د خبرو د دوام لپاره د “دویم پړاو” د وخت/میکانیزم پر سر فشار راوستل
که څه هم مذاکرات بې نتیجې پای ته ورسېدل خو په لومړیو دوو مسالو کې پاکستان کامیاب و او له همدې امله د دویم پړاو لپاره پاکستان خاموش نه دی ناست او د منځګړیتوب هڅې یې دوامداره وساتلې.
د سیمهییزو شریکانو “همغږي” او د فشار کمول: پاکستان هڅه کړې چې له څو اړخیز ملاتړ (په ځانګړي ډول له سعودي، ترکیې، مصر او نورو) سره د اوربند د ټینګښت او د خبرو د بیا پیل لپاره چاپېریال پراخ کړي. دا ډول همغږي د دې لپاره مهمه ده چې هر اړخ خپل نفوذ ولري او “سپویلر” یا تخریبوونکي اقدامات را کم شي.
ولې پر پاکستان د منځګړیتوب باور کیږي؟
که څه هم په سیمه کې له پاکستان پرته نور هم غښتلي هېوادونه شته، چې ښه بېلګه یې هند کېدی شي، خو دا چې پر پاکستان باور شوی، څو مهم علتونه لري، دا باور د “اخلاقو” له کبله نه، بلکې د اړتیا، اغېز او محاسبې له کبله رامنځته شوی.
پاکستان له امریکا سره اوږدې امنیتي اړیکې لري او له ایران سره ګاونډیتوب/کاري اړیکې، نو په دې اړیکو کې لږ تر لږه یو حد شته چې دواړه لوري پرې تکیه کولی شي.
په داسې وخت کې د امریکا لپاره هند ښه انتخاب نه و، ځکه هغه کنټرول او اغېز چې د ټرمپ اداره یې پر پاکستان لري، په هند یې نه لري.
په ورته وخت کې په عربۍ نړۍ کې د امریکا متحدین هم نه یوازې تر فشار لاندې دي؛ بلکې ایران ورته د امریکا د متحدینو او یو لوري په سترګه ګوري چې نه شي کولی منځګړیتوب وکړي او د امریکا لپاره هم یو اټومي قدرت لرونکی او اسلامي هېواد پکار و، چې د مذاکراتو منځګړیتوب وکړي او له همدې امله پاکستان له بل هر هېواد څخه ښه انتخاب و، چې د یو اټومي قدرت په لرلو سره اسلامي هېواد دی.
پاکستان په عربي نړۍ کې له سعودي عربستان، قطر او عرب اماراتو سره ښې اړیکې لري او د مذاکراتو په جریان د باور جوړولو لپاره د پاکستان هڅې ګټورې ثابتېدی شي.
پاکستان د انرژۍ، کارګر مهاجرت (remittances) او سیمهییز ثبات له پلوه له خلیج او منځني ختیځ سره تړلی دی؛ نو د جګړې اوږدېدل ورته اقتصادي او کورني امنیتي لګښتونه لري. همدا لګښت د دې سبب کېږي چې پاکستان په دوامدار ډول هڅه وکړي اوربند وساتي او خبرې روانې کړي.
همدارنګه د پاکستان خپله علاقه مندي او مجبوریت دا دی، چې له داخلي سیاسي کشمکش او د عمران خان د زنداني کېدو له امله د نړۍوالې ټولنې او داخلي فشار د کمېدو لپاره په یوې داسې پروسې کې منځګړیتوب کوي چې یو اړخ یې امریکا ده او دا چاره د شهباز شریف پر حکومت فشار کمولی شي.
اقتصادي مشکلات یې یو بل اړخ دی چې د دغو مذاکراتو له امله هم د امریکا اقتصادي خواخوږي تر لاسه کولی شي او هم د عربي هېوادونو مرسته او پور جلبولی شي او دا اړتیا پاکستان ډېره ښه حس کړې وه.
بل خوا پاکستان له سعودي عربستان سره امنیتي او دفاعي تړون لري او د دغه تړون له مخې، که جګړه اوږدیږي پاکستان مجبور دی چې د سعودي عربستان ملاتړ وکړي. پاکستان د همدغه ډار له امله چې په جګړه کې ښکېل نه شي لومړی یې په افغانستان کې جګړه پیل کړه، چې خپلو متحدینو ته وښيي چې د ایران پر وړاندې ورسره مرسته ځکه نه شي کولی چې په خپله په جګړه کې بوخت دی او له هغې وروسته یې د سولې مذاکراتو کې د منځګړیتوب بیرغ پورته کړ.
د ایران لپاره پاکستان که څه هم د منځګړي په توګه به غوره انتخاب نه وي، خو بل انتخاب نه شته، ځکه ایران د عربي نړۍ په هېوادونو بمبارونه کړي، قطر چې پخوا یې د منځګړي رول لوباوه اوس په خپله د روانې جګړې یو قرباني هېواد دی او یوازینی انتخاب د یو اسلامي هېواد په توګه پاکستان پاتې دی. همدا لامل دی چې ایران هم د پاکستان په منځګړیتوب خوشحاله دی.
