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې هغوی نه ستړې کېدونکې هڅې کوي او کور په کور ګرځي، څو ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ وژغوري.

نوموړې وویل: «د ګوزڼ ضد کمپاین کې برخه اخیستونکي واکسیناتوران په دوامداره توګه هڅه کوي چې هر ماشوم ته ورسېږي او هغوی له دې ناروغۍ خوندي کړي.»

د هغې په وینا، په دې ملي کمپاین کې به له ۴۵ میلیونو زیات ماشومان تر پوښښ لاندې راشي، چې دا یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

ارنسایډ زیاته کړه چې سږ کال یوازې د ګوزڼ یوه پېښه ثبت شوې، چې دا د ګډو هڅو د اغېزمنتیا ښکارندويي کوي، خو په وینا یې لا هم د دې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره هڅو ته اړتیا ده.

هغې پر والدینو غږ کړی چې خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه د ګوزڼ ضد واکسین د ماشومانو د ژوند د خوندیتوب مهمه وسیله ده.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ ۳۱ پېښې ثبت شوې وې، چې تر ټولو زیاتې یې په خیبر پښتونخوا کې وې، او پاتې پېښې په سند، پنجاب او ګلګت بلتستان کې ثبت شوې وې.