یو بل اساسي اړخ دا دی، چې په داسې کړکېچ کې د اوربند د “تضمین” او د پیغامونو د خوندي انتقال لپاره د امنیتي ادارو رول مهمېږي. د راپورونو له مخې، د واشنګټن په سترګو کې د پاکستان پوځي مشر د باور وړ تماس دی او د همدې چینل له لارې د تصمیم نیونې سرعت لوړېږي.
د راپورونو له مخې، د ټرمپ ادارې او عاصم منیر ترمنځ مستقیمه اړیکه د تصمیم نیونې سرعت زیاتوي او امریکا فکر کوي چې پاکستان د امنیتي تعهداتو په برخه کې عملي نفوذ لري، له ایران سره اړیکې پاللی شي، له عربي نړۍ سره دوامداره اړیکې لري او د منځني ختیځ په کړکېچ کې متاثر کېدونکی هېواد دی.
ولې د پوځ مشر په ډېپلوماسۍ کې ښکېل دی؟
په دې منځګړتوب کې د پاکستان د لومړي وزیر او بهرنیو چارو د وزیر پر ځای د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشرفیلډ مارشل عاصم منیر د مذاکراتو مهم لوبغاړی ښودل شوی.
د پاکستان پوځ د امریکا او ایران له امنیتي/پوځي حلقو سره د تماس وړتیا او ۵۱ کلنه تجربه لري او پاکستاني چارواکي وايي چې منیر ته د واشنګټن او تهران له سیاسي او پوځي مشرانو سره د پټو اړیکو د ساتلو دنده ورکړل شوې ده. دا ډول تماسونه په داسې کړکېچ کې حیاتي وي ځکه “امنیتي تضمینونه” له خالصو سیاسي ژمنو ډېر وزن پیدا کوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خپله وینا کې ویلي چې په مذاکراتو کې د منیر ونډه غښتلې وه او نوموړی ایراني پلاوي ته په هوايي ډګر کې د فیلډ مارشال په نظامي لباس کې او امریکايي پلاوي ته په انګریزي لباس کې هرکلي ته ولاړ و؛ دا هماغه سیګنال دی چې پاکستان دا پروسه یوازې د ملکي حکومت په کچه نه، بلکې د “ریاست/امنیتي جوړښت” په کچه تضمینوي.
د عمران خان له زنداني کېدو وروسته په پاکستان کې د پوځ پر وړاندې کرکه لوړه شوې وه او په دغه هېواد کې د ټولو جنجالونو اصلي ریښه پوځ ګڼل کېده. عاصم منیر د پاکستان د پوځ پر وړاندې د ولس کرکه ښه حس کړې او له همدې امله یې په داسې سخت حالت کې د ایران او امریکا منځګړیتوب ته غاړه کېښوه، چې له امله یې د مذاکراتو اصلي لوبغاړی وبلل شو او تر ډېره حده په ولس کې د خپل بایللي باور په بېرته تر لاسه کولو کې بریالی لیدل کیږي.
دا په دې معنا چې د پاکستان د پوځ مشر د امریکا غیرمستقیم نیابت کوي او د پیغام رسولو دنده هم لري، خو د پاکستان سیاسي اداره او ګوندونه بیا د جنرال عاصم منیر په دغه کردار ناخوښه دي او فکر کوي چې که دا مذاکرات کامیاب شي نو د پاکستان پوځ به په پاکستان کې لا پیاوړی شي او له وړاندې مړسپنه شوې سیاسي اداره به تر خپل تاثیر لاندې راولي.
له لومړي پړاوه وروسته منیر تهران ته لاړ څو د دویم پړاو د مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي او د واشنګټن پیغام/پیشنهاد ایراني لوري ته ورسوي. دا سفر د دویم پړاو د تنظیم او د اوربند د غځولو له هڅو سره مستقیمه اړیکه لري.
د پاکستان په منځګړیتوب مذاکراتو د کامیابۍ هیله مندي:
که څه هم لومړي مذاکرات ناکام شوي، خو د پاکستان د لوی درستیز دوامداره سفرونه او د هرموز تنګي له امله پر امریکا او نړۍوال بازار فشار د یوې نسبي هوکړې چانس لوړ کړی دی، خو اسانه نه دی؛ ځکه اصلي ټکرونه تخنیکي نه بلکې جوړښتي دي.
څو مهم مګر سخت پړاونه دي که چېرې ترسره شي د مذاکراتو د کامیابۍ چانس لوړولی شی:
د تضمینونو بسته: د اوربند د ماتېدو په صورت کې د “اتوماتیک” بېرتهګرځېدونکو مکلفیتونو پر ځای متوازن ضمانتونهچې پاکستان یې د امنیتي کانال له لارې غواړي تضمین کړي.
د پاکستاني چارواکو له څرګندونو همداسې معلومیږي چې دوی هڅه کوي پورته دوه پړاوونو ته زمینه برابره کړي او د اسلام اباد د مشرانو په جولۍ کې تر ټولو خوږه مېوه له واشنګټن او تهران څخه راغورځېدی شي، ځکه تهران د امریکا پر وړاندې د اوږدې نظامي جګړې قدرت له لاسه ورکړی او خپل کمزوری اقتصاد د امریکا له بندیزونو خلاصول غواړي، هغه بندیزونه چې امریکا یې هم د خلاصېدو اشاره کړې ده.
بل خوا د ټرمپ پر ادارې هم کورنی سیاسي او اقتصادي فشار ورځ تر بلې په لوړېدو دی او تهران هم په خپل اټومي پروګرام د امریکايي بندیز مطالبې یو څه مثبتې خو مشروطې نښې ښودلې دي نو ځکه د مذاکراتو د کامیابۍ د امیدونو کچه لوړه شوې ده.
او که دا مذاکرات کامیاب شي نو د جنرال عاصم منیر په سینه به حتمي د فیلډ مارشال د پرکېدونکو ستورو سره د نړۍ د امن قایموونکي اسلامي لښکر سپاه سالار یوه بل ستوری هم ځوړند شي.
د بلوچستان پښتون مېشته ولسوالۍ لورالايي چارواکي وایي، په سیمه کې دافغانستان غیرقانوني کډوالو پر ضد عملیات چټک شوي او په دې لړ کې ګڼ شمېر کسان نیول شوي دي.
راپورونه وایي چې، د لورالايي مرستیال کمیشنر محمد حسیب شجاع په لارښوونه په دغه ولسوالۍ کې د غیرقانوني افغان کډوالو پر ضد د نیولو او تصفیې عملیاتو لړۍ ګړندۍ شوې ده.
ځايي چارواکي وايي، د دغو عملیاتو پر مهال هغه افغان کډوال نیول شوي چې په غیرقانوني توګه په لورالايي کې مېشت وو. د پولیسو په وینا، دا اقدام د غیرقانوني استوګنو کسانو پر ضد د رسمي عملیاتو برخه ده او په راتلونکو ورځو کې به نور هم پراخ او سخت شي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان به د قانون له مخې تر څېړنو لاندې ونیول شي او ورسره به قانوني چلند وشي.
یادې ادارې مخکې هم یو مکتوب خپور کړی و، چې پکې د سیمې له خلکو غوښتل شوي وو څو افغان کډوالو ته کورونه او دوکانونه په کرایه ورنه کړي او دا کار یې د قانون خلاف بللی و.
همداراز د ولسوالۍ ادارې له ځايي خلکو غوښتي چې د غیرقانوني استوګنو کسانو په پېژندنه کې له چارواکو سره همکاري وکړي، څو په سیمه کې د قانون حاکمیت ټینګ شي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي د سیمې له وروستیو امنیتي او سیاسي بدلونونو وروسته د ایران، افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تګ راتګ په څرګند ډول زیات شوی، چې یوازې په تېرو شپږو اوونیو کې زرګونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته او له افغانستانه ایران ته تګ راتګ کړی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) په خپل نوي راپور کې ویلي چې د ایران پر ضد د وروستیو کړکېچونو او جګړې له امله د سیمې د سرحدي تګ راتګ کچه لوړه شوې ده.
د راپور له مخې، په تېرو شپږو اوونیو کې له ایران څخه تر ۱۳ زرو زیات کسان پاکستان ته داخل شوي دي، چې په منځني ډول هره ورځ شاوخوا ۲۹۶ کسانو ته رسېږي. دغه کسان تر ډېره د تفتان–میرجاوه او ګبد–ریمدان له سرحدي لارو تېر شوي دي، چې ډېری یې زدهکوونکي او مسافر بلل شوي چې د نښتو له امله بېرته ستانه شوي دي.
راپور همداراز ښيي چې شاوخوا ۱۷۰ زره کسان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي، په داسې حال کې چې له افغانستانه تر ۷۳ زرو زیات کسان ایران ته تللي دي.
د معلوماتو له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته، له افغانستانه ایران ته د ایرانیانو تګ راتګ هم زیات شوی دی. یوازې د اپرېل له اوومې تر دیارلسمې نېټې پورې تر ۱۱۰۰ زیات ایراني وګړي خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې ډېری هغه کسان چې د سرحدونو له لارې تګ راتګ کوي، قانوني اسناد لکه پاسپورټ او ویزې لري او سفرونه یې تر ډېره د ترانزیټ، کورنیو لیدنو او احتیاطي دلایلو لپاره ترسره شوي دي.
خو بل لور ته، له ایران څخه د افغان وګړو ستنېدل تر ډېره د امنیتي اندېښنو، اقتصادي ستونزو او جبري ایستلو له امله ګڼل شوي، چې ډېری یې له کلونو راهیسې په ایران کې مېشت وو.